(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی ايــډ وکــیـټ عــلـی خـان مـحـسـود د PSDP مــشـر

پیاوړی لیکوال محقیق او تاریخ پوه ایډوکیټ ښاغلی علی خان محسود په لسم د مئ ۱۹۴۹ ع کال کې په قطبی وزیرستان شاهورتنګی کې سترګې غړولی دی. قاضی امیر شاه ورباندې علی خان نوم کېښود. ده خپل ابتدائی سبق د کلی پرائمری سکول کی اولسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائی سکوال ټانک نه پاس کړو. B.A ئې دګورنمنټ کالج ډیره اسماعیل خان نه کړیدی.او ګومل یونین جنرل سکرټری هم پاتې شوې دی. د بی ای نه پس د پولیټکل سائنس ډیپارټمیټ پېښور پوهنتون کې داخل شو. د ایم ای نه پس خیبر لاء کالج کې داخل شو. او خیبر یونین صدارتی انتخابات ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن په ټګټ او ګټل. اودوئ پخپله هم ددی تنظیم یو اهمه مټه وه. بیا د هغی وخت سیاسی حالاتو په وجه د بهټو د حکومت دلاسه په جولائی ۱۹۷۴ کې ګرفتار شو. پېښور او هری پور جیلونو کې وساتلی شو او مئ ۱۹۷۵ کې رها شو. او اېل اېل بې اخری امتحان د جېل نه ورکړې او پاس کړې وو. د جېل د رهايئ نه پس د حیدر اباد سازش کیس کې حکومت وخت ته پکار وو. مګر دې ځل د حکومت په لاس ورنه نرغی. ستمبر ۱۹۷۵ کې د میرانشاه خوست د لاری اول لوګر لال بند قلعه ته بیا کابل ته لاړو. اپریل ۱۹۷۶ ع کې د افغانستان نه د سابق سوویت یونین په لار جرمنی ته لاړو. چې تر اوسه پورې جرمنی کې ژوند کوی .جرمنی کې دوئ خپل سیاست تازه وساتلو اول ئې جون ۱۹۷۶ د پښتنو اوبلوچو د ازادئ ټولنی بنیاد په فرانکفورت کې کېښود او بیا ۱۹۸۲ کې ورپسې د پښتون سوشل ډیمو کریټ ګوند ( PSDP ) بنسټ کېښود شو. چې ښاغلی علی خان محسود د PSDP ګوند مشر نائب صدر وټاکل شو .د ګوند دمشر  ډاکتر کبیر ستوري  د ناڅاپي مړینې  (۲۰۰۶ ع کال د اپریل  څلورمه نېټه) وروسته  دګوند سرپرست او  د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۹ مه نیټه د جرمنی د مرکزي څانګی نوی ټاکنه وشوه ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دPSDP مشر (صدر) توګه  وټاکل شو  په ګوند کې د لرې او بری پښتونخوا پښتانه را ټول شوی دی د پښتنود یووالی سیاسی او کلتوری حقوقو د پاره هلی ځلی کوی.

د لیکوال چاپ شوی کتابونه

۱ ) جرمنیان بیا یـو شول ۲ ) د پیر روښان نه تر با چا خانه پوری

 

Adov. Ali Khan Mahsood Vorsizender und Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoons Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
 
- -  بېرته شاته