(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

الهام الدین قېام

[06.Nov.2017 - 12:23]

شاعر او لیکوال قیام

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

 دپښتو ژبې لیکوال او نومیالی شاعر ښاغلی الھام الدین قیام د ارواښاد مولوي قیام الدین زوی دی چې د۱۳۳۳لیږدیز/هجري کال د سلواغې دمیاشتې په شپږمه نېټه چې د۱۹۵۴ زیږدیز/میلادي کال د جنورۍ دمیاشتې د ۲۵نیټې سره سمون خوري د خوست ولایت د صبریود ولسوالۍ د نورۍ کلي کی زیږیدلی دی. پلاریې ھغه وخت د صبریودنورۍ کلي د جامع جومات خطیب اود دیني علومومدرس و. نوموړی د ۱۳۴۳لیږدیز/هجري کال په پسرلي کی د خوست په غرغښت لیسه ( های سکول ) کی شامل شو او ورسره ورسره یې د خپل عالم پلارنه د اسلامي علوموزده کړو ته دوام ورکړاود قرآنکریم د ژباړې اوتفسیرترڅنګ یې د فقھی،نحوې،صرف اونظم ډېرکتابونه ولوستل.

ښاغلی قیام صیب په ۱۳۵۲کال کی له غرغښت په لیسه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې اود ۱۳۵۳زیږدیز کال د غوايي په میاشت کی د کابل پوھنتون د اقتصاد پوھنځی ته شامل شواو د۳۵۶کال د سلواغې په میاشت کی د ھغه پوھنځی د سوداګرۍ،پیسواوبانکدارۍ له څانګې فارغ شو.

د ۱۳۵۷لیږدیز کال د وري په میاشت کی دسرتیرۍ دندې د ترسره کولولپاره د احتیاط ضابطانوپه تعلیمي غونډ کی شامل اود ھماغه کال د وږي په میاشت کی یې د احتیاط ضابط ترخیص ترلاسه کړ.د ھمدې کال د تلې په میاشت کی په افغانستان بانک کی د تدقیق اومطالعاتود غړي په توګه په کاروګومارل شو.د ۱۳۵۸لیږدیز کال د زمري د میاشتې نه دهما غه کال د جدي ترشپږمې نیټې پورې د کابل د پلچرخي په جیل کی بندي و.د ھمدې کال په جدي کی د افغانستان بانک د خپرونوآمراود افغانستان بانک مجلې مسئول مدیروټاکل شو.

په ۱۳۵۹لیږدیز کال کی د باندینیوچارود وزارت په چوکاټ کی د دپلوماسۍاوپروتوکول انستیتیوت کې شامل اوتریوکلنۍ زده کړووروسته یې دھغه انستیتیوت بری لیک ترلاسه کړ ، خود کورنیوستونزوله کبله یې په ھغه وزارت کی کارپریښود اوبېرته په افغانستان بانک کی خپلې پخوانۍ دندې ته ور ستون شو.

د ۱۹۸۲زیږدیز کال د فبروري په میاشت کی د لنډمھاله بانکي اومالي زده کړولپاره د امریکاد واشنګټن په ښارکی د پیسود نړیوال صندق په انستیتیوت کې شامل اوپه بریالیتوب سره د ھماغه کال د اپریل په میاشت کی کابل ته راستون شو .د ھمدې کال د جون په میاشت کی د بانکونود استھلاکي اوپراتیفونود رئیس په توګه وټاکل شو.د ھمدې کال په پای کی بېرته افغانستان ته راستون شواود بانک په مختلفوبستونوکی ترکارکولووروسته د۱۹۸۴کال په نوامبرکی د افغان ملي بانک د ریاست د سلاکارپه توګه وګومارل شو.د ۱۹۸۵کال د مارچ په میاشت کی د افغان ملي بانک د نیویارک په نمایندګۍ کی د مرستیال په توګه ھلته ولیږل شو. د ۱۹۸۶په پای کی بېرته ھیواد ته راستون شو اود افغان ملي بانک په بیلا بیلو بستونوکی ترکارکولووروسته د ۱۹۸۸کال د اپریل په میاشت کی د ھمدې بانک د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د ۱۹۹۰کال په نیما یي کی د ملي بانک د رئیس په توګه وټاکل شو اود۱۹۹۲کال ترلومړیوپوري په ھمدي دنده کی پاتي شو.

