(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښــاغـــلــی محمداجـان یـار د PSDP دمشرانو جرګی غړی

د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند( PSDP ) د مشرانو د جرګې غړی پیاوړی شاعرا فسانه نکار اونامتو لیکوال ښاغلی محمداجـان یـار د عبدالله جان زوی ، د کونړ ولایت د وټه پور په کلی کې په 1328 هـ ش کال کې زیږلی دی ، په خټه د ماموندو میر جانخیل پښتون دی ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړه ئې په کونړ کې او لوړې زده کړې ئې د کابل پوهنتون د تاریخ او فلسفې په پوهنځي کې کړي دي لس کاله ئې په بېلابېلو ولایتونو کې د هیواد د زامنو پر ښوونه او روزنه تېر کړي دي ، د ماموریت دولس کلنه دوره ئې په کابل پوهنتون ، فواېد عامې او قبایلو وزارت کې تېره کړې ده . په ماموریت کې دویمې رتب ته رسیدلی و ، چې ماموریت ئې پرېښود او المان ته ئې سیاسي پناه راوړه . له زلمیتوبه ئې په شعر ویلو لاس پورې کړی دی او د شعر سره سره ئې په نثر ، لنډې کیسې او ناول لیکلو هم خپل ازمېښت کړی دی .

د لیکوال چاپ شوی کتابونه

کوکارې ( شعري ټولګه ) سره ډولۍ ( د لنډو کیسو ټولګه ) د کونړ تاترې ( تحقیقي او تاریخي کتاب ) ویر ( شعري ټولګه ) تړلې کڅوړه ( د لنډو کیسو ټولګه ) څانګه ( ناول ) د لیلې دښته ( ناول ) هوسۍ ( ناول )

د لیکوال ناچاپ آثار

شعري ټولګه ناول غرونه او ساحلونه ( سفرنامه )

Mohammadajan Yar Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoon Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
- -  بېرته شاته