(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافضل خان لالا او پي ایس ډي پي اړیکي

[05.Dec.2015 - 23:16]

دارواښاد افضل خان لالااودپښتنوټولنیز ولسولیزګوند اړیکې

لیک: محمد شیرین ګردیوال

یادونه: دا لیکنه په 15-11-2015 نېټه د محمد افضل خان لالا دمړینې په مناسبت د فاتحې او دوعایه غونډې مراسموکې واورول شوه.

 

د لوې او بخښونکي خدای په نامه

تر هر څه دمخه راغلو قدرمنو میلمنو، مشرانو، کشرانواو ځوانانو ته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب د ارواښاد محمد افضل خان لالا دمړینې په مناسبت د فاتحې او دوعایه غونډې مراسمو ته د راتلو له امله د زړه له کومې هرکلی وایم.

زه اوږدې خبرې کول نه غواړم ، خو په یو څو لنډو ټکو کې په ننۍ ورځ د ارواښاد محمد افضل خان لالا اود پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند تر مینځ د اړیکو یاد مهم او اړین بولم.

په اخر کې به خپل نظرد خان لالا سره د 30 یا 31 کلونو راایسي د تجروبو او خاطراتو په اړه تاسو ته یو څو لنډې بیلګې وړاندې کړم.

ارواښاد خان لالا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره زما د اټکل له مخې د 30 یا 31 کلونو را ایسې ټینګې اړیکې ساتلې او پاللې دي.

دلته دا خبره اړینه بولم ،چي ولې افضل خان لالا د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ او ملګرو سره نژدې او کلکې اړیکې لرلې ؟، حتی زمونږ د ګوند ګڼ شمیر ملګري ئې په نامه پیژندل.

دخان لالا سره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اړیکې دګوند د منشور پر بنسټ ، چې د ټولو پښتنو یووالی، ازادي او خپلواکي ئې موخه او هدف دی او د لوې افغانستان یا پښتونخوا د دولت غوښتونکي دی، رامینځ ته شوي دي، چې د همدغې نظرئې او موخې پلوي افضل خان لالا هم ؤ.

افضل خان لالا په ډیرو ملي جرګو، سیمینارونو او علمي غونډو کې او په اخري ځل په هغه غونډه کې ، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د انګلستان د څانګې له اړخه د بریډ فورډ په ښار کې دده په ویاړ په 2014 ع کال د مارچ د میاشتې په 15 مه نېټه جوړه شوې وه، په ډاګه دا خبره د غونډې ګډونوالو ته وکړه، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په لر او بر کې یوازینی ګوند دی، چې د ټولو پښتنو د یووالي او وحدت خبره په ډاګه او څرګنده کوي او د پښتون قامي وحدت ئې د بنسټیزې (منشور) له مخې موخه او هدف دی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند تر اوسه پورې په دې تړاو خورا ډیرې زیاتې هلې ځلې په عملي ډګر کې تر سره کړي دي.

تراوسه پورې په لر او بر کې هیڅ یو سیاسي او یا غیر سیاسي ډله، ټپله ، ټولنه او یا قومي مشر نه شته ، چې هغه په زغرده او څرګند ډول د پښتنو د قامي وحدت خبره وکړي ، که چا هم کړي وي ، نو هغه به د شعار په بڼه وي او بس.

زما (ګریوال) په فکر خان لالا د دریوو ځانګړیو دریځونو او خصلتونو څخه برخمن ستر شخصیت و.

لومړی: خان لالا یو منل شوی، پیاوړی او تجربه لرونکی ملي مشر ؤ.

دوهم: خان لالا ډیر با جراته، هراړخیز مسالمت امیزه او زغم لرونکی سیاسي مشر ؤ، د خبرو اتر طریقه اولهجه ئې خورا مسالمت امیزه او نرمه وه.

