(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کوي ښکاري چې بۀ فصل دَ خطر کوي*** سترګې دَ ښائيست پۀ زړۀ کښې کر کوي ستونے دَ فائدې کار ته ئې مات وي تل *** کار چې بې فائدې وي څومره ئې زرکوي ستا دَ لاسه عقل وئ کم عقل دے *** عقل مې دَ صبر سره شر کوي زۀ پسې پۀ خپله در پۀ در يمه *** مانه دَ هغه تپوس دَ ور کوي ستا دَ مخ رڼا خو دَ شپې ورځې وې *** کل رڼا ګاني د َ شپې نمر کوي زۀ ډېره مننه درته وايمه *** داسې ښۀ کارونه معتبر کوي ستا مبارکي دَ اختر راغله خو *** بې لتانه ياره څوک اختر کوي داسې غلي غلي راته مۀ ګوره *** ياره ستا نظر پۀ ما اثر کوي هېڅ څوک دَ افسوس دَ پاره نشته دے ***څۀ کۀ ډېر دردونه مې پرهر کوي زړۀ مې غواړي ځان چې ترې قربان کړمه *** څوک هم چې خبرې مختصر کوي زۀ چې ئې خيرونه د َ سر غواړمه *** هاغه مې مدام سودا دَ سر کوي بيا هم دا زړګے مې ترې صبريږي نۀ *** ډېر کۀ ستمونه ستمګر کوي ګورے مرضونه مانه څۀ غواړي *** رنګ پۀ رنګ حملې مې پۀ ځيګر کوي مخکښې دي هم څو ځله رټلے خو *** بيا تواب ساد ه پۀ تا باور کوي

-
بېرته شاته