(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی ذ بیح الله شریفی څو شعرونه

پښتنو راویښ شی تبا کیږی !؟! د هر مرضونو ګیروګان شو خیالی وطن مو وران وران شو پښتنوغیرتی وطن موویښ بیدارځوانان غواړی لر او بر وطن مو زلزلی غوندی لړځان غواړی پښتنو په اتفاق باندی وطن نه ګلستان جوړ کړی لر او بر وطن مو انقلاب ته خړ زمریان غواړی وطن مو ښکار د مافیاو د سازمان شو خیالی وطن مو وران وران شو پښتنولکه نوم دپښتون خواغوندی انقلاب وکړی لراوبر پښتنانه په یوه اتحاد باندی انقلاب وکړی پښتنو هر غلیم او غدار ته لوی ګوزار ورکــړی لراوبرپښتانه موپه غم باندی بندی انقلاب وکړی هر څه مو لیلام په تاوان شو خیالی وطن مو وران وران شو وطن څخه دا هر غم درد ژړا ورکول غواړی پښتنو وطن مو له هر بلا څخه ژغورول غواړی وطن مو د بل چالپاره په ډیربی رحمی سوزیږی پښتنو که بلا خپله یا پردی وی غورزول غواړی ډیر پښتانه مو بی ځایه قربان شو خیالی وطن مو وران وران شو په ناهقه دبل چالپاره نـن ټول پښتونستان ژړیږی پښتنو وطن کی مو ډیر مزلومان غریبان ژړیږی په ناهقه هر خوا څخه ولی وژل کږی ورکـــیږی پښتنو دغه ظلم ژړاته مو د هوا مرغان ژړیږی هر یو مو تور تمونو کی روان شو خیالی وطن مو وران وران شو افغانستان بیرته بیا روښانول په جهان غـواړی پښتنو زمونږ یوځای کیدل کله ګاوڼډیان غواړی افغانستان مو کته او پورته دا ظالمان یی ژړوی پښتنو راویښ شی انقلاب لوی افغانستان غواړی هر څوک مو د دردونو بندیوان شو خیالی وطن مو وران وران شو د دغه ظلم اودرد چا پښتنه وکړه ولی ځوریږی پښتنو کوم دوست پښتنه وکړه ولی وهل کــیږی دغه بد حالت په مونږ د چا په خاترولی تیریږی پښتنو ولی خپل کورکی کډوال شوی ورکـــیږی ژړند په خندا د ټول جهان شو خیالی وطن مو وران وران شو له وطن څخه مونوم دتروریست پاکیدل غواړی پښتنو په یوالی مو دغه بلاعفت ورکیدل غواړی له وطن څخه دغه غمونه د دموکراسی ورکـړی پښتنو دغه ظلمونه دا بد حالت ځوریدل غـــواړی د چا له لاسه ولی غریبان شو خیالی وطن مو وران وران شو ولی د چا په خاتر هر وخت قربانیږی تبا کــــیږی پښتنو ولی هر لارښود مو وژل کیږی تبا کــــیږی ولی د چا لپاره ډیر بی چاره پښتانه مو وژل کیږی پښتنوخپل منزکی صوله وکړی ځوریږی تبا کیږی ولی خپل منځ کی دومره بدګمان شو خیالی وطن مو وران وران شو هر صوله اول خپل منزکی بښنه خوشحالی غواړی پښتنوخپل منزکی پوخلا شی وطن خپلواکی غواړی هر اتفاق او اتحاد مو وطن ته رڼا اوکامیابی راوړی پښتنو وطن اوژوند موخپه خپه ده خوشحالی غواړی هر کور مو لوند د وینو په باران شو خیالی وطن مو وران وران شو خدای لپاره ویښ شی ورک کیږی بی غوری بس کړی پښتنو خپل منزکی هر کین او بوغض دښمنی بس کړی خدایه په دوعا د ذبیح الله مونږ پښتانه نور راویښ کړی پښتنو مدرسی او ښوونځی مو ولی سو ځوی بس کـړی له خپلی بیغوری راټول په مونږ ښاماران شو خیالی وطن مو وران وران شو دبل دارمانو لپاره ولی دخپل کور وطن تباهی غـــواړی پښتنو ولی د خپلو اولادونو د ژوندون تباهی غـــــواړی دبل په لمسون دا ورانول تباهی سبا بیا جوړول غـواړی پښتنو نور راویښ شی هرڅوک مو