(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرلاڼي پښتانه څوک دي ؟

[21.Feb.2017 - 23:47]

کرلاڼي پښتانه څوک دي ؟
لیک: ډاکتر لطیف یاد
دپښتنو يو مهم ټو لنيز ګروپ کرلاڼي پښتانه دي چې ډېرې مشهور ې پښتني قبيلې په دغه ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري٠ دکرلاڼ نوم په هغو تاريخونو کې چې دهندو ستان په مغولي دورې پورې اړه لري لکه دعباس سرواڼي
(٩٤٧هجري) په شير شاهي تاريخ يا تحفه اکبر شاهي کې، دشيخ رزق الله دهلوي(٨٩٧-٩٨٩هجري) په واقعات مشتاقي کې، دجهانګير ددورې دمؤرخ عبد الله(١٠٣٧هجري) په تاريخ داودي(*) کې، داحمد يادګار(١٠٥٤ هجري) په تاريخ سلاطين افا غنه کې چې په تاريخ شاهي سره هم شهرت لري، دخواجه نعمت الله(١٠٢٤هجري ) په تاريخ خانجهاني کې او دمحمد کبير په افسانه شاهان هند(**) کې دکران ،کرران او کراني په بڼه هم راغلی دی٠
د کر لا ڼيو په اړوند په بيلابيلو تاريخي کتا بونو کې مختلف افسا نوي روايتونه شته دي ، دبيلګې په توګه تاريخ حيات افغاني په دې اړوند داسي ليکي :
"ددلازاکو دقبيلې خلک چې دکر لاڼي پښتنو يو پياوړی ښاخ ګڼل کيږي په دې اند دي چې دکر لاڼ پلار سيد قاف نوميد چې دنسب شجره يې په اتم پښت کې حضرت امام حسين ( رض) ته ور رسيږي٠ د خټکو دقبيلې خلک دکر لاڼ پلار هوني بولي او خپله شجره هم دسړ بني پښتنو سره ګډوي٠ شيتک عقيده لري چې کرلاڼ دکوم شهزاده زوی و٠ همداراز د خو ږ يا ڼيو د قبيلې خلک عقيده څر ګندوي چې کرلاڼ د عبد الله اورمړ زوی و٠ دکرلاڼي داولادې ځينې خلک وايي هغه وخت چې کرلاڼ نومی ما شوم دې نړۍ ته ستر ګې پر انيستلې نو په هغه ځای کې کوم لښکر يوه شپه تم شوی اوبيا له هغه ځا يه تللی و او دغه ما شوم بيا داورمړو دقبيلې ديوه تن له خوا چې عبد الله او رمړ نو ميدد اوسپنې تر يوې کړايي لا ندې وموندل شو،نو ځکه د کړايي دنوم په وجه يې کر لاڼی نوم پرې کيښود(١) اود دې لپاره چې عبد الله اورمړ کوم نارينه اولاد نه درلودکرلاڼی يې په زو يتوب ونيو او دده روزنه او پا لنه يې وکړه چې دکر لاڼ نه بيا دوه زامن پيدا شول چې يو يې کودی او بل يې ککی وخو لکه چې دمخه وويل شول چې پورتني روايتونه افسا نوي بڼه لري او يو روايت له بله سره هيڅ ورته والی نلري٠
دافغا نستان نو ميالی مؤرخ لوی استاد ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي په خپل اثر د" افغا نستان لنډ تاريخ" کې ليکي:
" په پښتني نسب نامه کې دکرلاڼ يا کر لاڼي په نا مه يوه بله څا نګه هم شته چې دوی دپښتنو له هغو دريو نورو
څا نګو سړبن،غرغښت او بيټنيوسره خپلوي لري او سو چه پښتانه دي٠ (٢)" 
د پښتو ستر شاعر خوشال خان خټک هم دکر لا ڼيو او په مجموع کې دټولو پښتنو تر مينځ دخپلوۍ د اړيکو په اړوند داسې يو شعر لري:
پښتون په اصل سړبنی دی 
ياغورغښتی دی يا بيټنی دی 
لودي، غلجي دبيټ له لوره 
