(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د احمد شاه باباځيرکتوب ته کتنه

[12.Jun.2015 - 18:39]

د لوې بابا ښاغلي احمد شاه دراني ځيرکتوب ته کتنه

لیک: علي خان محسود M.A, L.L.B ايډوکېټ، جرمني

د هر هېواد يا مملکت  بهرنی ياني (ورچانى سياست) د کورني (داخلي)  حالاتو نه زېږي.   دغه حالات سياسي ، مذهبي، اقتصادي،  تاريخي او د ټولنې په وده او  په ځانګړې ډول (خاص کر ) د  ولس سياسي بلوغت،پوخوالې  او جغرافيايي پروتوالي پورې اړه لري. د يو هېواد داسې بهرنی سياست ناکام وي چې د هغوي د کورني ( دننیو/ داخلي)  حالاتو سره سمون نه خوري.

د ستر  او لوې  بابا  لومړنی ځيرکتوب دغه وو چې   په شعوري توګه ئې  سهیلي (جنوبي) او شمالي پښتونخواسره وګنډله، پښتنو ته  ئې دنوې زمانې د اصولو  سره سم  د افغانستان تر نوم لاندې د پولو سره دنوی هېواد  بنسټ کیښود.  اصفهان او یا ډيلی ئې پايېتخت  نه کړو،بلکه د نوي هېواد (افغانستان)  مرکز  ئې کندهار وټاکه  او کندهاري او ګندهاري پښتانه  ئې د مغلو او صفاوياتو د غوبل نه   تل  لپاره خلاص کړل، چې دپښتنو په ټول تاريخ کښې داسې ځيرک او پوخ قدم چا نه وو اوچت کړى.  بابا دخپل بهرني  (دورچاني) سياست  بنسټ د خپلو  دنني  (داخلي) جغرافيايي، مذهبي، سياسي، ټولنېزو، تاريخي ،اقتصادي او پوځي ضرورتونو په  اساس  ايښى وو. بابا ته دغه خبره څرګنده او جوته وه چې افغاني خاوره کوم ځاى پرته ده.  دغه نوم او هېواد که څه هم اوس هغه هېواد نه دى چې بابا پرېښى وو، مګر مات ګوډ هېواد اوس هم موجود  دی او خپل نوم لري.  دغه د بابا برکت وو، ګني خداى خبر  نن به زمونږ څه حال وو.

د انساني کړکیښ (تاريخ) نه ، نه ، بلکې د مالوم انساني کړکیښ (تاريخ)  نه تر نن ورځې پورې زمونږ خاوره او  ولس د حمله ورو ښکار شوى دى.  بابا په دې پوهېدو چې لوئې پښتونخوا ته د کومو قوتونو نه خطره پېښه شوې ده او په راتلونکي وخت کښې د خپلې خاورې ساتنه څه رنګې وشي.

بابا ته مالومه وه چې  د نړۍ وږيو قومونو، قبايلو ، شاهانو او جنرالانو هند  ته ( چې هند د خپلې شتمنۍ په وجه د سرو زرو د مرغۍ په نوم شهرت لره ) د پښتنو خاوره د لارې  اوګزرګاه  Corridor) په طوراستعمال کړې ده اوهندته د رارسېدو نه مخکښې  به ئې د هند د درو کنټرول په خپل لاس کښې  اخسته . هغه اووه دروازې چې د هند د دروازو په نوم يادېږي، ټولې زمونږ په خاوره کښې دي، یاني خېبر، کرم، ټوچي، ګومل، بولان او داسې نورې دروازې لکه د باجوړ ،کونړ او مومندو علاقه ، چې د دې درو،دروازو   او لارو مالک پښتون  ولس وو. دوي به اول ګوزار په مونږ وو، د دې غوبل په وجه زمونږ خاوره تباه او برباده شوې ده، بايد د دې سرو زرو د مرغۍ لپاره اول افغانان وډبول شي، تر څو دوي د دې واکمن شي. دوۍ کله برباد او کله بريالي  هند ته کوز شوي دي.

د افغاني خاورې جغرافيايي پروتوالى داسې دى چې اباسين نه لاندې هند پروت دى، لودیځ ( مغرب ) او سهیل (جنوب ) ته داوسني ايران يا پارس خاوره ده، شمال ته د امو سين نه پورې مرکزي ايشيا پرته ده، که څه هم چين ګاونډي وو او دى، مګر د غرونو د دېوال په وجه مونږ ځنې تر يو حده په امن وو.

د تاريخ په اوږدو کښې پښتونخوا ياني لوى افغانستان  ته د امو سين نه تر اباسين پورې زيات نقصان د مرکزي ايشيا د اړخه رسېدلى دى، دا ځکه چې سائبېريا او منګوليا (مغولیستان) کښې ترک مغل نسل ذات خلک اوسېدل چې په دغه  علاقو کښې  ددوۍ ژوند ډېر تريخ وو،د مغولو او ځناورو په ژوند کښې څه  ځانګړی (خاص)  توپیر ( فرق)  نه وو، دوي  ژوند د موسم پورې تړلی وو، چې کله نا کله به وچکالي او يا نور موسمي افت او يا به ابادي ډېره شوه، نو دوي به لوږې او تندې واخستل، ګرمو او ابادو  سيمو ته به ئې خوځیدل پېل کړل، خوځیدل څه وو؟ پوځي حرکت به وو، اول بريد به د دوي په چين وو، ځکه چې چین  ور نږدې وو، د چين مېشته  ولسونو اقتصاد، کولتور، زراعت، کلي او ښارونه به دوي د خاورې سره سم کړل. دا ځکه چې دوي نيم وحشي ژوند درلوده. دوي د ښاري ، زراعتي او پرمختللي  ژوند سره بلد نه وو، دوي د کولتور او کسب په قيمت نه پوهېدل، دوي ته دغه هر څه بې فايدې شيان وو، چې څه به په مخه ورتلل ميراتول به يې، د هرې چپې سره به دوي چينايي تمدن او ژوند ميرات کړو، چې کله به چينايي شاهان پياوړي او غښتلي وو، دغه ځناور به يې په شا وتمبول، په اخر کښې چينايي شاهان مجبور شول چې په دې ځناورو پسې مشهور ديوال  (دچين دیوال)  جوړ کړي.