بیلتون تباهی غواړی د پلار نیکه مړی مو ګور کی په ارمان شو خیالی وطن مو وران وران شو پښتانه نه راویښیږی ښاماران ورته پښیږی پښتانه نه راویښیږی دنیا روانه په سیالی دی هر خواته خوشحالی دی دوی سره مل بیغوری دی هر څه یی له غمه غلی دی سره ورونه په بلیږی د بل په لمسون بلیږی یو بل سره مشوری نه کوی د اتفاق اتحاد ناری نه کوی د بل له لپاره جګړی کوی د خپل ځان چاری نه کوی نفاق نه ورڅخه پاکیږی دوی نه سره یوکیږی نه وایی د نوروغلامی څه کو دا دبل لاس لاندی ارامی څه کو نه وایی راځی لټون د حیمت کو دا د بل د پیسو ګرمی څه کو په ظلمون کی سوزیږی د بل په باداری نازیږی تورو تیرو کی یی شپی دی د یووالی ناری یی چوپی دی هر خواته یی بلاګانی پرتی دی د خوښی دروازی یی کولپی دی رنګ په رنګ دردیږی د بیلتون بار یی درندیږی دردونو کی یی ټول عمر تیر شو د دنیا ټول غم یی په سر تیر شو هر خوا څخه خوار او ځار شو هر کړاو یی په کور تیر شو هر رنګه ماتم په تیریږی حالی یی له د هم بتریږی د غلامی په ژوند کی خوښ دی دبیلتون پټی ورباندی سریښ دی دنیا به شی ورانه یو به نه شی د دښمن لمسون ته ښه ویښ دی د جګړو بلا نه سبر یږی ورځ په ورځ ببریړی هر یو یی یو بل سره ګلمن ده هر څوک یی ځان ته من من ده دوی کی یو هم چاره کی نه شته خپلی سر زوری نه ارمان ارمان ده ورځ په ورځ بی غوریږی هر رنکه غریبی کی زوریږی هی څوک د چا نصحت نه اوری ناری خبری د وحدت نه اوری چی ورته وا یی دا د دښمن دی یو یی هم د دښمن غیبت نه اوری خیالی وطن یی لیلامیږی هر رنګه بدنامیږی ولی د چا په لمسون سره جلا یی ولی روان د بل په مشوره سلا یی هی چاسره دا پښتنه پیدا نه شوه تر کومه به ګیروګان د د بلا یی شپیلی ورته شړ نګیږی دبل له لپاره جنګیږی ښکولی وطن وران وران شو لوند دغمونو دردونو په باران شو هر څه یی لاړ ورک ورک شو د هر عفت دمرض ګیروګان شو هر رنګه دوی کړیږی ډیری بی ګنا ژړیږی دښمنی کلی کور په راکیټونو ورانوی ښونځی مدرسی په بمونو ورانوی هر څه د دښمن په لمسونو ورانوی اخر تر کومه به ښارونه ورانیږی دعلم پردی یی ټولیږی دښمن یی خوشحالیږی خپل منز کی پټ په ټونی کوی له دښمنه بیا ښی ګلی مانی کوی نور پوخلاشی تیره په هیره وکړی ګله له چا وکړی خپله هر ورانی کوی هر څه یی لاړ خرابیږی وطن یی وینو کی لمبیږی د پلار نیکه جورت یی له لاسه ورکه ولی د پښتو غیرت مو له لاسه ورکه په نوم د اسلام او د یمکراتسی ښکولی کولتور ډک له هرعیزت مو له لاسه ورکه د پښتو قانون ورانیږی رنګا رنګ بی ایمانیږی اوسنی پښتانه په شیرونو کله سمیږی ذبیح الله دعا کوه خدای د په ورحمیږی له خپلی بیباکی په هر مرض خرسیږی له نوری دنیا څخه هم نه شرمیږی ژوند یی له دردو بریښیږی پښتانه نه راویښیږی پښتانه نه پوخلا کیږو مونږ پښتانه نه اصلاح کیږو پښتانه نه پوخلا کیږومونږ د ظلم پردی خوری وری دی هر خواکی مو چیغی ناری دی د هر چا زړونه پری پری دی خپل منځ کی نه سلا کیږو مونږپښتانه نه پوخلا کیږو عمر ټول په کړاونو کی تیر شو راباندی هر رنګه دردونه تیر شو تیر عمر مو هڅی برباد تیر شو له هر خوښی څخه جلا کیږو مونږ پښتانه نه پوخلا کیږو نه پو هیږو ګیله وکړو