(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دځمکې په خاورینه کره کې

[10.Feb.2017 - 14:14]

دځمکې په خاورینه کره کې په وینولړلی مسلمان افغان ولس

لیک: بسم الله اکبري

دبشریت تاریخ دوحشت،بربریت،وژلو،لوټلواودځناوروپه څیر دانسانانود داړلواوله منځه وړلوخونړیوڅپرکواوپړاوونوڅخه ډک دی.خودا یرغلونه اوزړه بوږنوونکې بلوسې اوجګړې دپردیواوبیګانه دوښمنو ولسونواوملتونوترمنځ رامنځته شوی دي.

ایا رښتیا بشریت دځمکې پرمخ اشرف المخلوقات دی؟ اوبیا چې د دغه اشرف المخلوقاتوترمنځ کرکو،رخواودځانګړومنفعت اوځان غوښتنې ناپایه حرص اوتمې ته وګورونوبیا ورته دخپل همنوع دویني تویول ،دیواوبل دله منځه وړل دملانصر الدین خبره صدق کوي چې وایې:

یوه ورځ ملا نصرالدین له خپل خره سره په لاره روان ووچې ګوري دلارې په څنګ کې یوه ډله خلک سره په جنګ دي هرې خوا مړي اوټپیان پراته دي اولا دیواوبل دوژلوتورې اوتیره خنجرونه په وینولړلي په خورا بې رحمی دیواوبل په سرونو واریدل.ملانصرالدین د دغه خونړي محشرپه لیدلوسخت خواشینی شو اوژر یې خپل خره ته په غوږکې وویل په تا باندې یې په ناحقه دخره نوم ایښې دی درنه بښنه غواړم اصلي خره داخلک دي لکه شنه ځناور دیواوبل ویني تویوي.

لوی خدای )ج( دبشریت دلارښوونې په موخه دآدم )ع( له وخته تردې دمه په بیلابیلو پړاوونو آسماني کتابونه زبور،تورات،انجیل اوقرآن کریم پخپلو انبیاوونازل کړي اوپه حضرت ابراهیم )ع(  اوموسی )ع( صحیفې نازلي شوي دي.
حضرت  موسی )ع( هغه پیغمبردی چې دصحیفه سربیره دخدای (ج) له خوا دتورات کتاب پرې نازل شوی دی.دغه آسماني کتاب دروژې پر۶شپږمه نازل څو بنې اساراییل دفرعونیانوله ظلم اوستمه وژغوري.

حضرت داود)ع( دبني اسرایلواویهودوپیغمبر دی چې دالله پاک دزبورآسماني کتاب دروژې په میاشت کې پرې نازل کړی اوقران پاک هغه پر ټولوپیغبرانوافضل بلل دی.۵۵ سوره ۳ ـــ او۱۶ځلې یې په قرآن کریم کې نوم ذکرشوی دی.

حضرت عیسی )ع(  بن مریم هغه پیغمبر دی چې پرهغه هم دخدای (ج) له خوا دانجیل آسماني کتاب دروژې په ۳ دریمه نازل شوی دی چې دبشارت په مانادی.

حضرت محمد مصطفی بن عبدالله (ص) هغه خاتم النبیین پیغمبر دی چې قرآن مجید دروژې د قدرپه شپه په ۲۳ درویشتو کلونوکې پرې نازل شوی اوتکمیل شوی دی.انا انزلنا فې لیلته القدر.اوقرآن عظیم الشان په نوروآسماني کتابونوفضیلت اوارجحیت لري چې دهغه په نزول دعربو په وحشي قبایلو کې دعدالت اوعطوفت لمر وځلید.په قرآن مجید کې دټولوپیغمبرانواو آسماني کتابونوپه درنښت ذکراویادونه شوی ده.