بيا دغه لېونيان د مرکزي ايشيا په لاره ستر پارس ته  رامات شول. د پارس د تباهۍ نه پس وار به زمونږ او دهند وو، دوي به مقامي کولتور، زراعت، کلي او ښارونه او  ولسونه داسې تباه کړل، لکه چې اېټم بم پرې واچوې.   د سائبېريا او منګوليا نه دغه د وحشيانو چپې تقريباً هر درې څلور سوه کاله نه پس راغلي دي، چې  اخري چپه د چنګېز خان وه. چنګېز خان داسې اېټم بم په اسلامي نړۍ واچولو چې تر نن ورځې پورې نه ابن سېنا پېدا شو او نه بل عالم.

د ١٩٣٥ع  کال نه پس د ایران اوسنی نوم د پارس  نه په ایران واړول شو. د دې اړخه په مالوم تاريخ کښې هخامنشيانو، سکندر اعظم او ساساني کورنۍ نه خطر جوړ شوى وه. د پارس د اړخه اسلامي لښکرې هم راغلې وې، د پارس له خوا  اخري تېرى د صفاويانو په وخت  کې شوى وو. د نادر افشار (علي قولي خان) تېرى  لکه  د ګيدړ واده وو چې ژر تیر شو ، د هند د اړخه د اشوک اعظم په وخت کښې مذهبي او کولتوري او تر څه حده پوځي تېرى  هم شوى وو.

لويه پښتونخوا وروستو د هندي مغلي سلطنت او صفاوي شيعه ايراني سلطنت ترمينځ د غوبل مېدان وو او په ځانګړې ډول (خاص کر)  سهیلي/ جنوبي برخه ياني لوى کندهار، د دوي ترمينځ Bone of Contention وو. پښتو ژبه او کولتور د پارسۍ او هندي ژبو په امبور کښې نيولى شوې وه، چې تر نن پورې دغه حالات شته.

هغه زمانه کښې دپښتنو خاوره په لر او بر نه وه وېشلې، بلکې په شمال او سهیل (جنوب ) باندې وېشلې شوې وه، چې شمال د مغلو سره او سهیل کله د مغلو او کله د صفاويانو سره ؤ.  لوى کندهار تر ټولو زيات د مغلو او صفايوانو د پهلوانۍ ډګر وو.  

لومړی  کندهار د مغلو سره وو، په  ١٥٥٨ع کال کښې صفاويانو ونيوو،  په کال ١٥٩٥ع   کې  بیرته مغلي باچا اکبر ونیوه ، د اکبر باچا د مرګ ( ١٦٠٥ع ) نه پس صفاويانو  یو ځل بیا  ونيوو او تر ١٧٠٧ع پورې دوي سره وو.

ددې پهلوانۍ دوه اړخه وو، يو يې د پښتنو تباهي او سټاول  (قتل عام) وو، مګر بل اړخ يې د بېدارۍ هم وو، چې د لوى کندهار پښتانه وېښ شول، د مغل او صفاوي د نوکرۍ په ځاى دغه خيال پېدا شو، چې ولې د دواړو نه ځان خلاص نه کړو، دوي ته د مغلو او صفاويانو داخلي کمزورۍ ورمالومې شوې، چې پښتنو کښې  پرې لومړی  پېل ميروېس خان نيکه وکړو. ميروېس خان  نيکه ويښ شو، پښتانه يې منظم کړل او په کال  ١٧٠٧ع کښې يې د ګورګين په  مرۍ چاړه تېره کړه او بله خوش قسمتي د پښتنو دغه شوه چې د پښتنو لوى دښمن اورنګ زېب مغل ١٧٠٧ع کښې مړ شو.  د ميروېس نيکه مټې د صفاويانو خلاف خلاصې وې. ١٧٠٧ع کال د پښتنولپاره بختور کال وو، دپښتنو دوښمن سلطنتونه ( صفاويانو

اوهندي مغلي سلطنتونه)  دواړه د ګډوډۍ سره مخامخ وو.  میرویس  خان نیکه صفاويانو ته ماتې  ورکړه، اوسپنه ګرمه وه، ګزار يې پرې وکړو، چې هم دغه د ميروېس نيکه د هوښيارتوب او ځيرک توب ثبوت دى چې وخت او زمان يې وپېژانده.

داچې ولې د پېښور او ننګرهار پښتانه  پر دې بر (بریالي)  نه شول، چې خپل سلطنت جوړ کړي، که څه هم سياسي غورځنګونه د پير روښان  له وخته  نه موجود وو، د دوي علم او اقتصاد هم دکندهاري پښتنو نه ښه وو، زما په خيال ميروېس نيکه تر خوشحال بابا د پښتنو سیکالوجي ښه پېژندله. خوشحال بابا سره مغلو هو به هو هغه چلن کړى وو چې کوم د ميروېس نيکه سره صفاويانو وکړ، خوميروېس نيکه ډېر ځيرک مشر وو، ده د اسيرۍ (جیل /بند)  په دوران کښې پلان جوړ کړو، چې کله له بنده خلاص شي، څه به کوي، خپل پلان يې قدم په قدم عملي کړو.

خوشحال بابا تش په ننګ زور ورکولو، مګر ميروېس نيکه ننګ او ولجه  (غنیمت)  دواړه سره يو ځاى کړل، داسې ډائنمېټ بم  يې ځنې جوړ کړو، چې د صفاویانو لوى سلطنت يې پرې دړې وړې کړو، نن هم چې  ولجه  نه وي، ډېر لږ پښتانه به د ننګ لار درسره ونيسي.

خوشحال بابا  د خولې ډزې  او  تش ژړاګانې کړي دي، چې پښتنو کښې اتفاق نشته، ګني ده به داسې کړي وو او داسې.      زما په خيال خوشحال بابا دوه شيکه ، یانې دوه زړی ؤ، د شيکسپیر په ژبه To be or not to be کښې ګېر وو ، اګر چې پښتنو  دخېبر  دره کښې، کمکی خېبر ، لنډي کوتل ،اوکړپه کښې مغلو ته ماتې ورکړې وې،  ایسپزي (يوسفزي) خو ټول عمر د مغلو خلافOpposition ) وو، پېښور او ننګرهار کښې  هم لکه خوشحال بابا (چې سياسي او پوځي لوبېدلى وو) ، دريا خان اپريدى، اېمل خان مومند او ګڼ شمېر نورغټ غټ پښتانه مشران موجود وو،خو داسې مالومېږي چې دوي منظم حرکت نه لره ، په دوي کښې د يو Coordinated غورځنګ کموالى ښکاریدو. دو ۍ پرې بر (بریالي) نه شول، چې تيراه، سوات، ننګرهار يا پېښور کښې خپل ملي حکومت اعلان کړي .

