(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څرنګه سمه پښتو؟

[17.Oct.2016 - 16:20]

څرنګه سمه پښتو؟ لیک: عبدالباري جهاني

دوې ورځي مخکي مي د اوغان په نوم یوتحقیقاتي مضمون خپور کړ او د لوستونکو د نورو منفي او مثبتو تبصرو تر څنګ یوه ځوان لیکلي وه چي وزیر سمه پښتو نه سي لیکلای نو له نورو څخه څه ګیله ده. د ځوان اعتراض دا وو چي ولي مي د شو پر ځای سو لیکلی او د کښې پر ځای مي کي استعمال کړی او دغه راز مي د تحقیق په مقابل کي پلټنه او د لرغون؟؟؟ پر ځای مي تاریخ او ځیني نور هغه فارسي او عربي کلمات استعمال کړي دي چي د ځوان په عقیده پښتو کلمات ورته موجود وه. دا چي له مقر څخه تر نیمروز او له اوروزګان څخه تر کندهار، کوټي او کاکړستان پوري څه باندي دوولس میلیونه پښتانه په دغه لهجه ږغېږي، او «سو» او «کي» استعمالوي، هغه د ځوان لپاره اهمیت نه لري؛ ما باید لږترلږه د ده د خوشالولو لپاره شو او کښې لیکلي وای. ګوندي ایله یې زما مضمون، چي زه یقین لرم نه یې دی لوستی، د لوستلو وړ بللی وای.

که په پښتو کي د فارسي او عربي کلماتو زیات او کم استعمال د ناسمي او سمي پښتو معیار وبولو نو بیا به د رحمان بابا  ددې بیتونو سره څه کوو:
چي کشور د افغانانو معطر کړي
د هربیت مسرۍ مي زلفي د خوبان کړې
چي هر حرف مي د نافې په څېر خوشبوی شي
برکت مي په جزدان او قلمدان کړې.
 
موږ به د کاظم خان شیدا دېوان، چي په سلو کي څه باندي اتیا کلمات یې فارسي او عربي دي، د کومي ژبي مال بولو؟
مکدر مي په غبار روشن خاطر شي
زه چي در لکه دیده د ایوان وا کړم
ډېر ضرر مومم شیدا له قیل و قاله
د سوسن غوندي به ژبه سرمه سا کړم.
مرحوم ګل پاچا الفت لیکي« د لغاتو استعمال: څومره چي کېدای شي د پښتو خپل لغات استعمال شي او بې ضرورته پردي لغات رانوړل شي.

غرض دا نه ده چي لیک دي په خالصه پښتو وي ځکه چه دا کار په دایمي او عمومي ډول ممکن نه دی او که ممکن وي نو مفید نه دی.

د پښتو له هغو مړو او متروکو لغاتو نه چه پښتانه یې په معنا نه پوهېږي د هغو پردو لغاتو استعمال ښه دی چه په پښتو ژبه کي له ډېره وخته داخل دی او په عامه محاوره کي هر چېرته او هرکله استعمالېږي بلکه عوام یې په پردیتوب نه پوهېږي او خپل یې ګڼي. مګر داسي پردي لغتونه چه عوامو ته یې معنا نه ده معلومه او په پښتو کي الفاظ ورته موجود دي لیکل یې نه دي په کار ځکه چه یو خو د دغسي لغاتو لیکل ژبه له عام فهمی څخه لري باسي او بل دا چه ډېر ځله یې لیکوال په استعمال کښي تېروزي او بې ځایه یې استعمالوي» لیکوالي، املاء او انشاء ۴۲ مخ

مرحوم ګل پاچا الفت، لکه څرنګه چي په ژوندانه کي معتدل او نرم سړی وو، په لیکنو کي یې هم د اعتدال او نرمۍ خوا نیولې وه.

« ځیني وايی پښتو باید سوچه کړو، پردي لغات ترېنه وباسو او یو ټکی فارسي یا عربي پکښي پرې نږدو.
دا نظریه په ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکی نه دی. په دنیا کي داسي ژبه نشته چه پردي لغات پکښي نه وي او نیلي ریښې یې له نورو ژبو سره تړلي نه وي. جهان اوس یوه کور غوندي دی او د ملتونو فرهنګي او اجتماعي تعلقات ورځ په ورځ زیاتېږي. اوس د هر چا غږ د بل غوږونو ته رسېږي او نا آشنا آوازونو له یو بله آشنا کیږي.
هره ژبه له بلي نه څه اخلي او څه ورکوي» هغه کتاب  ۶۰ مخ
په همدې بحث کي بل ځای لیکي:
« ... مګر دا هم باید په نظر کښې ولرو چه د یوې ژبي کور په دې نه ورانېږي چه پردي لغات پکښې ډېر را ننووزي بلکه د ژبي له ترکیب او تالیف سره لوبي کول او د نورو ژبو په سبک او اسلوب جملې جوړول ژبه خرابوي او اساس یې ورانوي. یعني د ژبي د ګرامر او محاورې مراعات ډېر په کار دی او په دغه برخه کښې د لیکوالو بې پروايي د ژبي د مسخ کېدلو سبب ګرزي» هغه کتاب ۶۱ـ ۶۲ مخونه

