(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګل پاچا الفت د انتقادي ريالېزم

[01.Nov.2016 - 01:35]

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت  د انتقادي ريالېزم  سرلاری،  د ټولنې رښتينی انځورگر او تلپاتې قلموال
لیک : انجنیر عبدالقادرمسعود
زموږ په افغاني ټولنه کې د تاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې پښتو ادب او د شعر او شاعرۍ خوندور هنر لرغونۍ تاریخ لري . 
که چیرې د علم، ادب، هنر او شعر غوړیدلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، عالمانو، لیکوالو ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده، او د علمي، کلتوري او فرهنګي پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې فعاله، ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده .
په دې کې شک نه شته چې د ادب په تاریخ کې د  نومیالیو، میړنیو او پتمنو اتلانو، نامتو پوهانو اوعالمانو ، ادیبانو او شاعرانو ځلانده کارنامې او نومونه د تل لپاره ژوندي پاتې دي او د دوی د پام وړ او ارزښتناک اثار زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې علمي، کلتوري او فرهنګي زیرمې او معنوي پانګې په توګه، لویه او بډایه شتمني ده .
خدای بخښلی  استاد ګل پاجا الفت هغه لوی او وتلی ادب پوه، فرهنګپال ، اندیال،  نامتو پوهیال، خوږ ژبی او نوښتګر شاعر، نومیالی هیواد پال، دیني عالم، پوخ  او هڅاند لیکوال، سیاست پوه، څیړونکی، تکړه او نامتو رسنوال او ژباړونکی، پر ټولو ګران او ټولو ته منلی ملي شخصیت ، او د علم او ادب رښتینی او ستر خدمتګار وء ، چې په خپلو  اغیزناکو او ګټورو آثارو یې  د ادب شعر او شاعرۍ نړۍ  تل  غوړیدلی، روښانه او ځلانده ساتلی ده .
سره له دې چې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت صاحب د علمي، ادبي او فرهنګي ژوند او اثارو په اړه څیړنې او لیکنې د هغو لویو پوهانو، ادیبانو، لیکوالو او څیړونکو دنده ده ، چې د پیاوړي او ځواکمن قلم خاوندان دي . خو د استاد الفت صاحب اثار دومره ارزښتمن او اغیزناک دي چې په لوستلو یې سړی دې ته اړ باسي، تر څو د ده  د لوړ او هر اړخیز شخصیت په تړاو یو څه ووایي . دا کار ښایي زما لپاره ډیر ګران وي، دا صلاحیت او توان په ځان کې نه وینم، چې د ده  د علمي او ادبي ژوند، ګټورو اثارو او د ادبي مرغلرو څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړم . خو سره له دې هم هغه ځانګړې مینه اوعلاقه چې زه د ده د علمي، هنري او ادبي شخصیت او اثارو سره لرم، غواړم چې د خپل فکر او اند په رڼا کې د ده د لوی علمي، هنري او ادبي سمندر څخه یو څو څاڅکي په خپله لپه کې راپورته کړم او تاسو ته یې وړاندې کړم .
خدای بخښلی استاد ګل پاچا الفت زموږ د هیواد په علمي، ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه ځلانده او روښانه ستوری،  نومیالی، وتلې، سترلیکوال، فرهنګپال او د نامتو متفکرینو له ډلې څخه دی، چې د ده په آثارو کې داسې هنري ښکلا، علمي، کلتوري، فرهنګي، ټولنیز، سیاسي ، اخلاقي او ملي تفکراو انساني پیغامونه نغښتي دي، چې داوسنیو او راتلونکیو نسلونو لپاره د یو لوی علمي اوادبي  درس او هنري ښوونځی حیثیت لري . زموږ هیواد وال باید د خپل ژوند په بیلابیلو اړخونو کې ترینه خوند، درس او پند واخلي .
استاد ګل پاچا الفت د میرسید پاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی چې پر (۱۲۸۸) لمریز کال کې د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د عزیزخان په کڅ کلي کې په یوې درنې کورنۍ کې زیږیدلې دی .
