(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زه چــــــې ستا په پاکه مينه تور شومه لاړمــــه دخلقو دپېــــــــــــغور شــــومه ګل په وينـــــو رنګ وومه په چُپه خولۀ خورشومـــــه په کلي کښې يو شورشومه زړه کـښـــې چې غمونه دبې وسو خورم زه خو دبـــې کوره خلقوکور شومــــــــه زر رانه حالاتو ځواني غصـــــــــب کړه جام شومه خـــالي شومه نســــکور شومه ډېرې تيرې ګـــــــــــــــــوره مارڼا کړلې زه خپله لمبه لمبه شـــــــــــوم اور شومه نن جې تور اوربل دې کړلو خور په مخ زۀ ســــاجد له ورايه په زړه خور شومه

ضــــــــمــــيــــــر داځــــيني خلق خپل ضـــــمير لکه سامان خرڅوي څوک ئې ويړڅوک يې دخاورونه لږ ګرانه خرڅوي دفېرنګيانو تالي سټ مه شه دچــا مشــــــــــــــــــران چي خـــــــپل اولس خرڅوي دالکه چي ځان خرڅوي نتکـــــــى دپوزې خرڅوي دمجـــــــــــــبورۍ دلاسه تۀ ورته مه ګوره يو معصوم غوندې ارمان خرڅوي وړو لاســــــــونو لــــه پکاريې دي قــــــــــلم سياهي مجبوره پلار پرې تماټر او الوګــــــــــــــان خرڅوي نا اهله مشــــــــــــــــــــر ته اسان داسې دقام خرڅول لکه چې څـــــــــــوک خپل ملکيت دقبرستان خرڅوي په دې جاهل سماج کښــــــــــــي دغه دشعور شاعري لــــــکه چې سره زر څوک د کوتو په دکان خرڅوي يوخوا په دې ساده اولــــــس دمــــــــولانا حـــــکومت بل خوا پرې خپله بد ماشي دکــــــلي خــــان خرڅوي نن په وړو لاسونو کـيږي دپالـــــــــــــــــش مزدوري دمجــــــــــــبوۍ نه زندان اخـــلي قلمـــــدان خرڅوي ســــــــــــاجده وارئي دلونګۍ تېر کړو دخـــــپله لاسه ذلت پرې راغــــلي په پټکوپســــې بوټان خــــــرڅوي -
بېرته شاته