(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو د کلتور ورځ

[23.Sep.2016 - 14:55]

د پښتنو د کلتور ورځ ــ په ګوړه کې زهر 
لیک: خان زمان کاکړ سهیلي پښتونخوا  

قامونه اوس په لښکرونو کم، په ډسکورسونو زيات راپرځول کېږي. په يوه داسې دور کې ژوند کوو چې د اولسونو د غېرسياسي ګرځولو او د اقتصادي او سياسي تضاداتو د نيامولو دپاره يو لړ داسې دسيسې په کار اچول کېږي چې عام وګړي يې د خطرناکو پايلو په درک کولو کې زيات وخت ايستلو ته اړتيا لري. د متوسطې او لوستې طبقي وګړي چې په تولنيز خوځښت کې مسلسل د بره تګ هيله له ځان سره ساتي، عامو، ّځپلو او خواريکښو اولسونو ته د کلتور د ورځې په نوم په ګوړه کې داسې زهر ورکوري چې نه يوازې پرې د دوی سياسي وجود له کاره اچوي بلکې  د هغه انساني ضمير د بصيرت توان هم ورڅخه اخلي چې په ټولنه کې ناانصافي، لوږه، در په دري او بې وځلي ليدلی شي او په اړه يې لږ و ډېره اندېښنه ښوولی شي. د کلتور د ورځې لمانځل داسې وي لکه د يو چا د کېنسر پر زخم چې څوک تکه سپينه پټۍ واړوي او هغه ناروغ ته تسلي ورکړي چې بس زخم دې جوړ او ناروغي دې ختمه شوه.

له قابلِ علاج ناروغيو څخه سا ورکونکو انسانانو ته د کلتورونو د لمانځلو دوا د امريکي سرکار د طبابت له کرشمو څخه ده.
له سختو، سپورو او ستړو علمي او فلسفي مسايلو څخه د انسانانو نجات په کلتوري بحثونو ممکن وګڼل شو، د کلتور په نوم يې يو داسې خوږ او ښکلی شی زموږ تر منځ پرېښوو چې نه يې د ابتداء څه پته لګېږي، نه يې څه جغرافيه، محل وقوع او سرحد رامعلومېږي او نه يې په دې پوهېږو چې انتهاء به يې پر کوم ځای راڅرګندېږي.
کلتور داسې غذا ده چې د محرومو انسانانو هره لوږه ختمولی شي، د داسې انرژي ده چې بجلي هم جوړوي، ګېس هم، لويې لویې کارخانې ورباندې چلېږي.

د کلتور د ورځې لمانځل خلک په يوه فکري جېلخانه کې په ټول عمري بند محکوم ساتلو ته تيارول دي، تاسې به ليدلي وي چې کله څوک په يوه ناوړه دښمني واوړي نو له سرې زمکې څخه د پښو سپکولو دپاره جېلخانې ته په خپله منډې وهي.
د ژوند له ستړياوو او مسووليتونو څخه مې يا تبليغيان په منډه ليدلي دي او يا مې د کلتور د ورځو لمانځونکي. دا د يوې قبيلې خلک دي، د دې دواړو مقصد ژوند په پنځو شپږو نمبرونو کې راغونډول دي. د ژوند  تضاداتو او شخړو ته هغه څوک کوزېدای شي چې محنت کولو او ستړيا ګاللو ته په فکري توګه تيار وي، دا ستړي کارونه خدايي خدمتګارانو کولی شول، د اوس اين جي او ګيان  يې نه شي کولی.

