(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ ستوری

مرحوم ډاکتر کبیر ستوری د ټولو پښتنو ستوری ؤ، د ټولو افغانانو ستوری ؤ خو ما په خاص ډول خپل شعر د کونړ په هکله لیکلی دی چې کونړ د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د زیږدولو ځای ؤ او کله چې ډاکتر کبیر ستوری ددې فانی دونیا څخه سترګی پټی کړی نوبیا ئې هم د کونړ غیږی ته ځان ورسووه . صمیم ساپی

د کونړ ستوری کـــــونــــړه ســـــتـــوری دې پـــه ســــتــورو ګرځي د اســـمــان ســــتـــورو تــــه پــــښــــتـــو یــــادوي تـــــل بــــه ځــــلــــــیــــږی دا ځــــلانــــده ســـتوری چــې هــــر ځــــای نــــوم د پــــښــــتــــنـــو یــــادوي کـونړه تـن ئــــې نـن ســـتا غـــیــږ كـې پـــروت دی خــــو روح ئـي لا هــــــم ســـرګـــردانــــه ګـــرځـــــی د دې بـــی وزلـــه قـــــوم خـــدمـــت پـــه خـــاطــــر زمکـــه لا څـــه کــــړی تـــر اســـمـــانـــه ګـــرځــی کـــونـــړه ســـــــتـــا د لـــــوړو غـــرو پـــه څـــوکـــو ســــــــتـــوري ډیــــر ســـتــړی مـــزلــــونــــه کـــړی چـې لـــــر او بــــر پــــښــــتـــونــــخـــوا یـــوه شــــی ډیـر ئــــې پــــه تــــن کــــې تـــعـــويضـــونه کــــړی کـــــونـــــړه غـــیـــــږه دی پـســــتـــه کـــــړه ورتــــــه ســـــــتـــا د وصـــــــال ئـــې ارمـــــانــــونــــه کـــړی پـــر تــــا مــــیـــن ســــتــــا پـــه بــــچــــو مـــــیــــن ؤ ســـــتــــا د جــــمــــال ئــــې صــــفـــتــــونــــه کـــړی د پــــــښــــتـــون قـــــــام د اتــــــــفـــاق لــــــــــپــــاره ستـــوري بـــــې شـــانــــه خــــدمـــتـــونــــه کــــړی پــــه دې ارمــــان ئــــې د فــــــانـــی دونــــــیــــا نـــه د اوږده عـــــــمــــــر ســـــــــفـــــــرونـــــــــه کــــــــړی کونړ ه ســـــــــتــا بــــچـــی ویــــاړیــــږی پــــه دې چــــې ســـــــتـــوري پــــــه شـــــــان ځـــــوان لــــری بهاوالـدیــــن مـــجـــروح دې ټــــول پــــيــــژنـــــې د ســــیــد جــــمــــال پـــه شــــان مــــشـــران لــــری خــــو دا بـــــــچـــــی دی نـــــــــازولــــــی ســـــاتــــــه ژوندون ئې ټول په پــردیــــســــۍ تـــیــــر کــــړی د دې اوږده خــــــوب د لا خــــــــونـــــــد دپــــــــاره عمر ئې ټـــول پـــه بـــې خــــوبــــۍ تــــیـــر کــــړی چــــې دردیــــــــدلـــــــــــي زړونــــــــــه ونــــــــازوي سـتــوري هــجـــرت پـه شـــاعـــرۍ تـــیـــر کـــړی د پـــښـــتــون قـــام د ســــرلــــوړۍ پــــه خـــاطــــر ډیر ئـې زحــــمــــت په زنــــدګـــۍ تــــیــــر کــــړی کــــــونــــــړه تــــل دې خـــــــدای ګـــلــــــــزار لــــــره داســـــی بـــــچـــو تــــــه دې ســــکــــــون ورکــــړه چــــې ارمـــــانـــــــي د دې دونـــیــــا نــــه تــلـــلـــي د زړه پـــــه کــــــــور کـــــــې د ژونـــــدون ورکــــړه روح دې ستا ښـاد وي ای حبــــیـــــبـــه زمــــونـــږ تا په خپل ژوند ټـــول نـــيــــک کارونــــه کــــړی صمیم ساپی دی پـه شـــــعــــرونــــو ســــتــــائـــی ډیـــر ئــې ســـــــتـــا حـــــق کــې دوعــاونــه کــړی

د ارواښاد کبیر ستوری لومړی تلین یاد غونډه کی په کی وویل شو (08.06.2007) جرمنی -
بېرته شاته