دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاداجمل خټک

د مــرګ قــاصد درتـه راغلی ټـول جــهــان خــفـه دی
جـوړ د ادب سـیـاســت روان دغـه کاروان خـفـه دی

دغه پښتو چې دې لیلا او تـه مجـنـون د پــښـتـو
ته چې ترې بیل شوې د پښتو هر یو داستان خفه دی

«د غیـرت چـغه » « د افـغـان نــنـګ » درپـسی هـم ژاړې
د وطن غیــږ کــې د ادب هــر ګلـــستــان خــفـه دی

سیاسی ژونـدون دې د تـاریخ پاڼــو لیــکلی پـر مـخ
دا ستا په تګ اوس د سیاست هر یو میدان خفه دی

که ته زمونږ نه شوي جدا نو زړه کې تل دې ساتو
زمـونــږ د ژونـد بغیـر له تا نـه هر ارمــان خفه دی

ای د پـــښــتــو د ادب پـــلار ه اجـــمـل خـــټـــکــه
دا سـتـا پـه تـګ د نسیم ستوری دیـن ایـمان خـفـه دی


ــــــــــــــــــــــــــــ
د غیرت چغه، د افغان ننګ د ښاغلی اجمل خټک د کتابونو نومونه دي

- نسیم ستوری -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||