کلتور لنګه غوا ده، د ټولنې لوی اکثريت يې ښکرو ته ولاړ دی او يوې وړې طبقې يې تر تيونو لاسونه لاندې کړي دي او لوشي يې، ددې غوا شودې چې چا هم څښلي، هغه دانشور شوی دی او د بجلي په رفتار تر امريکا او اروپا رسېدلی دی.
د  کلتور د ورځې لمانځونکې طبقه په حقيقت کې د کلتور لمانځلو ته هيڅ هم نه  لري، دوی نه خپله نوکرشاهي لمانځلی شي، نه خپله چاپلوسي، نه د اولسي تعلقاتو د رغولو بې خونده رويه او نه هم د مډل کلاس د د ساتېري وسيلې ــ دوی په ورځني ژوند کې داسې هيڅ هم نه کوي چې دوی ورته د خپل قام کلتور ووايي، دوی هر هغه څه کوي چې د نورو قامونو له وګړو سره يې د خپل ټولنيز خوځښت په پروسه کې شريکوي خو د کلتور د ورځې د لمانځلو په پلمه د قام په سوپر سټرکچر کې د خپلې حصه دارۍ په موخه يوه لونګۍ او کندهارۍ غاړه راپېدا کړي او په خپل سمارټ فون يوه غوړه سيلفي ورباندې واخلي او پر فېسبوک يې شېر کړي، هم دا کلتور او هم دا يې د کلتور د ورځې لمانځل دي. د کلتور د ورځې لمانځونکي ټول هغه خلک دي چې په خپل ټولنيز خوځښت کې يې د کلتور د ښکېلاکونو او بنديزونو څخه تر يوه حده ځان خلاص کړی وي، په نورو ټکو هغه مسووليتونه چې حاکم کلتوري ژوند يې د سړي پر سر وراچوي، له هغو مسووليتونو څخه خلاص وګړي پر کلتور ځکه ډېر مئين وي چې دوی په هر حال په يوه کلتوري ټولنه کې د ځان دپاره د يو ښه ځای لټولو په هڅه وي، د کلتور له ښکېلاکونو او بنديزونو څخه خلاص وګړي چونکې لوستي وي او لږ و ډېره سرمايه هم لري نو پر دې بنياد د قامونو د کلتورونو ساتونکي جوړ شي، د  کلتور د ساتلو دا دعوه يو ډول په خپله مبارزه تعبير کړي او مبارزه په نننۍ دنيا کې يو کرئير او پروفېشن ګرځېدلې ده، دا په ډېرو ځايونو کې، په دې سورۍ ورۍ دنيا کې سړی په ډېر ښه قيمت کېش کولی هم شي، ځانته د اين جي اوز دروازې په دې توګه خلاصې ساتل کېدلی شي، پر هر ستېج او سکرين د ځای پېدا کولو دپاره د کلتور د خوندي ساتلو تر دعوې ښايي بل ګټور څه پېدا شي. دا اوس په ټوله دنيا کې يو مخ پر ترقۍ روان کاروبار دی، پښتانه له نړۍ څخه بېل څوک نه دي، دوی ټول ځپل شوي خلک هم نه دي، په دوی کې داسې ډېری وګړي شته چې د دنيا د مارکېټ په چارو ښه خبر دي.

د پاکستاني سرکار په مالي ګرانټ چلېدونکې پښتو اکاډمۍ بلوچستان تېر کال په خپل لومړني نړېوال پښتو کنفرانس کې په دې کاميابه شوه چې د يو قرارداد په ترڅ کې ۲۳م ستمبر د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه ونوموي. د صوبايي حکومت په مرسته يې په کوټه کې پر دوه ډلونو د اتڼ کولو خپله اوله ننداره وړاندې کړه او پر فېس بوک د دوی د خوی بوی يوې پېژندل شوې وړې طبقې ورسره په خپلو بې ترتيبه تړلو لونګيو دا ورځ بدرګه کړه. زه په هم هغه ورځ له خپل مخالف دريځ سره راغلم، څو ورځې وروستو مشال رېډيو ما او د پښتو اکاډمۍ دوه غړي پر دې موضوع سره مخامخ کړو، د پښتو اکاډمۍ د هغه وخت جنرل سکرټري زما ټول دريځ په دې کرښو کې فارغه کړ:

 “کلتور په طبقاتي نظام پورې تړل او په نوکر پېشه خلکو پورې تړل د ده شخصي احساس محرومي ښکاره کوي، که موږ غواړو چې ګلوبل وېلج ته د پښتون کلتور يوه ښه تحفه وړاندې کړو نو هغه جرګه ده، هغه مرکه ده، وايه ده، کمبله ده،د دنيا ټول عدالتي نظام دومره فعال رول نه شي لوبولی، څومره چې د پښتنو جرګه لوبولی شي، په  عدالتو کې د دروغو ګواهيانې وي، پښتو سپينه سوچه پښتو ده، په پښتو کې دروغ نشته، پښتو مخامخ ده، د پښتو سيالي په نره ده، پښتانه خپل مېلمه ته د زړه غوښي پخوي ورکوي يې، دی اوس هم د سرو رڼاګانو په تمه دی، هغه وخت تېر شوی دی، دا يويشتمه پېړۍ ده، د ساينس او د دليل پېړۍ ده.”