د استاد الفت صاحب د علمي او ادبي ګټورو اثارو څخه څرګندیږي چې دی د لوی او پیاوړي استعداد او ذکاوت خاوند شخصیت و‌ء . ده خپلې علمي زده کړې په خصوصي توګه په غیرې رسمي مدرسو کې پای ته رسولي دي، او د مروجو او متداوله علومو زده کړې یې د لغمان او ننګرهار د ممتازو او نامتو استادانو څخه زده کړي او لوستلي دي او خپل بنسټیز مالومات یې په دې اړه تکمیل کړي وء .
استاد الفت صاحب د پورتنیو علومو او شخصي مطالعاتو وروسته د خپل ځانګړي او څپانده استعداد، اهلیت، وړتیا او لیاقت له مخې د خپلې زمانې د ادب او پوهې د قافله سالارانو په کتار کې ځای ونیوه او په بیلابیلو رسمي او دولتي دوایرو کې یې خپلې دندې په ډیره میړانه، زړورتیا او پیاوړتیا سره، تر سره کړې دي .
استاد ګل پاچا الفت له هغو مخکښو، نومیاليو او د لوړو او سپیڅلو اهدافو او آرمانونو د لیکوالوڅخه دی چې د یو ادبي، فرهنګي، ملي او مبارز شخصیت په توګه خپل ټول ویاړلی ژوند یې په پوره رښتینولۍ سره د خپلو علمي، ادبي او فرهنګي څیړنو، هستونو او پنځونو ته د افغان اولس او په تیره بیا پتمنو او میړنیو پښتنو ته ځانګړې کړې وء . د استاد الفت صاحب اثار زموږ د ملي ادب د ښکلا او غنا یوه ارزښتمنه پانګه ده . ده په خپلو آثارو کې، فلسفي ، علمي او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې او آرمانونه، د زړه غږ او ملي احساسات د خپل هیواد، خلکو، ټولنې او ټولنیزو روابطو او مناسباتو په اړه په داسې لویو او خیالي افکارو او عواطفو په روښانه توګه ترسیم او بیان کړي دي، چې زموږ هرهیوادوال د خپلو زړونو دردونه، هیلې او آرمانونو- مقاصد او اهداف په کې موندلای شي . ده د خپلو عاطفي، خوندورو او ګټورواثارو او ارزښتناکو علمي او ادبي لیکنو، څیړنو، پنځونو، ښونو او روزنو په وسیله زموږ د پښتو د علم او ادب زرغون بڼ، په ډیرو ښکلو رنګارنګو ګلونو ښایسته، سمسور، غوړیدلی، تازه او ښیرازه ساتلی دی . د الفت صاحب د آثارو ارزښت او ښکلا لکه د نورو درنو پوهانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو آثار  د پښتو ادب په ډګر کې د تل لپاره ځلانده، روښانه نه هیریدونکي او نه ورکیدونکي دي .
زموږ  د ادب او فرهنګ د مینه والو دنده ده، چې د خدای بخښلي الفت صاحب شخصیت  ته   د  یو وطنپال، هوښیار، مدبر او معنوي لارښود په توګه  او  د ده علمي او ادبي نوښت نه ډک او هڅوونکي ژوند ته  ځانګړې پاملرنه وکړي . 
د الفت صاحب علمي، ادبي، تحلیلي،  انتقادي څیړنې، لیکنې او ارزښتناک، عاطفي اثار  د معنوي او هنري  ارزښت  له پلوه د ګران او قیمتي مرغلرو څخه ډک دي او د اغیزمن علمي او فرهنګي میراث او پانګې په توګه زموږ د ادب په تاریخ کې د منل شوي او لویوو موخذو اثارو حیثیت  لري ،  همدا وجه  ده چې باید معاصر او راتلونکي نسلونه  ترینه ارزښتناکه او بشپړه ګټه پورته کړي او د ده علمي، ادبي او فرهنګي  ډیوې تل روښانه او ځلانده وساتي . 
