(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاک ټکټ

[08.Jan.2018 - 15:08]

د ډاک ټکټ  

اتل افغان سوات

په  وړوکي  وچوبه ( برصغير ) کښې د  ډاک  د نظام  اغاز  په  شپاړسمه  صدۍ عيسوىي  کښې د فريد خان چې  د شېر  شاه  سوري  په  نامه  ياد دے  په  دور  اقتدار  کښې شوے  دے. د اکبر باچا  په  دور کښې   ډاک  د باقاعده  نظام  په  توګه  معرفي  شو. بيا د جديد انډين  پوست  افس  قيام په 1854ء کښې  وشو. په  خط  مهر  او  ټکټ  د 1867ء نه  لګول شروع  شو،  د بمبۍ  او انګلستان  تر مېنځه  د هفته  وار  ډاک  سروس  هم  له  دې  دور  نه  پېل  شو  خو  په  ټول  ملک  کښې  د 1877ء نه  د  ډاک  نظام  رواج  شو.   د 1880ء  نه  د منى ارډر  نظام  معرفي  کړے  شۀ. هوائى  ډاک  سروس  د 1932ء نه  شروع   شو. د پاکستان جوړېدو نه  وروستو د مغربى  او مشرقى  پاکستانى  صوبو تر مېنځه  د هوائى  ډاک  نظام  د 1952ء نه  شروع  شو. د 1962ء نه  د پارسل  سهولت  شروع  شو  بيا  د 1971ء نه  وروستو  د  ډاک دا نظام  د پاکستان د لرو لرو سيمو تر کوڅې  خور شو. محکمه  ډاک  د بېلا  بېلو  قومي  او بېن  الاقوامي  سائنپوهانو،سياسيت دانانو،د تعليم  د ماهرانو، شاعرانو، اديبانو، دانشورانو،طبيبانو، صوفيانو او مشائخو  د شهيدانو او غازيانو  په  انځورونو  اډاڼه   رنګ په  رنګ  ډاک  ټکټونه  چاپ  کوي او  خوروي  چې  پکښې  د  قائداعظم   محمد على جناح، علامه  محمد اقبال لاهوري، ډاکټر عبدالسلام،مرزا غالب،عبدالرحمن بابا،سعادت حسن منټو، خوشحال خان خټک،  فېض احمد فېض، فاطمه جناح،  پطرس بخارى، سرسيداحمد خان  او د مولانا رومي  د نامې  ټکټونه  شامل  دي.

 

  د پاکستان  جوړېدو نه تر دې  وخته  چې  څومره  هم  ډاک  ټکټونه  جاري  شوي  دي  په  هغې  د باشاهانو  او مشهورو  شخصياتو انځوران  وي. د تاريخى  ودانو، عمارتونو، تصويران  دي، د دې  وطن  د عام  وګړي  کسان  او  مزدور انځور په  کښې  په  نظر  نۀ  راځي. خو بيا هم په  تېرو شلو کالونو کښې چې څومره ټکټونه  خوارۀ  شوي  دي  هغه  د موضوعاتو په  لحاظ  فراخي  لري .د پاکستان  د اولنى  ډاک  ټکټ  نه  واخله  تر  د وړومبۍ  مياشتې پورې د جاري  شوو د دولس  نيم  سوۀ  ټکټونو  يو  رنګين  کېټلاګ  د لاهور  نه  خپور   شوے دے  که  دا  ټکټونه  يو خوا ته  د پاکستانى   رياست   د ترجيحاتو  او  خوښ  نا خوښ  هنداره ده  نو  بل  خوا  يو ښکلے او زړۀ راښکونکے  تصوير هم جوړوي. د دې  کېټلاګ  کتلو نه معلومېږى  چې  پاکستان جوړ شو نو په  فوري  توګه  د برطانوي  وخت  په  ټکټونو د پاکستان لفظ غټ  غټ  وليکلے  شۀ  او د ملک  د اولنى  عبوري  ټکټ  په ځاے  په  کار  راوستے شو.

 

ډاک  ټکټونه  جمع  کول   او سنبالول  په  يوه  زمانه  کښې د طالب علمانو د خوښې شغل وۀ. د خط  لفافې،  ډاک  خانې او  ډاکي  ذکر زمونږ   په  اولسي  ادب  او  خصوصاً  ټپه کښې   په  ښۀ  توګه  موجود  دے.

 

يا سر کاري  ډاک  خانې  بند  شوې       

 يا مې  جانان د لفافې   ناچاره  شون

ه 

ګوتې قلم  ته  په  ژړا  شوې        

خط  به  باقي   وي  مونږ به  تورې  خاورې  شونه 

 

چې  خط  مې  درشى  ورته  ژاړه     

  ما  چې  ليکو  ما ورته  ډېر  ژړلې  دينه 

 

   په  تېره  بيا  د خط  ليکلو  خپل  يو  اهميت  او  خوند  وۀ  بيا  خط  باقاعده  د يو  ادبي صنف  په  توګه  معرفي  شوے  دے  دغه  شان  کۀ  مونږ  فکر  وکړو نو  په  اخترونو کښې  به يو  بل  ته  د اختر  مبارکۍ  په  عيد کارډونو لېږلے  شوےبيا د ودونو او ښادو  بلنې  هم د کارډونو يعنې  شادي کارډ  په  ذريعه  پېل  شوې  خو  اوس  د لږ  وخت  خبره  ده  دغه  هر څۀ هېر او  ور ک  شو.

 

اوس  خو له  خېره  سره  زمونږ  د ملک  د ډاک  نظام  هم  د ډېرې  ستائېنې   وړ  دے  د چار واکو په سترګو د بې  غورۍ  او لاپرواهۍ  پردې  دي  زۀ  اکثر  خاندم  چې  کۀ  د لوے اختر  مبارکي چا ته  په  خط  کښې  لېږل  وى  نو  د روژې  نه  مخکښې  لېږل  پکار ديکېدې شى  کۀ  لفافه  وروکه  نه  شوه  نو  په  لوے  اختر  کښې  يا  لږ وروستو  به  خامخا  ورسي.

 

د ډاک نظام زمونږ  سره د پخوانۍ  زمانې  يو اعلى  توکے  دے  زمونږ  په  ادب ، تاريخ، معاشرت، معېشت او سماجى  ژوند يې  پټ  او  ښکاره  اثرات  دي  زمونږ  د اجتماعى نفسياتو  په  جوړښت  کښې  يې  هم  تر څۀ  حده  کار  او کردار   دے .پکار  ده  چې  هم  دغه  نظام  فعال  او  ژوندے  وي  او  هم  دغه  معاشرتى  ارتقاء او  هم  دغه  رنګ  د پاکستان  پوسټ  ادارې  له  پکار  دي  چې  کال  په  کال  نوي  ډاک  ټکټونه  جاري  کړي  چې  په  حقيقي معنو  کښې  د دې  خاورې  اولس  ژبې  نمائندګي  پرې  کېږي 

  خط مې درلېږلےجذباتوته يې ګوره    

داخيال ونۀ  کړې چې قرطاس ښۀ دے کۀ بد  

 (حمزه بابا)

- اتل افغان
بېرته شاته