د هغې خپرونې لمن د وخت په لحاظ دومره پراخه نه وه چې زه محترم وپوښتم چې که زما څه احساسِ محرومي وي، نو ددې زڼی چرته په کلتور کې شته، که نه د محرومۍ دا احساس ما له ځان سره له مور و پلاره په وينه کې راوړی دی؟ داسې ښکارېده لکه محترم چې د دنيا ټول عدالتي نظامونه لوستي وي او د هغوی پرتليز جاج يې اخستی وي او بيا يې دا په تحقيق سر ته رسولې وي چې جرګه د دنيا تر ټولو عدالتي نظامونو ښه رول لوبولی شي. زه په يقين سره وئيلی شم چې دې محترم به د هغه د خپل اسلامي جمهوريه پاکستان آئين هم لوستی نه وي او نه به يې د پاکستان د عدالتي نظام په هکله يو کتاب تر اوسه لوستی وي. د هغه د عدالتي نظام د علم اندازه له دې لګېږي چې وايي په عدالتونو کې خو د دروغو ګواهيانې وي. محترم ووئيل چې پښتو سپينه سوچه پښتو ده. ددې سپينې څه مطلب دی او د سوچه څه مطلب؟ ولې پښتو شنه سره، توره او زيړه نه ده؟ د محکوميتونو، غربتونو، تاړاکونو او در په دريو په دې دومره اوږد تاريخ کې پښتو څنګه سپينه او سوچه پاته شوه؟ محترم که د جديد ټولنيز ساينس په بنيادي نظرياتو خبر وای نو پښتو ته به يې کله هم سپينه او سوچه وئيلې نه وه، دا سپينه او سوچه هيڅ معنا نه لري، دا يوه قبيلوي مغالطه ده. ژبې او کلتورونه نه سپين وي او نه سوچه. دا د سپين او سوچه لاپې يوازې برهمنو غوندې خلک وهلی شي. دا وئيل چې په پښتو کې دروغ نشته يو تر ټولو لوی دروغ دي. دا وئيل چې د پښتنو سيالي په نره ده، مطلب يې دا دی چې دا سيالي ده هم د نرانو شی چې ټول زور يې تر ښځو وځي. دا وئيل چې پښتانه مېلمه ته د زړه غوښي پخوي او ورکوي يې، ددې تپوس به هم هغه د پښتو اکاډمۍ کنفرانس ته له وزيرستان څخه د راغلي يو مېلمه ليکوال څخه کوو چې په تا د پښتو اکاډمۍ غړو څومره د زړه غوښې وخوړلې؟ پښتانه اوس هم په مېلمه د زړه غوښې خوري خو هغه وخت چې په مېلمستون کې د هغه دپاره يوه خالي چوکۍ خو وي.
 ما غوښتل چې وپوښتم چې محترم د سرو رڼاګانو د وخت په تېرېدلو دومره خوشحاله ولې دی؟ که سرې رڼاګانې نه وي نو بيا به څه ډول رڼاګانې وي؟ تورې، شنې او زرغونې رڼاګانې به وي؟ هو، ماته دومره پته ضرور شته چې دا يويشتمه پېړۍ ده، خو په دې پېړۍ کې څه وشو؟ آيا په دې پېړۍ کې غلامي، استحصال، ظلم او لوږه د نړۍ د لوی اکثريت مسايل پاته نه شول يا دا ټول څه جايز شول؟ دا خلک د ساينس ذکر داسې کوي لکه دوی چې ډېر زيات په ساينس پوهېږي او په خپل عملي ژوند کې يې تجربه کوي، هم داسې يې دا خبره وي چې ووايي دنيا اوس په يو ګلوبل وېلج بدله شوې ده. که ورسره  تنقيدي بحث واچوې نو د ګلوبلايزيشن د تيوريانو په الف ب به هم خبر نه وي. که پوښتنه ځنې وکړې چې مخ قبلې ته کړه او راته ووايه چې تا خپل برېښناليک په خپله جوړ کړی او که بل چا درته جوړ کړی دی؟ نو و به وايي چې بل چا. هغه چې  د خپل ايمېل او فېسبوک پاسورډونه په خپله بدلولی نه شي، هغوی به د جديد ټولنيز ساينس نظريات داسې په جرات سره ردوي، ته به وايې څوک مېشل فوکو يا جېکس درايدا دی.