د استاد ګل پاچا الفت منظوم ، منثور او څیړنیز آثار دا دي :
د پسرلي نغمه، عالي افکار، د آزادې پیغام، ښه لمسون، د زړه وینا، غوره اشعار، د الفت خبرې، لغوي څیړنه، عالي افکار، پښتو کلي، منطق، غوره نثرونه، لیکوالي املا او انشا، اجتماعي نظریات، پښتو سندرې، ادبي بحثونه، ملي قهرمان خوشحال خان خټک، بله ډیوه، نوی سبک او نوی ادب ، څه لیکل یا لیک پوهه، د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش، د الفت نثري کلیات، نوی څرک یا نوې رڼا، څه ګورم او څه اورم، بیلابیلې لیکنې او مقالې، منظوم عالي افکار (ژباړه)، دټولنې علم (ژباړه)، د موفقیت لار(ژباړه)، لوړ خیالونه او ژور فکرونه (ژباړه)، احمدشاه بابا افغان (ژباړه) او داسې نور آثارچې تر اوسه چاپ شوي نه دي .  
د استاد الفت صاحب د اثارو پرلاسوند کولای شو په زغرده ووایوو: چې ده له علم، ادب، شعر او هنر سره ژوره مینه او خواخوږي درلوده . په نظم او نثر کې د پراخ نظر، شاعرانه او هنري تخیل، نوښتګرفکر، او د لوړې پوهې او استعداد شخصیت وء . دی د پښتو د لرغوني بډای ادب  په ډګر کې د ځانګړي هنري، ادبي او علمي سبک خاوند وء . استاد الفت صاحب د خپل اوچت، سپیڅلي او ځواکمن قلم، علمي ، هنري او ادبي ارزښتمنو او ګټورو اثارو په وسیله د پښو ادب او ژبه پاللې او بډایه کړې ده، د الفت صاحب د ژوند علمي، ادبي او معنوي وړتیا، ارزښت او اهمیت د ده په آثار کې بهاند او څپانده دی او د پښتو ادب په تاریخ کې د پام وړ، عالي، ځانګړی او تلپاتې نوم او لوی مقام لري .  
د استاد الفت صاحب علمي او ادبي اثار خپلې ځانګړنې لري، دی د پښتو ادب د پنځو ستورو په کتار کې هغه ځلیدونکی او روڼ ستوری دی چې په نظم او نثر دواړو کې د لوی لاس خاوند دی، د ده په منظومو او منثورو آثارو کې ډیر عالي خیالونه، عیني او ذهني تصویرونه، د ولولو څخه ډک پیغامونه، لوړ فکرونه او خواږه شاعرانه رنګونه نغښتي دي . 
ـ  د ده پوهه، لوړ خیال، ژور او ملي فکر، او د ده په  ګټورو آثارو کې تحلیلي، اصلاحي او تنقیدي اړخونه،   ټولنیز شعور، جوهراو ارمان، انساني، ملي او ادبي تصورات او احساسات، عالي، اغیزناک او خیالي افکار، اخلاقي او تربیوي معیارونه، د هیواد پالنې انګازی، د انسان او انساني کرامت او حیثیت ساتل او ستایل، نه ستړیکیدونکې هاندوهڅې اوکارنامې د پښتو ادب په تاریخ کې لکه د چینې روانې سپینې اوبه رڼې او لکه د لمر وړانګې تودې او ځلانده دي .
دی په خپلو ملي ترانو کې، له سوز و ګداز، سپیڅلې او خوږې مینې څخه ډک پښتني – افغاني او ملي جذبات او عواطف خپلو هیوادوالو، لوستونکو او اوریدونکو ته په هنرمندانه ، شاعرانه، خوږه او رڼه ژبه په   ډیره ظریفانه بڼه انځوروي . د الفت صاحب د ملي ترانو اوریدل او لوستل د هر با احساسه انسان په ذهن او زړه کې وطني، ملي، افغاني او په  تیره بیا پښتني احساسات، عواطف، سپیڅلې مینه، ښکلا، او د سوز څخه  ډکې ولولې راپاروي . 