له چانه ډیرخپه یو هر خوا مو ده ورانه ورک ورک ناخبره یو دونیانه یو بل ته هر وخت بلا کیږو مونږ پښتانه نه پوخلا کیږو خیالی وطن مو هر رنګه ژړیږی ژوند مو راته له ظلمونو شړیږی زوړ که ځوان هر یو مو سړیږی د پردیو له غلامی نه جلا کیږو مونږ پښتانه نه پوخلا کیږو ډیر کلونه تیر شو امن رانه غی غګ د صولی په د وطن رانه غی د جګړو کی هیڅ بدلون را نه غی د هر چا غم ته ورپشاکیږو مونږپښتانه نه پوخلا کیږو خدایه د امید ډوی مو مړی شوی په دعاګانو مو خولی سټړی شوی د ازدی چیغی ناری مو سړی شوی هر رنګه رسوا کیږو مونږپښتانه نه پوخلا کیږو ډیر ښکولی ځوانان راڅخه مرینه پښتانه هره ورځ په ناهقه مرینه ولی بی ګنا د هر چا له لاسه مرینه د غم جګړو نه پاکیږی مونږپښتانه نه پوخلا کیږو ېو بل سره هر وخت جنګونه کو د د ښمن په خوله دا کار ونه کو ذبیح الله قیامت به راشی په دنیا مونږ پښتانه به روغه ونه کو د هر چا له لاسه په ژړا کیږو پښتانه نه پوخلا کیږو مونږ څخت شوی مو هر ګزران دی خدایه په مونږ جنګ د ټول جهان دی خدایه چاره نه شته ارمان ارمان دی خدایه ورځ په ورځ ورکیږو تباکیږو مونږپښتانه نه پوخلا کیږو کندهار خو کندهاردی جانانه کندهار خو کندهار دی جانانه هر درد لره کرار دی جانانه ډیر یی ښکولی ښار دی جانانه ډیر خت په کی بیروبار دی جانانه هرتیرو لره رڼا دی جانانه د هر بی کراری کرار دی جانانه اوس په کی پسرلی دی جانانه ولله هر خوا یی لاله زار دی جانانه د هر رنګ ګلونو باغ دی جانانه ټول وطن ګلی ګلذار دی جانانه په کی روانی ملی دی جانانه ښایسته رنګینه یی هرلار دی جانانه غوړولی یی انارګل دی جانانه غورزولی یی تار تار دی جانانه بی له تا کلی خالی دی جانانه وطن د د موراو پلار دی جانانه زړګی د ولی مروردی جانانه دا د کومی ګنا اځار دی جانانه له ما د ولی زړه تور دی جانانه بیا د څوک نوی یار دی جانانه مسافری لوی غم دی جانانه هر زړه په کی غارغاردی جانانه خپه زړګی می مونتزیر دی جانانه زما در سره کار دی جانانه ذبیح الله راځه مخ کی مو مرګی دی جانانه یو ځلی خو راشه ناځوانه سترګی می په لار دی جانانه کندهار ته راځه  ټول وطن ګل بهاردی کندهار خو کندهاردی خیالی وطن ده راشه که د یا دیږیری نو راځه راځه که دزړه ورپسی دردیږیری نو راځه راځه رنګینه یی هر سحاردی کندهار خو کندهار دی د بابا ولی زیارت کی یی شمی لږیږی نو راځه راځه له باغونو یی خوشبویانی جیږیږی نو راځه راځه هر خوا ځی بیروبار دی کندهار خو کندهار د ی په جګو غرو یی واوری راوریږی نو راځه راځه که په یا دونو یی زوریږی نو راځه راځه په جګو غرو سرشار دی کندهار خو کندهار دی په توخانویی کی یی د زمی ورونه بلیږی نو راځه راځه که یو ځل راغلی بیا نه تر نه بیلیږی نو راځه راځه ښایسته وطن نامدار دی کندهار خو کندهاردی که د زړه ورپسی خوږیږی نو راځه راځه که فکرونو سره یی غږیږی نو راځه راځه په ټولو کی سردار دی کندهار خو کندهاردی د تنهایی زندان کی که تنګیږی نو راځه راځه ولی قسمت سره جنګیږی نو راځه راځه کته پورته لاله زاردی کندهار خو کندهاردی پردی وطن کی که ژړیږی نو راځه راځه خیالی ځوانی د سړیږی نو راځه راځه په شنو باغونو