بلې غاړې ته که سړى ځير شي، د کندهار پښتانه هم فرښتې نه وې، چې ټول په يوه خوله وو،  خو ميروېس خان  نيکه پلان او توکل دواړه درلودل، او  عملي يې هم کړل.

د کندهار پښتنو د ستر ميروېس نيکه تر مشرۍ  لاندې نه  یوازې  صفاويانو ته  ماته ورکړه، بلکې زر يې د ملي سلطنت بنسټ هم کېښود.  داچې ميروېس نيکه بريالى شو او خوشحال بابا بریالی نه  شو په دې تحقيق  او څیړنه پکار ده چې ولې؟

بايده ده چې دا  ومنو چې لوى کندهار د لوى ګندهارې نه يو قدم مخکښې وو.  د ميروېس نيکه کورنۍ تازه تازه د قومي او قبايلي مشرۍ نه د سلطنت په اس سواره شوې وه، دوي کښې لا درباري چالاکي، دوکې او بي ايمانۍ پخې شوې نه وې، چې واک يې له لاسه ووت  او نادر افشار د يو دېو په څېر راپورته شو اود اصفهان نه تر ډیلي پورې نړۍ يې تاراج کړه، مګر چې څومره په تُندۍ سره د سلطنت ماڼۍ ته ختلى وو، هم دومره زر د شاهي شل  (پاوړۍ) نه راپرېوتو، مکنډۍ (څټ)  يې ماتې شوې.

داچې  نادر افشار  ترکمن وو، د ايراني شيعه بيروکراسي سره ډار پېدا شو چې  نادر افشار  افغانانو او عثماني خليفه ګانو ته لاس ور نه کړي،( په دې کښې څه شک هم نه وو). نادر افشار د پارسي قزلباشونه زيات په پښتنو باور کولو،  ځکه خو يې احمد خان سدوزى دملي پوځ ( نېشنل ګارډ) مشر ټاکلى وو، چې په پارسيانو ښه نه لګېده، هم دغه  وجه وه چې ايراني قزلباشو په جون ١٧٤٧ع کښې  قتل کړو او د ده سلطنت د ګډوډۍ سره مخامخ شو.

دلته يو ځل بيا پښتنو او  په ځانګړي ډول  د لوى کندهار پښتنو ته خداى تعالى يو بل Chance ورکړو، که چرې پښتنو مشرانو د تذبذب او کوندې کوندې نه کار اخستى واى، نو کېداى شوه چې نن به د افغانستان په نوم هېواد نه وو. داسې د واقعاتو نه څرګندېږي چې د ميروېس نيکه د ازادۍ مشال ياني ډيوه مړه نه وه، پښتانه تش د موقعې په تلاش کښې وو.

افغاني مشرانو د نادرافشار د قتل نه پس حالات زر درک کړل، وخت يې ضايع نه کړو، د کندهار اړخ ته يې حرکت وکړو، داسې  اټکل کیږي  چې دوي سره يو او په اتفاق و، چې بس نوره مغلو او د پارسيانو غلامي نه مني، مګر دغه انساني خواهش او کمزوري ده، چې هر يو مشر به په زړه کښې د بادشاهۍ تخت او تاج کرل رېبل کړي وي. دغه څه د حیرانۍ خبره نه ده، هر يو مشر به پلان او منصوبه جوړه کړې وي، چې څه رنګې د سلطنت په اس سور شي، بله فايده دغه وه چې د پېښور او ننګرهار پښتانه د نادر افشار سره هند ته تلي وو، دغه د امکان نه لرې نه ده، چې د کندهاري او پېښوري پښتنو شخصي پېژندګلوې جوړې شوې وې، وروستو حالات ښايي چې احمد شاه بابا خلاف هيڅ پښتنې قبيلې تر پېښوره پورې مخالفت ونه کړو، بلکې خېبر کښې يې تود هرکلى وشو، چې داسې کارونه پښتنو ډېر کم کړي دي، ځکه حسد او کينه پرې  زوروره شوې ده.

دغه قدرتي خبره ده چې دې مشرانو کښې هر يو تمه درلوده، چې لوبه به ګټي، دغه د دوي روا حق وو، ځکه چې دوي لوى لوى مشران وو، دوي ډېرې جرګې وکړې، مګر په يو کس بريالي نه شول چې  په ګډه ئې خپل  مشر وټاکي.  په اخر کښې دوي د پير صابر شاه په  منځګړتوب  احمد خان  (چې  د پوځي ، سياسي  او قامي لوبېدلې کورنۍ ٢٤ کلن ځوان وو) ، په نوم سره زړه نا زړه راضي شول.  

د دوي  دا خيال وو چې احمد خان ډېر ځوان دى او مونږه تجربه کار مشران يو، دى به ډېرې تېروتنې وکړي، اخر کښې به مونږ ته پاتې شي او په ځانګړې توګه  د محمدزیو نيکه  ښاغلي حاجي جمال  خان  همدغه تمه وه.

داحمد خان ټاکل ډېره په ځاى پرېکړه وه، دغه يې په عمل کښې ثابته کړه، چې دى قابليت  او پوهه  لري، چې د افغانستان رهبري او مشري وکړي.  نو د خپلې پوهې او ځیرکتوب له امله  احمد خان وروستو احمد شاه  بابا شو.

احمد شاه بابا شعوري  پوه ځوان وو، د تاج پوشۍ سره  سم  ئې خپل هېواد ته (افغانستان) نوم ورکړو.  ماته پخپله مالومه نه ده چې دغه نوم ټولو په ګډه او يا  یوازې  احمد شاه بابا ټاکلي دي، خو د پښتنو په مالوم تاريخ کښې دغه ډېر بنسټي کار شوى دى.

بابا او د ده ملګريو، نه یوازې افغانانو ته  خپلواکي  وګټله، بلکې دوي ته يې د تل (همیشه) لپاره  په رسمي پولو خپل خپلواک هېواد او  پېژندګلوي ورکړه. د جنوبي او شمالي يا  په بله ژبه د صفاوي او مغلي د برخو نه يې افغانانو ته نوى واسکټ وګنډلو او ور په غاړه يې کړو.