د بیلګې په توګه د الفت صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :
پخوا به په وطن خلکو سرونه  ورکول
سرتیرو ته یې زړونو کې ځایونه ورکول
میړانه، سرښندنه  وه  هنر د افغانانو
بې ننګو ته  به هر چا پیغورونه  ورکول
د ننګ غیرت خبرو به  پیدا کړه طوفانونه
سړو سړو جذبو ته  یې تاوونه  ورکول
ملي حماسه  نه وه  بې اثره بې تاثیره
ملالی چې میوند کې شعارونه  ورکول
...
مضمون د ازادۍ زموږ په سرو  وینو رنګین وُ
زموږ  وینو تاریخ  ته  عنوانونه   ورکول
...
او یا وایي : 
آزادي  که  خیراتي  وي  یا  د  چا  مهرباني  وي
افتخار  به  پرې   ونه  کا  که   همت  یې  افغاني  وي
قرباني  چې  پکې  نه  وي  هغه  کله  لوی  اختر   وي
آزادي  سره  تړلې   ډیره  لویه  قرباني   وي
...
استاد الفت صاحب زموږ د هیواد او هیوادوالو سره په تیره بیا د پښتو ژبې ، پښتنو او پښتونولۍ سره ژوره او بې کچه مینه لري . د ده په زړه کې د پښتو ادب او ژبې سره د سپیڅلې پښتنې مینې ولولې څپې وهي،  او د خپلې لوړې علمي او ادبي پوهې او ژور فکر په  وسیله يې د ښوونې او روزنې په برخه کې د حقوقو او ادبیاتو په پوهنځیو کې د پښتو ژبې د استاد په توګه، پښتو ادب او ژبې ته معنوي او هنري لوړتیا وربښلې ده او د افغاني فرهنګ او کلتور په غنا کې یې د پام وړ او ستر خدمتونه ترسره کړې دي .
ـ  د ده په شعرونو او ملي ترانو کې د افغان ملت پوهه، غرور، پت، توره، زړه ورتیا او میړانه، افتخارات او ملي ممیزات، پښتني او اخلاقي ارزښتونه، د افغان اولس اوپښتون ملت  او په  تیره بیا   د ځوانانو راویښول، روزل، پالل، پاڅول او هڅول او د دوی عیبونه ورښودل، د بشري ټولنې اصلاحي اړخونه، د هیواد سمسورتیا او پراختیا ،  په شعوري لحاظ د دوی ذهنیت د هیواد پالنې ، آزادۍ، استقلال، خپلواکۍ، د ملي وحدت، اتفاق، یوالي او ورورولي سره آشنا کول، د ګډ سوله ییز ژوند د اصولو په رڼا کې د سولې او سوکاله ژوند پیغامونه، د جنګ ، جګړو او جګړه مارو څخه کرکه   له ورایه څرګندیږي . همدا وجه  ده چې د ده ځلانده، تلپاتی او دروند نوم به د ده  د آثارو د وړانګواو وږمو په رڼا کې  روښانه او تل ژوندی وي .
د بیلګې په توګه د الفت صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :
پښتون هیڅکله باداري د چا منلی نشي
ما چې لیدلی خو پښتون غلام کیدلی نشي
چا چې عمرونه بخپل حق باندې جګړې کړې دي
د هغو حق به هیڅ قوت هیڅوک خوړلی نشي
مخونه  تور د پښتنو د دښمنانو  وینم
هیڅوک پښتو او پښتونواله  ورکولی نشي
...
او یا وایي :
پښتانه  چې  د  پردو  په  لاس  کې   وینئ
په  پښتو  او  پښتونواله  مه  ویاړئ
...
پښتونواله  به  شي  مړه پښتون  به  ورک  شي
پښتنو!  که  نن  لاسونه  یو  نه  کړئ
...
