(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېريانو شرط

[03.Jan.2018 - 17:21]

د پېريانو شرط

ليکوال: عبدالنافع همت

شينكۍ به تل پېريانو نيوله. كله چي به پر هغې دغسي حمله راغله، نو پر ځمكه به اوږده وغځېده، تر خولې به يې ځګونه راغلل، پښې او لاسونه به يې كاږه شول او كله- كله خو به يې ګډي وډي خبري هم كولې. خلكو به ويل چي دا د هغې خپلي خبري نه، بلكي د هغې د پېريانو خبري دي. پېريانو به كله ويل چي موږ مسلمانان يو او كله به يې ويل چي كافران يو، همدا اوس د قاف له غره څخه راغلو او كله به يې نورې خبري كولې.

 

د شينكۍ د خبرو پر مهال به د شينكۍ د شا و خوا کورونو ښځي راټولي شوې او هري يوې به د خپلو ستونزو په باب پوښتني ځني كولې. په دې كي به د ناروغانو، وركو خپلوانو، وركو شيانو او داسي نورو په اړه پوښتني كېدې، خو د شينكۍ مور به بيا داسي ويل: ”اى ظالمانو! تاسي زما لور ولي ځوروئ؟ له خدايه نه ډارېږئ؟ اخر تاسي له موږ بېچاره ګانو څه غواړئ؟

 

پېريانو به كله ويل چي سره غواړو، ياني يو شى حلال كړئ او كله به يې بيا نور څه ويل. د شينكۍ مور په وار- وار يو چرګ حلال كړ او د پېريانو لپاره به يې همداسي روغ- رمټ بام ته وغورځاوه، خو په دې خيراتونو هم د شينكۍ ناروغي ښه نه شوه. مور يې شينكۍ پر ډېرو زيارتونو، پيرانو، تعويذګرو او ډاكټرانو وګرځوله، خو هيڅ ګټه يې ونه كړه. يوه ورځ تر بلي ناروغه كېده او رنګ يې لکه ژيړ زعفران داسي واوښت. مور يې نه پوهېده چي شينكۍ څه ډول ناروغي لري؟

 

يوه ورځ چي شينكۍ پېريانو نيولې او د پخوا په پرتله يې ډېره په تكليف كړې وه، مور بېچاره ګۍ يې سخته وارخطا شوه او د پخوا په شان يې وويل: ”اى ظالمانو! ولي نه راته واياست چي تاسي له موږ بېچاره ګانو څه غواړئ؟

 

تر ډېررو مودو وروسته اخير پېريانو خپل اصلي شرط په ډاګه کړ او ويې ويل: كه تاسي زموږ يو شرط ومنئ، نو زموږ دي د سليمان (ع ) په ګوتمۍ قسم وي، چي بيا به په ټول ژوند كي شينكۍ و نه ځوروو.

 

د شينكۍ مور، چي د خپلي لور ناروغۍ ډېره ځورولې وه، خوشاله شوه. ويل ستاسي هر شرط پر غبرګو سترګو منو. دغه يو د سرو زرو وښی چي زما د مور د لاس نښه ده او ما خپلي مږور ته ساتلی دی، سمدلاسه يې خرڅوم، خو مقصد چي زما لورکۍ جوړه شي. وواياست څه شرط لرئ؟

 

پېريانو وويل: ”شينكۍ، ستاسي ګاونډي جانان ته وركړئ، خو که مو له جانان پرته بل چا ته ورکړه نو موږ به نه هغه هلک او نه شينکۍ ژوندۍ پرېږدو“.

-
بېرته شاته