په هر صورت ددې ليکنې موخه د هغو خلکو په حواله څه وئيل نه دي څوک چې پر دې موضوع د بحث کولو هيڅ حواله نه لري، ددې ليکنې موخه په مجموع کې د کلتور او په خاص ډول د کلتور د ورځې په هکله يو تنقيدي بحث راپېلول دي.

سره له دې چې د ۲۳م ستمبر نېټه د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه د ټاکلو هيڅ تاريخي ارزښت يا له کلتور سره يې تړلې څه حواله نشته خو لومړۍ پوښتنه بايد دا وشي چې کلتور څه شی دی؟ آيا کلتور د لمانځلو شی دی؟ په کلتور کې بايد څه ولمانځو او څه نه؟ په کلتور کې که لونګۍ، سواتی پکول او کندهارۍ غاړه لمانځو، د تورې او ټوپک دې ولې مخالفت وشي؟ دا فېصله به څوک کوي چې څه لمانځل او څه نه دي لمانځل پکار؟ څه مثبت او څه منفي دي؟
بالفرض که داسې وشول چې موږ پر ۲۳م ستمبر په کوم تالار کې سره راغونډ وو، اتڼونه مو کول او له کوم کلي پښتانه راووتل، تورې او ټوپکې يې په لاس کې وې او موږ ته يې وئيل چې ورک شئ بې غېرتو! په غلامۍ کې اتڼونه کوئ، موږ د عمراخان يا فقير اېپي د لارې خلک يو او په خپل مټ، په خپل لښکر د وطن ازادول غواړو، د تورې او ټوپک ننداره کول د پښتنو کلتور دی، خپله خاوره له پرديو ازادول د پښتنو کلتور دی، نو له داسې خلکو سره به آيا موږ د بحث و مکالمې وخت پېدا کړو؟ دوی به په خپل اټن راګډ کړو، که نه د دوی د لښکرکشۍ په ننداره به ورګډېږو؟  مطلب مې دا دی چې په کلتور کې داسې څرګندې کرښې کله هم نه وي چې سړی ورباندې ودرېږي او د داسې څه استازيتوب دې وکړي چې ټول قام يې خپل شريک ملکيت، شريک روايت يا رويه ګڼي. له دې سره تړلې يوه پېچيده مسئله دا هم ده چې قام پخپله بيا څه دی؟ د قام غوندې د کلتور يو منلی شوی تعريف په لاس کې نه لرو، خو له دې سره دا هم بايد ووئيل شي چې دا هغه وخت نه دی چې په علمي بحثونو کې دې څوک د اصطلاحاتو تعريف ته محتاج پاته شي، وضاحت کېدی شي، بحث کېدی شي او يو لړ اصطلاحات په خپل سياق و سباق، بيانيه او ډسکورس کې کتل کېدلی شي. په خپل نوعيت کې هر کلتور د بې شمېره تضاداتو او شخړو يو ډګر وي او دا داسې تضادات وي چې په خپل منځ کې د پخلاينې امکانات يې ډېر کم يا د نيشت برابر وي.

په دې تضاداتو کې يو صنفي تضاد دی چې زموږ په ټولنه کې يې ژور تاريخي، اقتصادي او ټولنيز بنياد او کلتوري مظاهر دي. د يوې فېمنسټي کره کتنې له رويه د پښتنو د کلتور لمانځل د پښتنو نرانو کلتور لمانځل دي او مطلب يې د ښځو نور خوارول او محکومول دي. پښتانه نران په دې ورځ نه يوازې خپل جنسي حاکميت لمانځي بلکې په کورونو کې د ټولنې د نيم نفوس د بندي ساتلو رسم هم لمانځي. په نورو ټکو د پښتنو د کلتور د ورځې لمانځل د پلارواکه نظام د لمانځلو په مانا دی. فېمنسټي مبارزه کوونکي بايد د پښتو د کلتور دا ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي.
د کلتور په بحث کې، بالخصوص په ملتپاله کړيو کې يوه لويه لانجه دا هم وي چې څه زما دي او څه زما نه دي او له بهره پر ما تپل شوي دي. خو دا بايد ومنو چې کلتور بس هم دا وي څه چې موږ يو، څه چې موږ کوو او څنګه چې موږ ښکاروو. په کلتور کې د داسې توکو درک کول ډېر ګران دي چې له بهرني ماحول سره په تعلق کې يې شکل نه وي اخستی او په کلتور کې د خپل او پردي تر منځ يوه څرګنده کرښه راکښل يو ناممکنه کار دی.

