(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ادب ستر غني

[15.Mar.2017 - 19:46]

د پښتو ادب ستر غني 
لیک: شبیر خان درانی 

هشنغر چې د هشت نګر نه وتی نوم دی او معنٰی یې د اتو کلو ښار ------ دا کلی د چارسدی پړانګ د رځړ، اتمانزو و شيرپاؤ او تنګې په نومونو اباد دی 
د هشنغر ښار په دریو حصو تقسیم دی، شمالي هشنغر، جنوبي هشنغر، او دوابه ------ چارسده د چهارصده نه جوړ نوم دی او معنٰی یې د څلورو لارو ښار ---- د دې ښار زوړ نوم پشکلاوتي دی چې معنٰی یې د نیلوفر یعنې د برڅنډو ګلونو تالاب دی ـ د چارسدی ښار تاریخ تر شپږمې صدئ قبل میسح پورې رسي. دا ښار د ګندهارا د شپږمې صدئ قبل میسح نه تر دریمې صدئ عیسوی پورې پایه تخت وو ـ ځنی تاریخ دان دا خبره هم په ګوته کوي چې هشنغر د هشت کاش په نوم جوړ دی ـ په دویمه صدئ قبل میسح کې د عظیم فاتح سکندر اعظم د پشکلاوتي محاصره وکړه نو دا قام دلته میشته وو او راجه هشت کاس په دې علاقه حکومت کولو دا ښار د قطبي ډډې نه د سوات سیند او قبلیزو غرونو نه د اوتی کابل سیند تر منځه اباد دی ـ د پشکلاوتي د پاچا محل د رځړو بازار شاته قبلې طرف ته د سین پورې په یو اوچته ډیرئ جوړ وو ـ چې کنډری یې نن هم موجود دي. د جنیدي په غاړه غاړه د کینور نه تر پړانګو د شولو سره څنګ په څنګ د برڅنډو ښائیسته ښائیسته ډنډونه وو. په دې ډنډونو کې به هر وخت د برڅنډو ګلونه د خپل ښائیست او ښکلا په وجه د مستئ او غرور نه دنګې غړئ ولاړ وو ـ 
په دغه زمانه کې د برڅنډو د ګلونو ښکلا د خلکو په ذهنونو دومره چاپ لرلو چې هغوي دا ښار د یو دیوي پشان ګڼولو او د دې ښار ته به یې ډیویډه (DEVADA) یعنې د پشکلاوتي دیوي ښار وی ـ دا ښار د شپږمې صدئ قبل میسح نه تر دریمې صدئ عیسوی پورې د ګندهارا پایه تخت وو. د دې نه علاوه په دې علاقه نورو ډېرو قامونو لکه ایرانیانو، یونانیانو، موریه کش، باختریانو، هنز او هندوانو د تاریخ په مختلف دورونو کې حکومت کړی دی ـ دی علاقي د سلطنت دهلوي او عظیم مغل سلطنت دورونه لیدلې دي ـ بیا وروستو په کال ۱۸۱۸ کې سکهانو دا علاقه قبضه کړه ـ د سکهانو د زوال نه په ۱۸۴۹ کې برطانیه راج دا علاقه په خپله قبضه کې واخسته, د قدیمې ګندهارا او جدیدې پښتونخوا دا عظیم شاعر، ادیب، صوفي، نقاش، مجسمه ساز او فلسفي خان عبدالغني خان د هشنغر په تاریخي کلې اتمانزو کې د خدائي خدمتګار تحریک باني، د پښتنو ستر ملي رهبر خان عبدالغفار کره چې ټوله نړئ کې د باچا خان په نوم یاديږې په کال ۱۹۱۴ کې سترګی غړولی وی ـ 
غني خان د څلورو کالو وو چې په کال ۱۹۱۸ء کې یې مور بی بی د جنګ عظیم دوران کې په وبا وفات شوه، ځنې تاریخي کتابونه لیکي چې د مور بی بی د وفات په وخت د غني خان عمر دوه کاله وو. ولې په کال ۱۹۱۷ کې خان عبدالولي خان پیدا شوی وو او په کال ۱۹۱۴ کې غني خان دغه رنګ د تاریخ په حساب د مور بی بی د وفات په وخت د غني خان عمر څلور کاله راځي ـ غني خان د نهو کالو پورې سبق په دینې مدرسه کې حاصل کړو او بیا په جامعه ملیه یونیورسټئ کې داخل شو، په جامعه ملیه یونیورسټئ کې د غني خان شناخت او پیژندګلو د