(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملت پاله (قامپرسته) مشرانو

[21.Jan.2017 - 12:31]

یادونه: دالیک د ۲۰۰۱ ع کال داپرېل په میاشت کې لیکل شوی اوپه همهغه وخت (۲۰۰۱ کال) کې ډېرو مشرانو ته هم لیږل شوی،چې موږ یې یوځل بیا ستاسو مخې ته ږدو

پتمنو !

Germany, Koeln: April 2001:   په سېمه کې د راتلونکو اوښتونونو(بدلونونو) په اړوند دټولیزو( عمومي) حالاتو څخه داسې جوتیږي (څرګندېږې)، چې یو څه اووښتونونونه راروان دي. ددې اووښتونونو ځانکړی (اصلي) تصویر څوک نه شي مالومولی او نه د اټکلونو له مخې د حالاتو اصلي ترسیم کیدی شي.

هیڅوک په کوټلې توګه نه پوهیږي، چې څه راروان دي او څنګه راروان دي! . پکار داده چې د راتلونکي په بهیر کې زمونږ دریځ او غوښتنې جوتې او څرګندې وي.

 

د2001 ع کال د فرورۍ د میاشتې د 26 مې نیټې را پدې خوا د بودا د مجسمو د ورانولو په هکله د طالبانو هلو ځلو په هیوادکې دننه اوهم بهر میشتي هیوادوال اونړۍ وال نا ارامه کړي دي.

داسې برېښي، چې طالبان د تیرو حکومتونو په شان خپل ځان پخپله د کمر څنډې ته ورنژدې کوي اوکه ددوۍ دا حال وي نو کیدای شي، چې په راتلونکی کې به طالبان ځان پخپله کندې ته ګوزار کړي.

دا چې د پښتني تاریخ په اوږدوکې پر پښتنو تل داسې وړې او غټې کولتوري، ټولنیزي او سیاسي څپې راغلي نو دا هم د توپان د څپو یوه څپه ده او کیدای شي، چې تیره شي، خو بنسټي خبره داده، چې د طالبانو د حکومت د پرزولو نه وروسته به ددغې سیمې د پښتنو او د افغانستان څه حال وي؟.

ددې لپاره چې د وخت ا و زمانې د حالاتو په اړوند ټول ملت پاله ( قوم پرسته) سیاسي او غیري سیاسي ډلې خپله ذمه واري او دنده تر سره کړي نو پکار دي، چې د طالبانو نه ورورسته چې کومه سیاسي تشه (خالیګا) راروانه ده ډکه کړي او یا خو د یو بدیل (الټرناټیف) په توګه ډګر ته راووځي.تر څو چې پښتانه یو موټی نه شي او د ګډ کار لپاره د زړه له کومې لاسونه رابډ نه وهي، نو دا مسئلې نورې هم سختیږي.

پد ې هکله ستاسې پام او توجه یو څو ټکو ته راګرځوو:

لومړی: ټولو ملت پالو (قوم پرسته) سیاسي ګوندونو، خوځښتونو، ډلو، ټپلواو غیر سیاسي ټولنو اوولسي سړیتوبوونو (شخصیتونو) او مشرانو ته پکار دي چې د پښتنو د قومي وحدت، د پښتو ژبـې،ادب،کولتور او د پښتنو د راتلونکي په هکله د پښتنو په مینځ کې په بنسټیزو ټکو خبرې اترې (ډییالوګ) پیل کړي او په هر ځی او هر ګوډ کې را ډګر ته شي، چې دا حالات تر اخري پولې (اعظمي حده) پورې وسپړې ، وه ئي چیړي او وشاربل شي، نظرونه پرې ورکړي ، چې ددې به یوڅه پایله (نتېجه ) خامخا (حتمي) راووځي. دغه پایله (نتیجه) به د پښتنو د نوي کول (نسل) لپاره یوه خښته وي، چې د راتلونکي لپاره به پرې بنسټ او بنا وشي.

دوېیم: داخبره ټولو ته جوته ده ، چې طالبان نژادي پښتانه دي او یا ډېره کی (اکثریت) یې نژادي پښتانه دي، خو سیاسي پښتانه نه دي، نوددوۍ هره نادوده سبا خلک په مونږ پورې تړلی شي او دا ځکه چې د پښتنو ضد او مخالفې ډلي او خلک به بیا دا دلیل راوړي،چې طالبان پښتانه ؤ، چې ددې مسئلې او موضوع پاکول (صفائې) بیا ډیره ګرانه ده.

دريیم: که د طالبانو کړنې (عملونه) داسې روانې وي، لکه اوس چې بوتان ورانوي، مخکې ئي موسیقي، راډیواو تلویزیون بند کړي وو او په زوره یې په خلکو ږیرې پریښودلې، نو دا ټول ددې مانا لري، چې په طالبانو باندې په هیواد کې دننه او د هیواده بهرمیشت هیوادوالو او نړیوالو څخه زور( فشار) راروان دی. دطالبانو دداسې کړنو اغیزې (تاثیرات) به په لاندې پښتنو هم خامخا (حتمي/ضرور) پریوزي.

لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، طالبان د کمر سر ته ځانونه پخپله برابروي او کندې ته به ځانونه پخپله ګذاروي.

ددغه پورتنیو ټکو په اړوند په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مجلس عاملې ( ډاکتر کبیر ستوري، علي خان محسود ، محمد شیرین ګردیوال) دا پریکړه وکړه، چې د اوسنیو حالاتو سره سم یو لیک چمتو او مشرانوته ولیږل شي او دا دنده یې ښاغلي محمد شیرین ګردیوال ته وسپارله، چې په ټولو ملت پالو ( قوم پرسته) سیاسي او غیر سیاسي مشرانو، ډلو او ذمه واروولسي مشرانو باندې غږ وکړي،چې د پښتنو د روان ناورین او د افغانستان دمسئلې د حل لپاره دیو بدیل (الټرناټیف) په توګه ډګر ته راووځي، که نور هیڅ ونه شي دا خو به ټولو ته جوته شي، چې مشرانو خپله ذمه واري په خپل وخت کې تر سره کړه او د ولس د بنسټي (بنیادي) ښیګڼو او سوکالۍ لپاره ئی خپل غږ پورته کړ.

په راتلونکې کې چې هر څه او هر اوښتون (بدلون) راځې نو اړینه او مهمه ده،چې دا بدلون باید دپښتنو پرضدنه وي.

له همدې کبله د ټولوملت پاله ( قوم پرسته) مشرانو،ځوانانو او دنظر خاوندانو څخه هیله کیږي چې په دې هکله زمونږ دغه لیکنه په غور ولولي او ددې لیکنې په هکله مونږ سره خپل نظر ، مشورې او وړاندیزونه شریک کړي.

په درناوي

ډاکتر کبیر ستوری،علي خان محسود، محمد شیرین ګردیوال

یادوونه:

د پښتونخوا د قامي ګوند مشر محمد افضل خان لالا،د افغان سوسیال ډیموکراټیک پارتۍ (افغان ملت ګوندمشر) ښاغلی شمس الهداشمس صیب، د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلي خان عبدالولي خان ته ، دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي او ښاغلي اجمل خټک صیب ته لیږل شوی دی.

-
بېرته شاته