(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هم بوره، هم بدنامه

[25.Sep.2017 - 11:05]
هم بوره، هم بدنامه
 لیک: نجيب ننګيال
د چارو ادارې د يوه کوچني مامور په نوم يو بې لاسليکه، بې ټاپې او بې مانا کاغذ ګوټی راوتلی. په فسبوک او رسنيوانډوخر جوړ دی. چې هله په ارګ کې قومګرايي روانه ده. پښتانه مقررېږي او قومونه شا ته غورځول کېږي. دا چيغې په دومره سپين سترګۍ او په دومره شدت وهل کېږي چې ته به وا رښتيا همداسې ده. دا دروغ په دومره مهارت ويل کېږي او دا دسيسې دومره په شد و مد جوړېږي چې اوس د دروغجن په خپلو دروغو د رښتيا عقيده جوړه شوې. کټ مټ لکه زمونږ د کلي غلام نبي. غلام نبي يو لېون ډرت ټوکي شی و. چې د کلي هر مجلس به يې په خپلو درواغو او ناپړيتو تود کړی و. يوه ورځ يې کړه. زه ماشومانو ته هم دروغ وايم. چېرته چې ډله ماشومان وګورم. ور غږ کړم چې ورشئ هغه کوڅه کې خيرات دی. وای ټول منډې کړي. داسې منډې چې د کلي له بر سره هم ماشومان په ځغاستو وي. اخر مې شک شي چې رښتيا به خيرات وي. زه هم پسې منډې کړم. په خوار پښتانه د قومګرايۍ او تعصب تور کټ مټ همدغه کيسه ده. حال دا چې همدا اوس د چارو د ادارې يواځې ۲۵٪ سلنه پرسونل پښتانه دي. تر ۶۲٪ يې زيات تاجک او پاتې يې نور قومونه. 
ښه شوه چې ولسمشر نن د قضيې په اړه اعلاميه خپره کړه. دا سړه کيسه يې بيا توده کړه او څارنوالۍ ته يې په دې اړه د څېړنو هدايت کړی. د مخکښ کيسه بايد وڅېړل شي او سمه وڅېړل شي. خو له همدې ورځې دې حساب پیل شي. چې څوک، په څومره شمېر کې، چېرته کار کوي؟ نور بايد دا حساب واضح شي چې حق د چا خوړل شوی؟ زياتی له چا سره روان دی؟ مخکښ او نورزی په پښتنو ور تاوانول به له پښتنو سره جفا وي. مونږ د نورزي پښتو پالنه او نرتوب د تشويق په برنامه کې ليدلی. چې له کاناډا او امريکا يې څوک را وغوښتل او چېرته يې مقرر کړل؟ حقيقت خو دا دی هغه خلک چې په پښتنو ور تاوان دي، پښتنو ته يې ګټه نه، بلکې تاوان رسېدلی. يواځې دومره يې کړي چې په سخته کې يې پښتانه ځان ته سپر کړي، خو په بخته کې يې اړيکې له تجارته نيولې، تر پروژو او له پروژو نيولې د ګيلاسونو تر ټنګولو او د راز و نياز تر مجلسونو بېرته له همدې ټلوالې، له همدې جنګسالارانو او مافيا سره وي. 