ډېرو سترو سترو پوهانو سره اوشوه، په دې عظیم شخصیتونو کې مولانا عبدالکلام ازاد او حکیم اجمل خان د ذکر وړ دي، په دغه زمانه کې ډاکټر ذاکر حسین د جامعه ملیه یونیورسټئ پرنسپل وو، غني خان دلته یو کال تیر کړو او په کال ۱۹۲۸ کې خپل پلار باچا خان واپس کلې ته راوستو ـ په ۲۳ جولائي ۱۹۲۹ کې غني خان د خپل تره ډاکټر خان صیب په مشوره انګلستان ته لاړو ـ او په کال ۱۹۳۱ کې غني خان په برطانیه کې د افغانستان سفیر سردار ولي خان په مرسته د ولایت نه امریکې ته لاړو او هلته یې د کیمیکل انجنیرنګ تعلیم حاصل کړو.
په کال ۱۹۳۴ کې جواهر لال نهرو چې بیا د متحده هندوستان وزیر تعلیم شو، غني خان او خپله لور اندرا ګاندهي شانتي نکتن یونیورسټئ کې داخل کړو، دا یونیورسټي د بهار او بنګال په سرحد پراته ده، د دې یونیورسټئ بنیاد په کال ۱۹۰۱ کې رابندر ناتهـ ټیګور اېښی وو، د دې یونیورسټئ جوړولو مقصد د هندوستان ثقافت او تهذیب راژوندي کول وو، په دې یونیورسټئ کې د میز، کرسۍ، ټاټ یا بینچ هیڅ درک نه وو، دلته به استادان او شاګردان د خاورو په ډبه کیناستل او زدن کړه به یې کوله، غني خان دلته د صحافت څانګه کې داخله واخسته، نند لال بوس او کرشنا کرپلاني د دۀ استادان وو، د غني خان بابا مضمون ادب وو، په دې اداره کې به رام کنکر مجسمه سازي ښودله، په دغه زمانه کې رابندر ناتهـ ټیګور هم ژوندی وو، یوه ورځ غني خان د خپل استاد نند لال بوس سره د ارټ کلاس ته لاړو، هلته هلکان ناست وو او د خټو نه یې مجسمې جوړولې، غني خان هم بې اختیاره په لاس کې خټه راپورته کړه او چیندخ یې ترینه جوړ کړو، نند لال بوس په خپل شاګرد غني خان کې پټ فنګار ولیدو نو ډېره ډاډګیرنه یې ورته وکړه او ورته یې اووې چې ته روزانه دلته راځه او مجسمه سازي زده کوه ـ 
نند لال بوس وائي چې په غني خان کې د مجسمه سازۍ دپاره قدرتي صلاحیت موجود وو ----- په شانتي نیکتن یونیورسټئ کې د یو کال تیرولو نه پس باچا خان یو ځل خپل زوی غني خان ته حکم ورکړو چې کلې ته واپس راشه - نند لال بوس چې د دې خبرې نه خبر شو نو د ګاندهي جي سره یې ملاقات وکړو او هغه یې د غني خان د خدا داد فن او صلاحیت نه خبر کړو او ورته یې اووې چې که غني خان په شانتي نیکتن کې پرېښودی شي نو د ده نۀ به یو داسې مجسمه ساز جوړ شي چې ټول هندوستان به ورباندې فخر کوي ـ ګاندهي جي ډېر کوشش وکړو چې باچا خان خپله خبره واپس واخلي او خپل زوی غني خان په شانتي نیکتن یونیورسټئ کې پریږدي ـ ولې باچا خان پخپله فیصله ولاړ پاتې شو او غني خان یې کلې ته واپس راوستو.
 په کال ۱۹۳۴ کې غني خان د اترپردیش په ریاست کې په ګوله کوکر ناتهـ شوګر ملز کې د لیبر افیسر په حیث بهرتي شو ـ ولې د خپل خدا داد قابلیت په وجه ورته ډېر ژر د چیف کیمسټ عهده ورکړی شوه، په دغه زمانه کې د پارسئ کورنۍ یوې پیغلې روشن بیګم د غني خان په زړه کې د مینې اور ولګولو، روشن بیګم د حیدر اباد دکن د نواب رستم جنګ لور وه، په دسمبر ۱۹۳۹ کې غني خان او روشن بیګم واده اوشو او د واده په وړومبئ شپه چې غني خان د خپلې ناوې د ښکلې مخ نه بنارسۍ لر کړه نو ورته یې اووی چې: 

