(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټرامپ او بهرنۍ سیاست

[14.Nov.2016 - 13:15]

د امریکې منتخب ولسمشر ټرامپ او بهرنۍ سیاست…!

لیک: عبدالقدیر مطفي
د امریکې دسیاسي تاریخ پس منظر ته په کتلو د ۲۰۱۶ کال دولسمشریزو ټاکنو پایله ډيره حیرانونکې ده ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکې منتخب ولسمشر وټاکل شو، نوموړئ د امریکې ۴۵ولسمشر دی.

په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال ټاکنې د دوو مشهورو احزابو جمهوريت غوښتنکو او دموکراتانو ترمینځ وشوي چې پایله جمهوریت غوښتنکو وګټله. د دواړو احزابو بهرنۍ سیاست یو څه اندازه د یو بل سره فرق لري.

دموکراتان د سیاسي ايدئولوژي له نظره په مډرن لیبرالیسم باور لري، دوي دمدني ازادیو طرفداره دي دوي عمومي دولتي خدمتونو باندي باور لري او پدي معتقد دي چې دولت تر ډيره یا تر حده په غټو اقتصادي مسایلو کې مداخله وکړي ترڅو وکولۍ شي عدالت او ټولنیزه رفاه رامینځ ته کړي. دوي باور لري چې هر څوک ډيره ګټه یا سرمایه لري باید مالیات هم ډير ورکړي.

مګر جمهوریت غوښتونکې له دوي سره پدې کې فرق لري دوي مذهب او سنتي ارزښتونو ته ډير درناوۍ لري، په ستره کچه په ازاد بازار باندي عقیده لري او دوي پدې باور دي چې دولت باید په سترو اقتصادي مسایلو کې مداخله ونکړي او د سرمایه داره طبقې نه د ډیرو مالیاتو اخیستلو فلسفې سره هم مخالفت لري په مجموع کې دموکراتان د اجتماعی عدالت او دمحرومه طبقو په فکر کې دي چې دوي ته رفاه برابره کړي.

په بهرني سیاست کې جمهوریت غوښتنکې دنظامي بودجې د زیاتیدلو لپاره هڅه کوي ترڅو دهیواد نظامي برخه کاملآ په خپلو پښو ولاړه وي او اقتصادي او ضروري وسایل ېې پوره وي، او نظامي برخه تر حده ډيره پیاوړې او قدرتمنده شي. جمهوریت غوښتونکې معتقد دي چې نظامي قدرت او په خصوص بهرنۍ سیاست باید دنظامي قدرت په بنیاد عیار شي چرته چې ځيني مسایل دزور په واسطه تحمیل شي او هغه هیوادنه چې دامریکې دبهرني سیاست په مقابل کې واقع کیږي دهغوي خلاف له زوره کار واخیستل شي او دهغوي خلاف شدید برخورد وشي ترڅو دامریکې د بهرني سیاست په مقابل کې ستونزې جوړې نکړي.

دامریکې په سیاسي تاریخ کې درې ولسمشران هر یو رونالدریګان ، جورج بوش (پلار) او جورج ډبلیو بوش ( ځوئ ) په واضحه ډول وښودل چې جمهوریت غوښتونکې په خارجه پالیسۍ کې د زور او قدرت نه ګټه واخیستله، او په نظامي برخه کې ډير پرمختګونه ددې لپاره وکړه چې دهیواد بهرنۍ سیاست تحمیل کړي او هغه هیوادونه چې د امریکې د بهرني سیاست په مقابل کې واقع کیږي نو له هغوي سره به د شدت او زوره کار اخسیتل کیږي ترڅو هغه موانع چې ددوي د بهرني سیاست دمخنوي سبب کیږي له مینځه یوسي.

جمهوریت غوښتنکې پدې باور لري چې د روسې او چین لخوا دامریکې متحده ایالاتو سره سړه جګړه روانه ده مګر جالبه خبره داده چې ددي هر څه سره دا ځل دډونلډ ټرمپ لخوا په بهرني سیاست کې د دموکراتانو برخلاف ډير تفاوت بیان شوي ټرمپ ځينو جګړو ته دپاۍ ټکي کیښودلو تاکید کړئ چې دا به ورسته دده دسیاسي عمل نه جوته شي چې څومره کولئ شي چې دمسایلو په هکله او مشکلاتو او چلینجونو په هکله مثبت ګامونه پورته کوي یوه خبره د یادونې ده چې نسبت جمهوریت غوښتونکو ته دموکراتان په نظامي اړخ ډير متکي ندی دوي متعقد چې له ديپلوماتیک پرستيژ نه کولئ شي چې ډير سیاسي او پیچلې موضوعات حل شي او د مذاکرتو له لارې خپله بهرنۍ پالیسي په مخ یوسي.

