(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برېکينګ نيوز

[28.Dec.2016 - 00:54]

بریکینګ نیوز لنډه کيسه

لیک : بارکوال مياخېل 

د «ژوند» ټيليويژن مشر خبريال صياد احمد د نشې په حال کې وو، کړنګ شو ټليفون ته يې مېسج راغى، موبايل ځنې ورک وو، لاس يې يوې بلې خوا ته و تپول خو موبايل يې ونه موند، د نجلۍ له سينې يې سر را پورته کړ، موبايل يې د بسترې هغې بلې خواته د سګرېټو له ډبي سره پروت وو، لاس يې ور و غزاوه، موبايل يې په بيړه ور واخيست، ګوتې يې پر وتپولې، ژر- ژر يې ورته راغلى مېسج پرانيست: «د هېواد جمهوري ګوند نوميالى سياستوال ميرزمان خان په خوشال خان سړک کې د نامالومو کسانو په ډزو و وژل شو»، د مېسج په لوستلو يې ټکان وخوړ، په خپلو سترګو بېباوره شو، عينکې يې ور پورته کړې، نجلۍ يې څېرې ته په کتلو اندېښمنه شوه، ده مېسج بيا له سره ولوست، ژر يې په ټليفون کې يوه شمېره ووهله او موبايل يې غوږ ته ونيو، زنګ روان وو، پر درېيم زنګ له هغې خوا سلام ورته وويل شو:
- هله دلاوره د هېواد ګوند مشر ميرزمان يې ويشتلى روغتون ته ځان رسوئ
دلاور پينځويشت کلن خبريال وو، له تېرو پينځو کلونو يې له همدې «ژوند» ټيليويژن سره کاره کاوه، په کار کې نو دومره ګړندى وو، چې هرې پېښې ته به يې تر نورو لومړى ځان رساوه، پر کېمره مېن زرين يې ږغ وکړ، چې ژر کېمره را واخلي، دواړه په بيړه له دفتره ووتل، د دفتر د موټر چلوونکى يې مخامخ د دفتر له ساتونکي سره سيوري ته ناست وو، د دوى په ليدو را ولاړ شو او ټول موټر ته وختل، دلاور ږغ پر وکړ:
- چابک روغتون ته درځه
د صياد احمد نشه سره ګډه وډه شوه، فکر يې ټول په دې کې وو، چې که اوس مرکزي دفتر ورته زنګ را ووهي او د وژل شوي سياستوال په اړه تفصيلي مالومات ځنې وغواړي څه به ورته وايي، دا ځل يې موبايل تر څنګ ښکاره ورته ايښى وو، نجلۍ ولاړه شوه او د خونې د ورۀ څنګ ته له ولاړ يخچاله يې سړې اوبه او د يخي ټوټې را واخيستې، ده هم له موقعې څخه ګټه واخيسته، مخامخ پراته ټيليوژن ته ور ولاړ شو، د ټيليويژن کوشنۍ سره بتۍ بله وه، څنګ ته ايښى ريموټ کنټرول يې ور پورته کړ، ټيليويژن ته يې ونيو، د سر سره تڼۍ يې کښېکښله، ټيليويژن روښانه شو، کوم هندي چېنل لګېدلى وو، سندره پکې چلېدله، بيرته بسترې ته راغى، سندره يې څو شېبې پرېښووله، بيا يې چېنلونه واړول، خبري چېنلونه يو په بل پسې راغلل، اړول يې- اړول يې وچ يې پر «ژوند» ټيليويژن ودراوه، پر ټيليويژن لاندې پټۍ چلېدلې: «د هېواد جمهوري ګوند پر مشر ميرزمان خان باندې ډزې وشوې»، «ميرزمان خان له