(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسرا یا په تیارو

[24.Oct.2016 - 18:28]

اسرا یا په تیارو کې مزل
عبدالستار سعادات
مجیب الرحمن لحاظ راته ویل: د اسرا په نامه مې یوه یتیم پالنه جوړه کړې ده، یوه ورځ راشه، هغوی سره یوه غرمه تېره کړه. لحاظ راته ویل: هر کله چې هلته ځم، سکون مومم. ورته مې ښه کړل او تېره جمعه ورغلم. هغه د پیغمبر ص د ماشومتوب په برخلیک اخته، شل ماشومان راټول کړي دي. همدا چې د ودانۍ انګړ ته ننوتم،‌ دوی راته په زینو کې لار څارله. هر یوه سره مې په لاس ستړي مه شي کوله او د نوم پوښتنه مې یې کوله؛ خو، امېد(دا هلک چې په تصویر کې راسره ګډه ډوډۍ خوري) ته چې ورسېدم، راته یې کړل: رئیس صیب! ماته به غاړه راکوې. هغه ښایي د شپږو کلونو و؛ بیداره او با جرئته ماشوم و. غېږ کې مې ټینګ ونیوه. زړه مې راډک شو، خو؛ هغه ته مې باید مسکا په شونډو لرلې وای. هغه چې ماته په یوه شېبه کې دومره خوږ شو، مور او پلار ته به یې څومره خوږ و؟! مګر هغه بې پلاره و او درک کېدای شي چې پلار ته به یې زنکدن کې د هغه پرېښودل سخت و. 
لومړۍ خونې ته چې ننوتم، د کمپیوټر د زده کړې ټولګی یې و چې لس پایې نوي کمپیوټرونه، مسترېحې څوکۍ او ښکلي مېزونه په کې ایښي وو. هغوی د دې تر څنګ چې ښوونځیو ته تلل، په یتیم پالنه کې ورته د زده کړې هر ډول آسانتیا برابره شوې وه. مهربان او با وقاره ښوونکي یې لرل. هغوی سره کېناستو، یو ځل بیا یې ځانونه معرفي کړل. د کنړ او نورستانه نیولې، تر کاپیسا، پروان، دایکندي او کندز ولایت پورې، د بېلابېلو قومونو او سیمو یتیمان په کې وو. هغوی مو وغږول، نوي معلومات یې لرل چې د هغوی تر عمرونو لوړ وو. ټوکې یې راته وکړې. یتیم پالنه کې یې د ښوونې او روزنې داسې یوه فضا رامنځته کړې وه چې ښایي د ډېرو شتمنو زامنو ته هغومره امکانات مساعد نه وي. غرمه ډوډۍ مې هغوی سره په یوه دسترخوان وخوړه؛ خوند یې وکړ.
علي کرم الله وجهه وایي: انساني ټولنه په لمر، سپوږمۍ او ستورو رڼه نه ده، په هغو انسانانو روښانه ده چې نورو لپاره ستر کارونه کوي، خو؛ څوک په ځان نه پوهوي. البته داسې انسانان کم دي، مګر؛ د ټولنو واقعي شتمني همداسې وګړي دي.‌
لحاظ پخپله یتیم پاتې شوی او دا سختې یې تجربه کړي دي. ماته یې ژوند معلوم دی؛ هغه (د پیسو) دومره شتمن نه دی چې د شلو بې برخلیکو راتلونکې دې رڼا کړای شي، خو؛ ځینې همداسې دي چې د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره ژوند کوي. هغوی خپل سکون او آرام، د نورو په نېکمرغۍ کې ویني. په داسې حالت کې مادي شتمني حتمي نه ده، هغوی ته یې معنوي شتمني ځواک او استغنا ورکوي چې د سختۍ، احتیاج او مایوسۍ احساس نه کوي. 
لحاظ چې راته په افغانستان کې د یتیمانو احصائیه (د دولتي روزنتون په حواله) راکړه، غوني مې زیږه شول. هغه ویل چې مونږ دا مهال په افغانستان کې ۶۰۰ زره یتیمان لرو چې ۱۱۰۰۰۰ یې بې برخلیکه دي. مانا دا چې؛ څوک یې د ساتنې او پالنې نشته دي. لحاظ ویل: کله مو چې له روزنتونه د یتیم پالنې جواز اخېسته، هغوی راته وویل: ماشومې نجونې درسره بوځه او ویې ساته. د هغوی د رسمي احصائیې له مخې؛ په یو سلو لسو زرو بې برخلیکو ماشومانو کې، ۷۰ زره نجونې دي چې څوک یې نشته دي. 
البته دا ټول یتیمان، د سپټمبر د یوولسمې نه راپه دېخوا دي چې خپل پلرونه یې د لاسه ورکړي دي. مونږ له دې ځایه اټکل کولای شو چې د دې جګړې انساني تلفات څومره دي.‌ که څه هم په جګړه کې اکثر ځوانان مري چې ودونه یا ماشومان نه لري. دا ۶۰۰ زره یتیمان به د څومره پلرونو وي؟ او که په دوی باندې ماشومان، زاړه، پېغلې، کوژده کړې یا هغه واده کړې مېرمنې چې لا یې اولاد نه وي لرلی او په ځانګړي توګه؛ د جګړي د سوند اصلي توکي (مجردان، کوژده کړي یا هغوی چې ودونه یې کړي خو لا اولاد یې نه دی لرلی)وراضافه کړو، مونږ په دې جګړه کې تر یوه میلیونه زیات تلفات ورکړي دي. 
عطاءالله حیران وویل: دا خو هغه یتیمان دي چې پلرونه، یا کم شمېر داسې هم دي چې میندې یې د لاسه ورکړي دي. د هغو (معتادانو) اولادونه هم په یتیمانو کې شمېرل کېږي چې په مخدره توکو روږدي دي او کورنیو یې په ژوند د لاسه ورکړي دي. په افغانستان کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر هم تر درې میلیونو اووښتی دی.‌
په لومړي ځل باندې راته ځان ناخبره او بې درده انسان ښکاره شو. په ملت کې مې د تراژیدۍ داسې ژورو ته واقعاْ پام نه و. 
د خدای په امانۍ وخت کې یې د یوه مېز تر شا کېنولم او راته یې کړل: له دې ځایه دې خپله خاطره ولیکه…
نه پوهېږم چې څه مې ولیکل، خو؛ په داسې شېبو کې سړی پوه شي چې توري او کلمات د انسان ضمیر، احساسات او تاثر نه شي تصویرولی.
تاسې چې ماشومان مو ستاسې په تودو غېږو کې خوندي دي، هغوی له یاده مه باسئ چې د دې ستر نعمت نه بې برخې دي. حتمي نه ده چې تاسې دې زیاته مرسته وکړئ، د خپل وس مطابق، حتی د همدردۍ په کچه باید له دې بې برخلیکو سره کمک وکړئ. دا ژوند ډېر اوږد نه دی او په دومره حرص نه ارزي. 
تاسې چې شتمن یاست، مسؤلیت مو لا دروند دی. په خپلو دسترخوانونو باندې ۱۶ ډوله خواړه مه خورئ، دوه ډوله یې تاسې لپاره کفایت کوي، نوره یې همداسې بېوزلو ته ورکړئ. 
دوی په تیارو کې مزل کوي؛ که مو په لاس کې ډېوه وي، ور یې کړئ او که مو اضافه څراغ درلود، ترې مه یې درېغوئ...

 

-
بېرته شاته