د مرحوم پاچا صاحب، د آرزو په خلاف، نن سبا له یوې خوا د پښتو ژبي د سوچه کولو افراط روان دی او له بلي خوا داسي بدرنګ ترکیبونه او جملې ورته را ننوزي چي د اولسونو له طبیعي محاورو او ژبي سره هیڅ سر نه خوري، او کله کله د فارسي ژبي توري په توري ترجمه وي لکه: د پرون ورځي په چاودنه کي سلو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله. بهتره به داوي چي سل تنه مړه او ټپیان سول ولیکو. پښې یې له لاسه ورکړې، یعني دواړي پښې یې پرې سوې. سترګي یې له لاسه ورکړې. پر غوږونو داسي لګېږي لکه چا چي سترګي په لاس کي نیولي او چا ورڅخه ځغلولي وي. بهتره به دا وي چي دواړي سترګي یې ړندې سوې ولیکو. داسي جملې نن سبا په پښتو ژبه، په تېره بیا ژورنالیزم کي، چي لوستونکو ته تر بلي هري وسیلې ژر رسیږي، تر شمېر زیاتي دي او ژبه که خرابېږي نو دغه به یې سبب وي، نه د « سو» او « کي» استعمال او یا د خارجي لغاتو څخه کار اخیستل. تاسي وګوری. که له فارسي څخه عربي وباسو اصلا ژبه نه پاتېږي. هغه ایرانیان چي غواړي خپه ژبه سوچه کړي، له یوې خوا له ړانده تعصب څخه کار اخلي او له بلي خوا خپل هیواد، په لوی لاس، له یوه فرهنګي بحران سره مخامخ کوي؛ ځکه چي د ايران د تاریخ، علم او ادب په باب ټول لیکل سوي کتابونه له عربي کلماتو څخه مالامال دي. یوه ورځ به اېراني زلمي د خپلو کتابونو د لوستلو لپاره ترجمانانو ته اړتیا پیدا کوي.
 
انګلیسي، چي ښايي نن ورځ د نړۍ تر ټولو پراخه او علمي ژبه وي، ډېره زیاته برخه، په تېره بیا علمي، سیاسي او تخنیکي برخه، یې د خارجي، خصوصا لاتیني اصطلاحاتو او کلماتو څخه جوړه ده. انګرېزي ژبي ویونکي هیوادونه او لیکوالان نه یوازي له خپلي ژبي څخه د نورو ژبو کلمات او لغات نه باسي بلکه لا هم د نورو ژبو څخه لغات ورته را روان دي او هره ورځ یې د ژبي د پراخېدلو او ډیکشنریو د غټیدلو یو لوی علت همدغه دی.
 
اوس نو که د دغه ځوان څخه، چي وايي د وزیر سمه پښتو نه ده زده، پوښتنه وسي چي په اېران، افغانستان او هند کي به د فارسي ژبي څونه لهجې موجودي وي، زه ګومان نه کوم چي شمېر به یې تر شلو حتی دېرشو کم وي. آیا له کوم چا څخه مو اورېدلي دي چي د فارسي کومه لهجه یې ناسمه بللې وي؟ له امریکا څخه تر انګلستان، هند او اسټرالیا پوري به د انګرېزي ژبي څونه لهجې موجودي وي. کوم لیکوال یو وخت ویلي دي چي دغه یا هغه انګرېزي نا سمه ده؟ دا بدبختي یوازي د پښتنو په کور ده چي د قومي اختلافاتو او تربګنیو تر څنګ یې په خپله ژبه کي اختلافات او د همدغو ژبنیو اختلافاتو په اساس دښمنۍ هم په برخه سوي دي.
 
په سیمه کي به چنداني داسي هیواد نه وي چي د تقریبا څلوېښتو کلونو راهیسي یې د افغانستان په تېره بیا پښتنو په څېر بدبختۍ او بدمرغۍ په نصیب رسېدلي وي. له کندوزه تر کنړ او لغمانه، تر اوروزګان، هیلمند او وزیریستان پوري د پښتنو قتل عام روان دی او موږ پرمشرقي، لغماني او کندهاري سره وېشل سوي او د یوه بل مرۍ مو نيولي دي. له خوشحال خان خټک څخه تر پاچاخانه او تر نن ورځي مو هر څه د بې اتفاقۍ له وجي له لاسه ورکړي دي. زموږ له قومي، سیمه ایزو او لهجوي اختلافاتو څخه به غلیمان تر کومه ګټه اخلي، خدای ته حال معلوم دی.
 
ما پر هر سټیج، هره مصاحبه او هره لیکنه کي ویلي دي چي د هر چا له خولې او قلم څخه چي د بې اتفاقی بوی راځي هغه د ټولو پښتنو مشترک دښمن دی، له کوره یې وشړی. ما به ددې ځوان  خبري عادي شمېرلي وای، خو څرنګه چي دغه راز خبري مي دلته هلته زیاتي اورېدلي دي، نو موږ خو عمر خوړلی دی، راتلونکو نسلونو ته دي خدای خیر پېښوي. که د یوه خواخوږي سپین ږیري په حیث، زما خبره منی نو همدانن فیصله وکړی چي پښتو یوه ژبه ده او پښتون یو قام دی. ستاسي د عزیز هیواد او ویاړلو اولسونو د دایمي ژغورلو لار همدغه ده. دا د خوشحال خان خټک آرزو وه، دا د دې ویاړلو او پرخپلواکۍ مینو اولسونو د ټولو مشرانو آرزو وه. دا آرزو یې پوره کی؛ او د خپل یووالي او ورور ګلوی دښمنان، چي ستاسي د ټولو بدبختیو عامل او د ټولو نیکمرغیو په مخ کي خنډ دي، وشړئ او مخونه یې ورته تور کړئ.

-
بېرته شاته