د ۱۹۹۲کال د ګډوډیود پییل نه تراوسه د آلمان ھیواد د فرانکفورت د ښارترڅنګ د والدورف په کوچني ښارکی اوسیږي له ھغه وخته یې د خپلې وسې سره سم په بیلا بیلو کارونوبوخت دی دي، خودی وایی چې په دغه موده کې یې د کوم ویاړاحساس پکی نه دی خپل کړی.

ښاغلی قیا م صیب واده کړی دی ، درې زامن اودرې لورګانې لري چې .ټولوېې لوړې زده کړې کړي دي اوټول په جرمني کی اوسیږي.

ښاغلی قیام صیب وایی پخوامې شعرنه دی لیکلی، خود ۲۰۰۶کال د می په میاشت کی ھغه وخت چې دپښتو ژبې دستر محقق او عالم ښاغلي ارواښاد محمد صدیق روھي جنازه له جرمني نه افغانستان ته لیږدول کیده، احساسات راباندې غالب شول اود غونډې انانسرته می ولیکل :

د خوست خاورې بختورې

واوره زیری ناخبرې

له تاورک زوی درځي بېرته

له خوښۍ وایه سندرې

ستاد غېږې په آرمان دی

پرې راتاودې کړه وزرې

ښه په مینه غېږه ورکړه

روھي درغی له لرې

اوترھغه وروسته دویم شعریې د حج د مراسموپه وخت کی د ۲۰۰۷کال د جنوري په دریمه چی د عرفات په ورځ د عرفات د غره په سرکی لیکلی دی چی یوه اوږده دعایه ده .لومړني دوه بیتونه ېې :

خدایه سوال کومه تاته،راپوره مې یوآرمان کړه

په ایمان نیمګړی نه یم خولاټینګ مې په ایمان کړه

چی پیغورد بی ننګۍ می اودوته پاتې نه شي

ھمت راکړه غیرت راکړه،ماد پلارپه شان افغان کړه

ترھغه وروسته ښاغلي قیام صیب په پرله پسې توګه شعرلیکنې ته مخه کړی ده اوغواړي چی د شعرله لارې د ولسونواوپه ځانګړې توګه د ځوانانوپه را ویښولوکی خپل افغاني اوپښتني رسالت سرته ورسوي اود سولې په پلوۍ اود جګړې په ضد مبارزه وکړي .

دایې هم دشعر ځینې نورې بیلګې دي چې دفیسبو ک آغلو اوښاغلو دوستانو ته یې وړاندي کوم:

افغانستان

څومره ښکلی اوسمسورافغانستان دی

تل پخپل ښایست مشھورافغانستان دی

که د سولې له نعمته برخوردارشي

د جنت ښکلی انځورافغانستان دی

میړني غیورقومونه پکی میشت دي

د باتوروخلکوکورافغانستان دی

افغانان ورته د مورپه سترګه ګوري

ټول ملت ته لکه مورافغانستان دی

ترقیامته دې ژوندی وي لویه خدایه

د قیام د سترګو تورافغانستان دی

ا۰قیام

30/04/16

ای د جھاد مدعیانو!

تاسوخپل وطن خپل کوربولئ که نه ؟

خپله خاوره خپله موربولئ که نه؟

د مورکۍ د ځان ساتنه اوپالنه

لکه فرض په ځانوپوربولئ که نه؟

پنجابیان مود مورسپکې ته راغلي

د مورسپکه خپل پیغوربولئ که نه ؟

پدې تورشیطان موڅومره باوروکړو

داباورموخپل قصوربولئ که نه؟

پښتانه موله خپل کورپه زورشړلي

داخواران جنګ ته مجبوربولئ که نه ؟

د اشغال اواشغالګروپه ضد دلته

اوس ملي (قیام) ضروربولئ که نه؟

ا۰قیام

20/06/16

ای خلکو !

