(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېکیولرېزم د کومه شو

[07.Jan.2017 - 13:49]

سېکیولرېزم یا سېکیولرکول د کومه شو
لیک: فهیم وردګ
كليسا ګانې څنګه د ځمكو سترې څښتنې شولې او څنګه او ولې بيا د سكيولركولو په لړۍ كې د كليسا ځمكې ترې واخيستل شوې؟
كليساګانو او د دوی ملايانو په اروپا او نورو هېوادونو كې ملي شتمنۍ خپلې كړلې او نورې ډېری ځمكې يې د سوغاتونو او بخښنو له لارې تر لاسه كړلې۔
وروسته بيا د ټولنې د اړتياوو د فشار له امله په 16, 17 مو پېړيو كې پاچايانو د سكيولر كولو په اساس دا ځمكې د كليساوو او ملايانو د واكه واخيستلې او په خپلو همكارانو او پوځيانو يې ووېشلې چې د سكيولرزم پيل وشو۔د 
سكيولرزم د ځمكو وېشلو باندې بيا هم د ټولنې ستونځې حل نشوې او لا نورې هم ډېرېدلې چې بيا 18 مه پېړۍ کې د ټولنپالنې يا سوسياليزم فكر وځېږيد چې د تولید ټول وسایلو ملي کول او د مالې له لارې ټولو ته د ژوند كولو حقوق قانوني کولو لپاره مبارزې وشوې چې لا هم دا لړۍ روانه ده.
اوس چې موږ افغانستان كې د مجددي٬ پيرانو ٬ سياپ خيلو٬ اخواني زورواكانو او نورو ځمكې خاوندانو ته ګورو نو دوی د هغه كوپارو راهبانو او پاچايانو نه هم بد ځكه دي چې دوی د دين نه ساکپات جوړولو، تاويز او جادو په نامه  خلک ساکبس کړل او د خلكو او ملت ځمكې او شتمنۍ شخصي ملكيتونه وګرځول او ځانونه یې پر دې ملت جفف کړل،
خو د كليسا كاپېرو ملايانو برعكس  به هغه سوغات او نیول شوې ځمكې كليسا ته وركولې او هغوی به بيا د ټولنې په خير ښيګڼه او واكمنيو لپاره كارولې٬ 
نو اوس كه څوك زموږ مجددي خيلو٬ پيرانو٬ سياپ خيلو او نورو چورواكو څخه دا ځمكې واخلي او د ټولنې خیر ښېګڼې او قربانیانو ته د پور یا تاوان په ‌‌‌‌‌‌ډول ورکړي نو بیا که چېرې دا سكيولركول يا سمول يا ټولنپالنه وي څه بدي لري؟

 

- فهیم وردګ
بېرته شاته