(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبرو وخت خلاص شو

[25.Jan.2017 - 15:57]

عبدالله او دپلوماتیکي، غورزې پرزې!!
لیک: بسم الله اکبري
قضاوت تاسوګرانولوستونکوته سپارم چې په دې اړه مواند اوخیال څه دی؟
په دې لنډه موده کې دپاکستان دپنجابیو،تورلنګیوڅارګرولیونیوسپیوپه داړلواوواسکټي چاودنوپه کابل،کندهاراوهلمندکې ترپنځوسوزیات هیوادوال شهیدان اوترسلوزیات سخت ټپیان شول.په دغوشهیدانوکې دعربي متحده آماراتوپنځه تنه دیپلوماتان هم شامل ول اودهغه هیوادسفیرپکې سخت ټپي شوی دې.
دپیښې دڅیړنې اودهغه دعاملینودپیژندنې اوپلټنې لپاره له مرکز کابل څخه دښاغلي حنیف اتمرپه مشری لوړ پوړی پلاوی کندهارته ولاړاوهمداراز دکابل اوهلمند دخونړیوپیښوپه اړوند هراخیزي پلټنې اواستخباراتي هانداوڅې ترسره شوې.دپلټنوپه پای کې داجوته شوه چې داډله ییزي انتحاري اوبمي وژنې له هیوادڅخه بهر په پاکستان کې سازمان دهي شوي اودپاکستان قسم خوړونکي نامرده څارګراودای،اس،ای سازمان په کې رغنده اوښکاره لاس لري.اوپه دې اړه افغان ولس مشر په څرګندوټکوکې دخونړیوپیښوپړه په پاکستاني استخباراتوواچوله اودپاکستان نظامي کړۍ او د دوی لاسپوڅي مزدورطالبان یې د دغومرګ ،ژوبلومسببین اومرتکب وبلل.له بلې خواپه سیمه اونړۍ کې پاکستان دترهګرو،بنسټپالو،ورانکارواوحرفوي تروریستانوپه روزلواووسله وال کولوپیژندل شوی اورسواشوی دی.
دامریکا نوي ولس مشر ډونالدترومپ هم په څرګندوټکوکې پاکستان دترورستانواوترهګروپه روزلواوپه هغه هیوادکې دطالبي اوداعشي افراطیت په تسلیح اوروزنځایونوتورن کړی اوپیژندلی دی.دامریکا دمتحدایالاتو د دفاع نوي وزیرټامیس هم په پاکستان دورانکاروتروستانو دځالودورانولواودهغودریښوایستلو ټټر وهلی دی.
جمهوریت غوښتونکي سناتور رورابکربیاپه زغرده دامریکا اوپاکستان ترمنځ دټولوپوځي اواقتصادي اړیکوله منځه وړو اوآن په پاکستان کې د ننه بلوڅو،پښتنواوسینیانوله مشرانوسره دهغودسیاسي خپلواک برخلیک په اړه دخبرواترواوبیړنیواړیکودټینګولوغوښتونکی دی.داپاکستان ته مرګونی اووژونکی زیګنال اوخبرداری دی چې نور به په ازادلاس خپل تخریبي په تیره بیا افغان ضدشیطاني اودوه مخي رذیلانه سیاستونه اوتورې نخشی پلي نه شي کړای .اوترټولواهمه اوډانګ پیلي خبره داده چې ډونالدټرمپ په درنواودوستانه ټکو کې هند دامریکا نیږدې اوغوره اقتصادي اواستراتیژیک دوست وباله اودهند لومړی وزیر نریندرامودي ته یې امریکاته د دوستانه سفر بلنه ورکړه .مودي دابلنه ومنله اوپه روان زیږدیزکال کې به دادوستانه خو،خورامهم اوتاریخي ترسره شي.
له بلې خوا دعربي متحده آماراتوته دهند دلومړي وزیردپخواني سفر په ترځ کې په هندکې د۷۰ میلیاردوډالرودپانګې اچونې ژمنه دعربي متحده اماراتودمشرتابه له خوا هند ورکړشوه .په کندهارکې دمتحده اماراتود دیپلوماتیک پلاوي له منځه وړل دپاکستاني څارګروله پخوانی کینې څخه تومنه اخلي اودلیوني سپي په څیرهرې خواته خوله اچوي اودادی اوس یې دایراني اخوندانواومتعصبه شیعه کړیو سره لاس یو کړی اوپه مسکو کې دولادیمیر پوتین په پښو کې ولویدل اوپخپل استخباراتي چل ول یې هغه افغاني طالبان چې په افغانستان دسولې اوټیکاوغوښتونکي وو دروسیې په یارانه تاریخي بدنامه کړل اوهغه یې دکی،جی،بې په توراوجال کې رایسارکړل.پوتین دپخواني اتحاد جماهیرشوروي سوسیالیستي دهژمونی مبتذل خوبونه ګوري اوپه وطن مینواصیلوافغانان دروسانونامردي او ټګه برګه یارانه دپیړیوپه پوړیوکې ازمویلي هغه پخواني خوبونه ،خیال اومحال اودبوډۍ ټال ته ورته لنډمهالي غورزی پرزې دي.