بې  له  تورې  پښتو  نه  تر  سره  کیږي
پښتو  مري  که  یې  له  تورې  بیله  کړئ
او یا وایي :
لکه  شمع  که  ځان  وسوځې   په  اور  ته
نو  به  هله  کړې   رڼا  مینه  او  کور  ته
که  فرهاد  غوندې   دې  غرونه  سوري  نه  کړل
د  شیرین  وطن  په  عشق  کې  یې  نامتور   ته
...
د وطن  آب  و  آبرو  دې  که  شوه  تویه
په  سیالانو  کې  به  سر  جګ  نکړې  نور  ته
او یا وایي :
د ملي ژوند اساس خپلواکي ده
د ملي غرور ژوند، سر لوړي ده
...
چې هر څومره ملت متحد وي
خپلواکي یې هغومره قوي ده
...
په ملي  ثقافت قوم ژوندی دی
کولتوري سرمایه یې هستي ده
...
په آزاد او خپلواکه وطن کې
روا کله په بل باداري ده
...
او یا وایي:
هغه  ورځ  به  بختوره  وي  هر  ګوره
چې  د  سپینو  زړونو  تور  نه  وي  له  توره  
کرکه  نه  وي  یو  له  بله  محبت  وي  
ورورولي، سوله،  صفا  وي  ښه  نیت
...
جګ  شي  هر  چیرته  د  سولې  بیرغونه  
شي  په  سمه  لار  روان  سیاستونه
د  انسان  زړګی  له  جنګ  او  جګړې  تور  شي
توره  ماته  شي  او  جوړ  ورنه  څه  نور  شي
...
او یا وایي:
سپین او تور د یوې سترګې کله یو له بل بیلیږي
په بیل رنګ کله  دوه  وروڼه  یو له بله  پردي  کیږي
...
الفت صاحب خپلې علمي او ادبي لیکنې، څیړنې او پنځونې نه یوازې په پښتو ژبه بلکې په نورو ژبو هم کښلې دي . دی په هیواد کې د ننه او له هیواده بهر په علمي او ادبي کړۍ کې د یو هوښیار، مدبر، زړه ور او ځواکمن لارښوود او پیاوړي علمي او ادبي شخصیت په توګه پیژندل شوی دی .    
استاد الفت صاحب د خپل کار او چوپړد علمي او ادبي په اوږده دوره کې، هغه لوړ خدمتونه او نوښتونه چې د هیواد او هیوادوالو لپاره او د کلتور او فرهنګ د ودې، پرمختیا او پراختیا لپاره کړي دي دهغې وخت د مقاماتو له خوا لمانځل شوی هم دی . هغه سوغاتونه چې ده تر لاسه کړي دي دا دي :
د خوشحال خان خټک ادبي جایزه، د ابوعلي سینا علمي جایزه، د صدارت له خوا دویمه درجه تقدیرنامه، د ستوري دریمه درجه نښان، د پوهنې دویمه درجه نښان، د وکالت د دورو نښانونه، دلویې جرګې نښانونه او داسې نور...
ـ استاد ګل پاچا الفت د یوغښتلي او پوخ لیکوال په توګه د خپلو علمي، ادبي هلو ځلو او ملي فعالیتونو تر څنګ خپل شاعرانه  سپیڅلي، انساني، ملي احساسات او عواطف، لوړ خیال او ژور فکر د شعر په رڼه، خوږه، روانه هنري، پسته او انځوریزه ژبه داسې څرگند کړي دي ،  چې د ده په شعرونو کې د شعر د ژبې سوچه والی، ښایست، خوږوالی او آهنګ له ورایه ځلیږي . د استاد الفت صاحب نثري او شعري هستونې ، نه يوازې له څرنگيز، بلکې له څومره ييز پلوه  هم  د درنښت او خورا ستاینې وړ دي .
د بیلګې په توګه د ده یو خوندور او په زړه پورې شعر ګورو :
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه را حضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی
کارغان به پکې نه وي بلبلان به پکې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کې د جانان ليدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو د پاسه مې پېزوان ليدلی دی
...
که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی .
...
