(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنړۍ خطرناکې او

[22.Nov.2017 - 18:39]

دنړۍ خطرناکې او مرګونې پولې!

ژباړه: جنت ګل ځاځی

دډيورنډ؟ 

دډيورنډ کرغېړنه پوله چی ۲۴۳۰ کيلومتره اوږدوالی لري،دافغانستان او پاکستان ګډه پوله ګڼل کيږي،چې دنړۍ يو له خطرناکو پولو څخه ګڼل کيږي.

دويم: دشمالي کوريا او سويلي کوريا ګډه پوله:

داپولهذ۲۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري ،او ددواړو هيوادونو ترمنځ نظامي ځواکونه په ګڼ شمېر سره ددې پولې پر سر ځاي پرځاي ډي،تر يوميليون زيات ماينونه هم پکې ځاي پر ځاي شوي دي.

۳: دشمالي کوريا او چین ګډه پوله:

دا ټوله ۱۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري،دشمالي کوريا څخه ډير کډوال له هم دې پولې تېريږي،او چين ته ځان رسوي،که څه هم شمالي کوریا دولت پريکړه وکړه چې ددې پولې په اوږدو کې ديوال جوړکړي،دچين او شمالي کوریا اړيکې ښې نه دي.

۴: دسوریې او اسرایلو ګډه پوله:

داپوله اتيا کيلومتره اوږدوالی لري اود ۱۹۶۷ز کال څخه راپه دې خوا تراوسه پورې داسرايلو او سوريې ترمنځ په دې پوله شخړې روانې دي..دجوان لوړې سيمې داسرايلو ترنېواک لاندې راغلي دي.

۵:

دهند او پاکستان ګډه پوله.

دا ټوله دوه زره اته سوه کيلومتره اوږدوالی لري دری ځله په دې پوله باندې د هنداو پاکستان ترمنځ جکړه پېښه شوې ،او نږدې ۱۱۵زره کسان په دې سيمه کې وژل شوې دي،ددواړو هيوادونو ترمنځ پرپوله وخت ناوخت شخړي پیښیږي.

۶:

دمکسيکو اوامريکا ترمنځ ګډه پوله.

داپوله ۳۱۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري،چې په تېرو دريو کلونو کې دمکسيکو هيواد کې څلويښت زره کسان وژل شوي دي،چې نيم يې پردغه پوله وژل شوې دي.داوژنې دمخدره توکو مافیايې کړيو ترسره کړې دي.

۷:دسويلي سوډان او شمالي سوډان ګډه پوله.

داپوله ۲۲۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري،دسوډان په سويل کې د جګړې د پیل. وروسته د دارفور په سيمه کې ماينونه ځاي پرځاي شول.چې دشمالي او جنوبي سوډان دوې سيمې یې رامنځته ته کړې.دغه جګړې دسوډان دفوځ او بېلتون غوښتونکو ترمنځ وې.

۸:

دکلمبيا او وېنزوېلا ګډه پوله.

نوموړې پوله دوه زره کيلومتره اوږدوالی لري،دمخدره توکو ګړۍ،او غولول شوي ډلې په دې پوله تګ راتګ کوي،دغه دوه دسويلي امريکا هيوادونه يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 

دنړۍ سياسي جغرافيه

ليکوال. پوهاند روميان

ژباړن: جنت ګل ځاځي

-
بېرته شاته