خپل کوره را روان وو چې نامالومو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې»، د ټيليويژن ږغ يې لږ پورته کړ، شېبه وروسته يې د خبريال دلاور عکس پر سکرين راغى، د پېښې په اړه يې خبر ورکاوه، زړه يې ډاډه شو چې نور نو له دفتره ورته زنګ نه راځي، ده چې له ټيليويژنه سترګې نجلۍ ته ور واړولې، هغې په لاس کې د شرابو بل ګيلاس ورته نيولى وو، چې څنګه يې په لاس کې ونيو لکه له خوبه چې را ويښ شي، د يخي ټوټو ګيلاس ډېر سوړ کړى وو، ګيلاس يې خولې ته ونيو، چې څنګه يې يو غوړپ وکړ، بيرته يې ټيليويژن ته وکتل، د وژل شوي سياستوال د ګوند سلګونه غړي يې تر سترګو شول چې د ميرزمان خان له مړي سره يوې بلې خواته ولاړ دي، په همدې حال کې د ټيليوژن پر سکرين ګرد غوندې خپور شو، نه پوهېده چې ټيليويژن خراب شو که څه پېښه وشوه، دستي يې بل چېنل واړاوه، «نن» ټيليويژن وو، هلته هم پر سکرين دوړې غوندې خپرې وې، د سترګو په رپ کې د ټيليويژن پر سکرين غټ وليکل شول: «په ملکي روغتون کې زوره چاودنه وشوه»، «چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده»، ناببره يې ګيلاس نجلۍ ته ورکړ او له ځايه را ولاړ شو، موبايل يې ور پورته کړ، دلاور ته يې زنګ وواهه، زنګونه تلل خو ځواب نه وو، د زړه يې درب شو، بيا يې دستي زنګ ورته وواهه، په همدې حال کې يې بيرته خپل «ژوند» ټيليويژن را واړاوه، هلته هم د چاودنې پټۍ چلېدلې، خو د خپرونې کوربه بيا- بيا ويل: «موږ هڅه کوو چې ژر له خپل خبريال سره اړيکه ونيسو او د چاودنې په اړه مالومات درکړو»، دا ځل بيا ځواب رانغى، خو شېبه نه وه تېره چې د مرکزي دفتر له خوا زنګ ورته راغى، غاړې يې صفا کړې، سر يې سره و څانډه:
- سلام، په خير، زه دا دى د چاودنې ځاى ته نيژدې يم وروسته به جزيات درکړم
ټيليفون يې له غوږه لرې کړ، خو دستي زنګ ورته راغى، دلاور وو، دستي يې د «اوکې» تڼۍ کښېکښله:
- چېرې يې دلاوره؟ ولې جواب نه وايې؟
د دلاور ږغ نه خوت، ژړغونى غوندې وو:
- صياد صاحب چاودنه وسوه، مړي او زخيمان پراته دي، زرين ورک...
د دلاور ږغ پرې شو او موبايل يې هم بند شو، صياد احمد اريان شو چې زرين به چېرې وي، يو څه غوسه هم شو چې زرين په دې حساس وخت کې څنګه دومره بې پروايي کړې ده او ورک دى، خپل ټيليويژن ته يې وکتل، بيا يې پر سکرين د دلاور عکس وليد، ږغ يې ور پورته کړ، دلاور خبر ورکاوه:
«د هېواد ګوند سلګونه پلويان د خپل وژل سوي مشر ميرزمان خان پر مړي را ټول وو، چې چاودنه وسوه، تر اوسه اتلس تنه پکې وژل سوي او تر دېرشو زيات زخميان دي، خو زموږ کېمره مېن...»
