(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارګ دېوال

[29.Aug.2017 - 20:08]

د ارګ دېوال 

لیک: نثار احمد احمدي

د افغانستان له ارګه د “شهروندۍ” پر دېوال د څو داسي کسانو عکسونه فېسبوک ته را وتلي چي ګنې د ټولني په دماغ جوړونه کي يې زيار ګاللی دی. زه پر دې نه يم خبر چي دا طرحه چا جوړه کړې. نه يې پر دې کار لرم چي د چا عکسونه يې را ځړوند کړي دي. زه غواړم دا روښانه کړم چي دا یې په حقوقي لحاظ يو څنګه نا متوازن دېوال یې جوړ کړی دی. دا لس کاله کېږي، موږ د نورو د حقوقو چيغي وهلي دي، نن به د لومړي ځل لپاره د ځان په حق کي خبره را پورته کړو:

 

زموږ ټولنه په اکثريت ډول نالوستې ده. د ډېر نالوستوالي له کبله يې پر لوستو کسانو هم جهالت خپل وزرونه غوړولي دي. څوک له خورا ګڼو دلایلو له بېري د حق ناره نه سي اوچتولی. په داسي يوه چاپېريال کي چي د حق پر څرګندېدلو دي مرګ په کمين کي درته پټ وي خورا ډېره ناشونې ده چي له جهالت او بدمرغۍ سره ډغري ووهې او خلکو ته د قضاياوو اصلي پېغامونه ور خپاره کړې. نن سبا په افغانستان کي د مبارز او مبارزې الفاظ ډېر مطرح سوي. ډېر ځانونه مبارزين او ډېر خپلي هڅي مبارزه ګڼي. مبارزه د هدف نوم دی. هدف تر هدفه پوري توپير لري. که له ټولنيز فساده يې را واخلې، تر دوديزو پديدو زموږ د هېواد پراخ وجود ته ډېري ناوړي او تباه کوونکي ناروغۍ ور ننوتي چي د درملني لپاره يې تکړه رنځپوهانو او شديدي مبارزې ته اړتيا ده.

 

موږ ته له څلوېښت کلن جنګي جريانه خورا ناوړه جګړه په مراث را پاته سوې. داسي جګړه چي نه یې موږ پر هدف د پوهېدو درک محسوس کړ، نه مو د دې جګړې په وينو سره کړې چاړه له خپلي سيني را وکښه. افغانانو د ۲۱ پېړۍ د ټکنالوژۍ، پرمختګ او اسانتياوو اهداف تر پښو لاندي کړي، لومړيتوب يې د جګړې د ټغر ټولېدل ګڼلي دي. په دې مسئله کي دا بېل بحث دی چي جګړه، خو افغانان کوي.

 

د زمان تر ټولو ستره تقاضا دا ده چي افغانان د جګړې اهداف وپېژني. دا وپېژني چي څوک مو وژني، ولي مو د يوه او بل ګرېوان ته لاسونه اچولي ولي مو د يوه او بل په مرګ پسې ساتول راخيستی دی. موږ لس کاله وړاندي د همدغه هدف د را څرګنداوي لپاره اقدامات پيل کړل. په افغانستان کي د فېسبوکي خدماتو د فعاليت را وروسته مجيد قرار لومړنی ليکوال و چي د قلم پر مټ يې د جګړې او تباهۍ پر ضد هڅي پيل کړې. موږ پر دې باور لرو چي د دې جګړې د ترويج لپاره د پردې تر شا غټي غړيکي شربل کېږي، خو د غړکو لپاره يې له بده مرغه زموږ ځيني ملايان د شلومبو په ډول کارېدلي او د دوئ په فتواوو د جګړې قاتلي بوغۍ ته هوا ورکول کېږي. له همدغه ځايه زموږ په هېواد کي د جګړې تنور پر اور لګېدلی او د سون لپاره يې افغانان ور غورځول کېږي، د اور به لبمو کي ويلي کېږي.

