(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لړم او غونډل جګړه!

[15.Mar.2017 - 10:45]

د لړم او غونډل جګړه!
لیک: سرلوڅ مرادزی
عطامحمد نور د ملي یووالي په حکومت کې د اجراییه ریس عبدالله عبدالله له ونډې، د څه دپاسه دوه کلونو سرپرستۍ او انتظار وروسته، بلاخره اړشو چې له سپېدار ماڼۍ تېرشي، خپله مرکزي حکومت ته مراجعه وکړي او د یو لړ پټو ژمنو او رازونو په شریکېدا چې په قوي ګومان به يی له عبدالله پټ ساتلي وي، د بلخ ولایتي چوکۍ چې له ایمانه ورته ګرانه ده، ترګوتو کړي.
دا چوکۍ چې عطانور يی د جهاد او مقاومت د غنیمت پتوګه یوازې د ځان ګڼي، په تېرو دوه کلونو کې عطانور دومره ځورولی اوکړولي چې د عبدالله عبدالله په اړه يي وروستۍ سپکې سپورې ټولې له دې چوکۍ څخه سرچینه اخلي. عطا نور په مزارشیف کې د قسیم فهیم په دریم تلین غونډه کې د اجراییه ریس عبدالله په اړه داسې څه له خولې راوویستل چې یوخوا په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې د دوستۍ او ملګرتوب ریښتیني منځپانګه او جوهر نندارې ته وړاندې کوي او بلخوا له کلونو وروسته د عبدالله د اصلیت او ماهیت په اړه د حقیقت یوه څنډه بیانوي!
د BBC د یو خبر له مخې عطا نور د عبدالله عبدالله په اړه وايی«د نامرد ټک د لړم له ټک بدتر دی او د نامرده کسانو ټک هم ډېر درد لري»
دلته دا پوښتنه رامنځته کیږي چې عطانور د عبدالله عبدالله کوم چلند د لړم نیښ او ټک بولې؟ که  ټولنې ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې عبدالله عبدالله ناغیړې کړې وي او بویه عطانورپه دې لامل پر عبدلله نیوکه لري، دلته د لړم د نیښ او ټک خبره اصلي ستونزه نه شي بیانولای او د عبدالله په وړاندې د عطا نور د نیت ریښتینې څرګندونه نه کوي، بلکې د نامرده کسانو ټک او د ټک درد، د لړم له ټک سره تشبیه کول له شخص او شخصي ګټو سره زیات تړاو لري او عطانور له دې غمه کړیږي!
خو که ستونزه د شخص او شخصي ګټو په راسپړلو وڅېړو، د عطانور د لړم ټک معما په اسانه حل کیږي او دا معما یو د بلخ ولایتي چوکۍ او بل د ډالرو هغه بوجۍ دي چې د بلخ له ولایته په لیرې کېدو سره د هغو د کنګل کېدو خطر شتون درلود!
د اجراییه ریاست ستر سلاکار(!) فاضل سنچارکي څه موده وړاندې له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي و«ښاغلی نور د خپلو شخصي مسایلو په تړاو له دې ډلې د بانکي حسابونو ازادېدو او له تور لست نه د هغه د شرکتونو وتلو پر سر له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.»
په پوخ ګومان د بلخ ولایتي چوکۍ او د میلیونونو ډالرو د ګنګل کېدو خطر چې عبدالله عبدالله له هغو څخه لکه څنګه چې پکار وو، دفاع ونه کړه او یايی ونه غوښتل، عطا نور اړکړ چې ارګ ته پنا یوسي او یوازې په  داسې مراجعې سره، خدای د عطانور سوال قبول کړ، هم بیرته والي شو او هم بیرته د ډالرو پر بوجۍ سپور شو!
هوښیارانوڅه ښه ویلي، هرڅه ځي خو د خیټې درد نه ځي! د عطانور درد د لړم د ټک درد نه دی، هغه د خېټې درد دی، د بلخ د ولایتي چوکۍ او د ډالرو درد دی!
