(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:باچاخان ۳۰ تلین

[30.Jan.2018 - 07:07]

ننګرهار کې د خان عبدالغفار ۳۰ تلین یاد غونډه ترسره شوه .

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولایت مقام په همکارۍ او د ننګرهار پوهنتون په نوښت د پښتون قوم ستر مشر او د عدم تشدد سر لاري فخر افغان خان عبدالغفار خان د دیرشم تلین په یاد پراخه غونډه ترسره شوه .

یاده غونډه چې د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې د سلواغې په ۷مه جوړه شوې وه،سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد لاره غوره کړه او ټینګار يې وکړ،چې دنیا ته باید خپل پيغام د امن،ورورګلولۍ او سړیتوب په ژبه ورسوي .

هغه زیاته کړه،فخر افغان د خپلې خاورې او خلکو د ازادۍ په جرم  ۳۶ کاله په بند خونو کې تېر کړل،خو د خپلې پیل شوې مبارزې څخه لاس په سر نشو او د خپل ژوند په وروستیو کې یې داسې کار نامه ترسره کړه،چې نن هم د لرو بر پښتنو د تګ راتګ تړون ژوندی ساتل شوی دی، ننګرهار والي رسنیو سره په خبرو کې د خان عبدالغفار خان د مزار جوړیدو په موخه د خپلو جدي هلو ځلو څخه هم خبر ورکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل وویل، د باچاخان مبارزه په ملي او اسلامي اصولو ولاړه او د مګړۍ یې نظریه په نړیوال معنوي ځواک بدله شوې ده .

د جمهور رئیس پیغام په ټولنیزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار دوکتور لعل پاچا ازمون ولوست،چې په کې لیکل شوي وو،باچاخان د سویلي اسیا د تاریخ په اوږدو کې یو کم ساری شخصیت وو او ټول عمر یې له جهل،استبداد او بې انصافۍ سره مبارزه کړې وه، په پیغام کې زیات شوي وو،چې د باچا خان د ژوند طریقې او افکار به په پیړیو، پیړیو زموږ د خلکو او ټول انسانیت لپاره د لارې د مشال حیثت ولري .

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري فخر افغان د پښتون قوم فلیسوف یاد کړ،چې په وینا یې د ویناوو ترڅنګ یې د خپلې کړنلارې په برخه کې عملي ګامونه اخیستي او دا چاره یې په ملي او سیاسي شعور سره ترسره کړې ده .

د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني وويل،ټول افغانان د باچا خان د فکر پيرویان دي ځکه چې د هغه مبارزه د اسلام د اصولو له مخې پرمخ وړله، نوموړي زياته کړه باچا خان بايد يو ګوند پورې ونه تړل شي او د فکر عامولو په موخه يې په پل مزل وشي.

د کوزې پښتونخوا ليکوال او شاعر شمس بنیري او ډاکتر سهیل خان له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د باچا خان د ديرشم تلین په پار جوړه شوې غونډه کې يې سره راټول کړل او زیاته یې کړه، چې د باچا خان د ارمانونو پوره کولو په موخه بايد کوزه او بر پښتانه سره د ورورولۍ لاسونه ورکړي.

د ولمسمشر د فرهنګي چارو سلاکار اسد الله غضنفر وويل، چې په شلمه پيړۍ کې د باچا خان پر مړينه د جنوبي اسيا هېوادونو خپل بيرغونه نيمه زوړند کړل او په وینا یې  باچان د ټولنې د اصلاح، د علم عامولو او پښتانه له بد حالت څخه د راویستلو په موخه یې ټینګه مبارزه وکړه او پښتانه باید د باچا خان لار خپله کړي.

ليکوال او شاعر شاه محمود مياخېل او دروېش دراني وويل، چې د عدم تشدد سرلاري عبدالغفار خان د پښتنو د روزولو په موخه ګڼ شمېر ښوونځي جوړ کړل او هم يې پښتون قوم د استعمار او فقر څخه د ژغورنې په موخه ګڼې هڅې وکړې.

په دې غونډه کې د نورو ویناوالو ترڅنګ د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئيس زرین انځور،د کندهار،هرات،البیروني او د ننګرهار پوهنتتون استادانو،د ولایتي شورا یو شمیر غړو،د بلوچستان د پښو اکاډمۍ مشر محمد عارف،د کوزې پښتونخوا د بېلابېلو اکاډمیکو مرکزونو استادانو،میرمنو،اهل هنودو،مخورو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

خان عبالغفار خان په اتلس سوه نویم کال د جنورۍ په شلمه نیټه د پېښور د هشنغر په اتمانزو کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د عدم تشدد پر وړاندې د سترې مبارزې وروسته د ۱۹۸۸ م کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د پېښور په لېډي رېډينګ روغتون کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم يې په جلال اباد کې خاورو ته وسپاره.

روح دې ښاد وي .

ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

-
بېرته شاته