تاسوته داتورتورکارغان ولې بلبلان ښکاري؟

تورګُنګوټان ولې درته تور توربوراګان ښکاري؟

څوپورې به خپل وروڼه پردي اوپردي خپل بولئ؟

څوپورې به واړه دښمنان درته دوستان ښکاري؟

څوپورې به تاسولا د ھرکوډګرپه لاره ځئ؟

څوپورې به ھرشیطان لاتاسوته انسان ښکاري؟

څوپورې به تاسود ھرچا ظاھرلباس ګورئ ؟

څوپورې به ھرژنده پوش تاسوته نادان ښکاري؟

څوپورې به تاسی د ژوند ھرڅه سرچپه وینئ؟

څوپوری به ھرپاګل سړی درته لقمان ښکاري؟

تاسو به ترڅوپورې د ورورقاتل اتل بولئ؟

څوپورې به داقاتلان تاسوته غازیان ښکاري؟

زه قیام حیران یم خلکوکله به پرې سوچ کوئ؟

څوپورې به تاسوته پردي خلک خپلوان ښکاري؟

ا۰قیام

زمونږد کلي

چورکړي جګړه ماروده ښکلا زمونږد کلي

لوټماروھرڅه وړي دي په غلا زمونږد کلي

راغلي یزیدیان دي مونږپه خپل کلي کی وژني

اوس ځکه جوړه شوي کربلا زمونږد کلي

جګړې رانه د کلي مدرسه اومکتب وران کړل

ځوانان ېې کړل په چرسومُبتلا زمونږد کلي

د توروشیطانانوتورفوځونه په چورراغلل

دیره اوجومات دواړه شول تالا زمونږد کلي

پخوابه په کوڅوکی ښکلي پیغلې ګرځیدلې

راغلي نن کوڅوته ده بلا زمونږد کلي

ھغې چی په ټول ژوند کی به ېې سپین کالي آغوستل

نن تورکالي آغوستي دي ملا زمونږد کلي

ھغې چی پدې چم کی ځان مجنون مجنون کولو

په نوروخلکوچورکړه نن لیلا زمونږد کلي

راټول شئ کلیوالوچی په ټولوېې سنګسارکړو

په کورکی چی دښمن ساتي دالا زمونږد کلي

په ھغولعنت ووایو،په مخ لاړې ورتوکړو

ھرچا چی ورانه کړیده کلا زمونږد کلي

راځئ چی د جګړې په ضد په ګډه قیام وکړو

د سولې جنډه بیرته کړوبالا زمونږد کلي

الحاج الھام الدین قیام

09/11/15

زمونږد کلي

چورکړي جګړه ماروده ښکلا زمونږد کلي

لوټماروھرڅه وړي دي په غلا زمونږد کلي

راغلي یزیدیان دي مونږپه خپل کلي کی وژني

اوس ځکه جوړه شوي کربلا زمونږد کلي

جګړې رانه د کلي مدرسه اومکتب وران کړل

ځوانان ېې کړل په چرسومُبتلا زمونږد کلي

د توروشیطانانوتورفوځونه په چورراغلل

دیره اوجومات دواړه شول تالا زمونږد کلي

پخوابه په کوڅوکی ښکلي پیغلې ګرځیدلې

راغلي نن کوڅوته ده بلا زمونږد کلي

ھغې چی په ټول ژوند کی به ېې سپین کالي آغوستل

نن تورکالي آغوستي دي ملا زمونږد کلي

ھغې چی پدې چم کی ځان مجنون مجنون کولو

په نوروخلکوچورکړه نن لیلا زمونږد کلي

راټول شئ کلیوالوچی په ټولوېې سنګسارکړو

په کورکی چی دښمن ساتي دالا زمونږد کلي

په ھغولعنت ووایو،په مخ لاړې ورتوکړو

ھرچا چی ورانه کړیده کلا زمونږد کلي

راځئ چی د جګړې په ضد په ګډه قیام وکړو

د سولې جنډه بیرته کړوبالا زمونږد کلي

الحاج الھام الدین قیام

09/11/15

!افغانه 

داڅه کانې په تا وشوې،دا چا وکړې افغانه؟

چی ھرڅوک پخپل کورکی تارانیسي له ګریوانه

داڅوک دي چی کوڅوته دې د بل په زورراغلي؟

داڅوک دي چی ېې ستاد ژوند جونګړه کړه درورانه؟

د دوست په نوم دښمن دې پیژندلی دی که ندی؟

یولنډ ځواب خوراکړه نن تپوس کوم له تانه

ھروخت دې د خپل ځان په ضد (قیام)ته ملاتړلي

تراوسه ھم پخپلوکړووړوھیڅ نه ېې پښیمانه ؟

الحاج الھام الدین قیام

12/10/2015

افغانان یو

افغانان یو، افغانیت موګډ غُروردی

ھرافغان ته بی غروره ژوندپیغوردی

افغانیت یی ھرافغان ته دژوندویاړدی

افغانیت دھرافغان دژوند دستوردی

ددی خاوری ټول قومونه افغانان دي

دلته ھرقوم دبل قوم سکنۍ وروردی

داوطن دھرافغان بچي وطن دی

داوطن دافغانانوګډ سترکوردی

څوک چی داوطن په بل خرڅول غواړي

دا آرمان یی لانیکووړئ تر ګوردی

څوک چی داغیورملت په خیلوویشي

یادښمن دی،یادکوم دښمن مزدوردی

افغانانوته اوس خپل دښمن معلوم دی

ھردښمن یی دشیطان په څیرمنفوردی

دقومونوترمنځ ټینګ ملی وحدت دی

څوک چی دوی بیلول غواړي،مخ یی توردی

افغانان دھغه چاپه ضد قیام کړي

چا که دوی ته دنفاق راوړئ اوردی

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۱/۱۲/۲۰۱۳

افغانه !