چې څه وخت احمد شاه بابا با   شاه اعلان شو نو نه يې تاج وو او نه تخت، نه ورسره خزانه وه او نه نوکر شاهي  او نه ورسره منظم پوځ وو. اوس بابا د مشرۍ  تالاب ته لوېدلى وو اود ژوند او مرګ ياني بریالیتو ب او ناکامي دغه ټولې خبرې د بابا په لياقت  او پوهې پورې وتړلى شوې.   د افغانانو خپل هېواد زېږېدلى وو، چې لا افغانستان  مکمل افغانستان نه وو، ډېرې برخې يې د مغلو او ايرانيانو سره وې. اوس د بابا کار وو، چې دغه پښتانه څه رنګې راټولوي، د دوي  ازادي، خپلواکي او عزت څه رنګې ساتي.  بابا په دې امتحان کښې په نره  بریالی  شو.

دلوې  بابا لپاره دوه غټ محاذونه وو:  د  کور دننه او د کور د باندې

د کور دننه غټ کار دا وو چې دغه خواره واره پښتانه څه رنګې په  یو هېواد کښې راټول کړي او خورې ورې سيمې سره وګنډي او ټول په يو مرکز راجمع کړي .  افغاني  ټولنه قبايلي  ټولنه ده، هره قبيله ځان ځان ته رواجونه  او سردار لري او داخلي واک لري، د هر ملک يا سردار دغه هیله  وي چې څوک د ده د قبيلې په داخلي ازادۍ کښې ګوتې ونه وهي، بابا غوښتل چې دوي د لوى افغانستان برخې شي، خو په زور نه بلکې په جرګو او مرکو باندې، د دوي د مذهب ،  عقيدې او رواجونو  بايد قدر وشي. د دوي کورني معاملاتو کښې لاس وهنه ونه شي.

 بابا يو داسې سياست غوره کړو چې دوي ته دغه احساس ورکړي چې زه صرف د افغانستان بادشاه نه يم، بلکې يو د ستاسو نه يم او دا نوى هېواد د ټولو په ګډه دى، دوي يې په دې پوهه کړل، چې دغه افغانستان به په ګډه ساتو او په ګډه  به يې ژغورو. دغه راز  بابا د مغلو او صفاویانو درباري فضول روايات بند کړل او د ملاقات  لیدنو او کتنو پر وخت   به یوازې سلام اچول وو.

لوې بابا ته پته وه چې په کور دننه دې ارام نه وي،نو ورچانی ( باندینی) قوتونو سره پهلواني نه شي کولى، نو له همدې امله د بابا  لومړنی ګام  دا ووچې  نهه (٩) قامي مشران اود عزت خلک  چې  د غټو غټو پښتنو قبيلو مشران وو او ډېرو د جرګې په دوران کښې د بادشاهۍ ارزو او دعوې لرلې او خوبونه يې ليدل ،دوي ته يې لوى قدر ورکړو،د دوي نه يې يوه مشورتي جرګه Advisory Council جوړه کړه ،چې بابا ته  به ئې په پوځي ، ملکي او حکومتي چارو کښې صلاګانې  او مشورې ورکولې،  بله  ګټه  دغه وه چې د نوي هېواد لپاره  ئې د دوي عقل او انرجي د منفي په ځاى په مثبته وکاروله او بابا په ارام  خپل حکومت کولو. دې  نهو( ٩)  مشرانو به  په خپلو منځونو کې يو بل څاره، بابا ځنې بې غمه وو، د پښتنو  ټولې قبيلې ئې  په  حکومتي او دولتي  چارو کښې   ورګډې کړلي ، د دوي ملکان او مشران يې د وړې او غټې قبيلې په بنسټ  ملکي او پوځي منصبداران کړل. دغې ته وايي سياسي  پوهه ، دوي يې په روزګار کړل او بوخت (مشغول)  ئې وساتل. که چرې دوي مشغول نه واى، خداى خبر دوي به د بابا خلاف څه ډرامې جوړې کړې واې. چې دغه د ځوان بادشاه  احمد شاه بابا ځيرک توب نه دى نو څه دى؟. 

له بله پلوه بابا ټينګ مرکزي دولت/حکومت ځکه جوړ نه کړو،  چې د پښتنو ساه په کښې لنډېده، بلکه د وېشلي واک په بنسټ يې يو قسم ملي حکومت جوړ کړو چې ټول پښتانه ئې پکې  شریک کړل، دا ځکه چې بابا ته د خپل قوم خوي او خصلت مالوم وو، چې دوي سره زور نه بلکې مينه پکار ده او په همدې بنسټ   ئې د افغانانو لپاره د اتڼ درې مېدانونه جوړ کړل:   

لومړني مېدان  یا ډګر کښې بابا پخپله او د ده ٩ مشران وو، چې د حکومت  کورني (داخلي)  او بهرنی (باندیني) چارو  واک د دوي  په لاس  کښې وو، دلته  یوازې  دوي اتڼ کولو.  دوېم مېدان  یا ډګر د بیلابیلو قبيلو مشرانو او غټو غټو پيرانو، حضرتانو او سيدانو ياني ستانېدار  لپاره ؤ اودرېم مېدان کښې د کلي او علاقې په سطح واړه ملکانان، خانان او مُلایان وو، چې دوي مقامي واک درلوده ، چې د مرکزي حکومت او مقامي خلکو ترمينځ به رابطه د دوي په ذريعه ساتلې  کېدله .

په ساده ژبه د دولت واک يې په درې برخو تقسيم کړو، هرې يوې ډلې ته يې دغه احساس ورکړو چې دوي داخلي ازادي او واک لري،  اوپه هنر يې د مرکزي حکومت لاندې راوستل، دوي  تړلي شوي وو، مګر دوي دغه احساس نه کاوه، چې تړلي شوي دي، دا ځکه چې بابا د افغانانو د نفسياتو  سره سم  ازادي ورکړې وه، دوي ته افغانستان خپل هېواد او ځانونه ورته واکداران ښکارېدل ، دغه کار په عمل کښې ډېر ستونزمن کار دى، مګربابا د دوي په مينځ کښې لوې شوى وو دا د ځوان بابا سياسي کمال وو، چې سرزوري پښتانه يې منظم کړل، دا  د دې ثبوت دى، چې  بابا څومره ځيرک افغان وو، ده لويه سينه او زغم (برداشت) لره، ده ته د دوي  بې حرصي، بې اتفاقي، سرزوري، ضد، کينه،  بغض، د يو بل نه زغمل  (برداشت کول) اودغه راز ددوۍ  سخاوت ، میلمه پالنه   ایمان  ،غیرت اوننګ هرڅه ورمالوم وو، چې په سرکشو افغانانو حکومت  کول ګران کار دى، زه يوه بیلګه (مثال)  دلته  راوړم ، چې ثابته شي چې بابا د افغانانو د نفسياتو نه څومره ژور خبر وو.