 

د جګړې او ترهګرۍ پر ضد د مجيد قرار او نورو ملګرو مبارزه هغه مهال پيل سوه چي چا په کابل کي د طالب په اړه له بېري چوڼ نه سو وهلی. ما دوئ پر ۲۰۱۰ کال پر فېسبوک وپېژندل او له تعقيب وروسته مو د وطن په اړه اهداف مشترک سول؛ بس له هماغي ورځي راهيسي مو د وطن په اړه فکرونه يو ځای سول او په يوه ناپايه سمندر کي مو د وطنپرستۍ د ترويج لپاره کښتۍ مزل پيل کړ. مجيد قرار ټول پېژنئ چي په څومره محاصره چاپېريال کي يې پر ډېرو اغزنو لارو تکاليف ګاللي. څومره ستړياوي يې تېري کړي. د يوه ديني عالم په توګه يې ټولني ته د اسلام د رښتني پېغام په خپراوي کي، څومره خولې توی کړي. لنډه دا چي مجيد قرار د ټولني په راويښېدو او د رواني جګړې پر ضد د خلکو د تشويق په برخه کي لومړنی ليکوال بلل کېږي. د مجيد قرار په څنګ کي زموږ هر ملګری د دغسي سختي ورځي مثال دی، او تر ټولو لويه نمونه يې شهيد پېروز دی چي هيڅکله د هېرېدو نه دی.

 

د وطن په معتادۍ کي زما د ژوند ترخه کيسه

زه غواړم د ځان په اړه دا درته ووايم دا به زما لومړی ځل وي چي د ځان په اړه ليکل درته کوم. مناسبه نه راته برېښېده چي څه وليکم، خو اخر د ارګ دېوال محبور کړم.

 

تاسو پوهېږئ هلمند د افغانستان د جګړې دروازه ده. داسي دروازه چي د سولي و جګړې دواړي قافلې پر همدې لاره تېريږي. زه د همدې لاري يو مزلچي يم. ما د افغانستان په تاريخونو کي ولوستل چي موږ څومره جګړې کړي، له چا سره مو کړي، زموږ خاوره ولي د جګړې لوبغالی دی. د هري جګړې واټن مي چي تناو کړی، دې پايلي ته رسېدلی يم چي ريښې يې له بهره زموږ خاوري ته راننوتي دي. پر همدغه انګېزه او له همدغه ځايه مي د افغانستان د رواني جګړې پر ضد فکري خوځښت وکړ.

 

هغه مهال مي په دولتي  راډيو ټلوېزيون کي کار کاوه. په راډيو کي مي د سکالو په نوم د بحث خپرونه طرحه کړه. زه لومړنی ژورناليست وم چي د دې خپروني له لاري مي له طالبانو سره مخامخ بحثونه او د رواني جګړې ناوړه بدمرغۍ بيان کړې. د راډيو څپې مو د هلمند تر څنګ ګاونډيو ولايتونو ته هم رسېدې. هلته مو هم اورېدونکي درلودل. موږ معمولا د جګړې، ځانمرګو بريدونو د ښوونځيو پر سوځېدو، دلويو لارو پر خرابېدو او ګڼو نورو ورځنيو مسايلو په اړه موضوعات ټاکل. په پيل کي به چي طالبانو خپروني ته ټليفون راکاوه، ښکنځل به يې راته کول. د امريکې د ګوډاګي الفاظ به يې راته کارول. وروسته وروسته يې بحثونه راسره کول. ما له همدغه ځايه د لومړي ځل لپاره په خپل مسلک کي سرتېري ته د شهيد لفظ وکاروه.

 

ما د راډيو له لاري څلور کاله له طالبانو سره خوله پر خوله د جګړې ، بريدونو او ځآنمرګو پېښو پر ضد خورا سختي مباحثې وکړې. زه په داسي يوه ولايت کي وم چي چا يې له بېري د طالب نوم په بده نه سو يادولی. ما د هغه طالب جګړه د پاکستان جګړه وګڼله چي هره ورځ به يې چاړه په لاس کي وه او د حکومت په پلوۍ به يې د ځوانانو سرونه غوڅول. د هغه طالب جګړه چي د هلمند په موسی کلا او ګرمسېر کي يې د موچي په تار له خلکو غاړي پرې کولې. ما له طالب سره په بدۍ کي خپل کلی پرېښود. خپله مېنه راڅخه پاته سوه. له خپلو دوستانو، ځپلوانو او کورنۍ سره مي اړيکي پرې سوې. د ډېرو ښو ملګرو او دوستانو دښمني را تر غاړه سوه.

