(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن خاوره

محمد نعيم كاكړ/كوټه

خاوري به يي سترګو ته رانجه كړم په طواف به د وطن ځان پروانه كړم ښكلوم به يې تور كاڼي دا العلونه دوطن په هر ګودر به ننداره كړم پر هروته به يې ځان پټي پټي كړم ښكلي ښكلي به يې جوړه كنډواله كړم له دى دنګو دنګو غرونو د زار شم د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپانه كړم چه در واړوي په بدو خړى سترګې هر غليم به د كاروان سره ايره كړم نعيم به دى دا شاړي ګلعزار كړم د وطن بوټي به ټول ګل دلاله كړم

-
بېرته شاته