"يو ځل هندوستان  کښې د افغانانو پوځ مېشت وو، چې ارام وکړي، په دې وخت کښې دشاهي ګارډ  پوځیانو په تاځي سپو يو مېلو په مخه کړى وو، مېلو مخکښې تاځي سپي او پوځیان  ورپسې، وارخطا مېلو د خوګياڼو په خیمه  (تمبو) ورننوتو، د سپو نه مېلو پټ شو، د شاهي ګارډ پوځیانو غوښتل چې مېلو د خېمې نه   په زور   راوباسي او ښکار يې کړي. ( د هغه وخت د پوځي قانون  له مخې چا د شاه ذاتي ګارډ مخه نيولى  نه شوه  اوهغه هم د مېلو په سر).

د پوځیانو زور او ګواښ  په خوګياڼو بد ولګېده،  نو خوګياڼو مېلو خپل همسايه اعلان کړو، چې مېلو  زمونږ په خیمه  (تمبو) کښې پناه اخستې ده، دغه اوس زمونږ همسايه شو، په شاهي ګارډ پسې يې تورې راوويستلې، د دې نه شور جوړ شوى وو.  بابا چا  خبر کړى وه چې داسې قيصه جوړه ده، روايت دي چې د غرمې ارام يې کولو، سم دلاسه سر تور سر راروان شو، د  ستونزې (پرابلم ) تل ته ورسېدو، بابا پخپله د خوګياڼو په خیمه  (تمبو)   ورننوتو، اعلان يې وکړو چې مېلو صرف د خوګياڼو همسايه نه بلکې زما هم دى. دشاهي ګارډ پوځیان  کېدى شي پارسيان وه، بابا ورته ويلي وو چې ورک شئ، ربړه هم دلته خلاصه شوه.

 چونکې بابا پښتانه پېژندل  چې  پخپل همسايه سر ورکوي، که هغه مېلو ولې نه وي ، نو ځکه  ئې چلند او پریکړه  د شاهي حکم پر ځاى دپښتونولۍ  په بنسټ وکړه. بابا په دې پوهېدو چې که چرې  شاهي ګارډ پوځیان (عسکر)  خوګياڼو ته  سزا ورکړي نو نورې کرلاڼي قبيلې به دخوګياڼو ملاتړ ته راودانګي، د دې نه  کېدى شي  چې د درانيانو جنګ جوړ شي، نو مونږ به د مېلو په  سر په خپلو کې سره قتل کړو، چې څه پاتې شي، هغه نور به هندي دښمنان پو پناه کړي، د مېلو په سر به هم افغانستان  اوهم خپلواکي لاړه شي".  د دې نه ثابته شوه چې بابا دغه نمونه پېښو ته ذهني چمتو او تيار وو.

اوس اوس کميونسټانو او ورپسې مذهبي لېونيانو چې کومې غلطۍ او تېروتنې وکړې، د دې يوه غټه وجه دغه وه چې کميونسټانو او مُلایانو د افغانانو نفسيات ونه پېژندل، دوي زور کولو، نتيجه يې ټولو ته مالومه ده.

يو بل مثال يې پارس (ايران) وړاندې کوم.

According to the Tarikh-i-Sultani:

“His soldiers were once reduced to straitened circumstances in the siege of NISHAPOOR, and they laid their hands on the Royal treasury. When the treasurer reported the matter to him, He took no notice of it. When that officer again pressed it upon his attention, He turned round and said, “Don’t you know you fool that I am also one of them, that is their swords that I have

 been raised to this high position. I should certainly look upon my soldiers as a partner of this wealth. If they make a demand upon my wealth, which in reality, is the result of their efforts, and I don’t share it with them, I stand both before man and God”.

ساده ژباړه : د ده پوځیان  يو ځل د نېشا پور د محاصرې په وخت  کې د ستونزو (مشکلاتو) سره مخامخ شول، نو دوي د شاهي خزانې د لوټلو هڅې وکړې، چې څه وخت خزانچي د دې هڅې يا واقعې رپورټ بادشاه ته ورکړو، نو ده ددې هيڅ نوټس وانخستلو، يو ځل بيا هم دې افسردې رپورټ ته د ده د پام راګرځولو هڅه وکړه،  نو ده مخ ورته راوړلو ورته وې ويل چې احمقه! ته په دې نه پوهېږې چې زه هم د دوي څخه  يم، هم دغه د دوي د تورې برکت دى، چې زه يې دې اوچت مقام ته رسولى يم، زه د خپلو پوځیانو (عسکرو) خيال ساتم، دوي په دې دولت کښې ګډ دي، دغه خزانه د دوي د هڅو نتيجه ده، که چرې زه د دوي سره دغه خزانه او ګټه  ونه وېشم، زه به خداى او ملت ته جواب  ورکوونکی  يم. دغه  دسرزورو پښتنو هوښيار باچا وو.

يو ځل دوو کندهاريانو په پټو کښې کار کولو، چې يوه هغه بل ته ژغ کړو، چې آقو غوږ سه، دغه د ډمامې ژغ  درځې؟ هغه بل ورته ويلي وو چې  نه !  د لږ وخت نه پس د ډمامې (پوځي موزیک)   شور زيات شو، بيا يې ورته وويل چې غوږ شه !   هغه بل ورته ويلي وو چې   اوو داخو رښتيا د  ډمامې (پوځي موزیک)  ژغ دى، داسې مالومېژي چې د نازو زوى بيا بل ملک فتح کړى وي.   د احمد شاه بابا نه هند، پارس ،  مرکزي ايشيا ، ماسکو او تر پيکینګ پورې هېوادونه ډارېدل، مګر کور دننه د کندهاريانو لپاره د نازو زوى وو، په داسې خلکو واک چلول څه اسان کار نه دى.