په کلتور کې تر ټولو لويه مسئله د طبقاتي تضاد ده، دا څه ته چې موږ د پښتنو کلتور وايو، دا د د خاصو طبقاتي او سياسي شرايطو مظهر دی، څه چې څرګند دي  دا د هغې طبقې کړه وړه دي چې په تاريخي بهير کې حاوي پاته شوې ده.  د پښتنو د کلتور د ورځې لمانځونکي موږ ته په څرګنده پېغام راکوي چې دوی ددې خاصو طبقاتي او سياسي شرايطو مظهر نور هم خورول او پلنول غواړي، ددې ورځې لمانځونکي لوږې، غربتونه او در په درۍ نورې هم څربول او برالبول غواړي.
بايد په څرګندو ټکو کې موږ ته ووئيل شي چې د پښتنو کلتور غلامي ده او که د غلامۍ خلاف مقاومت؟ موږ ته بايد صفا خبره وشي چې د پښتنو کلتور خپله خاوره پېرنګي او د هغه ځايناستي رياست ته پرېښوول دي او که نه خپله خاوره بېرته لاس ته راوړل دي؟ هغوی چې په دې هکله هيڅ قامي دريځ او سياسي ذهن نه لري، هغوی زموږ د کلتور تر ټولو لوی ساتونکي جوړ شوي دي. هغوی چې موږ ته پر راپېښوو زړه چاودونکواو روح لړزونکو حالاتو يې کله هم د غږ پورته کولو اړتيا نه ده محسوسه کړې، هغوی ته زموږ د کلتور لمانځل يو ستر تاريخي اقدام ښکاري.

نيژدي ټول پښتانه له تېرو څلوېښتو کلونو د مهاجرت ژوند ته مجبور دي، په سرو غرمو له خپل کلي او کور څخه شړل شوي په لکونو پښتانه در په در، د راشنونو او خېراتونو په قطارونو کې د عزتِ نفس تر هر کچې لاندې راغورځول شوي دي، ټول وطن په يو مهاجر کېمپ بدل شوی دی، ماته د پښتنو د کلتور د ورځې لمانځل د يو مهاجر کېمپ د لمانځلو معنا لري. د مېرانشا بازار لوټې لوټې کړل شو، د زموږ د کلتور د ورځې لمانځونکو تر خولې بوڼ هم و نه ايستو. بايد زه ووايم چې دا مجرمانه خاموشي اوس يو ډول د پښتنو کلتور جوړ شوی دی.

په پاکستان کې د پوځ او ايف سي پر پوستو شپه او ورځ د پښتنو روان سپکاوی که څوک د کلتور په توګه نن ورځ لمانځل غواړي نو بسم الله!
په اسانه ټکو کې دومره وئيلی شو چې که موږ د پښتنو له اوسني کلتوري ژوند او کړو وړو څخه مطمئين يو، نو بيا د بدلون دپاره  هيڅ ډول مبارزې، سرښندنو او خواريو ته اړتيا نشته او بايد يوه پښه پر بله واړوو او پښتنو ته ووايو چې دا تاسو څه کوئ، هم دا د وياړ وړ څه دي، دوام ورکړئ او موږ به هر کال ستاسو ددې کلتوري ژوند او کړو وړو د لمانځلو ذمه واري تر سره کوو.