خو بلخوا د بلخ په ولایتي چوکۍ او د میلیونونو ډالرو په شتمنۍ سره، اوس عطانورهغه پخواني معلم عطا نه دی چې د چوکۍ او ډالرو خبرې چې د وروستۍ مخامختیا او شخړې اصلي موخه يي جوړوي په سپین میدان له هرچا سره وکړي، بلکې د هغو په اړه باید په داسې محلونو او محفلونو کې خبرې وکړي چې خوندیتوب ته يي تاوان ونه رسیږي. همدارنګه چوکۍ او پیسې باید د ټولنې د عمومي غوښتنو او خدمتونو سره غوټه شي، یا په نورو ټکو چوکۍ او پیسو ته باید د ټولنې د غوښتنو او اړتیاوو په نوم پوښ ورکړل شي او په داسې تریبیونو لکه د قسیم فهیم تلین غونډه کې په لوړ غږ او پوره سپینسترګۍ د اورېدونکو غوږ ته ورسول شي!
د دې لپاره چې عطارنور د خپلې خېټې درد د اسلامي جمعیت او نظارشورا له عادي غړو پټ کړي وي او د عبدالله په پرتله د خپلو پلویانو ډاډ او ملاتړ يي ګټلی وي؛ بایدعبدالله ټولنې ته بيکاره، بې زړه، بېوسه او مذبذب وروپېژني او اوس عطا نور داسې لوبه په ښه ځیرکۍ او سپین میدان مخکې وړلای شي.
همدارنګه عبدالله او د سپېدار ماڼۍ هغه وخت لامذبذبه او بیکاره شوه چې عطانور په بل ځای کې په ډالرو خپل بارکړی اوښ چوو کړ او د چوکۍ خوندیتوب يي ډاډمن شو، که نه نوموړی په ټولټاکنو او ارګ ته د سرو لیکو په کښلو کې د عبدالله عبدالله مخې او څنګ ته تر نورو ټولو هغو مخکې روان وو.
بلخوا که د عطا نور د چوکۍ او پيسو د خوندیتوب اندیښنه یوخواته کړو، عبدالله عبدالله او نورو پنجشیریانو سره د عطا نور اختلاف او شخړه دومره بېځایه هم نه ده.
عطا نور وايی، تورې به لالا وهي او مړۍ به عبدالله او نور پنجشیریان!
د اسلامي جمعیت به برخلیک به یوازې څو تنه پنجشیریان چړچې کوي!
ریښتیا هم په کابینه او د دولت په نورو برخو کې ۱۳ وزیران او مرستیالان یوازې له پنجشیر څخه دي هغه هم زیاته برخه له یوه کلي، بازارکه!
خوعطانور د عبدالله سره یوازې په دې هم وران نه دي چې ګنې پنجشیریان ولې په کابینه کې دومره ډېرې چوکۍ لري، بلکې نوموړی غواړي د کابیني د پاتې چوکیو په ویش کې ولي له عطا سره اړینه مرسته نه کوي او اسلامي جمعیت او په هغه کې د عطا پلویانو ته ولې ټول دولت نه حواله کیږي؟
د عطا مقابله او شخړه عبدالله سره یوازې په دولت کې د اسلامي جمعیت په نوم د پنجشیریانو د زیاتو کسانو د شتون په اړه نه ده، بلکې د ټول دولت د انحصار لپاره باید عبدالله او پنجشیریان د عطا په خدمت کې ودریږي!
عطانور که د واک د ویش په اړه له دولته پوښتنه لري، اوس چې د بلخ ولایت يي د ناڅرګند مهال لپاره په نصیب شو، خوړلي ډالر يي هضم او تضمین شول لومړی باید د دولت د یوه مامور پتوګه داسې ناوړه غوښتنه ونه کړي؛ خو که بیا هم سپینسترګي کوي د هغه د غوښتنو ځای د سپيدار ماڼۍ یا د عبدالله په مشرۍ اجراییه ریاست ګڼل کیږي، نه ارګ! په ټاکنو کې عطانور د عبدالله ترڅنګ ولاړ و او دولت د عبدالله له ټیم سره د واک د ویش په اړه راکړه ورکړه لري، نه د دې ټیم د ځانګړو غړو او اشخاصو سره.
