(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد قدوس تندر دPSDPدمشرانو جرګې غړی

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشر لومړی مرستیال اودبنسټ اېښودونکوډلې مخکښ

ارواښاد قدوس تندر

 ارواښاد قدوس تندر د مولانا عبدالعزیزخان الکوزي زوي، دمولانا سیف الرحمن لمسی په1321 ل هـ  کال  د وري (حمل) د میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په غازي  لېسه  او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون  د ادبیاتو په پوهنځي  کې د ژورنالېزم په څانګه کې بشپړې کړي وې.

ارواښاد قدوس تندر  دلسم ټولګي څخه په لیکوالۍ پیل کړی وو او د هغه وخت په هېواد ورځپاڼه کې به يې لیکنې خپریدلې.  دزده کړو تر څنګ یې په دولتي مطبعه کې هم کار کاوه.

ارواښاد قدوس تندر دپښتو پښتونولۍ سره بې کچه مېنه لرله په همدې بنسټ یې خپل ولس او هیواد ته دچوپړ (خدمت) په پار  په  ۱۹۶۵ ع کال کې د خلک ډیموکراټیک ګوند غړیتوب تر لاسه کړ.

کله چې یې  خپلې زده کړې  دکابل پوهنتون د ژورنالېزم  په  څانګه کې سرته ورسولې، نو په کابل راډیو کې يې په کار پیل وکړ، چې په دې ترڅ کې دخپلې پوهې او وړتیا له امله د نورو لوړو زده کړو لپاره د المان اتحادي جمهوریت ته راولېږل شو.

داچې ارواښاد قدوس تندر  د پښتنو د ملي ازادۍ د غورځنګ پلوي سیاستوال وو،  دخپل ولس او هیواد د سوکالۍ او ابادۍ  خوبونه يې لیدل، نو په المان کې یې هم سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکړ او د یو شمیر نورو قومپرسته پوهیدونکو (محصلینو) سره یو ځای یې د فرانکفورت په ښار کې د افغاني پوهیدونکو د ټولنې او د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ  دټولنې په جوړولو او بنسټ اېښودلوکې  چارنده (فعاله) ونډه لرله.

په کال  ۱۹۷۸  د اپریل په ۲۷ مه نېټه چې دخلک ډیموکراټیک ګوند دافغانستان سیاسي واګې لاس کې واخستې، نو ارواښاد تندر افغانستان ته وغوښتل شو او د باختر اژانس د رېس [مشر] په توګه و ګومارل شو.

کله چې شورویانو  ببرک کارمل د واک په ګدۍ کښېناوه، نو ارواښاد تندر خپل ټاټوبی پرېښود او بیرته المان ته راغی.

په بره پښتونخوا[افغانستان ] باندې  دشورویانو د یرغل وروسته دلوېې پښتونخوا په دننه او بهر کې د باچاخان بابا  د پښتنو د ملي ازادۍ د غورځنګ پلویانو قومپرستو سړیتوبونو(شخصیتونو) د یو داسې ګوند د جوړیدو اړتیا ولیده، چې د پښتونولۍ او قامي [ملي] ګټو پربنسټ ولاړ وي، چې د همدې اړتیا له امله د ۱۹۸۱ ع کال دفرورۍ د میاشتې په د۲۷ مه نېټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټ کېښودل شو او ارواښاد قدوس تندر د ګوند د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

ارواښاد قدوس تندر د ۱۹۸۵ م کال د جولاي  د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د زړه د دریدو له امله د المان د کولن په ښار کې د تل لپاره لدې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

 روح دې ښاد او یاد دې تل تازه وي.

- -  بېرته شاته