(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند رنګونه

[09.Jan.2018 - 11:24]

دا د ژوند رنګونه دي

يار بابا

هغه په رښتيا يار دے او د هرچا يار دے او داسې يار چې يارانه به ئې هم د يارۍ په مزاج ښۀ پوره وى. زۀ خو ورته د مينې نه بابا وايم، يار بابا، کۀ پته ورته ولګېده نو د ګنګا په اوبو به مې ولمبوى. هرڅۀ چې وى خو زۀ دا جرات کوم ګنى نو ډېر نامتو نامتو کسان ورته بغېر د زلمى نه بل څۀ نۀ وائى او هغه هم په دې ډېر زيات خوشحاليږى ولې چې هغه د عمر هغه حد ته رسېدلے دے چرته چې يو انسان په سپينه ږيره د ماشومانو غوندې خويونه شورو کړى اوس خو د "بلډ پرېشر" تېزو چپو د هغۀ نه شوخۍ او مستۍ دومره لرې وړى دى چې په شونډو ئې د ناخوالۍ هغه خندا هم د مصنوعيت ښکار شوې ده او ولې به نۀ وى چې د کروړونو کاروبار ئې د حکمرانانو په رحم و کرم د چينجو خوراک ته پروت دے خو هغه په داسې حال کښې هم همت نۀ پريږدى،  لکه د بوډا خوشحال د تُورې غوندې اوس هم خپل قلم د لاس نه نۀ غورزوى چې د رزق لويه وسيله ئې ده.

 

 سکڼ دنګ لوړ، سپين څادر په اوږه، سپينې جامې، د سپين رخت واسکټ، وړه وړه ږيره، په سپين سر سپينه ټوپۍ په سر کړې، سپينې وروزې او باڼۀ او په ظاهر او باطن هم سپين سپېځلے، ګرځېدل ئې غلے غلے په قلاره لکه چې د زړۀ زور ئې ختم وى او په ګرځېدو کښې داسې ښکارى تۀ به وايې چې په پښو کښې ئې مانجه انښتې ده.

 

هغۀ د ځوانۍ څۀ ورځې شپې د بمبۍ په فضاګانو کښې هم تېرې کړې دى هغۀ د خپل خوش مزاجۍ او شکل و صورت له رويه د يوې تعصب پسندې هندوې د کاڼى زړۀ لکه د موم ويلے کړے وۀ او د هغې په زړۀ کښې ئې د مينې د ګلونو داسې کرونده کړې وه چې د يار بابا رخصتى ئې د بمبۍ په ډکې د زرګونو خلقو په مخکښې په سرو سترګو ژړلې وه. څۀ وشو کۀ هغه بابا شو زړۀ ئې خو اوس هم ځوان دے او د مستۍ او شرارتونو نه ډک دے لږې ورځې مخکښې ئې د مردان په کميونټى کونسل هال کښې د يوې اردو مشاعرې په دوران کښې د خپل نظم "مجهے ايسى جگه لے چل" سره په يوه پښه ګډېدلے وۀ. يقينًا چې د هغۀ شخصيت داسې دے چې دوست دشمن دواړه به ئې تعريفونه کوى ځکه چې هغه د هر محفل ساه ده او هره خبره ئې د طنز او مزاح نه خالى نۀ وى هغه کۀ چرته سنجيده يا د غصې خبره هم کوى نو د خندا نه به ډکه وى.

 

يوه ورځ مې ترې تپوس وکړو چې جهانزېب يار صېب تۀ خپل نوم سره مرزا ولې ليکے بس خو لکه د سرې مچۍ راباندې سم راسُور شو "يو خو تاسو خلقو کښې دا غټه کمزورى ده چې په يوه خبره ځان نۀ پوهوئ" ما وې يار صېب د ځان پوهولو د پاره خو مې تاسو نه پوښتنه وکړه. بيا ئې راته ووې تا چې په کوم خيال تپوس کړے دے هغه بالکل غلط دے دا خو مې مور د پنجاب ده ځکه زۀ د هغې د ذات په حواله ځان سره مرزا ليکم. زړۀ کښې مې وې چې دا ذات مور پسې ځى او کۀ پلار پسې. خو خېر غنيمت راته په دې کښې ښکاره شو چې شېخ فريده خلۀ دې چپه بهترى ده. هغه خو په معمولى خبره داسې بمبار شى چې سړے د حيا نه پاک کړى. يو ځل ئې په دې خبره خپله افسانه تنقيد ته وړاندې نۀ کړه چې د يو ملګرى د خلې ورته دا وختل "يارصېب دا افسانه خو دې ډېره اوږده ده" بيا کۀ ورته ټولو ملګريو منتونه کول چې يار صېب خېر دے غلطى ترې وشوه بيا به داسې خبره نۀ کوى خو هغه هم لکه د ضدى پښتون پخپله خبره کلک ولاړ وۀ.

 

نسوارى سړے ئې ډېر بدى شى. هغه وائى چې په خلۀ خلق درې کاره کوى وړومبے خو دا چې د خدائے پاک ثنا صفت پرې کوى دوېم دا چې خواږۀ خواږۀ نعمتونه پرې خورى، او درېمه خبره قدرې غلے شۀ. ملګريو ورته ووې چې يار صېب هغه درېم کار پرې څۀ کوى؟ نو اکرم نازى ئې ځان ته راجخت کړو او په ګنجى سر ئې ښکل کړو" وې دا پرې کوى.

 

دغه شان يو ځل ئې د اجلاس په دوران کښې د جېب شيشه نازى ته وويشته چې ځان ته پکښې لږ وګوره. هغه هم حېران شو چې خدايه پاکه څۀ چل راباندې شوے دے چې مخ ته ئې پکښې وکتل نو پوهه شو چې شونډه مې په نسوارو پړسولې ده. يار صېب ورته ووې ګوره خانه! خدائے پاک درله ښکلې څهره درکړې ده، دا هسې ځان له په دې نسوارو مۀ بدرنګوه. پرې ئې ږده. نازى ورته ووې يار صېب نۀ ئې شم پرېښودے. هغۀ ورته ووې چې ما په خپل پلار پرېښى دى تۀ لا څوک يې چې ئې نۀ شې پرېښودے.

 

د يار بابا شاعرى او د هغۀ سپينې رڼې رڼې خبرې کۀ يو طرف ته مونږ له د تفريح ذريعه ده نو بل طرف ته مونږ له د اصلاح سبب هم ګرځى. هرکله چې په يو قام کښې دغسې درانۀ خواږۀ مشران موجود وى نو ځوانان به ئې خامخا د يو روڼ مستقبل په ځلنده لاره روان وى. خدائے دې وکړى چې د يار بابا يارى مونږ سره تر عمره عمره ژوندۍ پاتې شى. آمين

ارواښاد مرزا جهانزېب يار

١٤م اګست ١٩٩٦ء مردان

- یار بابا
بېرته شاته