(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپله لاسه غله لاسه،، د لرګو سترګې - طنز

محمود نظری

د وزلوبې د وړلو لپاره خر په وهلو کله آس کیږي پوه شه دخره مینه ده لغته دامینه اخیر درسره کیږي ولې دوې هندوانې نیسې په یوه لاس دجنایت په مهال ولاړ یې تسبې په لاس غاړی ته لویږي ما ت چې شي لاس مه ایږده نکریځي د ولس په مات لاس لاس ناستي دي باسي ډالرونه شاباس دنیا درته نیولې تر زنې لاندې لاس دا منم چې نه خیژي ټک د یوه لاس خیرن لاسونه مه څنډه زموږ له پاس هغه ددانشګاه او جعلي سرود دی بکواس هغه ته يې هغه ډبلي ماران دي ستا اس پاس د بیت المال په کارکې لري د اخلاص لاس میلونونه شندې په هر بوچ پزې اوټک لاس پر طلايي زین سپور يي د بل په ډک آس نه دي څو ک مني نه درځي څه په لاس اس راس منډه وهي کچکول په لاس ته یې راشوه کوې ټېله ماران يي وړي پاس اخلې له مجنونه ددیدن نذرونه لاس په لاس ښه وايي تڼاکه ده مرغلره د خپل غله لاس ولس موړشو له برکته ستا د تش لاس په چپاول کې لري ستا مریدان ښی لاس د جوز په پوټکي کې بنددی زموږ پښه اولاس هر چیري د پښتون ضددی ستا مواس دنیا د پښتون نه اوری خبرې د افلاس وايي ځغلئ پښتون مودی ماد اخلاص تر وېښيار دښن دی بیړا دوست خناس کاشکی نه وای زموږ په سر ستا کیڼ لاس سمه ده چې وايي خر پلار که ، وخت که پاس نه دا چې خر ه درباندې سپاره شي پاس ملک دربدر شو په نامه د طالب او خاشخاش دونډېمارو له ډاره مونیولی پر خوله لاس ټول ځیناور،غونډل ،مار،کربوړی او چنګاښ دي مقرر کړه غوباړی یې څرخي د ارګ پاس ژوند چلیږی دلته په غلا، بډواو اختلاس کله پیدا کیږي دلته یوه ګوله په باړه لاس اوس که نر یې ورته تینګ که پرتوګاښ دټاکنو دکمیسیون پر خلاف پورته کړه لاس زموږ دی نه منله خلاص کړه ځان دویکی د واښ هرڅه چې کیږي دا ټوله ستا د خپله له لاس

کنایی او وییونه دخپله لاسه (خپله ګناه)؛دچا لاس او پښې د جوز په پوتکی کې بندول( څوک په مشکل اخته کول)،پر لاس نکریځې ایښول ( د نیمی لاری دوست)؛لاس خلاصی(ډیر سخی)؛لاس بندیدل( بوخت)؛لاس پر خوله اېښوول( چپه خوله) ؛ باړه لاس ( منت او خواری)،تړلی لاس ( مجبور)، ډک آس ( ډوبلن آس)، برلاس( غالب)؛نیولی لاس( اړ)؛ پراخ لاس ( سخي)، لاس په لاس( سمدستی ،نقد)، ښې لاس( مددګار) ، اس راس( هلته دلته)؛ تش لاس( مفلس)؛ ترزنې لاندې لاس( اریان پاته کیدل): تړلی لاس( څه نشوای کولی): ټک لاس( وران کار) . وییونه ونډیمار( تقسیم کوونکی )ټېله مار ( مفت خور)، غوباړی ( دژوومچ)؛ ؛ ؛ اس پاس(شاوخوا) ؛واښ(پړی او رسۍ) مواس ( چغلګر) ؛ بکواس ( چټیاټ)

موږ خوښی دی د نوری بلا سترګې نه څیری لکه دپیریانو ستا سترګې دنیا ډکه ده دسپين سترګو خلکو هیڅ تور نه لري دا بې حیا ستاسترګې موږ په هره پېښه تاته سترګې په لاره یو هله کمیسیون بیا وینو څوړی ستا سترګې موږ په سا ویسا سترګې درته نیولي ګوندې لندې شي دا وچي ستا سترګې د ولس په سترګو کې مه شینده خاوره خوړلی دی د پښتون سره ستا سترګې ستا سترګې له اوله سپينې او مړې وې ازغی شو دی موږ ته اوس دا سترګې زموږ په سترګو کې اوبه دي ولاړي خووچي دي دا ستا پرینګا سترګې موږګاللي تر اوسه ډیری تنګي سترګې نشو زغملی دکنج لیده داستا د سترګې کونډه چي سترګي توروي مېړه غواړي تاډ یر لري ولي توروې بیا بیا سترګې وايي سترګې له سترګو نه شرمیږي خوډیر ویتي دي دا ستا سترګې یو سترګی لا ټولو ته په یوه ګوري ولس ته په دوو ګوري دا ستا سترګې موږ ته ستا ړنده سترګه څه وېښه څه ویده ګل ته د اوښ په سترګو ګوری سا سترګې دخلکو یوه سترګه په دین بله په دنیا وي دواړه ښخي دي په دنیا داستا سترګې

کنایی او وییونه سترکې په لاره ( منتظر)؛سپین سترګي کول ( نه منل )؛ په سترګو کې خاورې اچول( ختا ایستل)؛تنګ سترګي( بخیل) ؛سترګه نیول ( امید لرل)؛د سترګو کنج ( لږ پام):د سترګو ازغی ( بدنیت):سترګي درنول(بد بین)؛زما په سترګو کې اوبه ولاړی( څه ویلای نشم) ؛سترګه سره خوړل( دښمن کیدل)؛سترګي د لرګو کول( شرم نه لرل)؛څوړی سترکې( کښته سترکې)؛سترکې څیرل( بی حیا ) ویت سترګې ( بی حیا) پرینګا ( ګوږ سترکې)؛ -
بېرته شاته