دګرده پیغمبرانوبعثت اوآسماني کتابونونزول دبشریت دنیکمرغی د دنیاوي اواخروي سعادت پرته بل څه نه دي که نور ادیان اومذهبونه منسوخ اوباطل ګڼل کیږي نوایا مسلمانو په رښتیني توګه دخدای (ج) عظیم الشان کتاب ارشادات اولارښوونې په عمل کې پلي کړي اوکنه؟

له بده مرغه نن ورځ داسلام له مقدس دین څخه دوژلو،ورانولواوانسانیت دمحوه کولوهغه خونړی توره جوړه شوي چې موږیې هره ورځ دسر په سترګودبې ګناه مسلمان ولس اومحمدي امت دبې رحمه اوزړه بوږنوونکووژلواوشهادت ،ګوروپه زیاترواسلامي هیوادونوکې په تیره بیا په افغانستان کې په اسلام اواسلامیت ،انسان اوانسانیت اوبشري فضیلت تر کافرانواونصراوو بدتره لوبه روانه ده .دالله اکبرپه مقدسه ناره په سلګونو،زرګونواوپه لکونوسپیڅلي مسلمانان په خپلووینوکې لیت،پیت پراته اوټوټې،ټوتې غوښې اومات هډونه هره خوا پراته وي.اودغه وحشت ته داسلامي جهاد نوم ورکول کیږي اوپه بې حیایې اوبې شرمی یې په افتخار دمسوولیت ټټر هم وهي.نه یوازې اسلام بلکې د دنیا په سلګونوادیان اومذاهب پرهغه نفرین وایې اوداسلام په وړاندې په دغو وحشي کړنودنړیوالواوګرده بشریت کرکه او نفرت راپاروي.څو کاله دمخه دوه تنه افغانان له هالینډ څخه افغانستان ته روان ووهغوی له ویرې ګڼې اوږدې ږیري پرې ایښې وې کله چې دامستردام هوایې ډګرته آلوتکې ته دورختلو په تکل کې وودالوتکې پیلوټانود آلوتکې له پروازه ډ ډه وکړه اودهغو له څیرویې دخطر احساس کاوه .هغه دواړه له پروازه پاتې شول که څه هم په اروپا کې زیاتره کسان ښایسته ږیري لري .خو په افغانستان کې داسلام پتنګانوپه خپلو وحشیانه اوضد انساني کړنوآن ږیري هم لکه واسکټي بمونه نړیوالوته معرفي کړي اودادی دامریکا نوي جمهور ریس داوواسلامي هیوادونوپه اتباعو دامریکا متحده ایالاتوته پرورتګ بندیز ولګاوه اوداسلام په نوم روان وحشت،کرکه اوانسانیت ضد کړنې داسلام سپیڅلی نوم داغداره اوبې اعتباره کړ.

پخپله جاهلواو خدای ناترسه مسلمانانوداسلام دبدنامی اوسپکاوی لپاره مټې رابډوهلي دي په سلګونو،سلګونوترهګریزي خونړی او وحشي ډلې ټپلې داسلام په نامه رامنځته شوي دعربي ملتونوسربیره ټوله اسلامي نړۍ په تیره بیا ټپي،ټپي افغانستان دوینوپه حمام کې غوپې وهي.

د داعش،القاعده،بوکوحرام اوپه سلګونوډلې،ټپلې هغه سرطاني مرخیړي دي چې باعزته اوباستره مسلمانې بیبیانې،میندې اوپاک لمنه مسلمانې پیغلې دغرب اواستکبار په درازوکې دیوه ټوک ډوډۍ په تمه دي.د عراق،سوریې،یمن،لیبیا اوافغانستان یوکډوال هم دسعودي عرب،کویټ،قطر،متحده عربي آمارات اونوروعربي هیوادونوپه لور نه دي تللي اونه د دغوهیوادونوبې وجدانه اوعیا شو چارواکودخپل پښې یبلي اوببرسرې عرب اوخوار مسلمان په ناورین ځان خبر کړ.یوازې تیر کال سعودي عربستان د۲۰شلو میلاردو ډالرو پوځي تسلیحات اوهوایې تجهیزات اوالوتکې دانګلستان،فرانسې اوامریکاڅخه پیرودلي دي.دچا لپاره؟ دخپل عرپ دځپلواوامحا لپاره.