دغه ياد ساتل پکار دي چې  بابا په  ٢٤ کلنۍ کېب اچا شوى وو، د دې ټولو باوجود د بابا پوځي ، ملکي، دننۍ (داخلي) او بهرني پرېکړې د يوه پوخ عمر سياستوال او جنرال ته ورته وې، دا ځکه چې بابا د قومي مشرانو سره مشورې کولې.  د ده سر ته نه د ځوانۍ او نه د شهنشاهيت نشه ختلې وه، د ده په ډله ( ټيم) کښې تجربه کار سياسي او پوځي لوبغاړي وه، د بیلګې په توګه  ښاغلی  بېګي خان بامېزى (شاولي خان) او فيلډ مارشل ښاغلی  جهان خان پوپلزى او داسې نور. بابا د  دنني (داخلي) ټينګښت او ټیکاو نه پس بهرني چارو ته پام واړوو، بهرني سياست کښې بابا درې وتونو  يا اړخونو ته ډېر متوجې وو.

(١) هند اړخ  (وت)، (٢) د پارس اړخ(وت)،  (٣) د مرکز ي ايشيا اړخ (وت)

د بابا بهرني (ورچاني) سياست بنسټي اصول دغه وو چې ده د افغانستان ګاونډ کښې هيڅ قوي هېواد نه شو زغملی ، دا ځکه چې افغاني خاوره د هند مغلي او د پارس صفاوي شيعه ترمينځ د بزکشۍ مېدان وو. دا چې افغانستان نوى نوى جوړ شوى وو، مغلو او پارسيانو په ذهني توګه نه وو منلى، خو د بابا د تورې  له ډاره  مجبور وو چې وئې مني . بابا په دې ښه پوهېدده،  که  چرې د دوي پوځي غاښونه وشي، نو جنګ به په افغاني خاوره وي، هم دغه  وجه وه چې بابا به بيا بيا پارس او هند ټکوه او دباؤ کښې ساتل، غاښونه به يې ځنې ايستل، چې افغاني خاورې ته امکاني خطره هم جوړه نه شي، مګر دوي يې د خپل سلطنت برخې نه جوړولې، دا ځکه چې بابا ته د هوتکيانو، لوديانو او سوريانو حال ورمالوم وو، چې څوک هند کښې او څوک په اصفهان کښې ورک او ایل  شول.

بابا غوښتل چې د افغانستان ګېر چاپېر د دوستانو یاني دوست هېوادونو شپول جوړ کړي.    د دې سياست په رڼا کښې دغه دوست هېوادونه ئې  نه دومره  قوت  ته پرېښودل، چې پوځي غاښونه وکړي او افغانستان ته ربړه شي او نه يې بېخي مرګ ته ورکول. دومره طاقت يې ورکولو، چې داخلي امن وساتلى شي، چې د بابا  دا بهرني سياست  وروستو هند کښې پېرنګيانو خپل کړو.  نو د دې پالېسۍ مطابق  بابا هند کښې مغل او مرهټیان وټکول، مګر هند يې قبضه نه کړو، دا ځکه چې بابا په شعوري توګه د خپلې خاورې نه لرې حکومت کول نه غوښتل، د دې ټکولو شاته دغه سياست پروت وو، چې افغاني پولې د هند د اړخه سړې کړي، هم دغه وجه وه چې د پاني پت د بري نه پس بابا بېرته مغل د ډیلي په تخت کښېنول، په څرګنده (جوته) مغل باچا وو، مګر حقيقت کښې واک او اختيار د بابا د پاني پت  د جګړې دستر ملګري ښاغلي  نواب نجيب الله خان  يوسفزي ته وسپارلى شو. دى د مغل باچا وزيراعظم شو، پوځي او ملکي  واک  د ده سره وو، مغل تش په نوم باچا وو، شاه عالم مغل د نواب  له اجازې پرته  د ډيلي نه  بهر (ورچانى) نه شو تلاى. بابا دغه کار ځکه کړى وو، چې د مغلو ناکړدې ورمالومې وې، د افغانستان وجود پخپله د مغلو او شيعه صفاويانو د ظلمونو نتيجه وه، د افغانانو سره  د دوي دغه غورځېدلې رويه او سلوک وو، چې افغانان د هغوي خلاف پاڅون ته اړ شول، چې نتيجه يې د افغانستان يې په شکل کښې ښکاره شوه.

د هند نه پس بابا هو به هو عمل د پارس سره وکړو. بابا د پارس خاوره په افغانستان کښې ګډه  نه کړه، د افغانستان پولې تر هغه بريد پورې وغزولې، تر کومه  ځای پورې چې دافغاني کوچيانو سيمې وې، د ده سياست يا پالېسي داسې وه چې پارس کښې يې هم قوي دولت نه برداشت کولو، چې افغانستان ته ځنې خطره جوړه شي، هم دغه وجه وه چې بابا د نادر افشار کورنۍ په واک کښې پرېښوده، مګر په دوي يې نظر وو، چې که چرې سستي کوي، يا يې نيت خيرن شي، افغانستان باندې یرغل ته  يې زړه وشي، بايد ډېر زر وټکول شي او غوږونه يې تاؤ شي، نو ځکه  بابا   به دوي  ټکول، مرکزي قوي سلطنت جوړولو ته يې نه پرېښودل.  بابا چې افغاني پولې د هند اړخ او پارس (ايران) اړخ ته سړې کړې، اوس درېم  وت ياني  درېم اړخ ته متوجې شو.

کله  چې بابا مارچ ١٧٦۳ع کښې هند پاني پت کښې مرهټي پوځونه وټکول نو د بابا د تورې شرنګ د پارس، هند او افغانستان د پولو(سرحدونو)  ووتلو، د دې سره  بنګال کښې پېرنګيان وارخطا شول، دچين ، پيټرس بورګ  او زارِ روس دربارونو  کښې د خطر ژغژغى وکړنګیدې،چې  په دې وخت سائبېريا ،منګوليا او تر څه حده مرکزي ايشيا کښې د چين او زارِ روس سيالي پېل شوې وه، خو تر دې وخته پورې افغاني پولې ته مستقيمه خطره ترې نه وه جوړه شوې.