مالدار دی کندهار خو کندهار دی بدن د مزدوریو کی ډډیږی نو راځه راځه که خیالو نو کی یی ګډیږی نو راځه راځه هر غم ته د ګزار دی کندهار خو کندهار دی ډیری ژړاڅخه سترګی د ړندیږی نو راځه راځه د غم بارونه د ګوره درندیږی نو راځه راځه بختور دلدار دی کندهار خو کندهاردی پوهیږم زړه د نه تر نه توریږی نو راځه راځه یو لحظه د بی وطنه نه تیریږیری نو راځه راځه ډیر ښه ګلدار دی کندهار خو کندهاردی خدای مو شته هر څه به رارڅیږی نو راځه راځه د غم بازار کی خوشحالی کله خرڅسیږی نو راځه راځه ټول وطن ګلی ګلذاردی کندهار خو کندهاردی ذ بیح الله زما نه هیریږی نو راځه راځه یا مین یی یاغریبی څخه ویریږی نو راځه راځه ولله ښکولی ښاردی کندهار خو کندهاردی ذ بیح الله ذ بیح الله نور راځه راځه نور راشه راشه نور راځه راځه ځم کندهارته ځم کندهارته بیانه راځمه ډیر ډیر می یادیږی ولله روانیم کندهارته بیا نه راځمه دلته ډیرغمجن غمجن یم الله که ورغلم کندهارته بیانه راځمه ژوند می خوږمن خوږمن شوه ځان رسوم کندهار ته بیا نه راځمه د مسافری ژوند څخه نور طوبه ده یو ځل ورشم کندهار ته بیا نه راځمه هر چاته خپل وطن کشمیر کشمیرده د تګ فلان لرم کندهار ته بیا نه راځمه ښایسته وطن ده ماته هرڅه نه ګران ده پردی وطنه لاړم کندهار ته بیانه راځمه خپه زړګی می کوګل کی وهی ټوپونه راته زما ذبیح الله سلام سلام کندهار ته بیا نه راځمه دایلحام په ملایکو ورلیږم سلامونه افغانستان ته ښکلی غزلی تراڼی جوړوم کندهار ته بیانه راځمه خیالی کندهار می یادیږی و جانانه ځه چی کندهار ته ځو هلته پسرلی دی خوشبویانی دی هر خواته چی ګوری رنګینی دی پانی په ونو کی پرتی دانی وانی دی راځه د شنو باغو ګلذار ته ځو و جانانه ځه چی کندهار ته ځو هر خواکی یی ګلونو غوړیدلی دی په غرونو یی واوری وردیلی دی جوړی په کی هر رنګه میلی دی راځه ګل غوټیو د انار ته ځو و جانانه ځه چی کندهار ته ځو ذبیح الله راځه لاړشو په زړه می راوریږی په خیالونو کی یی زړګی زما زوریږی چی هرڅومری هیروم نه می هیریږی راځه د سرو ګلنو لاله زار ته ځو و جانانه ځه چی کندهار ته ځو ښکلی کندهاره ګلالی جانان جانان کندهاره زخمی وران وران کندهاره خوشحالی یی در څخه وړی شاهزاده ګران کندهاره زمونږ له ټولی دنیا راته خوګ یی له هر پارهار نه د ځار شو ښایسته له ټول جهان کندهاره جګړو کی راګیر یی الله درحم وکړی زمونږ ګلستان کندهاره په سرو وینو کی لت پت یی بی وسه فریشان فریشان کندهاره د څو بی غیرتو بچیانو له لاسه ژړیږی ارمان ارمان کندهاره وس نه لرم زړکی می درباندی دردیږی قربان قربان کندهاره زه ذبیح الله د په پاک الله سپارم غیرتی تورزن قهرمان کندهاره خدایه کندهار بی ګنا ژړیږی مرګی په اچولی چاپه ده خیالی کندهار خپه ده هره ورځ د جینازو په کی علان ده څه خیالی ځوانان مری ارمان ده په شهیدانو ډکه هره هیدیره ده په راغلی د غمونو توفان ده جنګونو کی مسروپه ده خیالی کندهار خپه ده په سرو وینو یی رنګ هر میدان ده هر کور کلی یی وران وران ده هر خواکی یی روانه جګړه ده د ړندو بمونو په باران ده رڼا ورځ په تورشپه ده خیالی کندهار خپه ده هر خواته یی جوړ شوی ماتم