کفرګرزمکه خیزد کجا ماند مسلمانی.

دایومسلم اوڅرګند واقعیت دی چې په زیاترو اسلامي هیوادونو کې مالي ،اخلاقي فساد،قتل اوجنایت هغه منحوسي کرغیړنې پدیدې دي چې له همدې امله ښځینه اونارینه اسلامي امت له خپلو کورونو،هیوادونود  نامالوم برخلیک په لوري متواري اوځغاستو دي.اودغه غمجنوبهیرونوګرده اسلامي هیوادونووقار،عزت اودرنښت ته بې ساری زیان اړولی اودامسلمانان دي چې دخپلومسلمانووروڼواوخویندوپه وژلواوبې عزته کولو بوخت دي.په دغه ناتارکې سیمه ییزاونړیوال اسلام ضد اوبشریت ضد څارګراواستعمارګرځواکونه مریې اونامریې اوآن چې بربنډ لاسونه لري.

کابو۴۰ کاله دسردارمحمد داودخان له واکمنۍ راهیسي پاکستان اودهغه شیطاني څارګرې اداري هغه افغانان چې دجهاد په نامه دهغوپه لاسونوکې کیوتي ووپه بیلابیلومتخاصموډلو،ټپلواوتنظیمونو وویشل دغوتنظیمونودخپلو ځاني اوتنظیمي ګټوپه موخه هیڅکله د واحد اویوموټي تنظیم لپاره هڅه نه ده کړي بلکې دپاکستان دنظامي چارواکو بوټو،ضیا الحق ،اخترعبدالرحمن اوجنرال حمیدګل ،جنرل مشرف اوناشرفینوله خوا تل دهغو په منځ کې دناباوری اوکرکی تخمونه شیندل شوي دیواوبل دوژلواوامحا فتواګانې یې صادري کړي چې وران ویجاړاوپه وینولړلی ټپي،ټپي کابل دهغو دوحشت اودپاکستان څارګرپلان نښه اوانکارنه منونکی ثبوت دی.دافغانانوپه لاسونویې افغانستان اودافغانستان اتل اوځواکمن وسله وال پوځ ړنګ اوټوک،ټوک کړ.

اوبیایې دهغو ورسته اوبویینه کمپله په یوه بله نوي استخباراتي پروژه طالبانوورټوله کړه.

نصر الله بابردانګلیس داستعماراتي پروژې په مټ دطالبانوداسلامي امارت سپینه جنډه دیوه اتل اوموسس په توګه نړیوالوته ښکاره اوعربوترهګرانوالقاعده اودهغوپه لسګونوبنسټپال تالي څټي اوحرفوي سادیستان دافغانستان په ګوټ،ګوټ کې لکه ګورجینجي خواره شول.

همدارازایراني دوښمنواومتعصبه اخوندانوافغان اهل تشییع په اتوډلو وویشل اوهرې یوي دایراني ساواک افغانستان ضدپلانونه پلې آوزیاتره معلومولحاله څیرې تر ننه دهغودلاس آلې اوجاسوسان دي.اونجیب کابلي په زغرده په ډاګه کړه چې دتش په نوم دملي وحدت ډیری چارواکې دایراني اخوندانوجاسوسان اوګوډاګیان دي اودپاکستان دڅارګروپه ۴۰کلنه سرمایه ګذاری دافغانستان په حکومتي جوړښتونوکې په درجنو،درجنوجاسوسانو شتون له شکه وتلي خبره ده.آن پروفیسربرهان الدین رباني دخپلې واکمنی په مهال جنرال حمیدګل ته دوسله وال پوځ دارشد پوځي سلاکارپه توګه د دندې وړاندیز کړی چې په کابل کې دښاغلي ډاکتر عبدالله په میلمه پالنه اوهمیشني چوپړونازول شو.دنوازشریف ناشریف میلیون ډالري چیک دپروفیسرصبغت الله مجد دي حضورته د هیچا  له سترګوپټ نه دی.اودافغان مجاهدینوپه بدرګه اومشایعت دجنرال ضیالحق دپل خشتي په جومات کې دشکرانې دلمونځ آرمان دهغه دزوی اعجازالحق په وسیله ترسره شواوپه ارګ کې داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دافغانستان پاچا دخوب اواستراحت کوټه دهغوداستراحت لپاره په خورا نامردی اوغوړه مالۍ ځانګړي شوي وه.