 

په همدې تريځ جريان کي مي د راډيو ترڅنګ په ټلوېزيون کي يو کال پرلپسې له ديني عالمانو سره د ځانمرګو، جهاد، رواني جګړې، د عسکر د وژلو، د افغانستان د اشغال او ګڼو نورو مسايلو په اړه بحثونه جوړ کړل. شايد دا په خپل کي وخت د هېواد په کچه لومړنۍ ټلوېزيوني خپروني وې چي ديني عالمانو به د اسلام له نظره ځانمرګي بريدونه حرام بلل او روانه جګړه يې جهاد نه بلکي د افغانستان تباهي بلله. دا خپروني خلکو ته خوب ښکارېد. هيچا يې د وړاندي کېدو جرائت نه درلود. له بده مرغه چي د دې خپروني څو ديني عالمان د ترهګرو له لوري شهيدان سوي هم دي. ما د داسي حقايقو په را برسېره کېدو لاس پوري کړ چي له هر حرکت سره يې مرګ راته په تمه و. ماته به تر خپروني را وروسته خلکو ټليفونونه راکول، ويل: موږ د طالبانو له بېري ستا په خپرونو کي ګډون نه سو کولی. ډېری کسانو په مستعارو نومونه خپرونه کي ګډون کاوه.

 

ماته د خپلو خپرونو نتايج ورو – ورو په ګوتو راتلل. خلکو د حقايقو د څرګندېدو جرائت وموند. د جګړې د ترانو پر ځای به يې د وطن ترانې ليکلې. زموږ د راډيو د خپرونو به نتيجه کي د کندهار په ميوند کي ځونانو اونيزه مشاعره جوړه کړه. تر هغه را وروسته يې ادبي او فرهنګي ټولنه جوړه کړه. موږ د ځوان نسل د ذهني رغاوني په برخه کي ډېري ترخې خولې توی کړې. په تور تم کي يوې داسي پرتې ټولني ته مو د حرکت انګېزه ورکړه چي کلخوايت يې جهالت ترې اخيستی و. نه يواځي دا بلکي د ټلوېزيون او راډيو ټوله پاليسي مو داسي جوړه کړې وه چي خلک د جګړې اهداف ترې وپېژني او دا زده کړي چي موږ ولي وژل کېږو. موږ دا فرهنګ مات کړ چي د عسکر جنازه حرامه ده. د حقيقتونو پر وړاندي مو د جهالت دا ځنځرونه مات کړل چي عسکر ته د شهيد لفظ شرعي ګناه ده. په عام ډول مو ټولني ته پوهاوی ورساوه چي زموږ سرتېري نه د امريکا نه د بل هېواد عسکر دي، بلکي د دې هېواد ساتونکي او د خلکو د عزت ساتندويان دي. البته په دې کار کي له خپلو ټولو همکارانو مننه کوم، زما سره يې بشبړه مرسته کړې ده.

 

په خپرونو کي د جګړې له کرښي طالب او عسکرو دواړو ګډون راسره کاوه. هر يوه يې خپل دلايل ويل. يوه ورځ د ننګرهار يوه اوسېدونکي چي په ملي اردو کي عسکر و ټليفون را وکړ ويل: زه چي ستاسو د راډيو خپرونه واورم، انګېزه واخلم، پر دې مي پوهوي چي موږ د يوې رښتني لاري مزلچيان يوو او د هېواد يو ډېر ستر مسئوليت را تر غاړه دی. قسم درته اخلم چي کله به ځينو سرتېرو پر شخصي ټليفون خبري راسره کولې، له خوشالۍ سره به يې د ژړا ولولې ملګري وې، ډېره پياوړتيا يې احساسوله. ما پنځه کاله د راډيو پر مټ د هلمند له زړه څخه د جګړې پر ضد داسي ترخه پېغامونه خپاره کړل چي ممکن د حکومتي دستګاه تبليغاتي هڅي يې د بېلګي ځای ونه نيسي. زموږ خپروني خلکو په تليفونونو کي له ځان سره خوندي کړي وې، د نمونو په ډول يې اورېدلې. د خپرونو جالبيت دا و چي عسکر او طالب پکښې ږغېدل او يوه داسي جګړه ناروا بلل کېده چي خلک يې له نامه بېرېدل.