ـ خدای بخښلی استاد الفت له هغو ځلانده او غوره څیرو څخه دی چې د خپلو ګټورو اثار په رڼا کې  زموږ د د هیواد سیاسي، تاریخي او ټولنیز کړکیچن حالات او د هیوادوالو خوږې او ترخې خاطرې، د سویو زړونو او څیرو ګریوانونو حقیقي او رښتینی انساني ژوند، د ټولنې دردونه، کړاوونه، ناخوالې او ستونزې، د غریبانو، بیوزلو، مظلومانو، مسکینانو، خوارانو، غمجنو او یتیمانو خوارې، بدمرغې، ستونزې او ناخوالې سره خواخوږي او همدردي، د ظلم، رشوت، استبداد، فساد او بی عدالتې، او د ناوړو دودونو او رواجونو پر خلاف او د ظالم سره کلکه قلمي مبارزه او مجادله، د واکمنو، چارواکیو، واکوالو، ځواکمنو او حاکمې طبقې له مخ نه  د  ریا، تزویر، فساد او ارتجاعي تور ذهنیت، د ماسک لیرې کول، د بدمرغیو، وحشت، فقر او طبقاتي توپیرونو سره کلکه مبارزه  د خپلې لوړې پوهې او ځواکمن قلم په وسیله په واقعي، عیني او رښتیني بڼه انعکاسوي، او د اخلاقي، ټولنیز او انساني ژوند د نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو لپاره د علاج ګټورې لارې چارې په ګوته کوي . دی د انتقادي ریالیزم له پیاوړو، زړورو او نامتو مخکښانو څخه دی .همدا وجه ده چې د الفت صاحب پیاوړی، پوخ، اغیزناک او نوښتګر شخصیت د ده د استادي او نبوغ نښه تثبیتوي .
د بیلګې  په  توګه  د  ده  دا بیتونه ګورو چې  وایي :
که مې سر شي د - هاتي د پښو لاندي
که له پاسه مې څوک غورځوي د لاندي
که د زور او زورورو له هیبته
دغه مځکه او اسمان شي لاندې باندې
تور ته سپین نه شم ویلای سپین ته تور زه
دا امید دې څوک له ما نه هیڅ نه کاندي
...
او یا وایي :
یم شمع د تورتم په سر اورونه   قبلوم
په زړه لکه لاله سوي داغونه قبلوم
ته وساته په زړه کې محبت د نازنینو
ما پریږده چې د خوار غریب نازونه   قبلوم
چې ستړی او ستومان وي په خدمت کې د وطن
په سر او په لیمو یې قدمونه قبلوم
...
او یا وایي:
له واړه کوره را ووځه  لوی جهان سره  اشنا شه
خیل او قوم نه  را  اوچت  شه  له  انسان  سره  اشنا شه .
او یا وایي :
چې پلو له مخه لرې د هر چا شي
دا رنګینې جامې څیرې  د  ریا  شي
حقایق ټول  را بهر شي له  حجابه
پټ کارونه  را څرګند زما  او  ستا شي
که  رازونه  که  رمزونه  که  اسرار  دي
لکه  ستوري د آسمان هسې  رسوا شي
...
او یا وایي :
زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
...
او یا وایي :
باداري پریږدی خادمان شی د وطن او د قام
په خوار غریب شی پس له دې لږ مهربان غوندې
هلته چې یو انسان د بل لکه غلام اوسیږي
په هغه ځای د خدای لعنت اوري باران غوندې
باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس
تاسې یې نوره ټینکه مه ساتی ایمان غوندې
...
او یا وایي:
حق او باطل نه معلومیږي حق بیان که نه وي
ظالم ته هیڅ نشې ویلی ټینګ ایمان که نه وي
پینځو روپو باندې یې ولې هره ورځ خرڅوې
دین و ایمان دې مسلمانه ډیر ارزان که نه وي
آه و فریاد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای نا ترسه ظالمان که نه وي
...
