(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ڼيګي مې د خوږ زړه په پرهرو لولکۍ ستا غم دی که جانانه بې وزرو لولکۍ د سوات د ګلبڼونو نه راغلی دي خيمو ته پنجرو کې به څنګ پاي د نخترو لولکۍ د جونو د سر نن سبا قيمت څه دی پوه نه يم په څه بيعه خرڅيږي د خبرو لولکۍ چې ښکلو لرۍ تاسو داسې ګل ګل رخسارونه راځي به ورله داسې د نظرو لولکۍ سپرلی نه دی چې ګل نه شي په دشتو کې سورګلي تر څو چې پکې نه شي په سندرو لولکۍ اوس ځانله چرته ځاي ګوري د سر د پټولو اوس نه کښيني ديپکه په ګورګورو لولکۍ

ديپک /پښتونخوا/ send by:الحاج فضل حکیم عندلیب -
بېرته شاته