څوک دې ماته ووائي 
څۀ رنګې شیدا شي څوک 
څوک چې چاته اوخاندې 
ولې په خندا شي څوک 
ستورې د غره څوکې ته 
غلې شان بیګا اووې 
مینې په ژړا اووې 
حسن په خندا اووې
ماته موسکو شونډو کې 
ښکلې دلربا اووې 
ولې څوک زړه اوبائیلې 
څه رنګې شیدا شي څوک 

کله چې په کال ۱۹۴۰ کې د تخت بهائي شوګر ملز جوړ شو نو غني خان ته پکښې د تکنیکي منجیر ذمه داري اوسپارلی شوه خو هغې وخت د حکومت او ملز واکمنو د مخالفت په وجه غني خان د دغې عهدې نه په کال ۱۹۴۳ کې استعفیٰ ورکړه ـ 
د غني خان د شاعرۍ په حقله زۀ د ستر محقق نور محمد سهیم صیب دې خبرې سره بیخي اتفاق کوم چې د غني خان شاعري لکه د سپرلي د سهار د باد په خپلې خوښې او خپلې خوښې په لورې په خپل وخت او نیټه په خپل رفتار او خپلې بې باکئ سره په شړنګا شړنګ راوځي، ملک په وږمو سره په سر واخلي او د سپرلي روح پکښې چف کړي، بې خبره راشي والوزي او بې خبره څه رنګ راغلی وي لاړه شي، د غني خان شاعري سیلئ ده چې محسوسیږي ضرور خو نه یې څوک لاس کې نیوی شي او نه یې څوک تللی شي خو د دې هر څه باوجود هر کلام کې د انسان او انسانیت خدمت کوي ـ 
ښاغلی همېش خلیل صیب وائي کیف او بېخودي، سرور او خمار، شوخي او رندي، حسن او عشق، رنګ او جمال، د جذباتو او واقعاتو سمه ترجماني د غني خان د کلام روح دی، هغۀ په رنګین تخیل کې درد هم شته، درمان هم، شړنګ هم شته، ترنګ هم، جلال هم شته، جمال هم او د دې هر څۀ سره پښتو هم شته او پښتنې غیرت او مړانه هم، ازادي هم شته او له ازادۍ او خپلواکۍ سره توده مینه هم! 
ښاغلی محمد نواز طائر صیب وائي پښتون کله د دې قسمه حیات افروز او فکر انګیز شاعرئ سره اشنا وۀ؟ دا خو غني وو چې د پنجرې چغار یې راوړو او پښتونخوا یې پرې نغمه زار کړه، د پنجرې چغار نه وروستو د غني خان پلوشې خورې شوې او په لره او بره ټوله پښتونخوا کې په سمه او غر ټولو خلکو غني خان وپیژندو او مینه یې ورسره پیدا شوه او په خپل زړه کې یې ورله کور ورکړو او د غني خان ارزوګانې او تلوسې هر چاته خپلې ارزوګانې او تلوسې ښکاره شوې، ځکه چې غني خان وو په فکر غني، په انداز غني، په خیال غني، په سوچ غني، هغه په زړه غني وو ځکه یې هره ادا د غني توب نه ډکه وه ـ
ښاغلی مفلس درانی وائي د پښتو د جدیدي شاعرئ غني خان یو ژوندی غړی دی، هغه نه د روایت ځان پابند ګڼي او نه د نور څۀ ------ غني خان یو خپل مخصوص رنګ او انداز لري هغه کې د جرات د مشاهدې او د مطالعې ژور فکر او لوړ خیال هم شته هغه تلقید پسند نه دی، ترقي پسند دی، د غني خان بې شمیره رنګونه او بې کچه  مخونه دي، د غني خان بې شمیره څهرې دومره مخونه او د هغه د رنګ دومره رنګونه دي، د هغه د څهرې څهره جوړول که ناممکن نه دي نو ګران ضرور دي ځکه چې غني خان یواځې شاعر او ادیب نه دی، هغه فلسفي دی، هغه صوفي دی، هغه زاهد دی، هغه سنګ تراش دی، هغه نقاش دی، هغه موسیقار دی، هغه نغمه نګار دی، عن دا چې د غني خان بې کچه مخونه دي او بیا د هری څهرې بې شمیره څهرې دي لکه په حیث د هغه د شاعر " د هغه سیاسي شاعري، د هغه طنزیه شاعري، د هغه مزاحیه شاعري، د هغه روماني شاعري، د هغه جمالیاتي شاعري، د هغه جلاتي شاعري، د هغه قامي شاعري او که بیا که دغه چینې په نورو وړو وړو خانو کې تقسیم کړی شي او په هغې بحث اوشې نو شاید چې په هره لائبریرئ کې به نوی او جدا څانګې پرانستی ضرورت پېښ شي او په دې دومره ګڼو څهرو کې دا وئیل چې ګنې کومه څهره زیاته مکمله صحیح او حقیقت ته نږدې ده. ګران کار دی
د غني خان د شاعرئ دا غټ کمال دی چې هغوي په یو شعر کې د هرې طبقې خلکو ته په خپل خپل پیغام وي، د غني خان شعرونو ته که یو اړخ ته صوفي او زاهد په خپلو نوکونو چکونه لګوې او د الله تعالی او غني خان ترمینځه مینې ته پسخیږې نو بل اړخ ته هم دغه شعرونه فنکاران د رباب، منګې او دوکړو باجو سره وائي او عام اولس ورسره بنګړې اچوې او ځانونه خوشحاله کوي او بیا هم دغه شعرونه د فلسفیانو د مزغو رنګونه شلوې نو بل اړخ ته تری عام خلک مزي اخلي ـ بالاتر د دې چې غني خان د دې شعرونو مقصد څه دی او په دې کې څه فلسفه ده، غني خان وائي "