څوک چی یوافغان له بل بیلول غواړي

دوی موخاوره په ټوټو ویشول غواړي

څوک چی نن له خپل ملي ھویت منکردي

دوی زمونږد ټینګ وحدت شړول غواړی

څوک چی زمونږله دښمنانودستورآخلي

په دستوریی ګران وطن ورانول غواړي

د پلمو په سریی ھره ورځ جنجال وي

د ملي غرور د جرړو ایستل غواړي

دلالان دي بیایی دام دی غوړولی

زمونږخاوره په پردوخرڅول غواړي

په تاږغ کوم افغانه ! سم یی واوره

چی وطن دی په میړانه ژغورل غواړي

خدای یوبل آزمون په تا باندې راوستی

بیا د حق په لارکی ستا آزمویل غواړي

په توپک باندی د توری وخت تیرشوی

په دښمن بری قلم خوځول غواړي

د قلم په توره جنګ ته ځان تیارکړه

د وطن دښمن ضرورماتول غواړي

دا دې وخت دی په ملي ( قیام) راووځه

ګران وطن دې له دښمن خلاصول غواړي

الحاج الھام الدین قیام

28/ß8/2014

افغان

افغان ھغه لوی ارزښت دی

چی زمونږپکی درنښت دی

دازمونږد ھویت نوم دی

دا زمونږملي جوړښت دی

اوس ھم یو واحد ملت دی

د چا خوښ دی که یی زښت دی

ا۰قیام

12/12/2014

افغان

زه افغان یم بد لولی مې څوک نه شي

غلام نه یم خرڅولی مې څوک نه شي

زه د حق په لارد خپل منزل په لوري

ځم په وړاندې درولی مې څوک نه شي

د نړۍ شیطانان ټول که یوځای راشي

پر مخ درومم ستنولی مې څوک نه شي

زماد وینې له ھرڅاڅکي لښکرجوړشي

که مې وژني ورکولی مې څوک نه شي

که د ټول جھان لښکرې جنګ ته راشي

پوخ مورچل یم نړولی مې څوک نه شي

د نړۍ ښکاریان که ټول راپسی راشي

ھغه بازیم چی نیولی مې څوک نه شي

که ژوندی مې ترمرۍ خېټې ته تیرکړي

سورانګاریمه زغملی مې څوک نه شي

که ھرڅوک مې پاس په سروھي قیامه

سندان جوړیم ماتولی مې څوک نه شي

الحاج الھام الدین قیام

02/09/2015

افغانیت زماغرور

زه سپین ته سپین اوتورته توروایم

شنه ته تل شین اوسره ته سوروایم

زه ټول پردي خلک پردي بولمه

خوھرافغان ته سکه وروروایم

په کورد ننه کورګي نه پیژنم

افغانستان ته موګډ کوروایم

چی افغانان څوک په خېلونوویشي

ورته د کوم دښمن ماموروایم

زه قیام تل په افغانیت مین یم

ورته مدام د ځان غروروایم

الحاج الھام الدین قیام

08/09/2015

عاشق

نه فرھادیم،نه مجنون،نه آدم خان یم

نه یوسف،نه فتح خان،نه مومن خان یم

زه مین د چا په تورو سترګونه یم

خوپه خپل وطن مین یمه،افغان یم

دسروشُنډو،توروزلفوعاشق نه یم

زه قیام عاشق په ګران افغانستان یم