دافغانستان په روان ناورین کې دتوراوباما اولیوني بوش دوه مخی نامردانه سیاست و چې له افغانستان سره دامنیتي اوستراتیژیک تړون دلاسلیک سر بیره یې پخه یارانه له پاکستان سره وه په تیری کلونوکې۱۳میلیارده ډالره اواف ۱۶ الوتکې اوپوځي مرستې د افغانانوله سترګو پټې نه دي .ان ستاسووسله والوځواکونوډیری غوښنه برخه توراوباما دپاکستان په لاس کې ورکړه اوځکه په څرګندو ټکو کې ټرامپ دټولټاکنوپه بهیرکې په اوباما اوهیلیري د داعشیانودپنځونواوراټوکولوتورولګاوه اوپه دې اړه لا دمخه کوږخولي کیري ته دایټالیا دروم په ښار کې یوي اتلې ژورنالیستې په کږه خوله سوک ورکړاوداعشیان یې د دوی پروژه وبلله.
۲۰۱۷زیږدیزکال دستروبدلونونواوپیښو کال بریښي.افغان مشرتابه خو له بده مرغه دکیري په لاسونودغلامی ټاپه خوړلي اودا لامل دی چې دملي خصومت چارواکي جلا،جلا سیاستونه لري .په لنډوټکوکې د اجرایوي ریاست پخپل سري ریس ډبل عبد الله څرګندونه ده چې پاکستان ته د دوستانه خبرواترو وړاندیزکوي .نه پوهیږم ایران ته دسفرپه دوران کې یې دادستوراخیستی اوکه دمسکواوسنی نړیوالوغورزو،پرزواواستخباراتي ناندریو کې یې ښاغلي عبد الله ته دپاکستان په لور د دوستی میلان پیدا شوی دی .لادکابل،کندهار،هلمند دشهیدانو وینه وچه شوي نه ده اودسپین بولدک داتل سرتیري دشهادت اواتلوسرتیرودټپیانوناورین روان دی .خوموږخپل ملي اوتاریخي غرورپخپله تر پښو لاندې کوو.اشرف غني دوروستیوخونړیوغمیزوپړه په پاکستان اچولي اوغواړي دنړیوالو په تیره بیا دامریکا دنوي مشرتابه پاملرنه دپاکستان رذیلانه اودوه مخي شیطاني سیاست ته راوګرځوي خوښاغلی عبد الله په ډبل لاسونوپاکستان ته د دوستانه جوړجاړي بلنه ورکوي.افغانان دګاونډیو هیوادونوسره تل سوله ییزمناسبات غوښتي دي.خوپه اوسنیوسیمه ییزونړیوالودیپلوماتیک بهیرکې پاکستان رسوا اومنزوي شوی دوی باید خپله پړه ومني اوافغانستان ته دخبرواترووړاندیز وکړي.
ښاغلی عبدالله دې دپکتیکا داتلووزیرو،مسیدودمشرانواوکشرانو له افغاني غیرت اوشهامته دعبرت درس واخلي چې مشرانویې په پرا خه قومي جرګه کې وزیرستان ته دبیرته تګ څخه په نره ډ ډه وکړه او۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې ناغه اوکورسوځولوتیږه یې کیښوده ترڅوچې پنجابې پوځیان اوڅارګر دوزیرستان له سیمي بشپړوتلي نه وي د دوی کورونه دکرکیلي ځمکې اود کاروباردجوړجاړي اوسوله ییزژوند زمینې رامنځته شوي نه وي دوی له خپل پلرني وطنه دلوی افغانستان دغیرتي وزیرواومسیدوسیموته نه ستنیږي .په جرګه کې ملک حاجي ګل رقیب اوملک سیدالله په ټولووزیروجاني خیل،باکي خیل،نیامي،شاه خیل،سیدګي،ګربزواونوروقومونوغږوکړچې دجرګې پریکړې په پام کې ونیسي اودپنجاب په ټګیو،برګیواوضرب غضب په دسیسواوچل وټوځان وپوهوي.په دغسې حساسوتاریخي شیبوکې یوځل بیا دپښتنو،بلوڅواوسیند مشرانوته په کارده چې دقوم اوولس په وړاندې غیرت،ننګ اوهمت هیر نه کړي .اوپه ملي ،ولسي پراخو خوځښتونواولښکر،لښکر غورځنګونولاس پوري کړي.
