(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکبیر ستوري یاد

[19.Aug.2017 - 14:59]

دکبیر ستوري  یاد

لیک: لایق زاده لایق

چې د ژوند د خایستونو ترجمان ؤ

چې د وخت په تورو شپو کې چراغان ؤ

چې د قام په غم او درد کې سرګردان ؤ

چې د خپل وخت د رازونو قهرمان ؤ

هاغه ستوری ډیر بې وخته شان پناه شو

ؤ مین د مینانو نه جدا شو

لا خو د ستوري د ځلا لپاره په پښتنه ټولنه کښې تورې تیارې موجود وې، لاخو د ستوري د ارمانونو د تکمیل ډیر پړاونه پاتي ؤ،لاخو د ستوري په سر د قامي خدمت ډیر پورونه پاتي ؤ، ولې د هغه د روښانه ژوند ډیوه نا څاپي په تتیدو شوه، وړه ناروغي ورته لویه شوه او د ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د میاشې په څلورم تاریخ سهار وختي دغه ستوری د پوره ، پوره ځلا نه وړاندې په شا لاړو، داسې لاړو چې د همیشه همیشه لپاره پناه شو . ډلې ډلې پښتانه د ستوري اخرې دیدن ته راغلل، د هغه د مخ په غوړیدلي کتاب کې ئې د خپل سباؤن فالونه وکتل. دا لمحې د پښتون قام د لوئي بدمرغۍ وی ،دا لمحې د ټول پښتون قام لپاره د ډير غم وی . د ډاکتر کبیر ستوري د مرګ اواز چې د نړۍ کوم کوم ګوټ ګوټ ته ورسیدو هلته ئې په زړونو کې چړې خښې کړې ،چا په سلګو سلګو وژړل او چا د غم اوښکې په لیمو کې پټې کړې، په ټول یوروپ کښې د پښتنو قامپرستو په زړونو د غم تورې تیارې خوري شولي ،ځکه چې ستوری د هغوۍ د وحدت محور ؤ. د ستوري د مرګ سره سم ډیرو پښتنو دا وګڼله لکه چې هغوۍ یتیمان شوي وي . د پښتنو د قامي غم سره سره دستوري ټولې کورنۍ لپاره دا غم د برداشت نه ؤ. هغوۍ ټولو داسي په چغو چغو وژړل چې د کور یو فردهم پغیر د ژړا نه پاتې نه شو. او بیا چې کله په یوروپ کې ټولو پښتنو د هغه په جنازه کښې ګډون وکړ، نو د هغوۍ په سترګو کې نا قراره اوښکې پټې پټې کیدي.

هر څوک غلې غلې ژاړي

هر سړی سلګو نیولی

خو دشونډو په سرونو

د زړه غم راوستی نه شي

په دې خیال او په دې فکر

چې د ستوري ژوندي روح ته

د غم پېټی په سر نه شي

هغه روح په جنازه کې

هرخوا غلی غلی ګرځي

هر مین ته غلی وائې

اې زما د ژوند ملګرو

قامپرستو هم سفرو

که زه مړ یم ،خو مړ نه یم

زما فکر لا ژوندی دی

هلئ شابئ جنازه مې

په سرونو باندې واخلئ

لږ مې خپل کونړ ته بوزئ

لږ مې خپل کونړ ته بوزئ

چې د مینې دا پیغام مې

د وطن په لر او برکې

لا ژوندی شي

لا زلمی شي

ډاکتر عبدالکبیر ستوری د پښتون قامپرست سیاست هغه ځلنده ستوری ؤ،چې په کال ۱۹۴۲ کښې د کونړ په ګلورینو ورشوګانو کې سترګي وغړولې،هغه کونړ چې د خپلو خایستونو او قدوقامت ډیرې تاریخي حوالې لري، ستوری په دې رنګونو کې رالوې شو، ځواني ئې ولیده او چې کله د ژوند په رازونو پوهه شو، نو دلوې باچا خان د فلسفې لمن ئې ټینګه ونیوله هم دد غه سوچ سره سم هغه د کونړ نه المان ته ورسیدو، هغه په روحیاتو کې ډاکتري وکړه،او دغه رنګ ئې د انساني فلسفې په هر نبظ ګوتي کیښودې.

هغه په ټوله انساني ټولنه کې د خپل ولس درد محسوس کړو، هغه د پښتون قام په تالا والا وجودباندې د وینو اوښکې توی کړې او په هر ډګر ئې ددې قام د یو کولو لپاره عملي ګامونه واخستل ،هغه د عمل په ذریعه، هغه د قلم په ذریعه ،هغه د ژبې په ذریعه دغه اواز هر چا ته ورسولو او ځکه نوډیر قامپرست ملګرې ئې پیداکړل .

د ډاکتر کبیر ستوري د عظمت دلیل داؤ چې د مرګ نه پس هم هر چا په هغه باندې مینه وشیندله او بیا چې کله د۲۰۰۶ ع کال د اپریل په ۷ تاریخ ستوری د المان د رنګونونه د خپل بابا وطن پښتونخوا ته راورسیدو د پيښور دغه سحر څومره غمجن ؤ.

د هغه دجنازې قافله د تورخم په کږه وږه لاره کونړ ته روانه وه نو لویه بدرګه ورسره کیده ځکه چې دا د یو عظیم انسان اخري سفر ؤ.