په سړبن پورې بياکرلاڼی دی 
زما( ددې مقالې د ليکوال) په اند کر لاڼي هغه پښتانه دي چې دنورو پښتني ټو لنيزو ګروپونولکه (سړبن،غرغښت اوبيټنيو) سره خپلوي لري او هم کرلاڼي پښتانه هغه پښتانه دي چې دکر کيلې او کرنې په چارو بو خت دي ،له همدې کبله دکر لاڼي کلمه دکر او کرنې سره اړخ لګولای شي(٣)٠
په تا ريخ حيات افغاني کې چې دکر لا ڼيو دنسب کو مه شجره راغلې ده نو د ښا خونو ، خيلو نو او څانګو نو مو نه يې په دې ډول راغلي دي:
کودی ، ککی ٠ موسی زي، منګل، توري، هني ،وردګ، دلازاک،اورکزي، موسی خيل، جاني خيل،لوري خيل، يعقوب خيل،ذکر يا خيل ،امازي، ياسين خيل،منديزي،ماني زي، مو ني زي، حيدر زي، حسني زي، حسي زي،احمد خيل، وتک زي، عمر خيل ،يحيي زي ، سمر زي، سلطا نخيل، امبره خيل، لښکري خيل، حاجي مير خيل، مير وعظ خيل، بډا خيل، ناغه خيل،بر هان ، خو ګيا ڼي، سليمان ،شيتک، اپريدي، خټک، ځدراڼ، اتما نخيل،ميرل خيل، خو جړه، مو ګی، کمال خيل،علي زي ، مسوزي،دولت زي، اسماعيل زي، لشکر زي، محمد خيل،ستاري خيل،فيروز خيل،نپيروڼي، سه پای، عبد العزيز خيل،ماني خيل ،بر احمد خيل،بيداد خيل، اصغر خيل،صبوره خيل،احمد خيل، ساوزي، مست علي خيل،سلار خيل،خويداد خيل،علي خو اجه خيل،سيد خيل، مير زای خيل،رابيا خيل،ممازي ،ابا خيل، خدي زي، علي شير زي،ماموزي او پاړي(٤)٠
په او سني وخت کې کر لاڼي پښتا نه پر ډېروپښتنو قبيلو ويشل شوي دي چې دځينو مهمو قبيلو نو مو نه يې دادي:
دلازاک، اورکزي،منګل، هني، وردګ،اپريدي، خټک، ځدراڼ،اتمانخيل، خوږياڼي، پړبه، عبدالرحمن يا درمان، ځاځي، توري،وزير، مسيد يا مسعود، ګوربز، دوړ،تڼي، شيتک، بنوڅي، بنګښ، مقبل، سبري، مندوزي،اسما عيل خيل،زموخت يا زويمشت اوسبري چې دغې قبيلې بيا په ډېرو خيلونو ،ښا خو نو او څا نګو با ندې ويشل شوي دي(٥) ٠
کر لا ڼي پښتانه نه يوازې په افغا نستان کې اوسي ،بلکې په پښتونخوا ،پاکستان او په هند کې هم استو ګنه
لري٠ کرلاڼي پښتانه په عمو مي ډول د ډيورنډ د پولي دواړو غاړو ته په داسې سيمو کې پر اته دي چې دپو ځي او سو ق الجيشي پلوه ډېر اهميت لري، له همدې کبله ده چې کر لاڼي قبيلې دپولې دواړو خو اووته ددواړو هيوادونو افغا نستان او پا کستان په بر خليک کې مهم رول لو بوي چې دغه واقعيت همدا اوس هم موږ په عملي تو ګه ګورو او انکار ترې نه شو کولای ٠
کر لاڼي پښتانه په مجموع کې تورزن خلک دي٠ دوی د خپل هيواد افغانستان سره ژوره مينه لري دسکندر، چنګيز، انګريز ، روس او تر او سني وخته پورې واخله دوی دبلو سګرو او تيري کو نکو ځواکونو پر خلاف په ميړانې راپورته شوي دی٠ له همدې کبله ددوی رول ددې هيواد په سياسي او ټولنيز بر خليک کې له پا مه نه شو غورځولای او ډېر مهم ګڼل کيږي ٠
کرلاني پښتنو دهند په بنګال کې هم یوه لویه واکمني درلودله چې ما یې په جلا توګه یادونه کړې ده .

 

-
بېرته شاته