په دنیا دننګیا لي دي دا دوه کاره.............یابه وخوري ککری یا به کامران شي
دلوی افغانستان دجوړیدواودبې غیرته چاپلوسانودنابودی اولارسوایې په هیله
اکبري هالینډ
۲۸/۱/۲۰۱۷

دتشوخبرو وخت خلاص شو،دعمل وخت دی
 لیک: بسم الله اکبري
دامریکا ۴۵ ولس مشرپه زغرده خپله وینا کې په ډاګه کړه چې:تشوخبرو وخت خلاص شو،دعمل وخت دی
داپه دې مانا چې په تیرپېر کې دسپیني ماڼۍ واکمنانواوزورواکو ،تش لاپې ،باټې کارولي اودعمل په ډګر کې پاتې راغلي دي .په امریکا دننه ستونزو او نارضاتیوسربیره په نړیواله کچه هم امریکا اودهغه ستراتیژیک انډیولان دنړۍ په بیلابیلوسیمو په تیره بیا په افغانستان ،عراق،سوریه اولیبیا کې په ستونزمنواوږدو جګړو کې ښکیل دي.اومشهوره وینا ده چې کوچنی سوری هم لویې اوغټې بیړۍ غرقولای شي او افغان جګړه هم یوه هغه دامریکا په تاریخ کې اوږده جګړه ده چې دلیوني بوش په ناعاقبت اندیشانه لیونتوب پیل اودادی دامریکا ولس ته دخونړي سریال اواقتصادي محیرالعقول تریلیونو،تریلیونوډالري لګښت اومزمن ګواښ په توګه دهغو په اوږوپرته ده.دامریکا اوسنی ولس مشری ټاکنې اودټاکنو په بهیر کې دمیرمن هیلیري اوډنالډترمپ ترمنځ سپکې سپوري په یواوبل بې سارې منفي اوسپک تورونه لګول دسپیني ماڼۍ دغټې بیړۍ سیاسي بیلانس متزلزل او آن چې دکریملین ماڼۍ د کی جی بې څارګرومتخصیصینود دمعاصر کمپویترایزاونامریې تخنیک دامریکایانو ترمنځ بې باوری ،دسلامت اوملامت لوبه ترلاس،ګریوان اولیونتوب ترکچې ورسوله.اودادی دامریکا بیلابیل منابع داهیکریزم ترکمونیزم هم خطرناک ګڼي .اودا دکریملین دتخنیکي استخباراتي برلاسی زیګنال نه یوازې سپینه ماڼۍ بلکې ګرده نړۍ په تیره بیا لویدیځه نړۍ ولړزوله .
اوباما دخپلې واکمنۍ په پیر کې خپل نړیوال سیال دروسیې فدراتیف ته یوه بې ساري ډالۍ ورکړه داستره پیښه دامریکا دپټواستخباراتواوڅارګرتخنیک ،مسلکي څارګرسنوډن وچې په مسکوکې میشت اودهغه په شتون دتوراوباما پښې شلې اوسپینه ماڼۍ ولړزیده اودادی تراوسه کریملین دڅارګری په جوارګره لوبه کې دطوس قطعه یانې سنوډن په لاس کې لري.اوکولای شي اوسني ولس مشرته یې کله ناکله ښکاره کړي.
د دغولویوسمندري اخته پوتانواومستکبروځواکمنودزورازماینې اودمدرنو تسلیحاتو دازموینې ډګر زموږ هیواد ګران افغانستان ګرځیدلی اوپه دې خونړۍ لوبه کې دانګلیس له استعماري خیټې څخه زوشوی اوجوړشوی پاکستان اودایران قسم خوړلي نامرده اخوندان اونورسیمه ییزدوښمنان خپلورذیلانه نیابتي جګګروته دبې وجدانه اوبې غیرته لاسپوڅونوکرانوپه وحشیانه اوخونړیوترهګریزوبلوسواوواسکټي ډله ییزووژنو دوام ورکوي.