دریم: خان لالا د یو ثابت سیاسي نظر او دریځ څښتن او په خپلو ژمنو کلک ولاړ او باوري مشر او ملګری شخصیت و

زما (محمدشیرین ګردیوال ) له ده سره دمړینې نه دوه ونۍ دمخه په تلیفون خبرې وشوې، په تلیفون کې ئې اواز او غږ ښه راتللو، ماته دا مالومه شوه، چې انشاالله صحت ئې ښه دی.

ما ورته وویل چې: خان لالا غږ خو دې الحمدولله ښه وچت ښکاري! نو ماته ئې وویل چې شیرین خانه ما پخوا هم غیږې یا کبډي نه ده کړې، همد اوازمې دی.

کله چې به ما ده ته تلیفون وکړ، نو ما ته به ئې ویل چې د جرمني ټولو ملګرو ته به ځما سلامونه وائې.

په اخرني تلیفوني خبرو کې چې زما او دده تر مینځ وشوې ما ورته وویل ، چې افضل خان لالا ! دا پښتانه د فیل په غوږ کې ویده نه دي، په دې تیرو څلورو لسیزو کې ، چې په دې قوم کوم غوبل تیر شو او دې قوم ته کوم مالي او ځاني تاوانونه ورسیدل، دوۍ نه راویښیږي، د اسرفیل شپیلۍ به دوۍ راویښوي که څنګه ؟.

خان لالا راته په ځواب کې وویل چې، مونږ خدای د پښتنې مور څخه پیداکړي یو ، دا ځمونږ خلک او ولس دی، دا مو قوم دی، مونږ به د خپلې وسې اوتوان سره خپلې هلې ځلې جاري ساتو او تاسو ته مې هم سپارښتنه داده ، چې نا هېلې او نا امیده کیږئ به نه.

زه په همدې ځای کې په ټولو پښتنو غږ کوم، چې افضل خان لالا خو زمونږ او ستاسې نه له دې دونیا څخه لاړ، مونږ او تاسې ته څه کول پکار دي؟. ایا ددې وخت نه دی رارسیدلی، چې د خپلو مشرانو، پلرونواو نیکونو د تجربو، مثبتو نظریو او نوښتونو په رڼا کې په ګډه سره د همدې نن ورځې څخه پیل وکړو او دا ژمنه سره وکړو، چې ددې قوم د ابادۍ او سوکالۍ له پاره به عملې ډګر ته راووځو.

ما په دې هکله د افضل خان لالا له اړخه په رابلل شویو دوو سترو د پښتون /افغان قامي وحدت جرګو کې ، چې یوه ئې په 2000 ع کال د نوامبر په 14مه او 15 مه نېټه دپښتونخوا د پېښور په شادي هال کې جوړه شوې وه او بله لویه قامې جرګه په 2012 ع کال د مۍ د میاشتې په 29 مه او 30 مه نېټه د پښتونخوا د پېښور ښار په نشتر هال کې جوړه شوې وه، دا وړاندیز کړی ؤ،چې ددغه جرګو کار دې تسلسل پیداکړي، افضل خان لالا دې ددې جرګو مشري په غاړه واخلي، نور ایمانداره او مخلص قومي مشران، عالمان، مخور او ځوانان دې د افضل خان لالا تر څنګ یوه ډلګه ګۍ جوړه کړي، چې د پښتنو د قامي وحدت موخو او هدفونو ته د رسیدو په تړاویو منشور یا کنسیپټ رامینځ ته کړي، چې په هغې کې ټول پښتانه خپل تصویر لیدلی شي.

دا جرګه باید په اصل کې د پښتون د ستر ملت د قامي وحدت یوه محرکه قوه او مرکز وي.

هر پښتون چې په هره سیاسي او یا غیر سیاسي ډله ټپله کې کار کوي، خو کله چې د پښتنو خبره او یا د پښتون قام خبره کیږي، نو دوۍ باید د یو پښتون په حیث خپله دنده ، ونډه او ذمه واري جوته کړي.

