(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دالحاج الهام الدين قيام شعرونه تازه شول

دېتېم اختر ېتېما ن چه چاپېر ناست وږې دموروې راته واېه څه اختر به ددې کور وې؟ شهېد پلار ېې په مېړانه،په وطن ورکړئ سر وې انګازه ېې دمېړانې ،خوره شوی لر او بر وی خو تری پاتې ېتېمان ېې،وږې تږی لنډلغړوې راته وواېې ملګرو دېتېم به څه اختروې؟ داېتېم ماښومان واړه،لاځوانان نه وې کوچنېان وی دادمور دزړه بڅرې،په کوڅو کې سرګردان وې په مړه خېټه ډوډۍ ېې،دژوندون ېو غټ ارمان وې تماښې ته دژوندون ېې،په خوله ګوته پاس سمان وې نه ېې کوروې، نه ېې اورې،نه ېې دروې،نه بستر وې راته وواېې ملګرو دېتېم په څه اختر وې؟ دشهېددکوربدبختو ېتېمانو اې ځمادوطن ښکلو ماشومانو مبارک مو دقېام له خوا اختر شه دابدبخته ژوند مونوره بختور شه

الحاج الها م الدېن قېا م جرمنې

د خپلو مټو زور وژنو مونږه دپردو منو ، يو ورور پـــه خپل لاس ورور وژنو يا پردی راپـريـږدو ، پری غمخور مشر د کـــور وژنـــــو يـا ټو پک راواخـلـو خپــل اولاد د سـتـرګـو تـور وژنـو ځا ن وژنــــو، افغا ن وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنــو ځان مسلـمــان بـولــو ، خــو امـــت د پـيـغــمــبر وژنــو مونږه د پــردو پـــــه لـــمســه خپــل د قــوم رهبر وژنـو مونږه پــردی نــــه وژنــو‏، د مــور د زړګــې سر وژنو مـــور وژنــو ،مونږ خور وژنــو، ميړونــه خپـل ټبر وژنو واورې د قــيــام خلکــو د پـلار نـيــکه غــرور وژنو ځان وژنـــو، افغان وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنـــــو

************************

نور موخلاس له دغه شر کړه خدایـه ســــوال کــــومه تاته،چې ماړه زمــــوږ مشران کــــړه خدایه دوی چې هرڅه غوړی، ته یی ښه ډیر ورپریمان کـــړه خدایه ښی شتمنی ورکــــړه،دوی دهــــرڅه خــــاوندان کـــړه دپیسو ډیــــر ارمانجن دی،ورپــــوره د دوی آرمــــان کــــړه اوس خو هریو میلیونردی،خدایـه هــــریو میلیــــاردر کـــړه یا پری رحم وکړه خــــدایه،مــــړی سترګــــی ورته ورکـــړه یا نور غرق دا قارونان کړه، شتمنی یــــی ورپه ســــر کـــړه دوی ژوندی په ځمکه ښخ کړه، نور موخلاس له دغه شر کړه

************************

ما د پلار په شان افغان کړه خدایه سوال کومه تاته، را پوره می دا ارمان کړه په ایمان نیمګړی نه یم،خو لا ټینګ می په ایمان کړه چی پیغور د بی ننګئ می ، اولادو ته پاتي نه شی همت راکړه، غیرت راکړه،ما د پلار په شان افغان کړه

شاعر :الحاج الهام الدين قیام انتخاب اجمل اکبری ****************

خـلـې او خــزالــې خـلـې او خــزالــې پـــه ســـر اخـلــې چـــې طــوفــان راشــي ځـمــکــه پــــه ســر اخـلــې پـــه غـوصــه چـې افـغـانـان راشي خــاوره لـــــه پــلارونـو نــــــه بـچــو تـــــه پـــــه مـــيـراث رســـی نـــــه رســی بــل چــا تـــه کـــه کـوز ځـمکې ته اسمان راشي پــورتــــه چـــې ولـــس شـــــي، آزادې او غــدالـــت غــواړې مـات شي په شا درومی که يې جنګ تـه ټول جهان راشي نـــــه جـوړيـږي څــوک چــې د تــاريـــخ جـبــر وهـــلــې وي نــــه يـــې شــي ژغــورلــې کــه علاج تـــه يــې لـقـمـان راشــي پـريـږدې افــغــانـان خپل ســرنوشت پــــه خــپـــلـــه وټـاکــــې تـرس او وخـشـت نـــه وی، انـســانــې ژونـد په افغان راشي خـــداي کـــه د ښــکاريــانــو د ټــو پــکــو مــاشـي ماتي کړي بـيـا پــــه بــام کــوتـرې، شـنـو بــاغــو تـــه بــه طوطيان راشي بـيـا بــــه کـــرغـــيــړن کارغـــه د بـاغ پـاچــاهــې نــــــه کـــوی بــيــا کــــــه بــهـــار راشـــې او ګلــشـن تــــــه بــلـبــلان راشـــي مـــاتـــې بــــه پــيــالــې کــړې، مـيـخانـه بــه دړي وړي کړې پــــيـژنــې شــراب ســـاقـــې،کــــــه دلــتــــه شـــرابـيــان راشــي مــــات بـــه دی چلـم کـړې، سرخانې به خچې پچې کړې ګــوره! بـنــګ فـــروشــه کــه کوټکـۍ تـه دی چرسيان راشي شــيخـــه! عــبـــادت کـــې چـــيـغــې مــــــه وهـــــه ارام اوســـــه سـم لمونځ بــه در زده کړې ، کـه مسجد تـه عابدان راشي پــړې د زنـــــدۍ بــــــه ستــــا شــــي پــيـره! د تــذويــر تسپــې لــــږ څــــه کــــه راويښ شـي او په هوش دی مريدان راشي ستـــا ښکلـــی رښمـين چــپن، کــفــن بـــــه مــلا تـــا تــــه شـي لــــږ څــــــه پـــه رڼـــا کــــې کــه جومات تـه مـقـتـديـان راشـي مخ به دی درتور کړي، قاضی تا به په خره سپور کانـدې خـــداي خو مــهــربــان دي، محکمې ته به قاضيان راشي ســور اور بـــــه لـــــــه قــهــره د (( شهـيد )) مـــزار تـــه واچـوې پـــيــژنــــې د پــلار قــاتــل، کـــــــه دلــــــتـه يـتـمـــان راشـــــــي روغ رمـــټ پــــه ځــان يـــم، خـلـکــو زه خــو لـيـونـۍ نه يم څــوک چـې رښتـيـا وايـې ستـاسو ولـې پـرې ګـومـان راشي زه ((قــيـام )) ګــرم نــــه يــــم، خلـکــو مـــا مـلامــت مــه بولې ګــرم زمــا قـلـم دی، چــې څـــه لـيکـې پـــه هـيـجـان راشـي

الحاج الهام الدين ((قيام)) جرمنی -
بېرته شاته