په  ١٧٦٠ع   کال کې د چين  مان چو سلطنت زارِ روس ته د مرکزي ايشيا اسلامي رياستونو په  خپل مينځ کښې  سره وېشلو  وړاندېز (پېشکش)  وکړو، چې زارِ روس دغه وړاندېز رد کړو.  بابا اوس شمال ته ټوله توجو واړوله، د زارِ روس او چين ترمينځ دغه سيالي توده روانه وه، هم د حرص او لالچ د وجې  د چین مان چو سلطنت مرکزي ايشيا کښې قازاق او بحروت قبايل لاندې کړل. د اسحاک کول پورې دوي راغلل، د کوکنډ رياست د دوي باج  ورکونکی شو، چينيانو پلان درلوده، چې ټوله مرکزي ايشيا تر امو پورې لاندې کړي. افغاني مشران دې لوى خطر ته جدي متوجې او کندهار کښې بې ارامه شول، په دې وخت کښې کندهار يواځنى مرکز وو، چې  هنديانو، پارسيانو او مرکزي ايشيا مسلمانانو سترګې  ورته  نيولې وې.

د کاشغر مسلمانان د چين اسلام دښمنه سياست نه ډېر په عذاب وو، دوي بيا بيا کندهار ته د نجات  لپاره  جرګې، وفدونه او خبرونه رالېږل،  دغه راز په کندهار کښې افغاني مشران  هم په دې پوهېدل چې که چين يو  ړپ  ووهي، نو کېدى شي  چې دوي د بدخشان، چترال اوسوات د لارو افغاني  خاورې ته  راننوځي، بل قدم به بلخ، هرات، کندهار، کابل او پېښور وي، او که مرکزي  ايشيا مکمله د دوي په لاس ورشي، بيا به يې ايستل ګران شي،  نو د چينيانو د ټکولو وخت دى  ، روسيان  هم د چينيانو د خوا نه بې ارامه وو، پيټرس بورګ ته داسې ا وازې رسېدې، چې کندهار د چينايانو د ډبولو پروګرام جوړ کړى دى.

بلخوا چينايانو د خپل پوځي  حرکت مشر مشهور پوځي جنرال Ch-In-Lung وټاکلو، دى د يو مشهور چينايي جنرال Kang-Hsi  لمسى وو، ده اراده  لرله چې د نيکه غوندې فتوحات وکړي او نوم جوړ کړي، نو جنرال Ch-In-Lung په ١٧٦٢ع کښې د تاشکند، سمرکند او د بخارا د نيولو فېصله وکړه. د دې سره اسلامي خانات په ويره کښې شول او سخت وډارېدل، د چينايانو سره د جنګ توان يې نه درلوده، نو د دوي کندهار اخري د خواست ځاى وو، د دوي سترګې د افغانستان اړخ ته کږې شوې. بابا دغه موقع له خداى نه غوښتله، افغاني مشرانو پرېکړه وکړه، چې اوس او يا بيا کله هم نه، Now or Never، افغانانو مرکزي ايشيا ته تسلي ورکړه، چې افغانان د تيار سۍ  په حال کښې دي، ډېر زر به تاسو مرستې ته درورسي، تاسو خپلو مينځو کښې سيالۍ پرېږدئ، اتفاق وکړئ، مونږ درغلو. بابا لوى پوځ د کمانډر انچيف جهان خان پوپلزي تر مشرۍ  لاندې روان کړو، دغه مرسته  اړينه  وه، که چرې چينايان په مرکزي ايشيا کښې قدم په قدم ټينګ شوي وي، نو افغانستان نه د بدخشان چترال د اړخه او د امو سين د اړخه ډبل خطره جوړېده، هم دغه وجه افغاني پوځ په منډه لاړو، د مرکزي ايشيا د اتحاديانو او افغاني پوځ په ذريعه د مان چو سلطنت منصوبې د خاورو سره خاورې شوې.  دجنرال Ch-In-Lung پوځ سخته ماتې وخوړله، چينايان  دجنرال فيلډ مارشل جهان خان پوپلزي  له خوا په شا وتمبول شول ، چې تر  نن ورځې پورې چين بيا د پوځي يرغل خيال ونه کړو.  د چينايانو ډبولو نه پس بابا مرکزي ايشيا په افغانستان ورګډه نه کړه، بلکې دوي  ئې په واک کښې پرېښودل. امو سين رسمي پوله شوه، صرف افغانانو خر که  (خرقه)مبارکه راوړه، چې اوس هم په کندهار کښې ده.

تر هغې  پورې چې بابا ژوندى وو، افغانستان مرکزي ايشيا، هند او پارس کښې The Mini Super Power د مِني سپر پاور رول لوباوه، د کندهار له خوښې په غیر  چا پر (الوت/ یا خوځیده) نه شو کولى خو له بده مرغه  د لوې بابا د وفات (١٧٧٣ع  کال) نه پس افغانان د خداى په قهر ککړ شول. هند کښې د دوي د فتوحاتو نه قدم په قدم پېرنګي  او دمرکزي ايشيا نه زارِ روس ګټه پورته کړه.

د بابا بهرني ياني دورچانى سياست  په لنډه تورو سره:

(١) د بابا د افغاني خاورې د ساتنې په خاطر افغاني پولو په څنګ او يا ګاونډ کښې په پوځي، سياسي او اقتصادي توګه غښتلى هېواد يا سلطنت نه شو زغملی.

(٢) د افغانستان ګر چاپېر يې د دوستانو او ملګريو یاني ملاتړيو داسې هېوادونه پرېښودل، چې غاښونه ونه لري او افغاني وجود باندې د  خولې لګولو (چک لګولو ) جوګه  نه وي.

(٣) دغه ملاتړي هېوادونه يې نه مرګ ته ورکول او نه هستۍ ته.

(٤) د بابا بهرنی ياني ورچانى سياست د خبرو اترو، یاني ډائېلاګ په بنسټ وو، چې کله به ټولې لارې وتړل شوې او بله چاره به نه وه، نوبيا به  ئې پوځي  عمل (اېکشن ) کولو.

(٥) بابا متعصب مسلمان نه وو، يو عام روحاني مسلمان وو، زړه سواندى وو، د ظلم نه يې کرکه کوله، ده د اسلام په  نوم  نور غېر مسلمان ولسونه نه دي برباد کړي، چې واقعې  به د دوي اسلام او افغانستان ته خطره جوړه شوه، بيا بابا عمل کړى دى، ده کله هم د مخالف سره سپک چلند نه دى کړى، دغه د بابا مخالفين هم مني.

