(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تشدد د لارې مضمرات

[09.Jan.2018 - 12:14]

د تشدد د لارې مضمرات

 لیک: فيروز اپريدي

زه چې کله وړوکي ماشوم ووم نو چار چاپيره مې د امن او خوشحالئ په فضا کښې سترګېغړيدلې وې

د ژوند خواږه اړخونه به په نظر راتلل، او ټوپک تماچه يا جنګ جهګړې مو هډو ليدلې نه وې او نه مو په دغۀ حکله د چا نه څه اوريدلي وو

کله کله به زمونږ نه لږ مشرانو ځلموټو هلکانو د خپلو همزولو سره په پرزولو او کشتئ کولو اچولو يا ترغيبولو .. 

خو خبره کله هم جنګ جهګړې ته نه وه رسيدلې او نه مو د ټوپک او چړو جنګ په دغه زمانه کښې چرته ليدلې وو

بيا چې کله دوئيم کله د کلي سره نزدي مډل سکول کښې داخل شوم نو د يوې بلې دنيا سره مخ شوم

او په يو ځائي مو ډير ماشومان ،د سکول استاذان او سائکلونه، پخې کوټې يو وجيب شان ماحول وليدو چې ډير زيات زړه راښکون پکښې وو

کله چې په پخه ادنې يا اول جمات کښې شوم،نو ناساپه د يوې بلې دنيا او عجيبه غوندې پسمانده ماحول سره مخامخ شوم

او هغه زما د مور او پلار د وطن دنيا وه...چرته چې دشمني وه ،خوف او هر وخت د مرګ ژوبلې خطره وه..په وړکوالې کښې ما داسې وختونه نه وو ليدلي ځکه چې زه ډير په وړوکوالي د نيانيکه کور ته ليږلې شوې ووم .

 

زما د نيا نيکه نور بچي نه وو بس زما مور د هغوئي ايکي يوه لور پاتې وه نو په بيخې ماشوم والي کښې غالبا دوو کالو په عمر کښې زه خپلې مور پلار د نيا نيکه کور ته وليږلم ځکه چې په کوم وطن (تيراه( کښې هغوئي اوسيدل هغلته د هيڅ شې حتې چې د بنيادي ضرورتونو سهولت هم نه وو

زه د نيا نيکه په کور ډير نيازبين لوئيدلم او تربيه کيدلم بيا زما نيا زما نيکه له بله ن بله ښځه د نارينه بچو د پاره وکړه او الله پاک د هغې نه لوڼه ځامن ورکړل

زما خپل مور پلار هم د تيراه د غرونو نه راکوز شول . او په خپل کلي کيښ مشيت شول .په دغه وخت کښې کلي وغيره نه وو بس هر سړي به خپله کوټه يو خوشي ډاګه جوړه کړه او هغې ته به ئې کلے وئيل

زما نور وروڼه خوئيندې هم ورسره وو بيا زما د پلار په کوششونو يو وړوکې غوندې سرکاري پرائيمري سکول هم د هغوئي په خپل کلي کښې پرانيستلې شو

زما نيا نيکه د کلي د سکول نه زمونږ يو استاذ هغلته بدل شو نو زه ئې هم د خپل مور پلار کلي ته ځان سره بدل کړم

دا ماحول بلکل زما د پاره بدل وو

نه دوکان وو،نه بازار،نه چرته دوه درې کورونه په يو ځائي وو، 

بجلي هم نه وه او اوبه به زما مور د 3-4 کلو ميټره لرې د باړې توئي نه په سر راوړلٰې دا به هغه وخت راوړلې شوې کله به چې زمونږ د دې نوي اباد کور په خؤا کښې د باراني اوبو د سخا ډنډ اوبه خلاصې شوې

زمونږ د کور سره په خؤا کښې د باراني اوبو ډنډ هم وو چې ځانورو او انسانانو به دغه اوبه په يو ځائي څخښلې او استعمالوې

اوبه به دومره سخا او بدبويه وې چې چينجي به هم پکښې ښکاريدل.خو انسان په هر قسم وخت او مجبورئ کښې اوسيږي

د دې ټولو خبرو د پاسه د ،جنګ ،مرګ ژوبلې او يو او بل د تښتولو خطره هم وه. داسې يو صحرائي ژوند سره مخ شوم چې ټول فکرونه فقط په دې خبره مرکوز او مرتکز وو ،چې کارتوس ،ټوپک به څنګه پيدا کولې شي او ساتلې کيږي او دشمن به څنګه وژلې کيږي؟ 

 

دا د 1968 نه پس خبره ده .زمونږ په دې علاقه کښې نوې نوې ابادئ کيدلې.خلک د تيراه نه راکوزيدل او ځان له به ئې په خپله خوښه ځائيونه نيول او يوه کوټنۍ به ئې پکښې د خاورو خټو جوړه کړه

او بيرته به تيراه ته ستانۀ شو ځکه چې دلته کار روزګار نه وو او هغلته په تيراه کښې ژوند او کاروبار په خپل ډګر روان وو

 

زمونږ هم څو کورونه پاس په تيراه کښې وو او مشران وروڼه او د تره ځامن پکښې اوسيدل

 

زما د خپلې مور نه وروڼه خوئيندې په کجهورئ کښې مستقل استوګن شول..زما خپل وروڼه خوئيندې زما نه ټول کشران وو. چونکه زه د يو ډير ښه ماحول نه راوتلې ووم او زما نيا زما روزنه په ډېر ښه انداز کښې کړې وه نو زه د خپلو وروڼو نه په خوئي خصلت کښې هم بدل ووم او په سکول کښې هم ښۀ تيز او تکړه ووم

زما مور پلار دواړه بې سيواده وو خو هغوئي ته د تعليم د اهميت اندازه وه،نو ځکه زما پلار په ډيره خوارئ د سرکاري سکول منظوري اخيستې وه

او په دغه د نيمې پټې نيمې ورانې زړې کوټنئ په سکول کښې زه اول طالب ووم چې پکښې په پخه ادني او که اول جماعت کښې داخل شوم

زمونږ په دې ټول وطن کښې په ميلونو ميلونو جمات نه وو او نه چا اذان اوريدلې شو..د رمضان په مياشت کښې به خلکو په اندازه روژې ماتولې او چې چا سره به ګهړئ وه نو بس د کوټې سر ته به وختو او اذان به ئې وکړو چې هم د دغۀ کور خلکو به واوريدو.pô 

 

بيا لږه لږۀ ابادي زياتيده او خلک دلته هم اباديدل 

 

چې لږ خلک زيات شو نو کله به چې اختر شو نو د اختر د شپې اندازه به مونږ ته د ټوپکو د ډزو او د لرګو غنو خاشاکو نه جوړ لوئي د کټه مير د سوزولو او د هغې د رڼا نه پته لګيده.کټه مير د لرګو خآشاکو نه جوړ هغه لوئي ډمبار ته وائي چې لکه د جوارو د ټنټو خلک لوئي کاروئ وتړي

 

د اختر نه څو ورځې مخکښې ماشومان د مختلف ځائيونو نه غنې خاشاک راجمع کوي او د اختر په ورته د ماښام په وخت اور ورته کړي او شور غوغآ کوي چې ګوندې سبا اختر دے.

 

جاري....

_________________

- اپريدي
بېرته شاته