راځئ حساب وکړو. ولسمشر غني په پښتنو تاوان دی. محقق او دوستم يې فاشيست او متعصب بولي. تر ټولو باوري خلک يې سلام رحيمي، نادري او کامله جانه دي. هغوی چې قران ورته ونيسې ټکی پښتو به و نه وايي او نه پرې پوهېږي. بله باوري کړۍ يې د زهرا جانې ده، چې د ملګرو ملتونو په چارو کې يې ارشده سلاکاره ټاکلې. يو ورور يې وزير دی. بل يې...... او بل يې.......که مقررۍ دي، که پروژې او نړېوال سفرونه. ټول د دوی په لاس کې دي. خپله خوښه يې ده. که ارګ کې د شهروندۍ دېوالونه جوړوي او که د مدني فعالانو په نوم خپلو همنوعو ته مېلمستياوې. هغه چې د ولسمشر يوه مکمله کاري ورځ ور سره ضايع کېږي او په دې يې غولوي چې ګويا ولس يې ورته را ټول کړی. خپله د ولسمشر مېرمن اغلې بي بي ګل قسم کړی چې له کومې پښتنې ښځې سره به ونه ګوري. دفتر يې تر ۲۰۰ مليونو پورې بوديجه لري. سهار ماښام د ښځو کنفرانسونه، مجلسونه، سفرونه او هره ورځ د ښځو د توانمندۍ سيمينارونه وي. مفشن هوټلونه وي او کابل مېشتې نجونې چې ټول له يوه نسله او يوه جينيټيکې نقشې راوتلي وي، پکې را ټولې وي. هغوی چې نه يې جګړه ليدلې وي، نه ولږه او نه کورنی تاوتريخوالی. خبره چې د ښځو د مظلوميت شي. خبره چې د پښتنو نجونو او پښتنو ښځو شي. بيا لکه شربت ګله، په يوه کال کې د د ولسمشر حکم لاس په لاس ګرځي، کور نه ورکول کېږي. کله يې کرايه دار کور ته ولاړ وي او کله يې ماشومان له ښوونځي ورته را شړلي وي. اوس که لومړۍ مېرمنې ته ووايې، چې دا خو هم ښځه ده. د ښکلا يې په ټوله نړۍ نوم دی. د مظلوميت په کيسو يې د نېشنل جيوګرافيک يهوادانو هم وژړل. ستاسې زړه ولې نه پرې خوږېږي؟ دلته مو ولې د ښځو د توانمندۍ کيسه هېره ده؟ مجبور د استاد رباني خبره درته وکړي، (حيف که پشتون است!). خپله ولسمشر غني په دې وياړي چې پښتنو ته يې کار نه دی کړی. مشرقي او جنوبي ولايتونو ته يې پام نه دی کړی خو د باميانو او هرات لپاره يې د لسګونو پروژو پرانسته وکړه. يو څوک چې خپله په دې اعتراف کوي چې هغوی چې رايه يې راکړې کار مې نه دی ورته کړی، برعکس هغوی چې رايه نه ده راکړې ډېر کار مې ورته کړی. د نړۍ په سياسي تاريخ کې به شايد دا بيخي عجيبه وي چې سړی دې د خپلو رايو او پلويانو له حوزو برعکس هغو سيمو ته توجه وکړي چې رايه يې نه وي پکې اخيستې. هغه څه چې د سياستوال مرګ شمېرل کېږي. په دې چارې باوري يم ولسمشر خپل مخالفين خپل نکړای شو، خو خپل پلويان يې هم د لاسه ورکړل. دا خو بيا دا خبره په اثبات رسوي چې په افغانستان کې تر ملاتړه د مخالفت قېمت لوړ دی او ډېر امتياز پرې اخيستل کېدای شي. لرې به نه ځو. د ولسمشر غني له خپلې پلرنۍ سيمې به يې را پیل کړو. په تېرو ۱۵ کالو کې په لوګر کې نسبي امنيت و. که نور څه نه و، لږ تر لږه د کابل-لوګر لاره خو خوندي وه. له ولسمشره نور پښتانه څه چې ان خپل لوګر له ياده ووت. کټ مټ لکه کرزی چې له ولسمشرۍ وروسته کندهار ته تللی و. هلته خلکو د برېښنا غوښتنه کړې وه. ده ورته ويلي زه درسره يم. په حکومت به فشار واچوو چې کندهار ته برېښنا ورکړي. خو هيچا و نه پوښت او نه دی په دې خبره خجالت شو. چې تر دا پرونه دې سره و سپين هر څه په لاس کې و، ولې دې مزي نه ورته را غځول؟ چې نن د کندهار د حقونو چيغه وهې. کټ مټ ټوکه به سبا ولسمشر غني هم کوي. له بل حکومته به بيا لوګر او پښتنو ته حق غواړي.