(٦) چونکې بابا د پښتنو د خوي خصلت نه  ژور خبر وو، د دوي سیکالوجي او روحیات ورته  مالوم وه، نو ځکه بابا په هوښيارۍ او هنر سره دوي بوخت ساتل، بابا ته پته وه، که چرې پښتانه سرداران  وزګار شي، بيا دوي يو بل ته کوهي کني، د دې سياسي  مرض علاج بابا داسې کړى وو، چې دوي يې په هند، پارس او مرکزي ايشيا کښې په جنګونو او ولجو (غنیمتونو)  بوخت ( مشغول) ساتلي وو. بابا غوښتل چې دوي د افغانستان داخل نه لرې  مشغول وساتي، تر څو دغه نوي هېواد د دوي د شر  نه په امن وي  او دکور دننه ربړې جوړې نه کړي، د هغوي انرجي يې په پوځي لښکرو کښې استعمال کړه.

 څه وخت  چې بابا (١٧٧٣ع کښې) وفات شو، فتوحات  هم ورک شول، ولجه  هم ورکه شوه، نوسرداران لګيا شوي وو، کور دننه يې د بزکشۍ ټيمونه جوړ کړل، د دوي غوره لوبه د يو بل نه څرمنې ايستل او سترګې ړندول وو، چې د دې بزکشي ګرد کښېناستو، نو پېرنګيانو پېښور نيولى وواو خېبر کښې ورته ناست وو، نيم افغانستان تلى وو، روسيانو ورته د امو سين نه پورې اتڼې کولې او ايرانيانو (قاچاريان) په هرات برېدونه کول،  د کندهارسردارانو د بابا  بهرنۍ (خارجه)  سياست ته شا کړه، د افغانانو د خوي خصلت نه بې خبره شول، د قزلباشي بېوروکراسي يرغمال شوي وو.

دا سرداران اوسېدل په افغانستان کښې ، خوي خصلت يې د قزلباشانو خپل کړی  وو، ځانونو ته به يې افغانان د کندهار ويل، مګر په پښتو نه پوهېدل ، خپله ژبه پښتو  ئې هېره وه،  هم د دوي دلاسه پښتو نن هم پخپله خاوره کښې د کونډې په څېر شپې ورځې تېروي. د افسوس خبره ده چې نن بيا افغاني خاورې ته د هغو درې وتونو  یا اړخونو نه خطره جوړه شوې ده، چې د کوم اهميت او ضرورت لوى بابا احمد شاه دراني ٢٦٨ کاله پخوا پېژندلى وو.

بابا  ته پته وه چې د دې وتونو نه به راتلونکي وختونو کښې افغاني خاورې ته خطر جوړېږي، د دغو وتونو  د پاول ( دفع کول / ايسارول) دوي د خپل بهرني یاني د ورچاني سياست بنسټ ګرځولى وو، نن مونږ وينو چې ١٩٧٩ع نه تر نن ورځې پورې د پښتون/ افغان خاورې ته د همدغو پورته یادو شوو  وتونو نه خطره جوړه شوې ده.  دغه د بابا د بالغ ، ژور  کوټلې سياست نمونه ده، دې ته وايي ځيرکتوب.

د بابا سياست او سياسي لید  څومره پوخ  او ژور وو، نن په جوته او څرګنده پاکستان، هند، مرکزي ايشيا هېوادونه، روس او شيعه ايران نه  یوازې  د پښتون/ افغان په خاوره کې ګوتې وهي، بلکې لتې پکښې هم وهي.

_____

پیاوړی لیکوال محقیق او تاریخ پوه ایډوکیټ ښاغلی علی خان محسود په لسم د مئ ۱۹۴۹ ع کال کې په قطبی وزیرستان شاهورتنګی کې سترګې غړولی دی. قاضی امیر شاه ورباندې علی خان نوم کېښود. ده خپل ابتدائی سبق د کلی پرائمری سکول کی اولسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائی سکوال ټانک نه پاس کړو. B.A ئې دګورنمنټ کالج ډیره اسماعیل خان نه کړیدی.او ګومل یونین جنرل سکرټری هم پاتې شوې دی. د بی ای نه پس د پولیټکل سائنس ډیپارټمیټ پېښور پوهنتون کې داخل شو. د ایم ای نه پس خیبر لاء کالج کې داخل شو. او خیبر یونین صدارتی انتخابات ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن په ټګټ او ګټل. اودوئ پخپله هم ددی تنظیم یو اهمه مټه وه. بیا د هغی وخت سیاسی حالاتو په وجه د بهټو د حکومت دلاسه په جولائی ۱۹۷۴ کې ګرفتار شو. پېښور او هری پور جیلونو کې وساتلی شو او مئ ۱۹۷۵ کې رها شو. او اېل اېل بې اخری امتحان د جېل نه ورکړې او پاس کړې وو. د جېل د رهايئ نه پس د حیدر اباد سازش کیس کې حکومت وخت ته پکار وو. مګر دې ځل د حکومت په لاس ورنه نرغی. ستمبر ۱۹۷۵ کې د میرانشاه خوست د لاری اول لوګر لال بند قلعه ته بیا کابل ته لاړو. اپریل ۱۹۷۶ ع کې د افغانستان نه د سابق سوویت یونین په لار جرمنی ته لاړو. چې تر اوسه پورې جرمنی کې ژوند کوی .جرمنی کې دوئ خپل سیاست تازه وساتلو اول ئې جون ۱۹۷۶ د پښتنو اوبلوچو د ازادئ ټولنی بنیاد په فرانکفورت کې کېښود او بیا ۱۹۸۲ کې ورپسې د پښتون سوشل ډیمو کریټ ګوند ( PSDP ) بنسټ کېښود شو. چې ښاغلی علی خان محسود د PSDP ګوند مشر نائب صدر وټاکل شو.   د ګوند دمشر  ډاکتر کبیر ستوري  د ناڅاپي مړینې  (۲۰۰۶ ع کال د اپریل  څلورمه نېټه) وروسته  دګوند سرپرست او  د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۹ مه نیټه د جرمنی د مرکزي څانګی نوی ټاکنه وشوه ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دPSDP مشر (صدر)  وټاکل شو د لیکوال چاپ شوی کتابونه

۱ ) جرمنیان بیا یـو شول ۲ ) د پیر روښان نه تر با چا خانه پوری

-
بېرته شاته