(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کلي په کلي ښار په ښار درپسی وګرځیدم په لره بره ټوله لار درپسی وګرځیدم ستړي زړګي دستړي ژوند منزل دمه غوښتله ما ته پیاله خومارخومار درپسی وګرځیدم غوټۍ می ټولی لټ په لټ کړې چی به تا وموم اغزئ اغزئ اوخارپه خار درپسی وګرځیدم لکه للمي ګل څاڅکي پرخی ته می هیله وه چی اجل وهلئ ناقرار درپسی وګرځیدم شپې می له ورځو سره ګډې وی توپیر يي نه ؤ بلې ډیوې غرمه سهار درپسې وګرځیدم دوړوکتوب ښکلي خوبونه دځوانۍ خیالونه د پیغلتوب په انتظار درپسی وګرځیدم سرخومی درکړوبدن هم ستا قربانګاه ته وړمه په دی ازمیښت ستا خدمتګار درپسی وګرځیدم

-
بېرته شاته