 داسې ورځ مو ونه ليدله چې له وير او ماتمه خلاصه وي، د پښتنو د کلتور په ورځ اتڼ اچونکې غواړي چې دنيا ته ثابته کړي چې په وطن کې خوشالۍ دي، ښې ورځې دي او هر طرف ته امن او قراري ده. ولې نه د کلتور د لمانځلو په دې ورځ ټول قام په شريکه دومره سره وژاړو چې په اوښکو مو د خپل وطن په وينو لړلی بدن ومينځل شي؟

‍په دې وطن کې د ماشومانو د مزدورۍ لعنت ډېر زيات پرمختګ کړی دی، د پښتنو کلتور لمانځونکي اکثر هغه خلک دي چې ماشومانو يې تود لمر هم ليدلی نه دی، د کلتور په لمانځونکو کې به څوک هم داسې نه وي چې ماشومان يې له زدکړو پاته شوي وي، ولې نه د کلتور لمانځونکي په دې ورځ خپل ماشومان په څيرو جامو او لوڅو پښو په کچره کې پلاسټکونو ټولولو ته راوباسي ځکه چې مزدور ماشومان د مزدورۍ له لعنت څخه خلاصول خو نو د کلتور د ورځې د لمانځونکو مسووليت نه دی بلکې د رياست مسووليت دی.
رياست څه شی دی؟ د کلتور په بدلولو کې يې څومره کردار دی او په رياستي ژوند کې د انسانانو کلتورونه څه ډول ورغول شي؟ په دې کيسه کلتور لمانځونکي نه بلکې سياست کوونکي خلک پوهېږي. بدمرغي هغه وخت وي چې کله سياست کوونکي هم د کلتور لمانځونکي جوړ شي. مطلب د سياست مقصد هم ښکېلاک ته دوام ورکول جوړ شي.
په قام پرستو کړيو کې يوه تاريخي ناجوړي پاته شوې ده، دوی داسې ګڼي چې يو وخت دوی ډېر ښه کلتور درلود او بيا له بهره څوک راغلی او د دوی هغه ښه کلتور يې ورتخريب کړ. دوی خلکو ته وايي چې موږ به هغه بايللی شوی کلتور بېرته لاس ته راوړو او د خپل ژوند برخه به يې ګرځوو. په دې قام پرستانو او هغو ملايانو کې هيڅ فرق نشته څوک چې د اسلام د “طلايي دور” د بيا پېلولو په سرخوږي اخته دي. د تاريخ له قانون څخه بې خبرو دې خلکو ته د رحمان بابا دا شعر وئيل پکار دی:

تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا

د يو وخت د ښه کلتور د بيا بحالولو ارزومند وګړي په حقيقت کې مړي له قبرونو راايستل غواړي او د ځان امامان يې جوړول غواړي. دا وګړي داسې فکر کوي لکه  د دوی “ښه کلتور” چې چرته په پاکټ کې سلامت پروت وي او دوی به يې راواخلي او خلکو ته به يې د ژوند د لارې په توګه ډالۍ کړي. څه چې هم وو، ښه وو که بد وو هغه لاړل يا هم دا يې تسلسل دی چې وينو يې. ژوند بدلېږي، بدلولونه په نظر کې ساتل پکار دي او د بدلونونو سره سم برخورد کول پکار دی، اوس د بېت نېکه اولاد د غرو په لمنو کې پلنې کږدۍ نه لري بلکې په لويو لويو ماڼيو کې ژوند کوي، يا د بل په کنډوالو کې پراته دي يا د کرايې په کور کې يا بېخي بې سېوري بې مکانه دي. د تورو کيږديو ناسټلجيا خرڅونکو رياکارانو ځانته لويې لويې بنګلې درولي دي او د عبدالله مقري سندرې پکې په خپلو اوږدو اوږدو موبايلونو کې اوري.

 د پښتنو د کلتور لمانځونکي دومره سټراټيجک خلک دي لکه د پنجاب مسلمانان چې شرعي نظام يې يوازې پر افغانستان پيرزو دی، د کلتور لمانځونکي د ځان دپاره نه بلکې د نورو دپاره پټکی، لونګۍ، لوی خښتک او ګڼ پرتوګ او پنډې څپلۍ خوښوي، تاسو  د کلتور ددې لمانځونکو له بچيانو تپوس وکړئ چې د پتلونونو، شرټونو او بوټونو څو درځنه برانډونه درښيي.

