(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نصرالله خان نصر

[22.Nov.2017 - 18:31]

د نومبر د مياشتې 21 مه نيټه  ( کال 1965 ) کښې " بابائے پښتو " نصرالله خان نصر د خپل "دارالتصنيف "په بآﻻخانه ( د پکچر هاوس سنيما په شا بابو حيدر روړ محله جنګۍ ) کښې په رڼآ ماښام قتل کړے شو , هاغه نصر چا چې پښتو ژبه په نشت وسائلو کښې په خپلو تحقيقي او تخليقي پېرزونو پوره او مړه کړه , چا چې دوه اوښ بآرونه کتابونه پښتو کښ  اوليکل او بيا يې مفت دهاغه وخت دپښتونخوا په سکولونو کالجونو کښې تقسيم کړل , هاغه نصر چې په رياست " امب " کښې پښتو زبه سرکاري او درباري اوګرزوله , هاغه نصرچې په 1948 کښې د لرې او برې پښتونخوا د نوموړو ليکوالو لخوا د پېښور په عجايب ګهر کښې ورته د " بآبآئے پښتو " پټکے په سر کړے شو ( په دے مشاعره کښې سمندر صېبحمزه صېب , خليق صېب, کوثر صېب خادم صېب او استاد بې نوا غوندې ليکوال موجود وو) ,,,,,,, او هاغه نصر چې لر بر ليکوال به يې د پښتو په يو پوزي راټولول چې کله په 21 نومبر د پښتو د محبت په تور قتل کړے شول او په 22 نومبر يې د ماښام بانګ نه لږه مخکښې د " تهکال " د کور نه حناوه اوچته شوه نو د دومره معتبر پښتون  د " ټولې پښتو د پلار " په جنازه کښې سيوا د سپين ګيري عبدالخالق خليق نه بل يو شاعر اديب هم نۀ ښکاريدو , هاغه چې د "ادبي ټولي " په مشاعرو کښې به د سونو په شمېر د داد د واه واه د پاره شامل وو  هغوي د خپل " شهيد پښتونصر د جنازې مونځ ته هم ملاګانې ماتې وې ( د دے مفصل فرياد پحقله اوګورئ زما کتاب " جنازې " تقريبآ دا رويه د هر پښتون ليکوال سره شوې ده ) ,,,,,, بيا بله لويه حادسه دا چې په دے 47 کالو کښې پرې نۀ په لره او نۀ په بره پښتونخوا کښې  کم سرکاري او دلباري تقريب شوے دے نۀ يې په کار زيار خدماتو او مظلوم مرګ چا کتاب اوليکلو ( ما پرې د " خليل اولسي ادبي جرګې د سيوري لاندې هاغه وخت کښې درے سيمينارونه کړي وو چې يو ډېر لوے پکښې د پېښور صدر په " پېراډئيز هوټل " کښې هم وو او يو کتاب پرې د ريډيو پاکستان د هغه وخت ډئريکټر فقير حسېن ساحر په اردو کښې د " بابائےپشتو " په نوم هم ليکلے وو ) افسوس چې اوس د کتاب دمطالعې نه لرې دا کيسټي او فيس بکي شاعران د "پښتو " هاغه محسن هاغه نصرالله خان نصر هم نۀ پېژني چا چې د دوئ د کور او مور د.ژبې د خدمت په خاطر وادۀ هم اونکړو چې ګنې بيا به رانه دا دتاريخونو او تهزيبونو ژبه سر توره او نيمګړې پاتې شي ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, نصر صېب مونږ تا او ستا پښتونولې ته ټيټ سترګي يوو / صابرشا صابر 21 نومبر

 

(يادګيرنه کۀ درنو ملګريو نن صرف زما دا پوسټ هم د" پښتو" او.نصرالله خان نصر صېب د وينې احترام کښې د خپل خپل وال دوستانوسره شئير کړو نو کيدي شي چې هېر شوے د پښتو پلار د نوي نسل پښتانۀ د نوم تر حده خو اوپېژني  

 صابرشاه صابر 

مننه

-
بېرته شاته