او یا وایي:
ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره
سل پتنګان سوځي د یوې شمعې ژړا سره
ډک زړګی له اوښکو ګرځي وریځې په اسمان کې بیا
څه ژړا ملګرې ده  د ژوند یوې بریښنا سره
ټول باغ ژړیدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
ډیر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لویه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي دې خدای په هیڅ کور کې پیدا نکړي
یو کور کې چې ویر وي او بل خاندي له لیلا سره
...
او یا وایي :
چې د غمجنو په حال سوځي هغه زړه غواړمه
داسې پتنګ سره یو ځای خپل سوځیده غواړمه
لږ غوندې درد او دلسوزي د همدردۍ د پاره
که په کوم زړه کې ځای لري  ترې  ځاریده  غواړمه
د سوز  ژړا چې کله  وینمه  د شمعې  په  مخ
د رنځورانو سر ته   هسې  ژړیده  غواړمه
ـ  دی د خپلو شعرونو په رنګینه نړۍ کې ، د واقعي او عملي تصوف او عرفان د اسرارو او رمزونو مرغلرې او د معرفت او د معنوي نړۍ وړانګې په تړاو علمي او تحقیقي نظریات، د اسلام د حقیقي او سپیڅلي ارزښتونو علمي نظریات اوعملي ګامونه، تولنیز عدالت، انصاف او پاک نفسي، ، رښتیا او صداقت، انساني ټولنیز دردونه، خصایل او اخلاقي ارزښتونه  په  ډیر عالي او انساني بڼه انځوروي .
د بیلګې په توګه د ده  دا بیتونه ګورو :
د مین نظر هر کله  وي  پخپلې  لیلی  باندې
د پتنګ نظر په شمع  نه  په  شمس، نه  په  قمر
شي له  نورو  بیګانه، لیونی  بیا  فرزانه
چې په  عشق  او محبت کې  شي له  ځانه  نا خبر
حال یې بل شي خیال یې بل شي نظر بل شي منظور بل شي
بل سړی شي، بل عالم کې  د یو چا په  یو  نظر
د دنیا تورو تیارو کې  پټې سترګې  ویده پروت  وم
د راحت بستر مې ترک کړ چې مې ولیده سحر
...
او یا وایي :
د افکارو تجلی یې  نه  ورکیږي
د چا زړه کې  چې چراغ  د علم  بل  دی
په  تورتم کې  دې هغه  سړی  وي  وړاندې
چې  یې  لاس کې  د عرفان  ښایسته  مشعل  دی
...
او یا وایي :
که  بې  رنګه  بې  ریا  زهد  و  تقوی  وي
له  ټګۍ  برګۍ  چل  ول  نه  مبرا  وي
څوک  یې  کله  بازار ونو  ته  راباسي
سود  سودا  لره  خو زهد  د  ریا  وي
او یا وایي :
که  طاعت  او  عبادت  هر  څومره  کم  وي  
خدای  دې  نه  کا  چې  شریک  په  کې  صنم  وي
په  ریا  چې  د  مخلوق  دپاره  کیږي
که  شرک   نه  وي  له  ګناه  سره  به  سم   وي
او یا وایي :
بزرګي  خو  نیک  عمل،  زهد  و  تقوا  ده
هسې  نه  چې  په  نژاد  نسب  بنا  ده
اوس  چې  چا  نسب  نژاد  پورې  تړلی
نژادي   توپیر  یې  ښه   سمه  فنا  ده
ـ دی د خپلو شعرونو په هنري او غوړیدلي ګلبڼ  کې ، د ښځو عالي مقام اومنزلت ته درناوی، دوستي، عشق، محبت، مینه او اخلاص،   جذابیت اوښایست،  وفا اوصمیمیت ، د پسرلي نغمې ، د رښتینې مینې رازو نیاز، سوزو ساز او ګداز، حسن و جمال، د طبیعت د مناظرو رنګینه او هنري ښکلا او داسې نور عالي، هنري ارزښتونه، په نوښتګرانه، ظریفانه، او شاعرانه بڼه په ډیرو ښکلو او رنګینو تشبیهاتو، کنایاتو، استعاراتو، رمزونو او سیمبولونو کې انځوروي .