موږدځمکې په کره کې ولی اوڅه ،له خوار،زار،غمجن،ویرجن،پاشلي،ویشلي اوټپي،تپي ملت اوولس یو.له بهرنیوڅه ګیله په کار ،موږافغانان پخپله دخپل وطن ،خپل ولس،ملي وفاق اوخپل برخلیک دوښمنان اودخپلوملي اولسي دچور،تالان بې رحمه شنه غله یوپه والله ثم تآلله اوسني ټول دادپچو،ډیزلواودکانونودشنوکاڼوغله دافغان ولس په ستوني لکه ژورې نښتي دخواراوبې وزله ولس وینه زبیښي،زبیښي اود نن دنګې فرعوني ماڼۍ اومیلیاردي شنوډالرونوډک ګاوصندوقونه اوپه نړیوالومافیایې بانکونوکې زیرمه اوغلا شوي پانګې اظهرامن الشمس ثبوت دی.تف،تف اوبیاهم تف په دابې ضمیره شنوغلو،داړه مارانواولوټمارانوچې د دوی دخیانت اوزورواکۍ له له لاسه ګلالي،ګلالي اودځوانۍ په منګ تنکي،تکي ځوانان په سمندرونوکې دنهنګونوخوراک اودناهیلیوپه ویروونکوڅپوکې لاهواوورک شول.
دهرافغان دزړه کړیکه ده چې:
سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه
چې په کې ووینې دسرووینوډنډونه

ډونالډ ټرمپ په نره داوباما دځینوپریکړوپه اړه فرمانونه لاسلیک کړ.خودښاغلي ټرمپ یوه جدې پاملرنه غواړو.
داوباما اودهغه دکږخولي جان کیري په وسیله دافغان ولس قانوني ټولټاکنې بابیزه اودیموکراسی زندی کول دي چې دنړیوالومنل شویوموازینواودیموکراتیکواصولو پرخلاف یې دوه سرې لانجمن اوبې کفایته واکمني رامنځته کړه .له بده مرغه دلیوني اوشیطاني هوس اوزورمستۍ په موخه دافغان دباتور ولس په وړاندې څولنډغروبدماشانو اوکوڅه ډبوافغاني ارزشونه په اوبولاهو اوولس ته په سپکاوی دپسونواوګدوتوهین اوسپکاوی وشواودادی افغان ولس دخونړي ټپ په څیر د دغه په زور اوزرمینانوله تکبر اوسرغړونو ځوریږي.
افغان ولس اود دیموکراسی تاریخ به هیڅکله دکیري بربنډاومضحک خیانت ونه بښي.دهغه په لاسونوجوړه شوي توطیې دوه کلنه موده پای ته رسیدلي خوڅوک شته چې په دې وران ویجاړاودمافیاپه انارشیزم کې دراښکیل هیوادپه ولسونو،قانون پلی اودبې ضمیره غلو کږې خولې په سوکونوسمې کړي.
زماپه اند ترڅوچې موږیو قانونمنداورښتینی ملي حاکمیت رامنځته اومستحکم نه کړوپه کلونو،کلونوبه داخونړۍ ناتاراوداغمجنې ساندې روانې وي.
دښاغلي اشرف غني په اړه یوه ټوکه رایاد شوه وایې په یوه کورکې دکور خاوند اومیرمن یې په یوه کوچنۍ غالۍ یانې قالینچه ویده وو.دشپې غله کورته ورغلل اودکورپه لوټلوبوخت شول.دکورمیرمن راویښه شوه خپل میړه ته یې وویل:هله پاڅه چې غلوکورلوټ کړ.خاوند یې سر راپورته کړاوسترګی یې د ډبلواورمیږونوپه مټوروغلو ولګیدې.بیرته یې سرکیښود اوځان یې په خوب واچاوه.سهار چې له خوبه راپاڅیدل میرمنې خپل میړه ته وویل :غلودکور ټول سامان اوکالې وړي دي .همدا یوه قالینچه چې ته پرې ویده یې پاتې ده.
میړه ورته وویل داډارن غله پوهیدل چې په قالینچه شین زمری ویده دی.ههههههههههه.
هو!دویم متفکر صیب خوواردواره داحمدزي دوروستاړي ورته تیرشوبې شکه شین زمری دی دارګ دفتریې تراوسه ساتلی دی.سترې هیلي اوناپایه آرمانونه لري خوهوډمن انسانان دجسارت په توره کولای شي دتورتم تیاری څیري کړي.وګوروچې دټرمپ دلویني نیلي سپور واکمن سره دافغانستان په ژغوراوساتنه کې دخپل فلسفي تفکرله کومې زاویې چال چلند کوي.دهغه دبري اوسرلوړی په هیله.
دافغان ولس دوښمنان دې ورک اوبرباد وي
بسم الله اکبري هالینډ
۲۱/۱/۲۰۱۷

-
بېرته شاته