(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[12.Jan.2017 - 14:56]

پښتو متلونه

اول سلام دی بیاکلام .
اول ځان دی بیا جهان.
امانت ځمکه هم  نه خيانتوي.
انسان تر کاڼى کلک تر ګل نازک دي .
اوبه په ډانګ نه بيليږى.
اوبه چى دی ڈوب کڑی  څه يوه نيزه څۀ دوه نیزی. 
اوبه  به تيرى شى کاڼى پاتى کيږى .
اورته خپل او پردى يودى.
اوسپنه پر اوسپنه ماتيږى.
اوسپنه چى څومره ټکول کيږى هومره کلکيږى.
اوښ په بډه نه وهل کيږى.
اوښ ته ويل غاړه دي کږه ده ويل کوم ځاى می سم دى .
اول زده کړه بيا کوژده کړه .
انتظار  له وژلو زيات دى.
آسمان چى څومره غريږى هومره نه وريږى.
اور ته  راغلي دکور ميرمن شوى !
اورته چى نږدى کيږى خامخا سوزيږ ى.
اصيل ته  اشارت کم اصل ته کوتک .
آزمويلى سړىنه آزمويى .
آسونه ئى نعلول چنګښو هم پښى پورته ونيوى .
اوبه خړى ماهى نسى .
اختر پټ ميړه ندى .
باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى .
مار  چى هر څومره  خوار شى  بيا هم چونګښى نه خورى .
بښنه په لک حساب  په یو.
بد بوټى  بلا  نه وهی .
بد به  دى  په زړه لرم  سلام به دى خوله .
بد تربور په بده  ورځ پکار يږى.
بى ډوله  مه ګډيږه .
بلاوه  وه خو برکت ئى  نه و .
بی ڈوله مه ګډيږه .
بل ته چى  گوته  نيسى ُ  ځانته درى کوتى نيول کيږى .
بى عقل  دومره پر بل  نه کوى لکه  په ځان .
بيکارى هسى بلا ده  هم ددين هم ددنيا ده .
بد زوي  نه زوى .
بيړه دشيطان کار دى.
په بدبوٹی سپی هم متیازی نکوی.
په دوه بيړ يو پښى مه ږده .
پوره ! ورک دى  کړل  دوه کوره .
پر پچه وخوت  کشمير  يى وليد .
پر دى خواړه يا پور دى  يا پيغور .
پردى کټ  تر نيمو  شپو دى .
پر ښو تلوار  او پر  بدى وتاءمل .
پړ مى که مړ مى که .
پښى هلته ځى چى زړه ځى .
پلار ګټلى زوى ته آسانه  .
پور چي ځنډينى شى خوړنى شى.
پر پردى کور سل ميلمانه  هيڅ دي .
پخپله  خر نه لرى دبل  به آس خاندى .
په ډيرو  ړوندو کى يو سترګى پا چا وى .
 په شرم هغه  شر ميږى چى پرى پو هيږى .
په درنو دروند په سپکو سپک .
 په يو څپيړه دوه  مخونه  خوږ يږى .
په يو ګل  نه پسرلى کيږى .
په يوه موزه کى دوى پښى نا ځايږى .
پشى خو به  له اوړو جوړه کړو خو ميو به څوک وکړى .
په کور کى کلى نشى .
 پوردى وى په ورور  دى وى .
تر پردى ګلالى  زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .
تر پراته  زمرى گرځنده ګيډړه ښه  ده .
تر څو چى رښتيا  راځى  درواغو به کلى  وران کړى وى .
تورى به لا لا وهى مړى به  عبد الله وهى .
تر تيارى برخى مه تير يږى .
ترکاڼى دبيزو کار نه ده.
جامه چى  دپور شى په ځان اور شى .
چى جنګ سوړشو ميرى  تود شو .
چى نه دى وه سيالى  مه کور کړه مه کالى .
خپل  گور هر چاته  تنګ ښکارى .
خر به خند اه نه پو هيږى .
خپل عمل  د لارى مل دى .
خپله  خوله  دى هم کلا ده هم بلا .
خپل ګريوان  دبل  لاس ته  مه ورکوه .
