(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښـاغـلـی محمد شـیـریــن ګـردیـوال د PSDP د مشر لومړی مرستیال

ښاغلی محمد شیدین ګردیوال د ننګرهار ولایت  د ګردي غوث په کلي کې په کال 12-12-1953 کې دنیا ته راغلی دی. لمړنۍ زده کړې ئې تر دریم ټولګی پوری د خپل کلي ګردي غوث په لومړني ښوونځی کې ، د څلورم ټولګی څخه تر اتم ټولګی پوری ئې د ایمل خان بابا په لیسه کې  او د هغی نه وروسته د نهم ټولګی څخه تر ۱۲ ټولګی پوری ئې  په کابل کې د رحمن بابا  په عالي لیسه  خپلې زده کړې سرته رسولی. په ۱۹۷۵کال  کې د لوړو زده کړو لپاره د المان اتحادي جمهوریت  ته راغلی دی.

د ۱۹۶۰ نه تر ۱۹۶۸ پوری د ګردی غوث لومړنی ښوونځی او ایمل خان بابا په لیسه .  ۱۹۶۸ نه تر ۱۹۷۰ کابل د رحمن بابا لیسه.

۱۹۸۴ نه تر ۱۹۸۶ Fachhohschule _ Lümeburg کې د Inter Kulturelle Pädagogik اوSozialwessen

د ۱۹۸۱ ـ ۱۹۸۵ د المان د Stade د Volksschule _ VHS په ښوونځی کې د المانی ژبی استاد یا ښوونکی.

د ۱۹۸۲ ـ ۱۹۹۰ د المان د Stade د ښار په عدالتونو ـ دولتی ادارو او ښونځیو کې د پښتو دری او المانی ژبو رسمی ترجمان او ژباړونکی.

د ۱۹۸۳_ ۱۹۸۴ د Stade د ښار د Arbeiterwohlfahrt AWO په خیر یه ټولنه کې د ټولنیزو کارونو لارښود او سر پرست.

د ۱۹۸۴_ ۱۹۸۵ د Buxthade په VolkshochSchule VHS کې د المانی ژبی استاد یا ښوونکی.

د ۱۹۸۶ _ ۱۹۸۸ د Stade د ښار په Sozialamat _ und Jugendamt کې د بهرنیانو یا خارجیانو د ټولنیزو چارو سر پرست او لارښود.

د ۱۹۹۱ ـ ‍۱۹۹۳ د المان د کولن په ښار کې د پښتو ، دری او المانی ژبو رسمی ترجمان.

د ۱۹۹۴ _۱۹۹۶ دالمان د کولن په ښار کې د Aak _ Jugend laden چې د ځوانانو د سر پرستی او پالنی مرکز دی مشر اود ۱۹۹۶ نه تر اوسه پوری د المان د کولن په ښار کې د Aak _ Gemeinwesenzentrum چې د ځوانانو د سرپرستی ـ تعلیم او تربیی اوازاد وخت تیرولو رسمی مرکز دی مشر په حیث. 

د ۱۹۹۸ _ ۲۰۰۴ د المان غږ د رادیو Deutsch Well د پښتو خبرونو ویاند اود ۲۰۰۴ نه تر اوسه پوری د المان د غږ د رادیو Deutsche Well کې د مستقل او خود مختاره ریډکتور د چاپیریال ساتنی او پالنی د خپرونی جوړونکی او ویاند.

د ۱۹۹۱ کال څخه راپدیخوا د المان د کولن په ښار کې د پښتنو د کلتوری ټولنی مشر. د پښتون سوسیال دیموکرات د ګوند PSDP د بنسټ ایښودونکی ډلی مخکښه او فعاله غړی او د ګوند د مشر دوهم مرستیال. او د ۲۰۱۰ ع کال راپدیخوا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال (سینیر نائب صدر)  

دمحمد شیرین ګردیوال د ګرځنده تلیفون۱۷۹۹۸۹۲۹۱۳ Mobile/Handy: 0049 1799892913

- -  بېرته شاته