ده په کی خپورد خپګیان تورتم ده مرګی د هر چا په سر ولاړ ده د هر چا زړګی مات قلم قلم ده هر خوا یی نن چوپه ده خیالی کندهار خپه ده اوس په کی سخت شوی ګزران ده د هر رنګه ظلمونو ګیروګان ده ټوپک سالار یی نن واکدار ده د دردونو کړاونو بندیوان ده روان یی سالارپه چپه ده خیالی کندهار خپه ده غدار دبل په زور باندی بادار ده هر څوک یی روان په خپل سر ده د هر چا په لاس کی وسله ده هر چانه ورکه د ژوند لار ده د افغانستان لویه سوپه ده خیالی کندهار خپه ده تاریخ یی د میړانی نوم نیشان ده د توریالیو ننګیالیو ګلستان ده ارمان ارمان چی نن خوګمن ده په ما ذبیح الله ډیر ګران ده له ننګنه یی ډکه هرسپه ده خیالی کندهار خپه ده کندهار غمجن غمجن دی خوږمن خوږمن دی کندهار غمجن غمجن دی بمونه په وریږی کندهار زوریږی هر رنګه سختی ورباندی تیریږی خپه خپه یی هر انسان دی کندهار غمجن غمجن دی په کی شخړی دی خیټی یی مړی دی د غلو او رازنویی په کی جګړی دی په وینورنګ ټول وطن دی کندهار غمجن غمجن دی توری تیری دی چیغی دی ناری دی په ښه ځوانانو یی ډکی هیدیری دی په کی پراته زخمیان دی کندهار غمجن غمجن دی بندی د هرغم دی خبګیان یی اړم دی نن یی هر خواکی جوړ تور تم دی هر کور کی کوڼډی یتیمان دی کندهار غمجن غمجن دی تالی یی خرابی دی جګړی هر شیبی دی د سرو مرمیو په کی بلی سری لمبی دی څوک بندخانو کی بندیان دی کندهار غمجن غمجن دی جنګونه نه سړیږی هر رنګه ژړیږی د مرګ توره بلا یی په وینو نه مړیږی هر څه وران وران دی کندهار غمجن غمجن دی ظلمونه یی په سردی دردونه یی ډیردی کوم به یی یاد کړی هر څی یی دربدردی ورنه تاو فوزد هر دښمن دی کندهار غمجن غمجن دی خزان ده په ګلانو یی روانی د شهیدانو یی جنازی دی غورزی خاوری په ارمانو یی په تماشه یی ټول جهان دی کندهار غمجن غمجن دی قلم د ذ بیح الله به یی کوم درد بیان کړی خدای د صوله راولی کرار ټول وطن کړی خدایه ارمان ارمان دی کندهار غمجن غمجن دی

لنډه کیسه د ملا تور ګول د میا صاحب لالا جان د ملک بادار خان کیسه   یو کلی وه په د کلی کی یو جومات هم وه د د کلی د جومات ملا وه ملا تور ګول د کلی ملک وه خان بادار خان د د کلی خلک ډیر غریب او ساده خلک ول ولی ملاتور ګول او ملک بادار خان په خپل منځ کی سره ډیر خواګه ول کله به چی د بادار خان نپرو د کلی زرنده ووهله یا بی غلا کړه د خلکو غنم بی ټول ځان سره ویوړل خلک به خان ته ورغلل او ورته به یی وویل چی خانه زمونږ غنم غلو پټ کړل مونږ څنګه وکږو اوس له خلکو او خان څخه به ملا حب ډیری خیری کولی او په غلو بی یی بد ویل که به کلی کی یا کوم بله لانجه راپیدا شوه که د خان په خوښه به نو یا به د خان رزا په کی نوه اول قسم او قران به ملا ساحب کاوه خان به غګ وکړ چی و خلکو که په ما باور نه لری دغه ده ملا صاحب خو د خدای او قران له لاری ډیر ښه خبر دی په د خبره کی تاسی کوم عتراز لری زیاتره خلکو به د ملا او د خان پیسله ومنله تاید به یی کړه یوه ورځ د خان نه پرو د میا ساحب لالا جان د غنمو غلی یی پټه کړی او میا صاحب لالا جان ته احوال ورغی چی غلو د غلی پټه کړی نو میا ساحب غګ وکړ چی دا غله باید نور پیدا کړو