ستر قدرتونه همیشه غواړي چې په بهرني سیاست کې ممتازه ووسي ترڅو په کوچنیو هیودانو خپل سیاسي او اقتصادي تاثیر ولري. ځينې وخت کې دا کار سبب کیږي چې دهیوادنو ترمینځ شخړې پیدا شي د امریکې او روسې ترمینځ سیاسي سړه جګړه ددې سبب شوي چې ډير هیوادنه دجګړو دلل کې ورټيل وهل شي.
افغانستان هم په سیاسي او اقتصادي لحاظ ددې سړو جګړو قرباني شوي دی او هم ددې جګړو له وجې په یو داسي جنګ مبتلا دی چې دختمیدو نوم نه اخلي.

دامریکې دنوي ولسمشر راتګ سره دا هیله مندي شته چې د په غټه کې هغه استراتیژۍ تغیر شي کوم کې چې نړیوال مسایل راپیدا شوي.

خو مخکې له دي چې ددي ستراتیژیو په هکله هیله مند شو یو خبره باید هیره نکړو د امریکې سیاسي نظام او سیاسي جوړښت داسي دی چې پالیسۍ په مجموع کې دمختلفو ادارتو لخوا جوړې شوي او په هغې پالیسو کلونه کلونه کار شوئ وي ترڅو عملي شي او ددي سترو اهدافو چې امریکې په اوږدمهاله کې ټاکلي بدلیدل ځکه ممکن نه بریښي چې دامریکې په سیاسي نظام کې د پالیسو او اوږدمهاله استراتیژو ارزښت خورا ډير دی.

ډونلډ ټرمپ د امریکې دبهرني سیاست په هکله ډيرې جالبې ویناوې کړي او په خصوص د روسیې سره د اړیکو جوړلو موضوع نړیوال سیاست ته یوه ډيره په زړه پورې موضوع ده.

خو دامریکې په سیاسي نظام کې چې کله یو ولسمشر متخب شي تر ټولو لمړئ ورته سی اۍ ای داسي بریفینګ یا معلومات ورکوي چې دامریکې په ټول نظام کې داسي معلومات چاته نه ورکول کیږي او ممکن د ټرمپ ذهنیت دمسایلو په هکله بدل شي او هغه څه چې ېې وویلۍ وو ممکن دمعلوماتو ورسته دخپل بهرني سیاست په هکله تجدید نظر وکړي.

ډونلډ د بهرني سیاست په اړه څه وویلۍ وو ؟
که څه هم ټرمپ په خپله ټاکنیزه مبارزه کې خپله بهرنۍ پالیسي داسي څه یاده کړي وه.
Foreign policy will be singularly focused on Making America Safe Again by destroying radical Islamic terrorist groups. End the nuclear deal with Iran and the ransom payments to the world’s number one state sponsor of terrorism. America will stand with its allies and end the Obama-Clinton practice of apologizing to our enemies.

د بهرنیو چارو پاليسي به د امریکا د خوندیتوب لپاره وي ټولې سخت دریځه اسلامي ترهګرو ډلوختمول. د ایران سره د اټومي تړون لغوه کول د نړۍ د یو شمېر دولتونو چې د تروریزم د سپانسر کونکې دولتونو په نامه یادیږي له هغوي سره مرسته پاۍ ته رسول امریکا له خپلو متحدینو سره ودریږي او د اوباما او کلینټون هغه دبښنې غوښتنې پالیسي چې له دښمنه ېې کوي پاۍ ته رسول دي.

نومړئ ایران د ډيرو مسایلو مسول ګني او هم دایران سره د اټومي تړون چې پدې ورستیو کې دامریکې متحده ایالاتو او ایران ترمینځ امضا شو مخالفت لري او دهمدې تړون په وجه دایران نه ډیر نړیوال اقتصادي تحریمونه لرې شول.
ټرمپ د پاکستان په هکله هم وویلۍ وو چې له یو اړخه زمونږ نه پیسې اخلي او له بلې اړخه زمونږ په ضد وسلوال روزي…

ټرمپ داسرایلو په اړه وویلۍ وو چې…
“We will send a clear signal that there is no daylight between America and our most reliable ally — the state of Israel,” Trump said.
د اسرائيلو دولت ته موږ به یو روښانه پیغام ورکړو ځکه چې دامریکې د ټولو باوري متحد تر منځ باور ( رڼا) نشته.