په پښتنو بله تاوان مهره حنيف اتمر دی. چې له مزاره پرې عطا را بو کړی نه وي، ده بيا واخته خپل فيسبوکي عملياتي ټيم فعال کړی او د ننګې غوښتنه کړې وي. پښتانه ځوانان يې په دې غولولي وي چې ځه درې سوه ډالره اخله، زما ننګه کوه. نور يې دا فکر نه وي چې همدا ماسټر، تکړه، د فکر او خبرې ځوان چې تا په درې سوه ډالره استخدام کړی، له کاره دې غورځولی او د فسبوک تر دوه کرښې ليکنو دې محدود کړی، ولې يې په يوه سم او همدا ستا په اصطلاح (ستراتيژيک) ځای کې نه مقرروې؟ هغه يې هم بيا ليست په فيسبوک پسې خپور شي. د حيثيت او احساس ځوان به يې په (فسبوک چلوونکي) بدنام کړی وي. مونږ خو چې ګورو چېرته چې لنډغر دی. چېرته چې مجاهد زاده ګان دي. چېرته چې د پروژو او مافيايي کړيو غله دي. سر يې له امنيت شورا راوتلی وي. هم زري موترې لري. هم ګارډان او هم حيثيت. پښتون يې بس دې ته کېنولی چې د عطانور او صلاح الدين رباني په ځواب کې په فسبوک پوسټ ورته وکړي. کاريزما يې معرفي کړي او د نامحسوسو ستراتيژيو په ډنډوره د سړو مغزو اتل ځنې جوړ کړي. کله يې د جلال اباد د جګړې اتل کړي او کله هم پاکستان انزوا ته د کشولو مغز متفکر. هيچا ور څخه و نه پوښتل. چې جناب اتمر صيب! په ورځ کې څوک ټکي پښتو وايې؟ څو مکتوبونه پښتو امضا کوې؟ څومره پښتانه دې په بورسونو ولېږل؟ څومره دې په بهرنيو اتشو کې مقرر کړل؟ څومره د پوليسو؟ څومره د امنيت؟ څومره د اردو ليکو ته ننويستل؟ نوم د پښتنو بد دی. مشر د پښتنو بلل کېږي. خو د يوه توت ګټه يې هم پښتانه ته نه رسېږي. 
د پښتنو تر ټولو مهم او په کليدي پوست ناست سړی بيا معصوم ستانکزی دی. چې دا اوس هم رک روغ دی. خو د ټلوالې له ډاره امسا ګرځوي. ځان ټپي ښئي. تر څو د سولې د شهيد مرګ پرې تاوان نشي. په تېر دوه کلن ماموريت کې دی نشي ثابتولی چې رئيس خو څه، امر خو څه، بلکې د امنيت يو عادي کارمند يې هم مقرر کړی وي. يو څوک چې په يوه پېښه کې ټپي شي. له مقتول سره په يوه مجلس کې وي. هغه دا نشي ثابتولی چې زه مجرم نه يم او دومره لېونتوب به څوک وکړي چې د ځانمرګي په يو مترۍ کې ودرېږي؟ نو هغه به يو خوار، در به در، د لسو بلاګانو په خوله کې پروت پښتون څه وژغورلی شي؟ هغه ستانکزی چې د تلفون مزي يې دومره غير مصوون وي چې خبرې يې د ورځپاڼو ژورناليستان اوري او په دا سبا يې طالبانو سره په اړيکو تورنوي. دی بېرته وضاحت ورکوي، چې دا دروغ دي. خبره يې د رد او تايد تر کچې وي. سهار ماښام يې دولسم پاسان د لارو او کوڅو هلکان په فاشيزم تورنوي. په لويو لويو قضيو کې يې دخېلوي. عکسونه يې چليپا کوي. خو دی يې په وړاندې خاموش ولاړ وي. لکه فالج وهلی ناروغ چې له ځانه مچ نشي شړلی. نو نورو ته به يې څه خير و رسېږي؟ مجال و، چې د امرالله صالح په رياست کې د صالح خو څه چې د شهيد (!) مسعود نوم چا بې اودسه اخيستلی وای. يوې رسنۍ او ورځپاڼې خو دې څه پسې ليکلي وای. پښتانه به له مجبوريته خپل شکايت له پېښوره په چاپېدونکې مجلې نوښت او يا دطالبانو په څرک او توره بوره کې خپراوه. ځکه په دې پوهېده چې په کابل کې په امرالله صالح د انتقاد انجام به څه وي. 