دافغان مجاهدولس دسترمجاهدت اوقربانۍ ثمرې دتنظیمي غدارومشرانودکورنیوپه جیبونوکې ولویدې دفرعونې ماڼیواوقاروني شتمنیودورځې موډل عصري موټرونو،عصب شویوځمکواوښارګوتوخاوندان شول .دعاموپرګنو خاورې په خولواودادی تردې دمه پخپلووینواوغمونو کې لوبیږي.

اوتر ټولومضحکه اوشرموونکي لاداده چې دپاکستان،ایران اوطالبانو یارانه دنامرده اونیم لاروټګانوروسانو په وساطت ګرمه شوي اوپه دغه استخباراتي لوبه اوناندریوغواړي امریکا اوناتوځواکونوته دافغانانو دوینو په بیه اوږدې لانجې اوخونړی جګړې رامنځته اویوځل بیا افغانستان دنړیوالوځواکونودښکر پرښکر کیدوډګر وګرځې .دفراه اونیمروزپه ولایتونو،هلمند.اروزګان اوکندهار کې دایراني اوروسي مدرنو وسلوشتون اوپه ډاګه کیدل دافغانستان دجګړې نوی اړخ دی چې ایران ،پاکستان اوقطبي روسي خرسان به خپل خیرن اوکرغیړن لاسونه دطالبانو په ږیروپاکوي .افغانستان به هدیره ،هدیره اودتسلیحاتي زورازموینولابراتورشي.امریکا اوناتودمیلیاردونو،میلیاردونوډالري لګښت اوبشري ضایعاتوسره،سره دیوبل سخت ازمایښت سره مخامخ دي اودتوراوباما اوبې کفایته جان کیري منافقانه دوه مخي سیاست چې همیش یې پاکستان په غیږکې نیولی اوپه هغه هیواد کې یې دترهګرواورانکارودروزنځایونواواستخباراتي مرکزونواومدرسوځپلواوورانولوته هیڅ پاملرنه ونه کړه اودادی په نره پاکستان دکریملین په ماڼۍ کې دولادیمیر پوتین په زعامت ،امریکا ضد اوافغان ضد توطیې دایراني اخوندانوپه مټ اونقشوروانې کړي دي.

افغان زعامت که څه هم په ملي فساد اوبې کفایتۍ کې ترستوني ډوب دی .خودتلپاتي تاریخي شرمساری نه دژغورپه هیله ډاکتراشرف غني دمزاري ګولدامایرعطا نورپرځای باید دامریکا دجمهور ریس ډونالد ټرمپ سره دهراړخیزومدرنوتسلیحاتي اوپوځي بشري مجد دمرستودراجلبولوچنې ووهي.اوخپلې دیپلوماتیکي کاري اورغنده هڅې په کارواچوي.د دوست هیواد هند دمرستوپه زور کولای شي دتور لنګیو پنجابیانوخیرن ستوني ،تربت کړي.دسناتور رور ابکر دوړاندیز سره سم دبلوڅو،پښتنواوسیندیانو له مشرانواوسیاسي ټولنو سره رغنده اوفعال سیاست غوره شي.

دسپیداراودارګ دننه ماڼیوکې ستاسوایساریدل دبي غیرتی اوبې ننګی پرته بله مانا نه لري. دافغانانوپر دغه ویرجن اوغمجن حالت،مرګ سل ځلې غوره اوارجحیت لري.

خاطره ستا دمات زړګي تسلي څنګه وکړم ؟ ؟

بې غیر دمرګه په دې کلي کې نورڅه پاتې دي ؟ ؟

بسم الله اکبري

۱۰/۲/۲۰۱۷

 

 

-
بېرته شاته