دا نمايشي کلتور لمانځونکي که وپوښتې چې کلتور څه دی؟ نو دوی به وايي چې کلتور يوازې لونګۍ، قميص او پرتوګ او څپلۍ نه دي بلکې کلتور د ژوند د تېرولو لار ده. کلتور که رښتيا د ژوند د تېرولو لار ته وايي نو آيا ټول پښتانه په دې لار روان دي؟ آيا پښتنو په خپله خوښه ځانته دا لار انتخاب کړې که نه په تاريخ کې پر دوی باندې په خاصو شرايطو کې تپل شوې ده؟ هغه پښتانه چې پر دې لار باندې تګ کول نه غواړي، هغوی ته به کوم نوم ورکوو؟ له هغوی سره به د کلتور په ورځ کوم برخورد کوو؟

د ژوند د تېرولو لار دې ماته ولې څوک وټاکي؟ څوک دا اختيار له کومه راوړي چې ما پر یوه ټاکلې لار سم کړي؟ د باچاخان د پلار د ژوند لار خاني وه خو د باچاخان د ژوند لار خدايي خدمتګاري شوه. آيا باچاخان د پښتنو له کلتوره سرغړونه کړې وه؟ زه چې د سرتور سري باچاخان کلتور ته د ځينو شمله ورو پښتنو د کلتور په مقابله کې ګورم نو د پښتنو د کلتور په ورځ باچاخان راته بېخي يو اجنبي غوندې انسان ښکاري. بې ټوپکه، بې پټکيه، بې خانۍ، بې تربورولۍ، بې بدۍ او بې دسترخانه باچاخان به د پښتنو د کلتور په کومه تشريح کې فِټ کوو، هيڅ په اته پته يې نه پوهېږم.

استعمار يوازې قلعې او جېل خانې سازې نه کړې بلکې مستعمرو ته يې فکري زنځيرونه هم ورواچول، انګرېز زموږ له زمکې لاړ خو په ذهنونو کې مو شين شو، زموږ و پوزې ته چې يې د کلتور کوم مهار اچولی وو، آن تر اوسه په هغه تړلي پاته يو، اوس راباندې داسې دور راغلی چې د کلتور د سياست دور بلل کېږي، دې دور بدمرغه، بې موخې او بې نظريې انسانان له هغو خلکو سره په اټن کې اوړي چا چې د دوی وينې ځبېښلې دي.

په يو پردي استعماري رياست کې د پښتنو د کلتور د ورځې په نوم اتڼونه کول د پښتنو د ژوند په معيار پورې يوه ناروا ملنډه ده.

د کلتور د ورځې لمانځونکي غواړي چې ټول پښتانه په اتفاق ثابت کړي او زه ددې ورځې د مخالفت په پلمه غواړم چې د خلکو پام د پښتنو تر منځ د موجودې بې اتفاقۍ لاملونو ته راواړوم.
زه غواړم په څرګندو ټکو کې ووايم چې موږ ټول پښتانه نه د يو کلتور پالونکي يو او نه هم موږ له دې کلتور څخه مطمئين يو کوم کلتور منل، پالل او عملي کول چې زموږ مجبوري ګرځېدلې ده. زه د هغې نظريې د خلکو په صف کې ولاړ يم څوک چې دا مجبوري ماتول غواړي.

د کوټې د روح لړزونکې پېښې په وجه موږ ته د اوسني لوی اختر په سادګۍ سره د لمانځلو توصیه شوې وه خو ګورو چې نن د پښتنو د  کلتور ورځ څومره په سادګۍ سره لمانځل کېږي؟

په آخر کې يوه خبره دا کول غواړم چې د قبايلي سيمو پښتانه “اصلي جدي پښتانه” ګڼل شوي دي، ما اورېدلي چې ځينې خلک د هغوی د ‘اصلي کلتور’ په رڼا کې په فاټا کې د سياست، انتظاميې او عدالت د چارو د پرمخبېولو دپاره د جرګه نظام د مضبوطولو او قانوني ګرځولو مطالبه کوي، خو زه يو له هغو پښتنو يم چې په فاټا کې د جرګه نظام مخالفت کوي، جرګه د پېرنګي او پنجابي مينځه ګڼي او د فاټا د پښتنو دپاره په خېبر پښتونخوا کې د انضمام غوښتنه کوي. موږ د قبايلي سيمو دپاره جرګه نظام نه بلکې په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د استازيتوب غوښتونکي يو.
پښتنو ته دې د يو کلتور دروغژنه خپلوي مبارک شي!

-
بېرته شاته