که چیری عطا نور او په جمعیت کې د ده نور پلویان د دولت په وړاندې د نوموړي تنظیم د غوښتنو لپاره، عبدالله او یا د ده تر مشرۍ لاندې د پنجشیر واکمنه کړۍ وړ او مناسب نه بولي لکه څنګه چې BBC سره په مرکه کې يي ویلي وو «فعلاً ما در تصمیم‌گیری سیاسی داکتر صاحب عبدالله باور کامل نداریم»، نو لومړی باید خپل منځ کې جرګه شي او په تنظیم کې هغه کس چې«در تصمیم ګیری سیاسي باور کامل بالای ان دارد» وټاکي او په رسنیو کې هغه رسمآ اعلان کړي او که له هغې سره سره بیا هم دولت سره د واک د بیا ویش او یا نورو غوښتنو ستونزه لري، دولت ته يي وړاندې کولای شي.
دا چې د جمعیت په تنظیم کې د واک څو زیرمې شتون لري، دولت نه شي پوهېدلای له کوم ګروپ سره د واک په ورکړه او د هېواد په نورو ستونزو د پاموړ خبرې او سلا وکړي. که یوې ډلګۍ سره خبرې کوي، نورې ډلې له بهیر ګوښه پاتیږي او د یوې ډلګۍ پریکړه د ټول جمعیت پریکړه نه بولي. دا په حقیقت کې د جمعیت خپلمنځي ستونزه ده او په دولت او ارګ پورې هیڅ اړه نه لري.
دا چې عطا نور وايی د اجراییه ریاست د غوښتنو لپاره راوړاندې شوی، خو اجراییه ریاست بیا وايي چې عطانور د اجراییه ریاست لخوا څخه نه، بلکې د خپلو ځانګړو او ځاني غوښتنو لپاره له ارګ سره غږېدلای دی، هیڅکه نه سپینیږي او دولت ته نه ښای په داسې بې سروټه ادعاوو خپل وخت ضایع کړي!
تر اوسه پورې دولت ته اجراییه ریاست د سلا او مشورې یوه مرجع ګڼل کېدای شوه، که د جمعیت تنظیم نور اجراییه ریاست په رسمیت نه پېژني، نو له خپل خوا دې د اجراییه ریاست لغوه کېدا په ډاګه اعلان کړی چې دولت بیا د اجراییه ریاست پرځای د جمعیت تنظیم سره نیغ په نیغه خبرې وکړي. بلخوا دا چې اجراییه ریاست وايی، عطا نور یوازې د جمعیت استازی دی او د دوی استازیتوب نه شي کولای، نو دولت باید عطانور ته هم ووايي، لومړی دې هغه له اجراییه ریاست سره خپله شخړه یوخواته کړي او بیا دې دولت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي. داسې نه شي کېدای یو تنظیم دې په څو نومونو دولت سره د واک او نورو غوښتنو پر سر چنې ووهي!
که دولت د عطانور غوښتنې منی، نو بیا هممهال اجراییه ریاست ته اړتیا نشته.
دولت ته ښه سلا دا ده چې د اجراییه ریاست په ګډون دې د جمعیت بېلابېلو ډلو ته د غوښتنو د ورکړې او پلیتوب بهیر تر هغو ودروي، څو دوی ټول په ګډه دولت ته د غوښتنو یوه واکمنه مرجع ور ونه پېژني.
یادونه:
غونډل یو ډول زهرجنه غڼه ده چې زهر يي تر لړم ښای غښتلي وي. دا حشره لومړی د یوه جال په جوړولو سره خپل حریف ښکیلوي او بیا يي وینه زبېښي.
د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۴ مه
سرلوڅ مردازی

 

-
بېرته شاته