قافله په مخه درومي

خو په دغه قافله کې

د هرچا په مخ پراته دي

د غمونو څادرونه

مایوسي په هر یو ‌ذهن

سراسر خوره وره ده

خو په دغه مایوسۍ کې

خندا ګانې اوریدی شي

دا خندا د هغه روح ده

چې د ستوري د کالبوت نه

راوتلې هرخوا ګوري

قافلې ته داسې وائي

تاسو ټول خفه خفه ئې

ګورئ زه د جرمني نه

د کونړ په لور روان یم

ما دا خپله خړه خاوره

په شعرونو کې ستایلې

ټوله شپه مې په دې یاد کې

په سلګو سلګو ژړلي

زه ژوندی یمه مړ نه یم

راشئ وګورئ، مسکي شئ

چې د روح ناقراري مې

چرته ساه واخلي دمه شي

 د قام په غم کې هغه هر درد او هر غم ته غاړه کېښوده،کله د ژوند لوړې ژورې او کله د جیل تورې تنبې. خو ستوری، ستوری ؤ، دغه کړاونو د هغه پلوشو ته نوره ځلا ورکړه. هغه د المان سره سره د پېښور په هره هغه دستوره کې ګډون وکړو، چرته چې د پښتون د یووالي خبره کیده، هغه هر قامپرست مشر ته لاړو، چې ورسره خپل فکر اشنا کړي او د هغه د فکر نه الهام واخلي او د لروبر په ټولو ادبي، ثقافتي او روایتې ټولنو کښې ډاکتر کبیر ستوری وځلیدو.

چې څنګه، څنګه د اووم اپریل د لمر سترګه د کونړ د غرونو غیږې ته راروانیده،نو ورسره سم ډلې ډلې خلک د ستوري اخري دیدار ته راروان ؤ.د ستوري جنازه وشوه، یوه داسې جنازه،چې ددغه منطقې

تاریخ کله هم نه وه لیدلې.

ته ګواه اوسه کونړه

ستا دغرونو په لمن کې

نن هغه بچی خښیږې

چې همیش ئې ستا سندرې

په شعرونو کې ویلې

چې به کله شو یوازې

نو دا ستا په تصور کې

به تر لرې، لرې لاړو

د يورپ په رنګینو کې

به دا ستا په تعریفونو

کله هم نه مړېدلو

نن هغه بچی راغلی

ستړی، ستړی کړیدلی

ستا په غیږه کې خښیږي

دا په تا باندې مین ؤ

دا په تا باندې مین ؤ

اې کونړه ګواه اوسه

دغه ستوری ستا بچی دی

چې له تانه خفه نه شي

چې له تانه خفه نه شي

دعا ګانې کیدې او ډلې ډلې خلکو د ستوري اخري دیدن کولو،اګر چې د ستوري د مرګ څو ورځې تیرې شوي وي،خو هغه داسې پروت ؤ ،لکه چې د حالاتو نه ستړی ستړی په بې غمه خوب ویده وي.

ستوری نوم د یو تحریک دی

ستوری نوم د یو مرام دی

ستوری ننګ د پښتون قام دی

ستوری نوم د محبت دی

ستوری نوم د حرکت دی

ستوری نوم دیو پیغام دی

ستوری نوم د احترام دی

ستوری نوم داخوت دی

ستوری نوم د ورورولۍ دی

ستوری نوم دخپلواکۍ دی

ستوری نوم د یو توپان دی

ستوری نوم دجاودان دی

واوره اې د کونړ خاورې

ستوری ستا په دې سینه کې

د پښتون قام امانت دی

دی، په خپله توده غیږ کې

په مزه، مزه اوده که

پام چې ستا نه خفه نه شي

ځکه ستوری ډیر نیازبین دی

ده په هره یوه ساه کې

د وطن ټپه ده کړې

ده دخپل ولس لپاره

زحمتونه دې ګاللې

نو واوره اې د کونړ خاورې

ستا بچی تا له راغلی

دا د هر یو پښتون ویاړ دی

دا یو داسې شخصیت دی

چې بس نوم د سړیتوب دی

مونږه تاته دی سپارلی

پام کوه چې خفه نه شي

پام کوه چې خفه نه شي

دا ټول مینان د ستوری د قامي خدمت ته د اعتراف په توګه را غونډ شوي ؤ، هغوۍ ستوري ته دعا ګاني کولې او بیا په تیره تیره د پښتنو د قامي وحدت لارښود او دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) چې د غم په دغه ټولو شیبو کې د ستوري د کورنۍ سره لکه د کورنۍ دمشر تر اخره د غمرازۍ او تسلۍ لپاره ملا تړلی ولاړ ؤ او همدا شان ډلې ډلې کسانو ستوری د خپلو دعا ګانو په لمن کې خوندي کړاو د ستوري روح یو اړخ ته ولاړ په تماشه ؤ. هغه غلې غلې ویل چې:

ای زما د قام وګړو

ای زما د پاکې خاورې

لامحدودو خایستونو

نن احساس راته دا کیږي

چې دا ستاسې په سینو کې

څومره ډیر زیات محبت دی

بس یو سوال درته کوومه

چې زما د روح لپاره

د وحدت لارې کړئ خپلې

دا بې ځایه تربګنیانې

نفرتونه دښمنیانې

واړه هیرې کړئ ملګرو

چې زمونږ په دې هیواد کې

دسکون سپرلي خواره شي

قامي اتلان کله هم نه مري، ځکه هغوۍ سره د ولس د جذبو او احساساتو ډیري کلکې رشتې وي،پښتانه لیکوالان،شاعران، ادیبان او قام پرست مشران به د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د ژوند ، فن او مبارزې یادګیرنه کوي او دا سلسله به هم دغسې دوام لري. نن که ستوری نه شته، خو د ستوري د پلوشو رڼا د ژوند په تورو تیاروکې لا هم هغسې ځلیږي.

لايـق زاده لايـق: شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د پېښور  راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مـــشـر

Layeq Zada Layeq: Chairman of "Da Pakhtoonkhwa Da Pohene Dera, Regional Director of Peshawar Radio Peshawar, Poet, Writer and Journalist, Writer

-
بېرته شاته