د اکرم خپلواک وضعيت دې په همدې ډول. د پښتانه په نوم يې خوري. د پښتنو په سهم ناست دی. خو قسم يې کړی چې د پښتانه لار ورکي ځوان درد به پرې دوا نشي. که يو نيم چېرته مقرر کړي هم، ټول عمر يې احسان پرې بار وي. ته وا تنخا له خزانې نه اخلي، دی يې له جېبه ورکوي. 
ملي مشر خو هسې هم (ملي) دی. هغه سره د پښتنو غم يواځې هغه وخت پيدا شي چې زندان ته ولاړ شي او يا يې کور بمبار شي. نور يې غمه نکوي چې څومره ښوونځي يې تړلي، څومره ځوانان يې بېکاره دي، څومره سرکونه يې ويجاړ، څومره يې وژل کېږي او څومره يې له روغتيايي خدماتو لرې دي. بېچاره تر بر پښتنو تر پولې اخوا پښتنو ته ډېر ځورېږي. اختر يې د کندهار، هلمند او پکتيا په ځای د اديب فهيم په کور کې وي. په سپينه ږيره يې له هلکانو سره د يارۍ تارونه غزولي وي. 
له احدي خو نوره د ننګ تمه ولاکه کېږي او د داودزي خو دوهم نوم ټلوالګر دی. کار يې يواځې له سفيرانو او مدني هلکانو سره ليدل دي. ټوله ورځ په دې پسې توس وهي چې د خپلې حجرې او فلايټونو خرچ وباسي. 
حکمتيار بېچاره د خپلې جګړه ايزې ماضي په سپينولو بوخت دی او سياف کاکا هغوی ټول کافر بولي چې مسعود شهيد نه بولي او مجاهدينو ته غله وايي. 
رښتيا خبره دا ده چې پښتانه د رهبرۍ له شديد فقدان سره مخ دي. هم بوره هم، هم بدنامه. په زندان کې خپله بندي دی. په ارګ کې يې ژبه زندۍ ده. په ښار کې يې په کاليو ملنډې وهل کېږي. په تذکره کې يې نوم او هويت سم نه ورته ليکل کېږي. هم وژل کېږي او هم قاتل بللی شي. قلمدان لري، خو قلم يې بل څوک چلوي. دومره ځپل شوی. ذليله شوی. چې غټ پټ معين به وي. د خپل دفتر له چوکيدار سره به د هغه په ژبه غږېږي. تر څو د متعصب تور پرې و نه لګېږي. له ولسمشره يې نيولې د بازار تر دوکانداره، پښتون د احساس کمترۍ او محافظه کارۍ په مرګوني مرض اخته دی. 
بهرني سفارتونه، اتشې، علمي او اکاډيميک بنسټونه، تعليمي بورسونه، ډګروالۍ او جنرالۍ، د بيا رغاونې پروژې، رسنۍ، وياندان، د اولمپيک مډالونه، زري موټرې، لوړ اپارتمانونه، د دوبۍ او ترکيې سوداګرۍ.... هر څه د دوی دی. خو متعصب پښتون دی. د خدای پار دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۸۵٪ پرسونل ناپښتانه دي. د بهرنيو چارو وزارت ۸۰٪ پرسونل ناپښتانه دي او اکثريت يې له يوې ولسوالۍ پنجشېر دي. د ملي امنيت هر دوهم کارمند پنجشېری دی. د کورنيو چارو په دوه لکيز پرسونل کې يواځې د محلي پوليسو برخه پښتانه ته رسېدلې. تر څو د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځان سپر کړي او په کلي ولس کې يې په دايمي دښمنۍ واړوي. د ملي دفاع وزارت خو يې بيخي په ميراث رسېدلی. د بشر حقونو په ټول کميسون کې يواځينی پښتون يې مولوي عبدالرحمن هوتک دی، بل يې قسم کړی که ځنې مقرر شي. د اجرايه رياست، د لومړي مرستيال، دوهم مرستيال، لويې څارنوالۍ، ښوونې روزنې، د احوال نفوس لوی رياست او........ کيسه همدغسې. 