سترګو د جانان کې زما ښکلې جهانونه دي 
وا دې خله دنیا، زۀ اوږی ستا د دنیا نه یم 
ګوره د فقیر کچکول کې تاج د سکندر پروت دی 
زۀ یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یم 
زۀ یې په غرور درنه د مینې په نوم غواړم 
زۀ ملنګ بې نیازه ستا د ویر واویلا نه یم 
هغه مستي غواړم چې یې مرګ نه شي وژلی 
زۀ دې د غمونو د بیګا او سبا نه یم 
یو سپوږمئ څاڅکی ماله ټیک له د جانان را 
زۀ یم د خوبونو د لالونو ګدا نۀ یم 
تشه دیناګۍ که دې بخښې نو ای امیره!  
ستا شوه ستا دنیا، زۀ اوږی ستا د دنیا نه یم 

په بل ځای کې غني خان د خپل رب سره د خپلې مینې اظهار په داسې رنګ کوې چې د انسان د وجود ویښته ورسره زیګ زیګ شي ـ غني خان وائي " 

څومره مینه مستي درکړم، ادب څومره؟ 
څومره تا دالدار جانان کړم، رب څومره؟  
نۀ زۀ ستا په حد د ځان په حساب پوهه شوم 
ستار پوهیږي په خپل هنګ او طرب څومره؟  
تورانئ په ساز سرود تر کومې رسي 
ګلاب پوهـ دی د ښائیست په مطلب څومره؟  

د ستر خوشال خان خټک او د صوفي عبدالرحمان نه پس دا د لرې او برې پښتونخوا دا دویم ځلنده ستوری د دوه اتیایو کالو په عمر کې په پنځلسم مارچ، کال ۱۹۹۲ کې زموږ سره د وجود رشته ختمه کړه او فکرونه به یې تر قیامته ژوندي وي، مزار یې د رځړو په لویه مقبره د دارالعلوم شاته نمر خاتۀ ته دی ـ 

اجله نه مري، خدائیګو  نه مري د قلم خاوندان 
شرط پری تړم تر قیامته به یادېږي غني ـ

- شبیر درانی
بېرته شاته