 

د هلمند تر ټولو سختو جګړو ته تللی يم. د جګړې له تاوده ډګره مي د ملي ارزښتونو په ننګه په سلګونه مثبت راپورونه چمتو کړي. په ډېرو کمينونو او جګړو کي نښتی يم. خورا ډېري لوږي تندي راباندي راغلي. لومړنی خبريال وم چي د افغان پوځ درشي مي واغوسته او ټولني ته مي د يوه پېغام په توګه دا انګېزه ورولېږدوله چي سرتېري زموږ د عزت ساتونکي دي او ملاتړ یې زموږ مسئوليت دی. په کوچنوالي کي د پاکستان په اړه نه پوهېدم، خو له تاريخي درسونو مي زده کړل چي پاکستان زموږ د ټولو بدبختيو اصلي عامل دی. زموږ ډېر خلک چي پخوا يې پاکستان د شوروي د يرغل پر مهال د خپل يوه سکني ورور په توګه منلی و اوس وپوهېدل چي د پاکستان اصلي څېره هغه نه وه چي موږ ته يې په خېمو کي دال راکول. د پاکستان اصلي څېره دا ده چي افغان بايد تل يو له بل سره ووژني. زه پر دې ډېر خوشال يم چي خلک ما د پاکستان د يوه سرسختي مخالف په توګه پېژني. د پاکستان په اړه همدومره ويل بس دي.

 

په ټول هېواد کي لومړنی ژورناليست وم چي پر فېسبوک مي په مطلق ډول د رواني جګړې پر ضد او د افغان سرتېرو په ملاتړ په ډانګ پېيلې مبارزه پيل کړه. دا هغه وخت و چي فېسبوک تقريباً تازه په افغانستان کي باب سوی و. د اوس په څېر هر چا لاسرسی نه ورته لاره. اول مي په مستعار نوم وروسته مي په خپل اصلي ادرس فعاليت وکړ. ما د جګړې له لومړي ډګره پر فېسبوک د پاکستان او د هغه په دستور د روانو ناخوالو پر ضد اقدام وکړ. دا مي يادېږي چي کله به مي پوسټ وکړ ملګرو په مسيج را واستاوه ويل: پوسټ دي پر زړه را لګېږي، خو له بېري لايک نه سو ورکولی. مانا دا چي د طالب بېره دومره خپره وه چي حتی خلکو د چا د نظر تاييد نه سو کولی. نه چا چاودنه غندلی سوه نه يې ځانمرګی. نه يې د جګړه مار نوم اخیستلی سو نه يې د سرتېري ملاتړ کولی سو. موږ دا ګړنګونه مات کړل. خلکو ته ور څرګنده سوه چي څوک مو د وطن دښمن دی، څوک يې دوست دی. موږ څو د ګوتو په شمېر ملګري وو چي پر فېسبوک مو د جګړې پر ضد قلمونه اوچت کړي ول. له نېکه مرغه چي دا رښتنی بهير لا پسې وغوړېد. دا دی اوس په سلګونه او حتی په زرګونه ځوانان د جګړې پر ضد ليکني کوي، بريدونه غندي او په څرګنده توګه د پاکستان او د هغه د مدافعينو پر ضد افکار خپروي.

 

ټولني مو دا انګېزه واخيسته چي بايد حقيقت د ډار قرباني نه سي. خلکو جرائت پيداکړ. دا يو خورا مثبت او نېک بدلون دی. زموږ لپاره دا د وياړ ځای دی چي ځوانانو ته مو دا قوت ورکړ چي د ځپل اصلي دښمن پر ضد خولې ونه تړي او حقايق ووايي. پر فېسبوک مو د پاکستان په اړه د ډېر شمېر افغانانو تګلاره بدله کړه. نور پاکستان زموږ سکنی ورور نه بلکي زموږ سکنی دښمن معرفي سو. دا امتياز يوازي زما نه دی، زموږ د ټولو ملګرو، او د ټول افغانستان دی.