که مونږ پیدا نه کړل بیا به دولت نه مرسته وغواړو نو یوم دم خان غګ وکړ چی نا دا سمه خبره نه ده دولت څه کوی دا زه د څه لپاره یم او دا متل ده چی وایی چی غوټه په لاس خلا سیږی خولی ته اجت نه شته ملا صاحب ته یی وکتل ورته وبی ویل څنګه مولا ساحب زه ښه وایم ملا صاحب هم ورته وویل خان ساحب ته بی خی ښه وایی او باید د کور خبری ساراته ونه باسو دا ډیر د شرم ځای ده خلک به سه وایی باید دا غله مونږه په خپله وه نیسو او د خان خبره دولت څه کو نو د مولا صاحب او میا ساحب هڅی هم په خپل منځ کی سره ورانوه یو بل یی ډیر بدی هیسیدل میا ساحب یو دم مولا ساحب ته وویل چی و مولا تی څه غم کړی تاته خو هر وخت تیاره پخکړی ډوډی او خواړه در رسیږی وایه زمونږ په ځان نو ملا یان خو ډیر زر په غوسه کیږی مولا هم بیرته په ډیر غوسه ورته وویل چی وه میا تا کومه د خپل دلاس حلاله روزی یا د کوم د بیل یا د کولنګ په زور مزدوری له لاسه ورکړی ده خو په موفته د دمو او ساښتو په زور پیدا کړی وه او غلو در څخه ویوړه او بل دا خبره درته وکړم او وی وایم چی دا ته کوم کار کوی دا کار هیڅ کله هم کوم فیامبر او یا کوم اصحاب هم نه ده کړی دا ته چی څه کوی دا ناروا کار ده نو میا صاحب هم ملا صاحب ته بیرته په جواب کی وویل چی و مولا زه خو تا ښه پیزنم دا ته ولی شیطانی کړی په خلکو کی او هر وخت دروغ وایی چی خان لا خبری نی کړی تا وخته په قسم کړی یی او وایی چی خان ریښتا وایی او دا دومره وخت چی غلا ګانی کیږی تاسو ولی هیڅ څه ونه کړل او دا متل ده چی وایی چی غل نه یی له پاچا ولی هیریږی له دولت څخه ولی دومره هیریږی نو خلکو ټولو د میا خواته وکتل او وویل میا ښه خبره کوی خان هم پو شو چی خبره خرابه شوه خو راځه ته هم د خلکو او میا خبره تاید کړه چی اوس زه په کی راګیر نه شم مولا خو هڅی هم خبره وبیلله نو خان هم غګ وکړ چی وملا دا میا ښه خبره کوی نو ملا ساحب له ځان سره پکر وکړ چی ولله کلی کی خو د اوس نوم بد شو او خان هم ناځوانی وکړه او مال غلی یی د خلکو ځانته ووهلی او ما خو هڅی موپته کی هم دنیا او هم اخیرت وبایله دا می څه وکړل اوله کلی می هم خلک اوس زیاتی سړی نو راځه داسی چل وکړه لا تر اوسه هم وخت شته چی په دنیا خو د غاړی خلاسی کړه او خلکو ته ریښتا وه وایه نو ملا ساحب یو دم غګ وکړ چی وه خلکو ما وبښی زه ریښتا در ته وایم ریښتا هم ما په دروغو قسمونه خوړل او غنم غلی د خان نپرو پټولی نور ما خپله غاړه در باندی خلاسه کړه ما وبښی نو په د حال کی خان ته هم ډیره زیاته غوسه ورغله خپله توفانچه یی راوښکله مولا صاحب یی په وویشته او مولا صاحب مړ شو همه غه وه چی د دولت نپر راغلل او خان یی ونیاوه کور څخه یی د خلکو ټول غنم غلی راوښکلی خلکو ته یی ورکړی ولی باد له د څخه خلکو هم وویل چی ملا صاحب د خدای وبښی ریښتا ویلی باید مونږ نور دمیا صاحب خبروته غوګ ونه نی سو ځانونه په دم نه کړو او دا متل ده چی وایی وای خدای د هغه شر راپیښ کړی چی زمونږ په کی خیروی د میا او ملا جګړه مونږ ته هم کیمیا بوټی وګرځیدله ویناوال او لیکوال ذبیح الله شریفې المیره ZABI HULLAH SHARIFI ALMERE 19 / 11 2010 -
بېرته شاته