الحاج الھام الدین قیام

ای آسمانه

له آدم نه رانیولي، تردی دم

په انسان زیاتیږي،ورځ په ورځ ستم

ته له پاسه دلته ھروحشت ته ګوری

آفرین شه ای آسمانه ستاپه زغم

انسانان نوردلته ژوندکولای نه شي

اوس له دی دنیا جوړ شوی جھنم

ته دھرظُلم شاھد یی،ای آسمانه

زه که ته وای،له غُصی به چاودیدم

مابه دومره ناروا زغملي نه وای

لکه تندر به پری ښکته رالویدم

دانړۍ می له دی ظلمه خلاصوله

زه دھرظالم په سرراغورځیدم

مادھرظالم ماڼۍ ورسوځوله

لکه اوریی په قصرونولګیدم

چی دھرقاتل په سرمی سوراوربل وای

بیابه نه وای دلته کورپه کورماتم

مادځمکی،ھرکوچنئ خدای ورکولو

خلاصولومی له شره ټول عالم

دتورتم ھریوقاصدمی په سرویشتو

ورکولومی له دی نړۍ تورتم

مادمینی ھردښمن له منځه وړلو

ختمولومی دکرکی ھر رقم

بیابه دلته داظالم اومظلوم نه وای

تنګ به نه وای له خپل ژوندبنی آدم

یوبه خدای وای،یوبه مونږوای ای آسمانه

ټول به یوځای تلودخدای په لاره سم

په اتفاق به په قیام خدای ته ولاړوای

څومره ډیربه وای دخدای په مونږکرم

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۲۶/۱۱/۲۰۱۳

ساقي !

ھله اوچت شه لږتلوارکړه ساقي

ژرشه جامونه راکتارکړه ساقي

ستاپه بل کارکی ھیڅ کارنلرمه

خونن زماپه طبعه کارکړه ساقي

ما په مودو مودو خندلي ندي

نن مې خنداته سم تیارکړه ساقي

د یارغمونه نورزغملی نشم

ما له غمونو لږ وزګارکړه ساقي

سورسترګیه تاته مې پناه راوړي

نن په شرابوما خمارکړه ساقي

کوم وخت چی نورد جګیدلونه یم

ځان مې په غیږکی راګوزارکړه ساقي

د جمعې شپه ده ، د سھارپه آذان

ما خپل قیام ته رابیدارکړه ساقي

ا۰قیام

25/03/15

ساقي!

ستاجام نن بې مزې دی خوندورندی ساقي

پوھیږم چی په ما دې ھیڅ نظرنه دی ساقي

لاویښ یم د خپل یارواړه غمونه راسره دي 

لیدلی مې لا ستا د جام اثرنه دی ساقي

ماتاته ھیله راوړه چی غمونه رانه ھېرکړې

له سرنه مې ھیڅ غم ھم لا بھرنه دی ساقي

د یارد غم لښکرمې پاس د زړه په سردیره دی

چاودیږي نورله غمه زړه خوغرنه دی ساقي

ھرڅوک راباندې خاندي لیونی ورته ښکاریږم

ھیڅوک مې ھم د زړه له حال خبرنه دی ساقي

څونورجامونه راکړه لابیداریم چی ویده شم

اذان ته لا وخت پاتې دی سحرنه دی ساقي

د غم راباندې زوردی زه قیام ملامت نه یم

لیدلی مې څوکاله خپل دلبرنه دی ساقي

ا۰قیام

07/03/16

ساقي!