 

زه شخصا پر هيچا هيڅ ډول احسان نه اچوم. دا زما وطن دی، د وطن لپاره قرباني وياړ ګڼم. طالبان او ډېر نور د لستوڼي ماران ما د ملي امنيت کارمند او د ډالري معاشونو اخيستونکی ګڼي. غواړم نن دا هرڅه سپين – سپين ووايم. لس کاله پوره سول چي د حکومت په ملاتړ او د طالب په مخالفت له خپل کلي را ورک يم. نه حکومت تر نني ورځي زما پوښتنه کړې نه يې زما د ستونزي غم خوړلی دی. زه هغه ستونزي دلته نه شريکوم چي زه ورسره مخامخ سوی يم. نه دا شريکوم چي څه ډول تکليفونه او امنيتي سرګردانۍ مي ګاللي دي. د بدن هر رګ- رګ مي د وطنپالني په معتادۍ روږدی سوی دی. په داسي معتادۍ چي تر سر هم ورته تېر يم.

 

نه حکومت تر ننه معاش راکړی. نه په ټول افغانستان کي يوه لوېشت حکومتي مځکه لرم. نه حکومتي کور لرم. نه په حکومت کي واسطه لرم. نه ټوپک لرم نه ټوپکچه. د حکومت له استخباراتي ارګانانونو تر ټولو هيڅ يوه زما د ژوند ستونزي نه دي حل کړي. نه تراوسه چا پوښتلی يم چي د څه لپاره لګيا يې، څوک يې. حتی په وار – وار مي خپلي امنيتي ستونزي له حکومتي ادارو سره شريکي کړي، هيڅ يوه سر نه دی راګرځولی. د يوه انسان په توګه ګيله راته ودرېده چي ما خپله انرژي د خپلي خاوري او خپلو ملي ارزښتونو لپاره مصرف کړې، مکر زه پر دې خاوره د اوسېدو کوډله نه لرم. له هلمنده تر  کابله د حکومت په ټولو ادارو کي هيڅ واسطه نلرم. نه په هيڅ ګوند پوري تړلی يم. هغوئ چي شېبه پر شېبه نظام ته ګواښونه کوي، زامن يې د انګلستان او امريکې له پوهنتونو په حکومتي مصارفو فارغ سول، موږ ته په کابل کي د لوړو زده کړو زمينه برابره نه سوه. حتی تر دې چي په دې ټول حکومت کي دومره توان نسته چي زما د فېسبوک اکوونټ بېرته راته فعال کړي، ځکه د ترهګرو په پرلپسې بريدونو کي ويجاړ سوی دی.

 

دا کيسه مي په لنډو – لنډو د ګيلې په ډول وړاندي کړه. دا مبالغه نه ده دا حقيقت دی. شايد زموږ هر ملګری دغسي ناخوالي ولري. زه دا نه وايم چي ولسمشر دي په ارګ کي زما عکس وځړوي، خو دې خبري حيران کړم چي د طلوع نطاقان چي کرۍ ورځ نفاق خپروي په ارګ کي يې ولي عکسونه راځړېدلي دي.

 

زه پر دې خپلي خبري را لنډوم چي موږ يوه حکومتي نظام ته اړتيا لرو. د پاکستان او نور له مجبوريت څخه د خلاصون په خاطر مو د خپل حکومت ملاتړ کړی دی/ کوو يې. دا کار نه د نامه لپاره کوو نه د امتياز لپاره. رب مو ساتونکی دی، رب مو ساتي. ټولو ملګرو ته مي دا وړانديز دی چي موږ دې نظام ته اړتيا لرو راځئ د اصلاحاتو لپاره يې لاسونه سره ورکړو او ولسمشر ته د ارګ د دېوال غوندي د نورو ډېرو مسئلو په اړه ور پام کړو چي د ولس په حق کي نا مناسب قضاوت ونکړي. ارګ د ټولو کور دی. په دې کور کي بايد د هر چا ونډه وي.

 

وروستۍ خبره مي دا ده چي نه وسله ولرې. نه زرې موټر ولرې. نه دي څوک امنيت ساتي. نه معاش ولرې. نه په کابل کي اووسې. نه په خوندي دفتر کي دنده لرې. نه واسطه لرې. نه ګوند ولرې. نه زور ولرې. نه شتمني ولرې. حتی تر دې چي د انټرنټ د فعاليت اقتصادي توان ونلرې او بيا هم مات نه يې نو په رښتيا چي نه ماتېږې. تر ټولو ډېر پر دې خوشال يم چي ډېر مي د ملي اردو د سرتېري په توګه پېژني.

 
- نثار احمد احمدي
بېرته شاته