۵۲ کابل مېشتي وياندان دي. ۵ يې په پښتو خبرې او ليکل نشي کولی. خو له دې ټولو سره سره ما سره مې هره ورځ د وزير په دې جنجال وي چې ولې په دري خبرې نشم کولی. حال دا چې زه په پښتو خبرې له تعصبه نه کوم. بلکې دري مې سمه زده نه ده. په پښتو پيغام په ښه ډول رسولی شم. غم دا دی چې پښتون وياند کېږي. بايد دواړه ژبې يې زده وي. مونږ ته دواړه ژبې شرط شي. خو که بل څوک راځي، خير دی يوه ژبه هم کفايت کوي. زبان خو وسيله افهام و تفهيم است. که اکثريت پرې پوه نشي هم، هيڅ پروا نکوي. يوه ورځ مې په فيسبوک خورا په احترام له نادر نادري هيله وکړه چې ولې يې د تذکرو په ازموينه کې په پښتو پارچې نه دي وېشلي او ټولو ته يې له يوې مخې دري پارچې ورکړي. په دوهمه ورځ يې له وزيره زما د منفکۍ غوښتنه کړې وه. دا يې د امريکا له هارورډه فارغ التحصيل ځوان، چې په ستراتيژيکو اړيکو کې د ولسمشر سلاکار و. هغه دومره خودخواه شي چې په يوه مشروع او قانوني غوښتنه دې له دندې لرې کوي، نو که تر دې پورته دې ورته وويل، ممکن و دې وژني هم. د طالب هسې نوم بد دی. دلته د هر چارواکي په باطن کې يو طالب پټ دی. چې په سخته کې ځنې څرګندېږي. کی را زور داد که ظلم نه کرد، و کی را زر داد که سود نه خورد. 
دا دومره لويه سريزه مې د دې لپاره وليکله چې وخت راغلی حساب وشي. له ټولو سره وشي. هر څه سره پرتله شي. مونږ په ټولو کې راضي يو. دا وېش که په هر معيار کېږي، و دې شي. که په شهيدانو او قربانيو د واک او څوکيو وېش وي، نو د دې نظام لپاره يواځې د هلمند د سنګين ولسوالۍ ۹۰۰۰ تنه وژل شوي. په کونړ او لغمان کې هديرې د ولايتونو په نوم شوې. چې سرتېري په کوم ولايت کې شهيد شي، د هغه ولايت په نوم يې هديرې ورته جوړې کړي. که خبره د شوروي خلاف د جګړې وي، نو مسعود يواځې شېر پنجشېر و او يواځې د پنجشېر دره يې ساتله. مونږ ته د ټول وطن ساتل را په غاړه و. د جګړې ټول زور په مشرقي او جنوبي ولايتونو و. تر ټولو ډېر شهيدان، ډېر کډوال او ډېر معلولين همدغه سيمې لري. که وېش د نفوس په سر وي، هم دا ګز دا ميدان. که وېش د کدرونو او تحصيل يافته و، په سر وي، هم يې منو. د پښتانه ماسټران بې وظيفي ګرځي. د نورو دولسم پاسان رئيسان دي. يوه ورځ مې په چارو اداره کې د تشويق برنامې د بشري سرچينو رئيس مصري خان ته ويل. وا سړيه ماسټري لرم. له تېرو ۶ مياشتو بېکاره ګرځم. ستاسې د تشويق برنامې ته مې سي وي در لېږلې. ولې مې نه شارټ ليست کوئ؟ وای ته له کوم ځايه فارغ يې؟ ما ويل له پېښور پوهنتونه. ويل مونږ د پېښور فارغين نه نيسو. دې ته وايي بې جرمه مجرم. سړيه ولې؟ په کوم دليل؟ که خبره ولسمشر، حکومت او نظام ته د ژمنتيا وي. نو تر ټولو ډېر ګواښونه مو ومنل. تر ټول ډېر خطر او تهديد ته مو ځان ورکړ. ۶ مياشتې مسلسل مو د ولسمشر کمپاين ته پاڼې تورې کړې. د همدې ولسمشر بريا ته مو خوبونه په ځان حرام کړي و. په نيمه شپه مو د طالب له لاسه کډه را وکړه. د دې وطن له هر درد سره مو څړيکه احساس کړه. د هر خاين کيسې مو رسوا کړې. اخر مو حيثيت دا شو؟ چې ان وطن سره زمونږ په وفادارۍ شک کېږي؟
په ولايتونو کې خو بې امنيتي بهانه شي. راځئ همدا کابل را واخلئ. کومې سيمې يې ښې جوړې دي؟ د کومو ساحو کوڅې پښې، برېښنا دايمي، انټرنيټ موجود، ښوونځي فعال او د ښاروالۍ خدمات سم دي؟ اخوا ان تر جبل السراج او ګلبهاره کوڅې پخې او سرکونه پاخه شو. خو د ارګ په زر مترۍ کې د هود خېلو، کارت نو، بګراميو، تره خېل، پلچرخي او ده سبز سيمې د کليو تر کچې اسانتياوې هم نلري. په ژمي کې په خټو ککړ او په اوړي کې يې له ګردونو مخونه نه ښکاري. د برېښنا، ښاروالۍ، نوري فايبر او نورو خو نوم اخيستل هم ګناه ده. ښوونځي يې کنډوالو ته ورته وي. نه يې نظم وجود لري، نه معلم. تر ټولو ګڼ مېشتې سيمې دي. تر ټولو ډېر عايد حکومت ته ورکولی شي. خو تر ټولو کمه پاملرنه ورته کېږي. دا ځکه چې که پښتون د خپل حق غوښتنه وکړي، متعصب بللی شي.
د ولسمشر دربار ته که د زهرا نادري او کامله جانې د ټيپ خلک ورشي. په ملا ورته کړوپ شي. خو که شملور او سپين ږيري پښتانه د خپل نړېدلي کور، ويران سرک، وچکالۍ وهليو باغونو، ولږ او بېکارۍ وهلو ځوانانو شکايت ور وړي، بيا چيغې پرې وهي. زړه يې بوټ وباسي. تر څو بيا کله هم ارګ ته د راتګ جرات ونکړي. بيا کله هم خپل حق ونه غواړي. جالبه دلته ده. چې په تېرو درې کالو کې چې ولسمشر غني د کومو پښتون مېشتو ولايتونو سفر کړی. ټول يې د امنيتي قرارګاوو او امنيتي وضعيت د څېړنې په موخه کړی. چې ارګ ته خطر ځنې پېښ نشي. خو برعکس باميان، هرات او مزار ته د پروژو د افتتاخ په موخه ځي. يا د يکاولنک او دره صوف سرک قير کېږي، يا د شهيد مزاري د هوايي ډګر پرانسته وي، يا د کچالو د حاصلاتو نمايش وي او يا هم د سلما بند افتتاح. ټول بندونه به جوړ شي، خو د پکتيا د مچلغو او د کونړ بند به جوړ نشي. په مس عینک به کار پيل نشي او د کابل- جلال اباد دوهم سرک به قير و نه وينې. پښتون به د ډوډۍ څښتن نشي. پښتون ځوان ته دنده ورکول به احسان وي، خو نورو ته به د امتياز په شکل ورکول کېږي. 
تر څو چې دا حساب له سره ونشي. تر څو چې هرې سيمې او هر قام ته د نفوس په تناسب برخه ور نکړل شي، دا وړۍ نه شړۍ کېږي. پښتون به هم مړ وي، هم پړ.
(دا ليکنه په سرخط کې هم خپره شوې. )
 
- نجيب ننګيال
بېرته شاته