د بیلګې په توګه د الفت صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :
ستا دلبر غوندې دلبر په جهان نشته
ستا د عشق په باغ و بڼ کې خزان نشته
غمجن مه اوسه راځه رقیبان نشته
د لیلی په دروازه کې دربان نشته
...
او یا وایي :
پتنګ په شمع بلبل مینه په سرو ګلو کوي
عاشقان فخر په دیدار  د نازولو کوي
تا په ملالو اثري سترګو زړه   وړی زما
دلبران واړه   د زړه  ښکار په تش کتلو کوي
د هر چا خوښه چې په مال که په کمال پسې ځي
زه یې عبث بولم  چې مینه بې د ښکلیو کوي
...
او یا وایي :
بیا وطن ښکاري تازه نوی بهـــار دی
بــــــیـــا پــه غاړه د هر چا د گلو هار  دی
باغ کې ځوړند دي د گلو امیلونـــــه
ته خو گوره  ورته !  څنگه ښه گلزار دی
هر طرف ځانگي ښایسته غنچې د گلـــو
د مستـــــــۍ دوره راغلې په بلبلـــــو
...
ـ  د یادونې وړ ګڼم، د ویښ زلمیانو د ملي غورځنګ په جوړښت کې زموږ د هیواد یو شمیر منورو ځوانانو، پوهانو،  سیاسي، ټولنیز، ادبي اوملي شخصیتونو فعاله برخه درلوده، یو له دغو کسانو څخه زموږ د هیواد سیاست پوه، وطنپال، ملي او اولسي شاعر او ادیب استاد ګل پاچا الفت هم وء .
استاد الفت صاحب د دغې غورځنګ پیاوړی او فعال غړی وء ، او د (ولس د جریدې) چې د دغې غورځنګ نشراتي ارګان وء ، د امتیاز خاوند او د دغې تحریک ویاند هم وء .
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت صاحب ډیر دروند، مهربان، ، متدین او ریښتینې مسلمان، ، مینه ناک، پاک او سپیڅلې انسان،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند  او خوا خوږې انسان وء . دی د تقوا او پرهیزګاری دروند شخصیت، د سړې سینې او لویې حوصلې خاوند وء . هر وخت غلی او خاموش ښکاریده، متواضع، حلیم، برده باره او بی کبره انسان وء . ده د لوی خدای سره ، د وطن سره او د هیوادوالوسره د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود .
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت صاحب پر (۱۳۵۶) لمریزکال د لیندۍ د میاشتی په (۲۸) نیټه  د زړه د حملې په اثر د عزیز خان په کڅ کلي کې، چې د ژوند په آخرو وختونو کې هلته اوسیدو په حق ورسیدو، او د دوی په پلرنې هدیره کې په خورا درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو .
په  دې کې شک نه  شته، چې  د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت لوی، ویاړلی او تلپاتی نوم به زموږ د علم، هنر، ادب او فرهنګ په ډګر کې د ده د ګټورو، ارزښتناکو اوځلانده آثارو په رڼا کې د تل لپاره ژوندی وي .
اروا دې یې ښاده  او ویاړلی نوم  دې  یې تلپاتی وي .
د دغې لیکنې په پای کې غواړم  د ټولو درنو مینه وال څخه چې د علم، ادب  او فرهنګ  په برخه  کې  د اوچت  او ځواکمن قلم خاوندان دي هیله  وکړم،   چې  زموږ د هیواد  د نامتو، مخکښو او وتلیو پوهانو، لیکوالو،ادیبانو او شاعرانو د علمي ، ادبي ، اغیزمنو ،  ارزښتمنو او ګټورو آثارو په تړاو، په  تیره  بیا   د هغو لیکوالو او وینا والو آثار چې ژوندي دي، وڅیړي او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي . د دوی د شخصیتونو هر کلی وکړي او ور ته  پرتمینې  نمانځ غونډې جوړې کړي او په درنښت او درنه سترګه ورته  وګوري .
په ډیر درنښت، ادبي مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود
 

-
بېرته شاته