نه دې تېراخلاص شته،نه دې مینه شته

ستا له یارانې مې زړه تورشوی دی

نه پکې نېشه شته،نه خمارساقي

ستا له پیمانې مې زړه تورشوی دی

ھربی خونده جام ته بھانه لرې

ستا له بھانې مې زړه تورشوی دی

نورراته جامونه نذرانه نکړې

ستا له نذرانې مې زړه تورشوی دی

زه قیام به دلته نوره نه راځم

ستا له میخانې مې زړه تورشوی دی

ا۰قیام

01/03/16

طالب

په ټول ژوند کی ېې چوغکه ویشتي نه وه

ھیڅ مورغۍ ېې په غولکه ویشتي نه وه

له خپل خدای نه دومره وېره ورسره وه

چی له وېرې ېې شیشنکه ویشتي نه وه

د دوزخ له اوره دومره ترسیدلو

چی له ترسه ېې سېرلکه ویشتي نه وه

له ژوندي موجود ېې ساه آخیستي نه وه

پخپل لاس ېې زیرزیرکه ویشتي نه وه

مونږبه ھررنګه مرغۍ په کاڼوویشتې

طالب جان خواوربلکه ویشتي نه وه

د خدای دومره بی آزاره یوانسان وو

چی په تیږه ېې شنه ځمکه ویشتي نه وه

اوس په غټ راکېټ سړي ولي قیامه

چا چی کله ھم زیړکه ویشتي نه وه

ا۰قیام

26/06/16

ټنګ ټکور

چی د پیو یو ډک جام وي

له سوکړکویوډک شکوروي

په دېره کی یاران ټول وي

په ټول کلي کی ېې شوروي

ھم منګی وي ھم رباب وي

ښه په درب کی ټنګ ټکوروي

داسې وخت دې خدایه راشي!

ا۰قیام

08/05/16

توپک اوکتاب

د ګناھونو خریدارېې که ثواب غواړې ؟

ځانته جنت له خدایه غواړې که عذاب غواړې؟

په سردې کومه سیوره غواړې،کومه ښه ده درته؟

د تورکارغه سیوره په سرکه د عقاب غواړې؟

په سپیره دښته کی له تندې په لارتللی نشې

ځانته سراب غواړې لارویه که دریاب غواړې؟

چا درته یوجام د شرابو،بل د زھروایښی

ته به د زھروجام اوچت کړې که شراب غواړې؟

دلته طبیب اوقصاب دواړه سپین کالي آغوندي

د ځان درمان ته دې طبیب اوکه قصاب غواړې؟

توپک دې مرګ ته ھڅوي خوکتاب ژوند دربخښي

لادې ھم تورتوپک په کاردی که کتاب غواړې؟

د تورتوپک د لاسه ټولې ھدیرې ډکې شوې

شمېرېې میلیونوته رسیږي که حساب غواړې

ستادې قسم وي نن قیام ته ھرڅه سپین ووایه

په ډزمین ېې که یوخوږترنګ د رباب غواړې؟

ا۰قیام

09/05/16

ولسمشره!

ته ھرزاغ ته بلبل واېې خومونږنه

ھراغزي ته سنبل واېې خومونږنه

مونږته ھرګل اوبوکاڼه رامعلوم دي

ته بوکاڼې ته ګل واېې خومونږنه

اوس ورستې وړۍ زلفان درته ښکاریږي

ته ھغوته اوربل واېې خومونږنه

مونږپه ھرقاتل نفرین اولعنت وایو

ته قاتل ته اتل واېې خومونږنه

مونږله ھرجلاد نه کرکه اونفرت کړو

ته جلاد ته ھم مل واېې خومونږنه

چاچې دلته د تورتم سیلۍ راوړي

ته ھغې ته مشعل واېې خومونږنه

چاچی ھروخت په مونږزھردي څښلي

ته ېې جام ته عسل واېې خومونږنه

رقیبانو پخپل جام کې زھردرکړل

دې پیالې ته درمل واېې خومونږنه

پدې لوري چی روان ېې منزل ندی

ته دېخوا ته منزل واېې خومونږنه

بس زمونږپه منځکی دومری یوتوپیردی

ته آخرته اول واېې خومونږنه

د رقیب په ضد مونږ ټولو قیام کړی

ته رقیب ته ھم خپل واېې خومونږنه

ا۰قیام

14/03/16

وژل شوی جنګسالارعبدالعلي مزاري ته د ولسمشرله خواد ملي یووالی

.د شھید د لقب د ورکړې په تړاو

عجیبه ښار

څه عجیبه ښاردی پکی خاص اوعام معلوم نه دی

ھیچا ته پدي ښارکی د چا مقام معلوم نه دی

دلته غلامان ھم د پاچا په ګدۍ پاس کیني

ھرسړی پاچادی پکی ھیڅ غلام معلوم نه دی

ھرمقتدي دلته ځان امام بولي،محراب ته ځي

لا د دې ښارخلکوته اصلي امام معلوم نه دی

ھرسړی لیډردی پدې ښارکی پیروان لري

ھیڅ لیډرته دلته د خپل ځان مرام معلوم نه دی

څوپردي راغلي پدې ښارکی ښاریان نه پریږدي

ھیڅ ښاري ته دلته د دې حال انجام معلوم نه دی

داسې سړي ھم شته چی په نورو حکومت کوي

ځان د دې ښارنه بولي اودوی ته قام معلوم نه دی

یوچا پدې ښارکی د خپل ځان په ضد قیام کړي

ښکاري چی دې خلکوته ېې خپل قیام معلوم نه دی

ا۰قیام

26/08/16

پښتونه !

