(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرلت ولې ختم شو

[19.Feb.2018 - 08:07]

پښتون قامي جرګه:پرلت ولې ختم شو ؟ ګټې یې څه وې ؟
میا فاروق فراق
زما ځینې برني روڼه جذباتیان کیږي چې دا پرلت څنګه ختم شو،دې باید دوام کړی وی ، زه دغو روڼو ته یوه خبره صفا کول غواړم چې دا پرلت دپاکستان دننه د میشته پښتنو سره د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو د بد وضعیت په تناظر کې یوازې اؤ یوازې حالاتو زیږولی پرلت ؤ چې مشري یې هیڅ یو سیاسي ګوند نه بلکې یو پښتون زلمي منظور پشتین کوله، هغه ځان سرا د ډیره اسماعیل خان نه د څو ملګرو قافله دپیښور په لاره پیاده اسلام اباد ته روانه کړه اؤ‌ بیا یې په زرګونو پښتنو ملاتړ وکړو اؤ اسلام اباد ته ورغونډ شول ، ددې ترڅنګ په سوشل میډیاهم دغه پرلت کې هر پښتون ښه په نره خپله برخه واخسته ، 
دغه پرلت د لمړۍ ورځې نه دپاکستان ریاست ته دا پینځه غوښتنې ایښې وې !
.........................................................
١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي
٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي
٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي
۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي
٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي
دغه پینځه واړه غوښتنې منل شوي اؤ دپرلت نتنظیمینو ته په لیکلې بڼه ضمانت ورکړل شوی چې تر یوې میاشتې به ټولو غوښتنو ته عملمي بڼه ورکړل شي...
................
دپرلت سمدستي ګټې څه وې ؟
دا چې ددغه پرلت دپیل کیدو راپدیخوا د سلو نه زیات هغه بې درکه کسان تر بیګاه شپې خپلو کورونو ته ورسیدل چې بې درکه کړل شوي وؤ...دا چې داسلام اباد د اقتدار ماڼو ته په لمړي ځل احساس ورکړل شو چې په دې خاوره کې پښتونه ته لاس اچول د ګواښ نه خالي نه دي ...دا چې په لمړي ځل پلازمینه اسلام اباد کې د زلمو د ازادۍ نعرې ووهلې ...دا چې لر اؤ بر پښتنو یو بل سره د مینو په ښودلو پښتون دښمنه قوتونو ته احساس ورکړو کرښې په زمکه شته خو زړونه د کرښو نه پاک دي.... اؤ دا چې پښتنو ته یې د راتلونکونکي دپاره یوه ډیره ښه بیلګه په لاس ورکړه چې که تاسو یو شئ نو د دډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته مو څوک د حیثیت نه انکار نه شي کولی ...
پاتې ستاسو په پټ احساس پوهه یم

-
بېرته شاته