څوک ځان غواړى څوک جهان .
څه چى په کټوه کى وى په څمڅى کى را پورته کيږى .
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده .
څو ګړى ږيره د چړى لا يقه ده .
چا به کلى نه پر يښود  وى اس مى دملک  کره  وتړى .
چاړه که دسرو ده  هسى نه چى دځيګر  دمنډو  ده .
چى اختر تير شى  نکريزى په ديوال  وتپه .
چى باد نه وى ونى  نه ښورى  .
چى بد کوى  بد به مومى .
چى بد  ګر ځى بد په پرځى .
چى‌ غواړى په هغو واوړى .
چى او ګره سړيږى ميلمانه ډيريږى.
چى زه او ته راځى نو څه دى دقاضى .
چى  باغ پوخ شى باغون  کوږشى .
چى سړى زړيږى حرص زياتيږى .
چى ډب نه وى ادب  نه وى .
چى موړشى  سوړ شى .
چى دښمن په پاتو  مرى په زهرويى مه وژنه .
ددرواغو مزل  لنډ وى .
دا وړى نه شړى ګيږى .
دلمدو خټو لږ اوبه حاجت وى .
ډيرى لاړى لږ ولاړى .
دزور  او به  په څلى خيژى .
دميږ چى مرګ راشى  وزرونه  وکړى .
دملک  مخى او د قاطر  شاته  مه زه .
دمرورو  برخه  تا لاوى .
دحجر ا غم  به  کورته  راوړم  دکور غم به چيرته  يو سم .
دسوال  مړى له ستونى نه تيريږى .
دو هندوانى  په يو لاس کى نه نيول کيږى .
دړ انده  له نيولو  او د  کاڼه له وهلو د خدى ساته .
دو پک  هغه هم  سره ورک .
دريا ب په  لوټه  نه خړيږى .
دزرو قدر په زرګر وي .
دزړه  زړه ته لار وى .
دزمر  کور بى هډو کو  نه وى .
د زورورو  وهل  او د کمزورى کنځل .
 دسپو  له خوارى ګيډړان پر بامو  لوبى کوى .
دسوال  په اوبو  ژرنده  نه ګرځى .
دښار  دروازى تړل کيږى دخلکو  خولى  نه .
دظلم عمر لنډ وى .
 د غريب  غاښ په  حلوا کى وځى .
دغريب ملا  په آذان څو ک  روژه  نا ماتوى .
دغنمو  له برکته اغزى هم  او به کيږى .
دکبر کاسه نسکوره ده .
د گو نگى ځوى ژبه  خپله مور  ښه پو هيږى .
دگيډړ  تر نازه  د زمرى داړل ښه دى .
د لو گرى لو ته زړه  نه کيږى  لور  په  لو ټه  تيروى .
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه .
دنيا ء په اميد  خوړله  کيږى .
دوږي سترگى  په دستر خوان  کى وى .
ديوال  نم زړوى خو انسان  غم زړوى .
ديوى سپږى  لپاره ټول پو ستين  مه سوزه .
دراغجن د رواغ  وايى  او ريښتنى يى  قياس کوى .
دفقير چى چيرته  ښه  هلته شپه .
دمچ جنگ به د پک په سر  معلوم شى .
دغه گز دغه  ميدان .
دنريا ترب دى يا خرب .
درياب به  لو ښو  نه وچيږى .
دخوارانو ديگ په  صبر  پخيږى .
دصبر خواړه  خواږه وى .
دقبر خاورى  په قبر  تماميږى .
دمړى  څخه شيطان بيزار دى .
درواغ د ايمان  زوال  دى .
دښار وو ځه  له نر خه  نه .
دوست  ته حال  وايه  دښمن  ته  لاپى  کوه .
دوست به دي  وژړوى  دښمن به دى وخندوى .
ډ بره  دخوارو  په سر  ولويږى .
ډمى نڅا نه شوه  کولاى  ويل ځمکه  کږه  ده .
ډم  چى ډول  وهى زور به يى  لرى .
رښتيا  ويل  تر خه  دى .
رحم په ليوو ظلم په پسو .
ژرنده  که د پلار ده  هم  په وار  ده

-
بېرته شاته