(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سپینه غونډی

د دنیا هغه سر کښی په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ ‎ تور شیطانان ناست وی ور سره ګیر چا پیره ، زاړه یاران ناست وی اوږده لاسونه لری ، ډیر پلانونه لری چې پری هر ځای ته رسی ،چې پری هر چا ته رسی ژبی اوږدی لری ،سترګی پخی لری په دروغو نه شرمیږی ، نیغ نیغ کتل کوی صداقت هبڅ نه لری ، هر څه په چل کوی ‎ په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ‎ د اسلحو د سودا ، ټول دلالان ناست وی قاچاق بران ناست وی د ابادی په نامه ، لوی لوی ښارونه وران کړی ټول سیستمونه وران کړی ، حکومتونه وران کړی بیا په خندا شی ورته ، سم په ګډا شی ورته چې چرته اور بل کړی ، د بل په کور بل کړی په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ لوی قاتلان ناست دی ، ټول خونخواران ناست دی دوه به په جنګ اچوی ، څوک به په ننګ اچوی یو ته ټوپک ورکوی ، بل ته کوتک ورکوی چا ته جاکټ ورکوی ، په صداقت ورکوی بیا تماشی ته ناست وی ، چې یو بل څنګه وهی مونږه په نورو وهی ، نور به په مونږه وهی دغه مرام دی ددوی ، چه اسلخه خرڅه کړی ښه یی درنه خرڅه کړی که پری انسان مړ کیږی ،لکه حیوان مړ کیږی هیڅ پروا نه کوی دنیا ړنده ده ټوله ، دنیا کڼه ده ټوله ، او یا ویده ده ټوله که خر په بډه وهی ، که غر په بډه وهی

Darwish Lalpurwal Germany يشقصهسزا -
بېرته شاته