(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ۲۰۱۶ کې

[25.Feb.2017 - 15:11]

په ۲۰۱۶ کې وفات شوي هنرمندان

ډیوه راډیو ـ کال ۲۰۱۶م د پښتو هُنر اوموسیقۍ دپاره په مجموعي ډول یو دروند یا غمژن کال ثابت شوی، ځکه چې په دغه کال کې ګڼ شمېر نومیالو سندرغاړو او د هنر د نړۍ سره تړلو وتلو هنرمندانو خپلې سترګې د لاچارۍ او بې وسۍ په حالت کې پټې کړي دي.
د اردو ژبې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (جنګ) په کال ۲۰۱۶م کې د مړو شوؤ پښتنو هنرمندانو او سندرغاړو د مړينې په حواله یو تفصیلي راپور خپور کړی چې د هغې له مخې استاد مثل خان د کال ۲۰۱۶م د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د ۷۱ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ.
استاد مثال خان د پښتو موسیقۍ د الاتو په جوړولو کې دومره مهارت لرلو چې نوم یې په ټوله هنري نړۍ کې خور ؤ.
د پښتو وتلي فوک سندرغاړي استاز ګلاب شېر هم د ۹۱کالو په عمر کې په ۱۸م جنورۍ ۲۰۱۶ خپلې سترګې د مدام دپاره پټې کړي وې
استاز ګلاب شېر په کال ۱۹۲۴م کې د پېښور سره نزدې ملازو نومې کلي کې زېږېدلی ؤ او د رحمان بابا د یوې رباعۍ نه یې خپل فني ژوند پېل کړی ؤ.
هغه د ریډیو پاکستان او کمرشل کمپنو دپاره بې شمېره سندرې ریکارډ کړې او یو لوې نوم يې پېدا کړی ؤ. د هغه په اواز د خاطر افریدي دا غزل ډېر مشهور شوی ؤ چې 
ستا منزل مزلونو کې یم
رسېدو امېدونو کې یم
هم دغه راز د مارچ په ۷مه نېټه د پښتو اولسي سندرغاړی خان تحصل د غربت او لاچارۍ په حالت کې د یوې خېمې دننه مړ شوی ؤ، 
خان تحصیل په ۵م ستمبر ۱۹۳۶م کې په لکي مروت سیمه کې پېدا شوی، او د ۸۰ کالو په عمر کې په حق رسېدلی.
په بنیادي توګه د خان تحصیل تعلق د لکي مروت د یوې شتمنې کورنۍ سره ؤ او د خانداني دښمنۍ له امله یې کور کلی پرېښی او د کوچي توب په ژوند کولو مجبوره شوی ؤ.
هغه زیاتې سندرې د زرڅانګې سره یو ځای ویلی وې او د پاکستان حکومت ورته په غوره فني خدماتو صدارتي اېوارډ هم ورکړی ؤ ولې د بېمارۍ په حالت کې يې د علاج وس نه لرلو او په غريبۍ کې يې ساه ورکړې وه.
ارباب سردار هاغه لوی مصور او مجسمه ساز ؤ چې په ټوله نړۍ کې شهرت پېدا کړی او صدارتي اېوارډ يې هم ګټلی ؤ، په ۲۴م اپرېل کې د ۷۱ کالو په عمر کې په حق رسېدلی ؤ.
هغه ارمان لرلو چې د فن کوم شاهکارونه یې تخلیق کړي هغه باید قومې ورثه وګرځول شي او د پېښور په نشتر هال کې په یوه ارټ ګېلرۍ کې خوندي کړی شي خو دغه ارمان یې پوره نه شو.
ارباب سردار د صدارتي اېوارډ ترڅنګ د ۲۰۰ نه زیات نور اېوارډونه د مصورۍ او مجسمه سازۍ په فن کې ګټلي وو.
استاز شاد محمد چې د ستار غږولو په هنر کې يې ثاني نه لرله په ۲۱م اکتوبر د ۹۸ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ هغه به په شروع شروع کې شوقیه ستار غږولو خو د ستار په دنیا کې يې وروستو دومره نوم پېدا کړو چې ریډیو، ټي وي اوفلمي نړۍ پورې ورسېدلو.
هغه د مردان په بابینۍ سیمه کې زېږېدلی ؤ. د ستار غږولو ترڅنګ يې د سندرو ویلو او شاعرۍ شوق هم لرلو خو د شهرت وجه یې ستار غږول وو.
فوک سندرغاړی دورېش خان چې د صوابۍ سیمې اوسېدونکی ؤ په ۲۵م نومبر د یو پروګرام نه په واپسۍ نامالومو وسله والو په لاره کې ووژلو.
دروېش خان هم په سیمه ییز کچ په سندرو ویلو کې نامه لرله.
په ۱۶م دسمبر د پښتو فلمونو وتلی ستوری عمر دراز د فالج د ناروغۍ له امله د ۷۱ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ، هغه په کال ۱۹۶۸ م کې د پاکستان ټیلي ويژن څخه خپل فني ژوند پېل کړی په ګڼو ډرامو کې يې د خپل هنر ښودلو څخه وروستو په کال ۱۹۷۰ م يې فلمونو کې د کار کولو دپاره د لاهور مخه وکړه او په هم په دغه کال د پښتو جوړېدونکي فلم دره خېبر کې يې کار ترلاسه کړو.
دره خېبر کې د غوره هنر ښودو له امله عمر دراز دومره مشهور شو چې بیا به د پښتو په زیاترو فلمونو کې د ولن په توګه اخستل کېدو.
په سوونو پښتو، اردو او پنجابي فلمونو کې يې لازواله کردارونه ترسره کړي چې نن هم خلکو ته یاد دي.
په ۱۹م دسمبر د پښتو اولسي موسیقۍ لویه نامه معشوق سلطان د ۶۴ کالو په عمر کې د پښتنو نه جدا شوه، معشوق سلطان په بنیادي توګه د سوات د مټې سره نزدې په شاه ډهېرۍ سیمه کې زېږېدلې وه.
هغې د سندرې شروع د ریډیو پاکستان نه کړې وه، بیا وروستو یې په ټي وي سټېج، کېسټونو او فلمونو کې يې په زرګونو سندرې وویلې چې زیاتره پکې مشهورې شوې.
د پاکستان حکومت ورته صدارتي اېوارډ ورکړی او ګڼ شمېر نورې جایزې یې هم ګټلې وې. څو کاله وړاندې هغه د زیړي او شوګر په ناروغو اخته شوه او د سندرو ویلو نه پرېوته، د خپل ژوند وروستي ورځې شپې هغې په کور دننه بیخي په غربت کې تېرولې او د ۱۹ دسمبر ۲۰۱۶م په نیمه شپه یې ساه ورکړه.

Source:DewwaRadio

-
بېرته شاته