(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ژغورنه

[15.Mar.2018 - 14:14]

پښتون ژغورنه حال او مستقبل

لیک: قیصر اپریدی

څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څو محدودو مګر هنګامي ستونزو په بنیاد هنګامي ډؤل راپورته شو او د دغو ستونزو د اشتراک په سبب زیات تعداد کښې نور پښتون اولس هم د دې غورځنګ تر شا ودرېدو،  دا ددې غورځنګ یو مثبت او په قامي حواله یو فایده مند ظهور وۀ او اوس ځینې دوستان د غورځنګ د مستقبل باره کښې هم په خپل خپل سمي د خپل سوچ څرګندونه کوي او غواړي چې دا دې په راتلونکي وخت کښې په فراخه قامي تناظر کښې یو مستقل شکل ته واوړي خو څنګه چې د مستقل پېش رفت له پاره د یو پاڅون مستقل تنظیمي طریقه کار پکار وي نو د مستقلې کړنلارې له پاره د یو تنظیم مستقله ایجنډه او مستقل آئین او منشور هم ضروري وي ظاهره ده دغه ټول کارونه په دومره لنډ تنګ وخت کښې امکان نۀ لري دا به د خپلو ستونزو په لار د پرمختګ دوران کښې په طبیعي انداز ترسره کېږي في الحال خو هغه هنګامي ستونزې هم په ناپوره شوي شکل کښې پرتې دي د کومو ستونزو د تکمیل د پاره چې دا هنګامي پاڅون وشو البته دا وشي چې د دغسې هلو ځلو په نتیجه کښې د یو قام د یوې ټولنې اولس خپلو کښې هم د یو بل د سوچ او عزم و عمل نه خبر شي او د واضحه اعتماد یوه ګنډلې فضا رامنځته شي بل د قام وګړي په شفاف ډؤل خپل قامي خواخوږي او بدخواهان هم وپېژني او په دې ډؤل د تنظیم په هنګامي ستونزو او غوښتنو کښې نېچرلي نورې قامي او ضروري غوښتنې هم ځان راګډ کړي دغه وسعت چې کله د مجموعي قامي ستونزو احاطې ته ورسي نو بیا یو غورځنګ ددې اهل شي چې هغه د یوې مستقلې ایجنډې لاندې د یوې مستقلې تګلارې اعلان وکړي .

که چرې د خپلو قامي ارزګانو د تکمیل په خاطر زمونږ خواهش دا وي چې څه رنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مونږ ته یوه کامیابه ابتدائیه راوښودله او اوس ضروري دا ده چې دا غورځنګ مخ په وړاندې هم دغسې کامیاب روان پاتې شي نو مونږ ته به د هر رنګه سیاسي او جماعتي وابستګیو نه قطع نظر ددې تنظیم شاته د مخلصانه جذباتو سره ودرېدل وي مونږ ته د دې غورځنګ نه یو داسې قوت جوړول دي چې دا دې د یوې عادلانه تُورې په رنګ تل د حکومت، فوج او سیاست په ټولو اړخونو راځوړند وي او د اولسي مفاد په ضمن کښې چرته چې د کوم اړخ نه کومه کوتاهي سرزد کېده نو دا توره به په خپل سر ځوړنده محسوسوي ګویا د تنظیم په لیکلې یا نالیکلې ایحنډه کښې به صرف او صرف اولسي مفاد مقدم وي او تر څو چې د اولسي مفاد د بقا او سلامتیا خبره ده نو بیا ددې تنظیم پروګرام د هیچا له پاره هم د تنازعې باعث نۀ دے او نۀ به وي په دې شرط که مونږ د خپل ځاني، سیاسي یا جماعتي مفاد برعکس په اولسي مفاد مین او د مخلصانه جذبې خاوندان وو خو مونږ دا هم وینو چې د اولسي مفاد ژغورنه دا یو د رنګ رنګ ازمېښتونو نه ډکه کلمه ده او دلته هر غل او خاین هم نوم د اولس اخلي خو لوبې هم د اولس په سرومال کوي نو دا غورځنک دې یوه د اولسي اخلاص آئینه هم وي څنګه چې دا په خپله ابتدائیه کښې یوه شفافه آئینه ده که راتلونکے صورت او سیرت ددې غورخنګ دغسې متعین پاتې شو نو عام اولس به په دې کښې ډېر تور مخونه تور او سپبن به سپین وویني زمونږ د ډېرو کړمو یوه وجه دا هم ده چې نن وخت مونږ تور او سپین بیلولے نه شو

قېصر

قیصر اپرېدی

-
بېرته شاته