دامریکې او روسېې ترمینځ د ډيرو موضوعاتو پرسر شخړې موجودې دي خو دامریکا دنوي ولسمشر راتګ ته روسان په ځينو دلایلو خوشحاله او خوشبینه دي.

لمړئ خو روسان هم د امریکا او امریکا هم د روسانو دمداخلو نه په تنګ راغلي روسان پدي عقیده دي چې امریکا د روسېې نړیوال پرستيژ او اهمیت په پام کې نه نیسي او دمسایلو په هکله یوه طرفه فیصله کوي او په خپل خارجي سیاست کې د روسېې ضد مسایلو ته زیات کار کوي.

ټرمپ د روسېې په هکله هم خپل بهرني سیاست په هکله وویلۍ وو چې..
“I believe an easing of tensions, and improved relations with Russia–from a position of strength only–is possible, absolutely possible.”

“زه باور لرم د تشنج له مینځه وړلو لپاره يوه آسانه لاره شته او له روسیې سره د اړیکو – د قوت يوازې په يو موقف کې دی چې ممکن وي، په بشپړه توګه شونې ده..”

که څه هم د امریکا د بهرني سیاست یو خاصیت دا دی چې دمختلفو سیمو او هیوادنو لپاره مختلفې پالیسۍ لري چې په ډير مشکله پکې دامریکې اهداف ټارګیټ کیدلئ شي.

دځينو هیوادنو لپاره د امریکې ګونګه بهرنۍ پالیسي سبب شوي چې ډيرئ وخت د بهرني سیاست په هکله وړاندیونه کې مشکلات وي.

خو دا ځل ټرمپ پدي دلایلو هم خلکو رایه ورکړه چې وویلۍ وو ..
“We will never enter into any conflict unless it makes us safer as a nation.”
مونږ به هیڅکله چیرې مداخله ونکړو مشروط پدي چې مونږ دیو ملت په توګه په امان کې یو.

راټولونه
ترواسه دا معلومه نده چې د امریکې دنوي ولسمشر بهرنۍ سیاست به څومره اغیزمن وي او د افغانستان لپاره څومره ګټور ثابت شي خو په غټه کې د روس او امریکې ترمینځ په ځينو مواردو کې تفاهم دافغانستان په ګټه ثابتیدۍ شي. ددي سره که چیرې د ترهګرۍ خلاف مبارزه هغه چې ټرمپ ورته اشاره کړي په صادقانه ډول وشي او هغه هیوادنه چې دترهګرۍ ملاتړ کوي تر فشار لاندي راشي نو ممکن دافغانستان حالات هم بدلون ومومي، خو لکه څنګه چې ما مخکې ذکر کړه امریکا یو داسي اېسټبلېشمنټ لري چرته چې افراد دسیستم تر کنترول لاندي چارې په مخ بوځي اول خو دا ډيره ستونزمنه ده چې په دومره غټو مسایلو کې دي دومره ستر بدلونونه راشي.

د امریکې ایېسټبلېشمنټ یا سیاسي جوړښت کې ترجیح قوانینو او ملي ګټو ته ورکول کیږي. دا به ډيره مشکله وي چې د ټرمپ هغه خبرې یا وعدې چې کړې وې چې مجموع کې ځینې ېې ډيرې پارونکې او ځينې ېې دخلکو لخوا خوښې شوي عملي شي. ځکه دسترو استراتیژو بدلون لکه څنګه چې په جوړښت کې ډير وخت غواړي همداسي په بدلیدو کې ډير وخت ته اړتیا لري.

افغانستان موجوده سیاسي کتلې ته پکار ده چې دنړۍ ددي ستر بدلون سره ځان عیار کړي او دامریکې دنوي ولسمشر سره دافغانستان دحالاتو په اړه مفصله خبرې وکړي ترڅو دامریکې په نوو پالیسو او اوږدمهاله ستراتیژیو کې دافغانستان د ګټو او موقف دخونديتوب بحث را ولاړ شي او افغانستان نور د پردیو د جګړو او سیاستونو ښکار نشي.
ومن الله توفیق

- عبدالقدیر مطفي
بېرته شاته