پښتونه تاته ھرپردي په لاس کی بم درکړی

د خوشالۍ په نوم ھرچا درته یوغم درکړی

تا د پردي ملا په خوله تکفیرکړو، ودې واژه

چاچی په لاس کی د توپک په ځای قلم درکړی

تا په پردي خنجرد ھغه چا لاسونه پرې کړل

چا چی په لاس کی پرھرونوته ملھم درکړی

خدای خود عقل په ھدیه کی تبعیض ندی کړی

چی بل ته زیات اوتنھا تاته ېې لږکم درکړی !

لږدې پخپلوکړنوسوچ وکړه،پرې غوروکړه

تاته ھم خدای عقل په تول د بنیادم درکړی

ولې دې ھروخت د خپل ځان په ضد(قیام)کړید؟

د وروروژنې جنګ ته چا درته قسم درکړی؟

ا۰قیام

24/08/15

پنجابه !

په شیطانت کی د شیطان ریښتینی یار وختی

ته پدی کارکی له شیطان نه ھم ھوښیاروختی

تا د ایمان غوری کولی ، ستاپه یاد دي که نه؟

پنجابه ته خو له ھر چا په ایمان خوار وختی

ستا په قضاکی انګریزي جج دی،قاضي نلری

ته دی د خپل بادار عمري فرمانبردار وختی

له پیدایښته دی د دین په نوم سوداکړیده

تاخوپه ھرکافراسلام خرڅ کړو ، غداروختی

تا د مفاد په نوم اسلام ته تل تاوان راوړی

ته د وفا په نوم اسلام ته جفاکار وختی

تاد ثواب په نوم مدام ستر ګناھونه کړی

تل دی ثواب ثواب په خوله وو،ګنھګاروختی

تا له تزویره، په ځان نوم څومره سپیڅلی ایښی

خوپه عمل کی له شیطان نه ھم مرداروختی

اوس ټول ولس پنجابه ستاپه ضدقیام کړیدی

زه به دی نن یا سبا ګورم چی په داروختی

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۴/۰۸/۲۰۱۴

پاګل یار

څه وکړم قسمته راپه برخه دې کړویارپاګل

مینه ېې رسواکړه وايي ھرچاته اسرارپاګل

لاپه پښتنوکی څوک د مینې اقرارنکوي

وکړونن په ډاګه د خوږې مینې اقرارپاګل

ډېرې پښتنې پیغلې پدې تورسنګسارشویدي

دلته لاحکومت کوي پدې چم کی واکدارپاګل

دلته لاد مینې اظھارھرڅوک بغاوت بولي

ډېرځوانان پدې ګناه بیولي دي تردارپاګل

نوروته پاګل پاګل یاران ھوښیارراووتل

تاته خوقیامه درپه برخه شوھوښیارپاګل

ا۰قیام

24/11/15

لویه خدایه !

د جګړې دلاسه خواریولویه خدایه

په غمونوګرفتاریولویه خدایه

ته زمونږپه ولسونورحم وکړه

که ھرڅومره ګنھګاریولویه خدایه

نورد غم اوماتم زغم په مونږکی نشته

ټول د سولې طلبګاریولویه خدایه

چی نه جنګ وي،نه غمونه،نه ماتم وي

مونږد داسې ژوند خواستاریولویه خدایه

مونږبچیانوته قلم اوکتاب غواړو

له توپک نه ټول بیزاریولویه خدایه

د جګړې په ضد (قیام) ته مووسي کړه

اوس بېوسه اوناچاریولویه خدایه

الحاج الھام الدین قیام

29/09/16

باید زیاته کړم چې ښا غلي قیام صیب دپنځو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو درونداو مهذب شخصیت او پر افغانستان او خپلو خلکو مین شاعر او لیکوال دی. زه دښاغلي قیام صیب پر ملګرتوب ویاړم او ده اودده درنې کورنۍ ته دلا زیاتوبریاوو او خوشالیو هیله کوم.

-
بېرته شاته