(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد عطا محمد شیرزی د PSDPد مشر انو جرګی پخوانی غړی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر سلاکار ارواښاد عطا محمد شیرزی

 

ښاغلی عطا محمد شیرزي په ۱۹۲۱ ع  (۱۳۰۰ هـ ل) کال  د جنورۍ د میاشتې پر لومړۍ نېټه د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو په سېمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

 

ښاغلي عطامحمد شیرزی  په خټه پښتون او پلار یې ددفاع په  وزارت کې دنده لرله.

دی لاماشوم و، چې پلار یې وفات شو او د دریو کوچنیو وروڼو، یوې خور او مور د ژوندانه  زمه واري یې په غاړه شوه. لومړنۍ زده کړې یې د هغه وخت سره سمې په جومات کې تر سره کړې او په ۱۳۱۷ هـ ل کال کې د ژاندارم او پولیسو د زده کوونکي په توګه ومنل شو.  دوه کاله وروسته د اسونو د قطعې د امر د رساله دار په رتبه مقررشو. نوموړي د قطعې د ګارد پر تشریفاتي  زمه واریو  سربیره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه او د وخت صدراعظم محمد هاشم خان په تفریحي او نورو وختونو کې هم دندې ترسره کولې. په نوموړي قطعه کې ورته دخپلو کارونو تر څنګ د [یاور] لقب هم ورکړل شو.

 

په ۱۳۲۴ هـ  ل کې یې د پولیس کدر څخه ځان ګوښه کړ . لومړی یې د هنرمند په سوداګریز  شرکت کې او بیا یې د بلخ د اتحادي په شرکت کې په کار پیل وکړ.

 

په کندهار کې يې د ویښ زلمیانو د جوړښت سره  سم

 (۱۳۲۶ هـ ل) د هیواد دسیاسي پېښو سره مینه زیاته شوه او دخلق ډیموکراټیک ګوند په جوړولو کې یې د پرمختګ لپاره هلې ځلې پیل کړې او د خلق ډیموکراټیک دګوند په لومړنۍ کنګره کې چې د ۱۳۴۲ هـ ل کال د جدې د میاشتې په ۱۱ مه نېټه جوړه شوه، ګډون او برخه لرله.

 

کله چې په خلق ډیموکراټیک ګوند کې انشعاب رامینځ ته شو ، نو بیا یې ترې ځان ګوښه کړاو خپلې سوداګریزې هڅې یې پیل کړې.

 

په ۱۹۸۹ ع کال د نوروهیوادوالو په څېر المان ته په کډوالۍ مجبور شو.

 

ارواښاد یاور عطامحمد شیرزي دخپل ژوند ډېره برخه د وطن او پښتون قام چوپړ ته ورکړې وه او دپښتنو دسوکالۍ او ابادۍ خوبونه یې لیدل ، نو لدې امله يې۱۹۹۰ ع کال راپدې خوا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګې د غړي  اودګوند د مشر دسلاکار دنده په غاړه وه. د کولن په ښار کې د پښتنو د کولتوري ټولنې دمشرتابه جرګې غړیتوب یې هم لرلو

 

ارواښاد یاور عطامحمد شیرزي د  ۲۰۰۳       م کال د مۍ د میاشتې په   ۲۶ مه نېټه د المان د کولن په ښار کې لدې فاني تړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې .

 

له  ارواښاد شیرزي څخه مونږ ته ارزښتناک کړکیښي (تاریخي ) کتاب [ په اخرو څو لسیزو کې دسترګو لیدلې پېښې ، د خلق ډیموکراټیک ګوند تاسیس او په افغانستان د شوري یرغل ] ،چې د پښتونخوا د پوهنې دېرې له خوا په ۲۰۰۳ ع کال کې چاپ شوی دی هم راپاتې دی.

 

روح دې ښاد او یاد دې تل تازه وي.

 

Atta Mohammad Shirzai Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoon Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
- -  بېرته شاته