د ټيليويژن کوربه «مننه» ورته وويله او دستي يې وويل: «کتونکيو تاسې واورېدل چې د قديم آباد په لوى روغتون کې چاودنه شوې او زياتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، په دې اړه به نور جزيات وروسته له خپل خبرياله واخلو»
د دلاور جامې هم په وينو سرې وې، خو پخپله هغه ته کوم زيان نه وو رسېدلى، ځکه چې هغه د چاودنې له ځايه لږ لرې وو، مړي او ټپيان چې اخيستل کېدل ده به هم موټرو ته ورسره پورته کول، د هر سړي څېرې ته به يې وکتل، چې هسې نه زرين هم په چاودنه کې لګېدلى وو، د چاودنې له ځايه ټول مړي او ټپيان د روغتون «د حادثاتو څانګې» ته يووړل شول، زرين يې پکې ونه موند، نور خبريالان او د ټيليويژنونو کېمره چلوونکي هم را غونډ شوي وو، د يوه بل ټيليويژن خبريال هم ورک وو، پوليس چارواکي هم د پېښې ځاى ته را رسېدلي وو، شېبه په شېبه د مړيو او ټپيانو شمېر ورکول کېده، ورپسې يې د نومونو لړۍ هم پيل شوه، په مړيو او ټپيانو کې د زرين نوم نه وو، زړه يې تر تلو ولوېد، اريان دريان شو، چې ژوندى زاڼى زرين په مځکه ننووت که څه شو
يو ساعت به تېر شوى وو، چې مشر خبريال صياداحمد هم د پېښې ځاى ته ورته را ورسېد، ده يې په ليدو زړه سره را ټول کړ، خو سترګې يې له ژړا سرې وې:
- صياد صاحب زرين په مړيو او ټپيانو کې هم نه سته
د صياد احمد په وهم و ګومان کې هم نه وو، چې ګواکې کېمره مېن به يې په چاودنه کې ټپي شوى وو، تر زرين هم کېمرې ته اندېښمن وو، چې له زرين سره ورکه وه او ټيليويژن ته تر اوسه د چاودنې هيڅ يوه ويډيو نه وه ور لېږل شوې، دى چې د خپلې معشوقې له کوره را روانېده، نو ټول چېنلونه يې ژر- ژر تر نظر تېر کړل، چې د پېښې په اړه يې تازه- تازه جزيات او «برېکنګ نيوز» ورکول، په دې فکر په بيړه- بيړه پخپل موټر کې تر روغتونه راغى، چې هسې نه له خپل کاره لاس ومينځي، د روغتون «د حادثاتو څانګې» ته ورغى، د وينو سوړ بوى لټېده، د روغتون له يوه مسوول ډاکټره يې د مړيو او ټپيانو شمېر وپوښت: 
- «اته ويشت مړه او ٤٥ ټپيان دي، د ډېرو ټپيانو حالت خراب دى» 
د دغو مالوماتو په تر لاسه کولو خوشاله غوندې شو، غوښتل يې چې دفتر ته زنګ ووهي او تازه مالومات ورکړي، خو د روغتون ډاکټر ږغ پر وکړ:
- «پينځلس ټپيان چې حالت يې خراب وو هغه مو نظامي روغتون ته ولېږل» 
دلاور لکه لېونى د زرين شمېرې ته ټينګ وو او بيا- بيا يې زنګونه ورته وهل، خو زنګ به ختم شو چا به ځواب ور نه کړ، ده ته د دفتر زنګونه راتلل خو ځواب يې نه ورکاوه، ځکه حالت يې خراب وو، ډېر يې ژړلي وو، ږغ يې کښېنستى وو او خبرې يې نه شواى کولاى، مشر خبريال صياد احمد هم څو شېبې وروسته هغه ځاى ته ورته راغى، چې نور ګڼ شمېر خبريالان ولاړ وو، له هغوى يې يو څه نور جزيات واخيستل او دفتر ته يې زنګ وواهه، چې سټوډيو ته يې وصل کړي او د چاودنې د قربانيانو په اړه تازه مالومات ورکړي. دوه- درې مينټه وروسته چې فارغ شو، د پوليسو مشر او د کورنيو چارو وزير د پېښې ځاى ته را ورسېدل، د پېښې پر ځاى وګرځېدل، له خپلو نورو مامورينو يې مالومات واخيستل او وروسته د ټيليويژنونو کېمرو ته و درېدل، چې د پېښې په اړه مالومات ورکړي، خبريالانو مايکونه ورته ونيول، چې د خپلو- خپلو ټيليويژنونو نومونه پر ليکل شوي وو، د «ژوند» ټيليويژن کېمره مېن نه وو، خو مايک يې دلاور يوه بل خبريال ته ورکړ، چې د نورو مايکونو په منځ کې يې ونيسي او خپله د خبريالانو په ګڼه ګوڼه کې ودرېد، د کورنيو چارو وزير بهرام تورخېل په خبرو پيل وکړ:
- «موږ د دې چاودنې په کلکه غندنه کوو، چې د هېواد جمهوري ګوند پر کارکنانو سوې ده، په دې پېښه کې تر اوسه يودېرش کسان مړه شوي او دري څلوېښت کسان ټپيان دي، اته ويشت مړي دلته په ملکي روغتون کې او درې مړي په نظامي روغتون کې پراته دي، په شهيدانو کې نور ټول د هېواد ګوند غړي دي، يواځې يو خبريال دى او يو خبريال ټپي هم دى چې په نظامي روغتون کې دى خو د هغه حالت هم ښه نه دى»
خبريالانو لا له پوليس مشر او د کورينو چارو له وزيره پوښتنې کولې، چې دلاور د سترګو په رپ کې له دې ځايه له يوه بل خبريال سره پر موټرسايکل پښه واړوله او په بيړه يې نظامي روغتون ته ځان و رساوه، صياد احمد چې د پېښې په اړه جزيات پر خپله کوشنۍ کتابچه وليکل، نو سمدستي يې په موبايل کې د خپل دفتر د سټوډيو شمېرې ته زنګ وواهه، خو د سټوډيو شمېره مصروفه وه، لږ ګړۍ وروسته له دفتره زنګ ورته راغى او دستي يې سټوډيو ته وصل کړ، خو د خپرونې کوربه لا له ده پوښتنه نه وه کړې، چې دلاور يې هم له نظامي روغتونه سټوډيو ته وصل کړ او هغه کوم «برېکنګ نيوز» ورکول غوښت، کوربه وويل:
- دلاورخانه! مهرباني وکړه تازه مالومات راکړئ، په نظامي روغتون کې د مړيو شمېر څو دى؟
د دلاور ږغ له غرېوه ډک وو، سلګۍ يې واورېدل شوې، کوربه نه پوهېده چې څه خبره ده، دلاور زړه سره را ټول کړ او په جزياتو ورکولو يې پيل وکړ:
- تازه مالومات دا دي، چې په نظامي روغتون کې له هغو ټپيانو څخه- چې حالت يې خراب وو او ډېره وينه يې بهېدلې وه- دوو نورو کسانو هم ساه ورکړه، چې په هغوى کې...(ږغ يې ولوېد)
- ښه ښه واياست ستاسو ږغ راځي
- په هغوى کې يو هم زري....
- مننه دلاورخانه ستاسو ږغ پرې- پرې کېږي، له تاسې به وروسته بيا هم مالومات واخلو، خو اوس به زموږ مشر خبريال صياد احمد له ملکي روغتونه د چارواکيو له خولې زموږ کتونکيو ته مالومات ورکړي، صياد احمد خپله کوشنۍ کتابچه مخ ته ونيوله، عينکې يې پر سترګو سمې کړې، پر توره څېره يې خولې را ماتې وې او د هغو جزياتو په ورکولو يې خوله پورې کړه، چې د پوليس مشر او د کورنيو چارو د وزير له خولې يې ليکلي وو، خو لا يې هغه مالومات بشپړ کړي نه وو، چې څنګ ته د ولاړو خبريالانو ږغ يې تر غوږ شو، چې د «زرين» نوم يې اخيست او افسوسونه يې کول، ده چې خپل مالومات ورکړل، ټليفون يې بند شو او د ټيليويژن له سټوډيو بيا دلاور ته زنګ ووهل شو، خو دا ځل دلاور د موبايل سکرين ته کتل او اوښکې يې څڅولې، له روغتونه په ايمبولنس کې له يوه مړي سره را و ووت، ژړا يې نور هم زور واخيست، صياد احمد ته يې مېسج وليکه:
- «ژوند» ته برېکنګ نيوز ورکړه، چې زرين پيدا سو او مړى يې له نظامي روغتونه کور ته يووړل سو.
***
١٢ اګست ٢٠١٦م کال
___________
د کوټې له وروستي ناورينه يو تاثر

-
بېرته شاته