(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيروت د جنګ ملګرے

[09.Jan.2018 - 11:32]

فېض  احمد فېض، زما دوست  او د بيروت  د جنګ  ملګرے

        ليک:ياسر عرفات  ژباړه : پروفېسر محمد اسلام ارمانى

هر كله  چې  شاعرِ انقلاب او  د "لوټس" نائب  مدير  مسول  معين  بسيسو زما پېژندګلو  د فېض احمد فېض  سره  اوکړله  نو  زما  په  وړاندې  د هغۀ  د نرۍ  مُسکا  نه  ډکه  څهره او ښکلې  غټې غټې سترګې چې د ډېر عزم  او  اطمينان او لوړو جذبو نه  ډکې  وې او پړقيدلې  د دې  نه  وړاندې  معين  فېض احمد فېض د مجاهدينو  خوا له  د هغوى   ځائے  ته بوتلے  وۀ. خو هر کله  چې  زۀ  او  فېض  دواړه  يو ځائے  کښېناستو  او خبرې  اترې  مو  پېل کړلې  نو ما داسې  محسوسه  کړله  چې  ګنى  فېض  زمونږ  په  مينځ  کښې  تر مودو  مودو پاتې  شوے  وى او هغۀ  لکه  چې  زمونږ  ټول تکليفونه  زغملى  وى او د منډې  ترړې  او جدوجهد په  دې  لوئے  سفر کښې  زمونږ  سره  ډېر  عمر  يو ځائے  شريک  پاتې  وي. فېض احمد فېض دا وخت  د اويا کالو عمر ته  رسيدلو  او  دا د هغۀ  دپاره  يو  مثال وۀ  چې  هغه د خپل  عمر  په  دې  زړۀ  چاودون  کښې  دا محسوسوله  چې  زۀ  د فلسطين  د ازادۍ  د مجاهدينو سره په  دې  جنګ  کښې  ملګرے  يمفېض  مونږ  له  مينه  راکړله  او د فلسطين سره يې  هم  د مينې  څرګندونه  اوکړله  او بېروت  ته  يې  هم  مينه  ورکړله  چا چې  د دې مقصد د حصول  دپاره  ټول  عمر  هلې  ځلې  کړې  وې  او  ښۀ  په  نره   يې  د فلسطين  د انقلاب او د بېروت  نمائيندګى  کوله. يقيناً چې هم  دغه  جذبه  ده  چې  د فېض  احمد فېض   په  شان د اردو ژبې  يو عظيم شاعر چې  د نړۍ  په  کچ  يې  شهرت  لرلو  او  د پاکستان  يو  لوئے  انقلابى عالم  د خپل  ابدى  خوب  د تکميل  دپاره  زمونږ  مينځ  ته  ځان  را رسولے  وۀ. هغه  د ښکلى دروند  سنجيده او د جوش  جذبې  نه  ډک  د يو  ځانګړى  شخصيت  خاوند وۀ. هغه  د ټولو مرحلو نه  داسې  تيريدو  کوم چې د يو  انقلابى  احساس  لرونکى  شاعر  او لوړ انسان  شېوه کيدې  شى. فېض احمدفېض صرف او صرف  د "لوټس" ايډيټر  انچيف  مسول  مدير  نۀ  وۀ هغه  زمونږه سره  زمونږ په  مينځ  کښې د اوسيدو مکمله   فېصله  کړې  وه .د دې  دپاره  نه  چې  ګنى د رسالې  مرکزى  دفتر  په  بېروت  کښې  وۀ  بلکه  هغه  د خپلې  انقلابى  جذبې  انقلابى  فکر او د يو  انقلابى  شاعر په  حيثيت  د نورو  انقلابيانو  په  خوا  کښې  ژوند  تېرول خوښ  کړى  وو. هغه کۀ  په  هر ځائے  وۀ  خو د هغۀ  جذبه  د فلسطين   د  انقلاب   دپاره  تل عمر  له  ژوندۍ  وه. د بېروت  د محاصرې  په  وخت  د جنګ  په  ورځو کښې  چې د اسرائيلو د امريکې  د مجرمانه  مرستې  ملګرتيا  او امداد او د اسلحې   په  زور  کوم  ظلم  شورو  کړے وۀ او  کومه  تباهى  او  بربادى  يې  جوړه   کړې  وه  فېض احمد فېض   کله  هم  د دغه  ځائے  نه د تلو خواهش او اراده  نۀ  وه  څرګنده کړې. هغۀ  به  وئيل  چې  زۀ  به  د دې  ظلم  او  جارحيت په  خلاف  هر  وخت  وسيتلې  سينه  ولاړ  يم  او  دا  ځکه  چې  زۀ  په  دې  کښې د خپل  تعبير خوب  وينمدۀ به  وئيل  چې  زما  دا تجربه  د ډېر زغم  او  برداشت  نه  زياته  خوندوره  ده  او زۀ  د خپل  ژوند  هره  لحظه  هر ساعت  په  دې  کښې  تېرول  غواړم  او  زۀ کله  هم ددې  نه  تېښته نۀ شم کولے. "ياسر عرفات "وائى چې  فېض احمد فېض  زما  دوست  او  د بېروت د جنګ  ملګرے  وۀ  هغه  وائى  د جهنم په  دې  سور اور کښې  ما  د هغه  په  مخ  په  لا زواله خندا کښې هېڅ  فرق  نۀ وۀ  ليدلې. د هغۀ سترګې  به  د ګټى او عزم  په  يقين  سره  هر  وخت پړقېدلې . فېض احمد فېض  زمونږ  نه  جدا  شولو  خو زمونږ په  زړونو کښې  يې  د محبت  نه ډک  نقشونه  پرېښودل . هغه  د انقلابيانو، دانشورانو،فنکارانو او د نوى  نسل  دپاره  يوه داسې  اثاثه  پرېښودله  چې  دا  کله  هم  نه  شى  ختميدلې  او نه  په  کښې  څۀ  کمې  راتلې  شي. دا هغه  اثاثه  ده  کوم  چې  د  ازادۍ  د حصول  د بې  مثاله  جذبې  سره  ليدلې  شى. دا به  د دنيا  د ټولو  عوامو د را روان  ژوند  د خېر ښېګړې  دپاره  په  کار  راځي.

 

د فېض احمد فېض  انقلابى  تخليقات به  د نوى  نسل  په  ذهنونو  کښې تر  هغه  وخت  پورې  ژوندى  وى  تر څو  پورې  چې  د فلسطين  د ازادۍ  او  خپلواکۍ  دا  عظيم  مقصد  نۀ  وى  تر  لاسه  شوے. کوم  چې  د فېض احمد فېض   د خوب  تعبير  ګڼلے  شى  هغه تعبير  چې  د  مينې، محبت، خلوص ،ورورولۍ  او  انصاف  د غوښتنو  عين  مطابق  وى

- عرفات
بېرته شاته