دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارمان څلی

ژوند د ارمان سره
د روښانه سباوون په طمع طمع
د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه
ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلی
د ښه عمر په لټون کښې سر وهلی
د يخ سيورې د دمې په طمع طمع
دژوند دروند پيټې مې ډير په اوږو وړی

د کور غولي کښې مې ګل تصور کړی
د بورا په څير ګلو نو پسې تللی
د ارمان د باغ په خوب پسې وتلی
د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
د سراب ابه مې ډير ځله ګوټلي
د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي

خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو وينم
د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم
سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي
د رنګونو تميز نه کيږي شمکور شوم
نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته
د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره
حس د ګل د نګهت نه لري بيزاره

د ټول عمر په محنت که چا ګټلي
د ځوانئ رنګين وختونه ئې بائيللي


FEROZ AFRIDI
8/03/2010 P E K H A W A R
- فيروز اپريدي -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||