(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپرښتو قتل

[11.Mar.2017 - 21:46]

د پرښتو قتل
لیک: نعمان دوست
د پرښتو د سزا په اړه مې اوریدلي و؛ خو د پرښتو د قتل مې نه و اوریدلي. 
اوریدلي مې و چې دوه پرښتو ته سزا ورکړل شوه. خو سزا ته یې حیران نشوم؛ ځکه چې راویانو ورته عجیبه دلایل تراشلي وو.
ماشومتوب کې مې  اوریدلي وو چې د (بابل) ښار ته د هاروت او ماروت په نوم دوه ملائکې راښکته شوې، خو دوی په خپل ماموریت کې پاتې راغلې. خدای ج د دنیا او یا اخرت د سزا ګاللو څخه د انتخاب چانس دوی ته ورکړ؛ دوی د دنیا سزا ته ترجیح ورکړه او بیا د بابل په یوه څاه کې ځوړندې شوې او همداسې به ځوړندې وي!
خو زموږ په ښار کې ملائکې قتل شوې. دا (سپید پوشه) پرښتې وې. دوی په خپل ماموریت کې پاتې نه وې راغلې. دوی د ټپیانو او ناروغانو په درملنه بوختې وې، په خپل ټول وس یې هغوی ته د ستر خالق لخوا د ډالۍ شوي نعمت (ژوند) د ژغورنې هڅې کولې، خو خپل ژوند یې بایلود.
د هاروت او ماروت سزا د اندیښنې وړ نه ده. که هغوی وژل شوې هم وای، درد یې زیات نه و. هغوی داسې مخلوقات دي چې کورنۍ رشته نلري؛ نه یې مور ته د زړه داغ پاتې کیږي، نه میرمنې ته. نه خویندو ته او نه کوچنیو اولادونو ته.
خو زموږ د پرښتو قتل ډیر زړونه سوري کړل. سره لاسونه ناوې ترې پاتې شوې. سپین سرې میندې او سپین ږیري پلرونه ترې پاتې شول او لکه د جنت د ګلونو په څير تنکي اولادونه یې پر سپین میدان یواځې پریښودل.
د پنج شنبې په سهار ،د فاتحې مراسمو ته تللی وم. مراسم د هغه ځوان و چې د سردار محمد داود خان پر روغتون شوي  برید کې یې ځوانۍ لولپه شوه.  
 خو کیسه یواځې د ده په سر خوړلو پای ته ونه رسیده، ځوانیمرګۍ یې  د سپین ږیري پلار، سپین سرې مور... کوچنيو بچيو او ... ارمانونه هم وخوړل.
 د فاتحې منظر:
 دا په جلال اباد ښار کې د امیر شهید باغ دی. د کوچني جومات انګړ کې  لیکه خلک لاس په نامه ولاړ دي. په دوی کې یو سپین ږیری هم دی. ورنږدې شوم. غوښتل مې په لنډ وخت کې حوصله ورکړم، زړه ورکړم. خو ستونی مې ډک شو. مهربانه او په زړه سوري سپین ږیري سینې پورې جوخت کړم، ښکل یې کړم؛ د خپل زوی مینه یې ماته کړه. غوښتل یې څه ووايي، خو ژبه یې وچه وه، ما یې د زړه درزا واوریده. ما یې د زړه ټولې خبرې واورېدې، خو زه وس نلرم چې بیان یې کړم. ګوتې مې سستي کوي، په کمزورو ګوتو دومره دروند غم نشم انځورولی.
دا پلار به اوس د هر ځوان په څيره کې د خپل ځوانیمرګ زوی تصویر ويني. هر ځوان به ورته خپل زوی ښکاري، خو په کمزوري زړه کې به یې یو خاص یاد لکه شوخ ماشوم تر اخره ترپکې وهي...
د حیرانۍ منظر:
د فاتحې مراسم په هغه جومات کې و چیرته چې د افغانستان غمخور، د افغان ولس د فکري ویښتیا او سوکالۍ ارمانجن په ابدي خوب ویده دی. دې سړي له ارمانونو ډک زړه ګورته وړی. د دې سړي یوه ګناه دا وه چې د خپل هیواد ترقي یې غوښته، د خپلو خلکو عزت یې غوښته او په همدې جرم ورته د نورو په اشاره د خپلو خلکو لخوا سزا ورکړل شوه.
د محراب مخې ته مایک لګیدلی دی. قاري صاحبان ناست دي او په ملکوتي نغمو له زړونو د غم دوړې څنډي.  شیبه په شیبه تلاوت کیږي او شیبه په شیبه روح تازه کیږي.
حیران شوم؛ هغه مقدس کتاب چې د ایاتونو په ویلو یې زموږ غمونه سپکیږي، موږ ته د ابدي نیکمرغه ژوند ډاډ راکوي، له همدې مقدس کتابه په استفادې زموږ د قتل جواز صادریږي. زموږ پر خلکو د ویر ټغر خوریږي. 
زموږ د نجات د پرښتو قاتلان به هم  له همدې سپیڅلي کتابه په استفادې هڅول شوی وي.
ربه!
موږ د حیرت په دښته کې ولاړ یوو. له موږ لاره ورکه ده. موږ ستا له کتابه د ځینو خلکو ضد او نقیض برداشتونو دومره حیران کړي یوو چې مجبور خپلې شونډې پلستر کړو.
ربه! رحم وکړې.
ربه!
 ویریږو چې د حیرت په دې پراخه دښته کې مستقیمه لاره ورکه نکړو.
محمد نعمان دوست
( سرخط ورځپاڼه)

 

-
بېرته شاته