بله خبره ،چې په دې هکله اړینه ده هغه داده ،چې د پښتون قامي وحدت خبرې خورا درنې او د ذمه وارۍ څخه ډکې دي، نو د کوچنیو او غټو پانګه والواو په وطن مینو پښتنو څخه هیله کیږي، چې د یو مرکز د جوړولو په هڅه کې شي.

دا مرکز به بیا هغه ځای وي،چې پښتانه به د نورو سره د خپل ځای څخه د خبرو، اترو او معاملو جوګه شي.

خو اوس، چې افضل خان لالا ځمونږ په مینځ کې په جسماني توګه نه شته ، ایا پښتانه نور د پورتنۍ ملي جرګې د تسلسل او جوړیدو اړتیا نه ویني؟.

زما په فکر، چې په دې اوسني حساس وخت کې ددې اړتیا زیاته اړینه او مهمه بریښي، زه په همدې ځای کې ټولو پښتنو ته په ډاګه دا خبره کوم، چې نور باید پښتانه دغفلت او بې پروائي له خوبه رابیدار شي، شخصي ګټې او عقدې شاته کړي او د قوم او ولس د ابادۍ او سوکالۍ په خاطر د ملي مبارزې بهیر ته اوږه ورکړي، که نه خدای مه کړه تاسې او ستاسې قوم به تاسې پخپله د ګړنګ څنډې ته برابر او دیکه کړي، خو پوښتنه به بیا دا وي ، چې خپلو راتلونکو نسلونو ته به بیا ستاسې ځواب څه وي؟.

ما چې د افضل خان لالا له اړخه رابلل شوې په لومړۍ قامي جرګه کې د لومړي ځل له پاره دا وړاندیز په 2000 ع کال کې وکړ، نو که په همهغه وخت کې دغه وړاندیز عملي شوی وای او یوه خښته مو ایښودې وای، نو نن 15 کاله وروسته به ترې دیوال جوړ او سبا به بیا کور وای.

مونږبه دا تسلسل جاري ساتو، هر څوک چې په دې اړه کوم نظر او وړاندیز لري او عملي کار ته ئې زړه کیږي، ما سره او یا دې نصیر ستوري سره په ارتباط کې شي، نور باید وخت ضایع نه کړو، تیرو څلور لسیزو کې پښتون قوم چې د کومو لوړو، ژورو او کږلیچونو څخه تیر شو اوتیریږي دا بس دی.

مونږ باید د خپلو پلرونو، نیکونو او مړو شویو مشرانو ارمانونو ته عملي بڼه ورکړو، که مو دا کار وکړ، نو مونږ به خپله ایماني او وجداني وظیفه اجرا کړې وي او دخپلو مړو شویو مشرانو روح به مو په هغې دونیا کې ښاد او خوشاله وي.

 

ګل ګلزار او معطر به پرې وطن وی

په کوم ځای چې د قومي شهید مدفن وي.

ناهیلې او نا امیده کیږو به نه، هغه څه چې مونږ شروع کړي دي دخپلې ذمه وارۍ پر بنیاد به ئې د مقصد منزل ته رسوو

په پاې کې دښاغلي شیرعلي خان شیر نه ډیره ډیره مننه.

شیر علي خان شیر ځانته زمونږملګری او وطندار نه دی، بلکې زمونږ د ملي او سیاسي مبارزې د سنګر ملګری دی .

دا لومړی ځل نه دی، بلکه هر وخت چې امکان ئې ؤ شیرعلي خان زمونږ د ګوند سیمینارونو، غونډواو پروګرامونو له پاره په ایونټ پلاست کې ځای راکړی دی.

زه به د یو ملګري په حیث دومره ووایم چې تل اباد اوسې ، کور مو ودان

محمد شیرین ګردیوال

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال

هورت، جرمني

 

 

-
بېرته شاته