(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلو مټو زور

مونږه دپردو منو ، يو ورور پـــه خپل لاس ورور وژنو يا پردی راپـريـږدو ، پری غمخور مشر د کـــور وژنـــــو يـا ټو پک راواخـلـو خپــل اولاد د سـتـرګـو تـور وژنـو ځا ن وژنــــو، افغا ن وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنــو ځان مسلـمــان بـولــو ، خــو امـــت د پـيـغــمــبر وژنــو مونږه د پــردو پـــــه لـــمســه خپــل د قــوم رهبر وژنـو مونږه پــردی نــــه وژنــو‏، د مــور د زړګــې سر وژنو مـــور وژنــو ،مونږ خور وژنــو، ميړونــه خپـل ټبر وژنو واورې د قــيــام خلکــو د پـلار نـيــکه غــرور وژنو ځان وژنـــو، افغان وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنـــــو

-
بېرته شاته